Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2023

Новости за 05.05.2023

Pa.azadiradio.com 

بادونو او ورښتونو په ارزګان کې د غنمو کروندې زیانمنې کړې دي

د ارزګان ولایت هغه بزګران چې په خپلو ځمکو کې یې غنم کرلي، وايي چې سختو بادونو او ورښتونو یې کروندې ډېرې زیانمنې کړې دي. ارزګان په افغانستان کې د تریاکو له لویو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی خو اوس چې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی دی، یوشمېر کروندګرو د غنمو او نورو کښتونو کر ته مخه کړې.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: افغان نجونې او ښځې په سيستماتيک ډول ځپل کېږي

د ملګرو ملتونو متخصصانو ویلي چې په افغانستان کې نجونې او ښځې په سیستماتیک ډول ځپل کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د بیانیې پر بنسټ، د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ او د ښځو او نجونو سره د تبعيضي چلند پر ضد د کاري ډلې مشر دورتي ایسترادا تنګ، افغانستان ته له خپل اته ورځني سفر وروسته د افغانو نجونو او ښځو د سیستماتیکو ځپلو په اړه خبرې کړي دي. په بیانیه کې راغلي چې بېنيټ او ایسترادا تنګ د اپرېل میاشتې له ۲۷مې د مې میاشتې تر ۴مې نېټې په افغانستان کې وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لاس مینځلو نړیواله ورځ؛ ډېری افغانان د اوبو له کموالي شکایت کوي

د مې ۵مه د لاس مینځلو نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په وینا، په نړۍ کې ۲.۳ ميلیارده خلک په خپلو کورونو کې صابون او اوبو ته لاسرسی نه لري. یونېسف ویلي، چې د لاسونو مینځل د ناروغیو د مخنیوي لپاره یوه اسانه، ارزانه او ډېره اغېزمنه لار ده، خو یو شمېر افغانان وايي چې دوی څښاک ته کافي اوبه نه لري، نو څنګه کولای شي چې په ورځ کې څو ځلې خپل لاسونه پرې مینځي. ګلالۍ چې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې اوسېږي، د وچکالۍ او اوبو له کمښت څخه شکایت کوي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اعدام او سنګسار په اړه د طالبانو تازه پرېکړې اندېښنې راپارولي

د طالبانو حکومت د سترې محکمې لخوا د شاوخوا ۱۷۵ کسانو د اعدام د حکم اعلان او په يو شمېر کسانو د نورو مجازاتو د پرېکړې تطبیق اندېښنې راپارولې دي. د رواداري په نوم د بشري حقونو د بنسټ مشرې او د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون، چې د طالبانو له‌خوا منحل شوی او اوس له بهر فعالیت کوي، پخوانۍ رییسې شهرزاد اکبر د طالبانو حکومت د نوې اعلامیې موخه چې اعدامول، سنګسار او نور په‌کې شامل دي د وېرې خپرول، د افغانستان د بشري حقونو له ژمنو سرغړونه او د دې کسانو د بشري حقونو نقض بولي. نوموړې ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د دویمې نړیوالې جګړې د بري مراسم؛ پوتین د تاجکستان ولسمشر وربللی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ته د دویمې نړیوالې جګړې د بري د مراسمو په یاد غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې پوتین له رحمان سره د ټليفوني خبرو پر مهال هغه ته دا بلنه ورکړې. دا مراسم به د مې میاشتې په نهمه په مسکو کې ترسره شي. د دویمې نړیوالې جګړې د بري په یاد مراسمو کې چې د مسکو په سره میدان کې ترسره کېږي، پوځي رسم ګذشت هم شامل دی.

Pa.azadiradio.com 

د قابلو نړیواله ورځ؛ نادیه: ډېری افغان قابلو خپلې دندې له لاسه ورکړي

د ملګرو ملتونو سازمان د مې په پنځمه د قابلو د نړیوالې ورځ په مناسبت ويلي، نړۍ اوسمهال د ۹۰۰ زره قابلو له کمښت سره مخ ده. ناديه، چې يوه قابله ده د کاري فرصتونو او د قابلو د کمو امتیازاتو په اړه خبرې کوي او وايي، افغانستان د ډاکترانو او روغتیایي پرسونل په ځانګړي ډول د قابلو د کمښت له امله د میندو او ماشومانو له مړینې سره مخامخ دی. نادیه وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د قابلو کاري چاپېریال ته ډېره پاملرنه نه‌کېږي. هغه زیاتوي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېرو قابلو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو

د هند، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو نن په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ. د رویټرز د راپور پر بنسټ، دې وزیرانو د شانګهای د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې چې د هند په ګوا ایالت کې جوړه شوې وه، د ښځو حقونو پر ساتنې هم ټینګار وکړ. د هند د بهرنیو چارو زیر اس جی شنکر په دې ناسته کې ویلي، په افغانستان کې اوسنی وضیعت د دوی د توجه په مرکز کې دی. هغه زیاته کړې چې د افغانستان د خلکو سوکالۍ لپاره باید هڅه وشي. دوی د افغانستان په اړه دا خبرې د پاکستان او چین د بهرنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: روسي ځواکونو تېره شپه په نیکوپول بریدونه کړي

د اوکراین چارواکو نن جمعه ویلي، په جنوبي ښار نیکوپول کې د روسیې له خوا تېره شپه هم د توغندیو ډزې روانې وې. د اوکراین د دنیپرو-پیټروفسک د محلي شورا مشر میکولا لوکاشوک وايي، د روسیې د توپونو په ډزرو ملکي او د انرژۍ زېربناوې ویجاړې شوې دي. د نیکوپول په نوم جنوبي ښار هم دنیپرو سیند ته څېرمه پروت دی چې په وروستیو کې د سختو جګړو شاهد دی. لوکاشوک نن په ټلګرام کې لیکلي چې د ده په ټکو اشغالګرانو د ښار د اوسېدونکو لس کورونه، یوه بله ودانۍ، د ګازو کُرې او د برښنا شبکې ویشتلي او ویجاړې کړې دي. د اوکراین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بندیزونو زیاتوالی؛ نیومن: ډېری افغان نجونې او ښځې د ځان وژنې هڅه کوي

په داسې حال کې چې همدا نن په شمالي ولایت بدخشان کې یوې مېرمنې د کورني تاوتریخوالي امله ځان‌ وژنه کړې، د اروپا د پارلمان یوې غړې هانا نیومن ویلي چې په افغانستان کې په ښځو او نجونو د محدودیتونو د ډېرېدو له امله ډېری ښځې او نجونې د ځان وژنې هڅه کوي. پژواک خبري اژانس ته د بدخشان امنیتي چارواکو تایید کړې چې د کورني تاوتریخوالي له امله د دغه ولایت په مرکز فیض اباد کې یوې مېرمنې د موږکانو د وژنې دوا خوړلې او خپل ژوند یې ختم کړی دی. ازادي راډیو له هڅو سره سره ونه‌شول کولای چې د يادې مېرمنې د کورنۍ غړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سويډن پارلمان یوه مخکېنۍ غړې د اوکراین له پوځ سره یوځای شوې

د سويډن د پارلمان یوه مخکېنۍ غړې چې په پوځ کې مخینه لري، د اوکراین له پوځ سره یوځای شوې او اوکرایني سرتېرو ته روزنه ورکوي. کارولین نوردین ګریپ دې ته په تمه ده چې ژر تر ژره د جګړې ډګر ته ولاړه شي. نور په ویډیو کې:

Pa.azadiradio.com 

د امريکا په جورجیا کې يو سړي د درې ښځو تر وژلو وروسته خپل ځان وژلی

د امریکا د متحدو ایالتونو د جورجیا ایالت د جنوب په یوه لیرې پرته سیمه کې یوه سړي د درېیو ښځو تر وژلو وروسته ځان وژلی دی. چارواکي وايي، دغه سړی په دې مشکوک دی، لومړی یې خپله مور او انا د هغوی په کورونو کې وژلي او بیا یې د رستورانټ مدیره ووژله، چې ده په‌کې کار کاوه. د اسوشېټېډپریس اژانس د راپور له مخې، د جورجیا د تحقیقاتو بیرو ویلي، د مک ډانلډ رستورانټ په امنیتي کامرو کې ښکاري چې د کینتاو-یوس وایټ په نوم دغه ۲۶ کلن کس د پنجشنبې سهار د رستورانټ پر مدیرې ډزې کوي. په انځورونو کې ښکاري، چې وایټ رستورانټ ته دننه کېږي او بیا پر ځان ډزې کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني او ډنمارک دفاع وزيران د اوکرايني سرتېرو د روزنې مرکز ګوري

د جرمني او ډنمارک دفاع وزیران بوریس پیستوریوس او ترویلس لونډ پولسن نن جرمني کې د اوکرایني سرتېرو د روزنې مرکز ګوري. د جرمني د ختیځ په کلیځ پوځي ساحه کې د اوکراین دغه سرتېري د جرمني او ډنمارک له‌خوا د لئوپارډـ۱ په نوم د عمده جنګي ټانکونو د کارونې لپاره روزل کېږي. د دې پوځي مرکز د دفاعي صنعت تخنیکران د دغه روزنیز پروګرام ملاتړ کوي. د هالنډ او ډنمارک تر څنګ جرمني د دې پوځي صنعت په ګودامونو کې د جنګي ټانکونو د جوړولو مالي مرسته کوي. ویل شوي، د دې کتنې پر مهال به د جرمني او ډنمارک دفاع وزیران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ بورډ: کندهار کې د ايمرجنګ سياليو لپاره چمتووالی نيول شوی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په کندهار کې د ایمرجنګ سیالیو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی دی. په پام کې ده، دغه سیالۍ سبا پیل شي چې څلور لوبدلې به په‌کې برخه ولري. په کرکټ بورډ کې د کورني کرکټ څانګې مشر نظیم جار عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل: "څلور لوبډلې دي، دغه ټورنمنټ ۱۵ یا هم ۱۶ ورځې دوام کوي. یوازې هغه لوبغاړي په‌کې برخه لري چې د ۱۹ کلنو له تېرو لوبو پاتې وي، یا هم هغه لوبغاړي، چې په اوسني کورني کرکټ کې ښه ځلېدلي او عمرونه یې له ۲۳ کلونو کم وي، هغه به په دغو سیالیو کې ګډون کوي." د دې سیالیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوډان له جګړې د راایستل شویو افغان وګړو دويمه جوپه کابل ته رسېدلې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سوډان له جګړې د افغان وګړو دویمه جوپه نن جمعه کابل ته ورسېده. دغه وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیا احمد تکل نن د کابل په هوايي ډګر کې په یوه ثبت شوې ویډیو کې ویلي: "د سوډان په جګړه کې د بند پاتې افغانانو دویمه جوپه چې ۴۳ تنه کېږي، د اریانا افغان هوايي شرکت له لوري خپل هېواد ته په خوندي شکل راولېږدول شول." په سوډان کې شا و خوا ۱۲۰ افغانان په جګړه کې ایسار پاتې وو چې په دوو جوپو کې لومړی سعودي عربستان ته ولېږدول شول، وروسته افغانستان ته.

Pa.azadiradio.com 

يونېسف: زده‌کړې کول د انسانانو بشري حق دی

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وایي، په افغانستان کې د ميلیونونو نجونو لپاره یوازې ښوونځي ته د تګ خوب ورپاتې دی. د یونېسف عمومي ادارې نن په یوه ټویټ کې د ۱۶ کلنې نرګس څرګندونې خپرې کړي چې ویلي یې دي، د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو سوچ یې په ذهن کې تر ټولو تاریک سوچ دی. یونېسف وايي، تعلیم کوم امتیاز نه، بلکې د انسانانو بشري حق دی. طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور د تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې او په تېره ډسمبر میاشت کې یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونو دروازې هم وتړلې.

Pa.azadiradio.com 

په اردن کې د افغانستان سفارت بېرته پرانيستل شو

په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر وايي، د دوی په هڅو په اردن کې د افغانستان سفارت تر دوه کلن ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شو. احمد جاوېد مجددي، نن جمعه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په شام حوزه کې افغانان له قونسلي خدماتو بې برخې وو. نوموړي وويل: "په تېرو دوو درېیو میاشتو کې مې څو ځلې اردن ته سفر وکړ، له پرون راهیسې په اردن کې پر دې موافقه وشوه، چې د سفارت دروازه رسماً د افغانانو پرمخ پرانیستل شي او تر دې وروسته دوی ته قونسلي او فرهنګي خدمات وړاندې کولی شو." وروسته له هغې چې طالبانو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار سوداګرۍ خونه: د ۳۳۱ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د کندهار سوداګرۍ خونه وايي، تېر کال له دغه ولایت څخه د ۳۳۱ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات شوي. د سوداګرۍ خونې د مسوولانو په وینا په صادراتو کې تر ټولو زیاته تازه او وچه مېوه، معدنیات، طبي بوټي او نورو بېلابېل توکي شامل دي. بلخوا د کندهار سوداګر وايي، لا یې بانکي محدودیتونه او یو شمېر نورې ستونزې د سوداګرۍ پر وړاندي خنډونه دي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د بریتانيا د پاچا د تاج اېښودنې مراسم ترسره کېږي

ټاکل شوې سبا ته د بریتانیا د پاچا درېیم چارلس د تاج اېښودنې مراسم ترسره شي. پاچا چارلس د تېر سپټمبر په اتمه د خپلې مور او د بریتانیا د پخوانۍ ملکې الیزابیت تر مړینې وروسته د بریتانیا د نوي پاچا په توګه اعلان شو. تمه ده اوس له میاشتو تیاریو وروسته د هغه د تاج اېښودنې مراسم شنبه د مې په شپږمه ترسره شي. د ۷۰ کلن چارلس تاج به په شاندارو او مذهبي مراسمو کې اېښودل کېږي. د شاهي کورنۍ د نویو منصبونو د معرفي رسمي چارې او لوړې به هم سبا کېږي. برتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د سلګونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په سربیا کې یوه وسله‌وال بریدګر ۸ کسان وژلي

په سربیا کې یوه وسله‌وال بریدګر اته کسان په ډزو سره وژلي او ۱۴ نور ټپیان کړي دي. پېښه پلازمېنې بلګراد ته نږدې په ملادینواڅ سیمه کې شوې ده. د سربیا د کورنیو چارو وزارت وايي، مشکوک بریدګر چې یوازې په 'یو بي' U.B سره معرفي شوی، نیول شوی دی.  دا په ۴۸ ساعتونو کې په سربیا کې دویمه ډله‌ییزه وژنه ده. د چهارشنبې په ورځ یوه ۱۳ کلن هلک د بلګراد په یوه ښوونځي کې اته ماشومان او یو ساتونکی په ډزو ووژل او ۷ نور یې ټپيان کړل. پولیسو وروسته اعلان وکړ چې دا بریدګر هلک یې نیولی دی.

Pa.azadiradio.com 

خیبر پښتونخوا کې بریدونه؛ په جلاجلا امنیتي پېښو کې ۱۴ کسان وژل شوي

په خیبر پښتونخوا کې پرون په څو امنیتي پېښو کې څو ښوونکو او پوځیانو ته مرګ ژوبلې واوښتې. په خیبر پښتونخوا کې د اکثرو امنیتي پېښو مسوولیت پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي په غاړه اخلي. په دې صوبه کې وروسته له دې امنیتي پېښې ډېرې شوي چې د تېر کال په نومبر کې د طالبانو او پوځ ترمنځ اوربند پای ته ورسېد. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

امیرخان متقي په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ځي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له پاکستاني چارواکو سره د خبرو او د چین، پاکستان، افغانستان په درې اړخیز ډیالوګ کې د ګډون لپاره نن اسلام اباد ته ځي. طالب پلاوی به د دوشنبې تر ورځې په اسلام اباد کې وي او د دې سفر په لړ کې به د چین له باندنیو چارو وزیر سره جلا هم وویني. سره له دې چې طالبان له پاکستان او چین سره نسبتاً نږدې اړیکې لري، هېڅ هېواد تراوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د کرزي او نېکلاسن لیدنه؛ د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار او ملي ډیالوګ ټینګار وشو

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن له یو بل سره په کتنه کې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو او ښځو ته د کار کولو د حق ورکولو غوښتنه وکړه. د حامد کرزي دفتر پرون پنجشنبې ناوخته په یوه خبرپانه کې وویل چې په دې کتنه کې دوی په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي ډیالوګ ضروري وباله. طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې برخې کړې، بیا یې د پوهنتون دروازې پرې بندې کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د قصاص څه باندې ۱۷۰ حکمونه صادر کړي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د سترې محکمې اداري مرستیال عبدالمالک حقاني وايي، د دوی محکمو په ټول هېواد کې د قصاص څه باندې ۱۷۰ حکمونه صادر کړي دي. حقاني پرون پنجشنبې په یوه ویډیو کې ویلي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د قصاص حکم تطبیق ته ژمن دی. نوموړي ويلي: "په دې وروستیو کې اسلامي امارت د محکمو تشکیلات بشپړ کړي، محکمو په ټول هېواد کې د قصاص نږدې ۱۷۵ فیصلې، د دیات ۷۹ فیصلې او د سنګسار ۳۷ حکمونه صادر کړي دي." ده همدا راز وویل چې محکمو پر څلور تنو بدعملو د دېوال چپه کولو پرېکړه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د بلخ د خُلم ولسوالۍ په سمنګان ولايت پورې وتړله

د طالبانو حکومت د خُلم ولسوالي له بلخ ولایت څخه جلا او له سمنګان ولایت سره وتړله. خُلم پخوا هم د سمنګان ولایت اړوند وه، خو له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهیسې له بلخ ولایت سره تړل شوې وه. طالبانو له سمنګان سره د خلم ولسوالۍ د بېرته یو ځای کولو د دلیل په اړه څه نه‌دي ویلي، خو باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، ویلي چې بلخ ۱۳ اداري واحدونه لري خو سمنګان ۷ اداري واحدونه لري. تر دې وړاندې طالبانو غورماچ ولسوالۍ له فاریاب څخه جلا او له بادغیس سره بېرته وتړله. دا ولسوالي هم پخوا د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په اسلام اباد کې د چین، پاکستان او طالبانو حکومت ګډه ناسته کېږي

سوټ چاینا مارنینګ پوسټ: سوټ چاینا مارنینګ پوسټ ورځپانه په خپل یو سرلیک کې د چین، پاکستان او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیرانو ګډې ناستې په اړه لیکي، د چین د بهرنیو چارو زویر کین ګانګ له داسې یوې اجنډا سره چې افغانستان يې د سر موضوع ده پاکستان ته روان دی. دغه ورځپانه چې له هانګ کانګ څخه خپرېږي لیکي، د چین د بهرنیو چارو وزیر به په یوې درې اړخیزې ناسته کې د طالبانو له استازي او د پاکستان حکومت له لوړپورو چارواکو سره خبرې اترې وکړي. ورځپانه وړاندې وايي، چین هیله‌من دی چې له دې ناستې په ګټه... Читать дальше...


Транснациональные компании устали от антироссийских санкций

Синоптик Леус: грозовые дожди собьют жару в Москве

Игрок "Балтики" Радмановац показал средний палец "Зениту" в финале Кубка России

Асад объявил кое-что важное. До победы там Сирии и России остались месяцы?



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Москве начали строить новые участки трамвайных путей

Доллар открыл торги 3 июня ослаблением к белорусскому рублю

РАБОТКА ТАКАЯ ОФИС ДОМА

На портале госуслуг Подмосковья можно узнать о назначении выплаты для школьников

Музыкальные новости

В Тульской области продолжается культурный проект «Классика: история и современность»

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

ЧЭРЗ запланировал оздоровительную кампанию для сотрудников и их детей

Гендиректор Быстринского ГОКа стал старшим вице-президентом «Норникеля»

Новости России

Глава Фрязина Воробьев встретился с военнослужащими и их семьями

Пушинка из Космоса спасёт либо снесёт США? Научные важные данные. Проект «Святой Ленин».

Гендиректор ОМК Петр Трушин возглавил жюри премии «HR-бренд» от HeadHunter

Кирпич, упавший с крыши, чуть не убил маму с двухлетним ребенком

Экология в России и мире

«585*ЗОЛОТОЙ» выступила партнером медиафестиваля творческой молодежи YOUPITER

Бесплатные ежедневные тренировки от сети фитнес-клубов Spirit. Fitness в парке Горького/Музеон

Секрет долгожителей Азии раскрыт: гастроэнтеролог Садыков рассказал о пользе красного риса

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

Спорт в России и мире

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»

Организм был не в состоянии: Потапова прокомментировала поражение на «Ролан Гаррос»

Синнер повторил достижение Джоковича и Надаля по победам на "Больших шлемах"

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой

Moscow.media

Аккумулятор неанонсированного Samsung Galaxy Z Fold6 Ultra сертифицировали

Доступный, летний, твой – StarLine A60 BT GSM ECO

Дизельный, рамный, с блокировками. Новый внедорожник скоро появится в России

Водитель "Лифана" погибла после аварии с фурой







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *