د کرکټ په تاریخ کې نوی نوښت؛ د ۱۰۰ توپونو ليګ پیلېږي
د کرکټ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د ۱۰۰ توپونو ليګ هم پیلېږي. په دې ليګ کې درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او قيس احمد هم درې بېلابېلو لوبډلو اخيستي. د انګلستان او وېلز کرکټ بورډونو په ۲۰۱۶ کې د ۱۰۰ توپونو په نوم د نویو سیالیو د تأسیس په اړه په دې اړه نظر ورکړی و چې بیا په ۲۰۱۹ کې موافقه وشوه چې دا سیالۍ به د ۲۰۲۰ کال په جولای میاشت کې ترسره شي، خو تېر کال د کرونا ویروس له امله دا سیالۍ ونهشوې او ۲۰۲۱ کال ته وځنډول شوې. د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې د انګلستان کرکټ بورډ وویل چې د جولای په ۲۱مه به دا سیالۍ وشي. Читать дальше...