Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2023

Новости за 27.05.2023

Pa.azadiradio.com 

د بلخ ځینو اوسېدونکو د روضې شریفې د شاوخوا ویجاړیو د بیارغونې غوښتنه وکړه

د بلخ ولایت د مزارشريف ښار ځينې اوسېدونکي وايي، حضرت علي «رض» ته د منسوبې روضې شريفې ودانۍ ځينې برخې ويجاړې شوي او دوی يې د ړنګېدو په اړه اندېښمن دي. د بلخ ولايت د مزارشريف ښار اوسېدونکی نقيب‌الله وايي: "د جمهوریت په وخت کې یې کار جریان درلود، کله چې حکومت بدل شو، اوس څوک کار نه‌کوي." نوموړی وايي، په مزارشريف کې د حضرت علي «رض» د روضې شريفې د ودانۍ د ځينو ويجاړو شويو برخو د بيارغونې چارې په ټپه ولاړې دي. نوموړي په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو حکومت باید د روضې بیارغونې ته پاملرنه وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سبا یکشنبه په ترکيه کې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې ترسره کېږي

سبا یکشنبه به د ترکیې خلک د خپل هېواد د ولسمشرۍ په دويم پړاو انتخاباتو کې ګډون وکړي. د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پرمختګ ګوند مشر رجب طیب اردوغان او د شپږو ګوندونو د ایتلاف ګډ کاندید کمال قیلچدار اوغلو د مې د ۱۴مې نېټې د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د پنځوس سلنې رایو په ګټلو کې پاتې راغلل. ۶۹ کلن اردوغان له شلو کلونو راهیسې په واک کې دی. د اردوغان سیال ۷۴ کلن اوغلو ویلي، که ټاکنې وګټي نو د ښځو حقونه به پیاوړي کړي او د سوریې کډوال به بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

Pa.azadiradio.com 

د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د نیمروز ولایت په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې د ایراني او طالب سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې ده. د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونو چارواکو د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې کړي دي. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د 'حال­ وش­' په نامه د یوې ایرانۍ مدافع ډلې په حواله ویلي و, چې دغه نښته نن سهار پیل شوې وه. په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله ښيي، خو دا ویډیوګانې په خپلواکه توګه نه‌دي تایید شوي. دا په داسې حال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بریتانيا يو سازمان: د طالبانو محدوديتونه ښځې له ټولنې لرې کوي

په بریتانیا کې د امنیت او همکاري په سازمان او ایس سي اي کې د بریتانیا استازې ایما لوګان وایي، د طالبانو له‌خوا لګول شوي محدودیتونه افغان ښځې او نجونې له ټولنې څخه لرې کوي. مروه چې د کابل پوهنتون محصله وه، وایي، د طالبانو له‌خوا پر نجونو او ښځو لګېدلو بندیزونو دا له ګڼو ستونزو سره مخ کړې. مروه وایي، دا او دوستان یې نه یوازې له اقتصادي بلکې رواني ستونزوه سره هم مخ دي. مروې ازادي راډیو ته وویل: "په ټوله نړۍ کې ان واړه ماشومان هم د زده کړو په حال کې دي، خو موږ په کور کې ناستې یو، د باندې د تګ اجازه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

د نیمروز ولایت په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې د طالبانو او ایران سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. د اسوشیتد پرس خبري اژانس د "حال¬ وش¬" په نامه د یوې ایراني مدافعې ډلې په حواله ویلي دي چې دغه نښته نن سهار پیل شوې ده. د راپور له مخې، د جګړې له سیمې یو شمېر اوسېدونکي ایستل شوي دي. په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله ښيي. خو دا ویډیوګانې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي. تر اوسه د نښتې علت معلوم نه دی او طالبانو او ایراني چارواکو تر اوسه د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برلین کې 'د افغانستان د پرون خندا' په نوم د عکسونو نندارتون جوړ شوی

یو افغان عکاس په جرمني کې 'افغانستان د پرون خندا' په نوم خپل عکسونه نندارې ته ايښي دي. عارف کریمي هغه افغان عکاس او ژورنالېست چې له خپلې کډوالۍ څه موده وروسته یې د جرمني په پلازمېنې برلین کې په بارډ کالج کې "د افغانستان د پرون خندا" په نوم خپل د عکسونو نندارتون جوړ کړ. کریمي یو له هغو څو ژورنالېستانو څخه دی چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو یو کال وروسته یې هم د رسنیو د کار په موخه د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه وکړل. په دې اړه د راپور اورېدو لپاره لاندې غږیز فايل کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

د نیمروز سرحدي سیمه کې د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

د راپورنو پر بنسټ، د نیمروز ولایت په کنګ سرحدي ولسوالۍ کې د طالبانو او ایران سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د 'حال­ وش­' په نامه د یوې ایراني مدافعې ډلې په حواله ویلي چې دغه نښته نن سهار پیل شوې ده. د راپور له مخې، د جګړې له سیمې یو شمېر اوسېدونکي ایستل شوي دي. په هغو ویډیوګانو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله ښيي. خو دا ویډیوګانې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي. تر اوسه د نښتې علت معلوم نه دی او طالبانو او ایراني چارواکو تر اوسه د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايران کې د حجاب پر سر ناندرۍ؛ محصلانې له فشارونو سره مخ دي

په داسې حال کې چې د ایران چارواکي هڅه کوي په نجونو او ښځو جبري حجاب رعایت کړي، د ایران محصلان له زیاتېدونکي فشارونو سره مخامخ دي. د ایران د محصلانو د اتحاد شورا وايي، په وروستیو کې د 'ښه ژوند او په پښو درولو د علومو په پوهنتون' کې ځینې محصلانې احضار کړای شوي او د پوهنتون مسوولانو په وار وار ورته خبرداری ورکړی، که د جبري حجاب قانون رعایت نه کړي، له پوهنتونه د ایستل کېدو او بندیز له خطر سره مخامخېدای شي. د محصلانو د اتحاد شورا وايي، د پوهنتون چارواکو د موټرسایکل سپرو کسانو د ګزمې د ایجاد خبر ورکړی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کور دننه او بهر ۲.۶ میلیون افغان کډوال له زیاتېدونکو اړتیاوو او خطرونو سره مخ بلل شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان 'آی او ایم' وايي، په کور دننه او بهر ۲ اعشاریه ۶ میلیونه افغان کډوال چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته بې ځایه شوي او کډوال شوي له زیاتېدونکو اړتیاوو او خطرونو سره مخ دي. په افغانستان کې څو لسیزو جګړو او سیاسي بدلونونو د ډېری افغانانو هوسا او خوشحاله ژوند ترې اخیستی. فریبا چې د افغانستان له شمالي ولایت تخار نه د جګړو له امله پلازمېنې کابل ته بې ځایه شوې وايي، د سر د خوندیتوب په هدف یې خپله سیمه پرېښې وه، خو دلته له سختې بې وزلۍ سره مخ ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

آی پي ایل؛ ګجرات لوبډلې پایلوبې لار پیدا کړه

د هند د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې ګجرات ټایټنز لوبډلې چې دوه افغان لوبغاړي په کې برخه لري، پرون د ممبۍ انډینز لوبډلې په ماتولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه. پرونۍ لوبه ګجرات لوبډلې پیل کړه چې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۳۳ منډې وکړې، خو ممبۍ لوبډلې یوازې ۱۷۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. پرون د ګجرات په توپ اچوونکو کې راشد خان دوې وېکټې واخیستې او نور احمد کومه ویکټه وانخیستله، خو موهیت شرما وتوانېد ۵ ویکټې واخلي. د لوبې غوره لوبغاړی شوبمن ګیل شو، چې په ۶۰ توپونو یې ۱۲۹ منډې وکړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکي: عراق ته د ګازو صادراتو کمېدو لامل تخنيکي ستونزه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون جمعه خپل عراقي سیال ته ویلي چې عراق ته د ګازو په صادراتو کې د کموالي علت تخنیکي مسایل دي او په دغو صادراتو کې د کموالي پرېکړه تهران نه ده کړې. د عراق د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د بغداد له خوا د زیاتې پیمانې پیسې د نه ورکولو موضوع حل کړي. د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د تېرې اوونۍ پر مهال د ګازو د صادراتو د کمېدو پر موضوع د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړې. د اعلامیې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د روسي ځواکونو په بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې

اوکراین او روسیې دواړو د شپې پر مهال پر اوکراین د میزاییلو او بې پېلوټه الوتکو د تازه حملو او پرون د ځینو چاودنو خبر ورکړی چې په نتیجه کې یې دوه ملکیان وژل شوي او ځینې نور کسان ټپیان شوي دي. د اوکراین هوايي ځواک وايي، روسیې پر اوکراین ۱۷ میزاییل ویشتلي او د کامیکاز په نوم د بې پېلوټه الوتکو په مرسته ۳۱ حملې کړې دي. د اوکراین هوايي ځواک زیاتوي، چې لس کروز میزاییل او د شاهد په نوم یې په ایران کې جوړې شوې ۲۳ بې پېلوټه الوتکې او دوه اکتشافي ډرون نسکور کړي دي. تېره شپه په ټول اوکراین کې د هوايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوډان پوځ ریزرف او تقاعد شوي سرتېري بیا خپلو لیکو کې شاملوي

د سوډان پوځ پرون جمعه له ریزرف او تقاعد شویو سرتېرو غوښتنه وکړه، چې بیا په پوځ کې شامل شي. ویل شوي د سوډان پوځ په داسې حال کې له پخوانیو سرتېرو تر ټولو نږدې مرکزونو ته د حاضرېدو غوښتنه کړې چې پوځ هڅه کوي د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه ډلې په وړاندې په مبارزه کې برلاسی شي، خو دا کار ممکن هغې شخړې ته لمن ووهي چې تازه یې د پای ته رسېدو په اړه پر اوربند موافقه شوې ده. سعودي عربستان او د امریکا متحدو ایالتونو چې د اوربند منځګړیتوب کړی او له تېرې دوشنبې نافذ شوی، پرون وویل چې تېره اوونۍ خال خال جګړه روانه وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له متحده عرب اماراتو څخه ۱۰۰۰ افغانان کاناډا ته لېږدول کېږي

کاناډا اعلان کړی چې له متحده‌عربي اماراتو سره د افغان کډوالو د خوندي لېږد د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې یوې هوکړې ته رسېدلي دي. د کاناډا حکومت په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه یې ناوخته خپره کړې، د کډوالو او تابعیت وزیر شان فریزر له قوله لیکلي، دوی د دې هوکړې په بدل کې ژمنه کړې چې ۱۰۰۰ کسه هغه افغانان به چې د افغانستان له سقوط وروسته، متحده‌عربي اماراتو ته انتقال شوي او هلته پاتې دي، کاناډا کې مېشت کړي. وروسته تر دې چې طالبانو کابل ونیوه، کاناډا د تخلیې او بشردوستانه لارو خپل هېواد ته د ۴۰ زره افغانانو د منلو اعلان وکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار او کندهار کې د کوکنارو بديل کښتونه حاصلاتو ته رسېدلي

په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې هغه نیالګي او اصلاح شوي تخمونه چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ بزګرو ته د کوکنارو د بديل کښت په نوم ورکړل شوي و، تر درېیو کالو وروسته حاصلاتو ته رسېدلي دي. د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د ننګرهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ستروس باغونو جوړولو پروژه پيل کړه، دا باغونه يې په هغو ځمکو کې جوړ کړل چې پخوا کوکنار په‌کې کرل کېدل. اوس د درېيو کالو په تېرېدو سره دا باغونه حاصلاتو ته رسېدلي او باغوانان يې له حاصلاتو څخه خوښ دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایا هغه وخت رارسېدلی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي؟

دي ويک خبري مجله: برتانوۍ اوونیزې خبري مجلې دي ویک په خپله پرونۍ ګڼه کې د طالبانو د حکومت د احتمالي رسمیت پېژندنې په اړه یو مطلب خپور کړی. مجله د مطلب په عنوان کې پوښتنه کوي ایا هغه وخت رارسېدلی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي؟ په دې اړه بحثونه چې ایا د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي که نه وروسته له هغه تاوده شول چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد وویل، دا سازمان چمتو دی چې د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره د رسمیت پېژندنې په برخه کې واړه ګامونه واخلي. د مېرمن محمد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مدني ټولنو يو سازمان د 'مطيع‌الله ويسا' د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د مدني ټولنو یوه سازمان، د طالبانو له توقیف نه د تعلیم د افغان فعال مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. د مدني سازمانونو او فعالانو د نړیوال اتحاد ادارې پرون جمعه په خپل ټویټر کې لیکلي چې د د بشري حقونو د مدافع او د تعلیم د حق د فعال مطیع‌الله ویسا د توقیف دوې میاشتې کېږي. د دې سازمان په وینا، د ویسا کورنۍ ته اجازه نه‌ده ورکړل شوي، څو له هغه سره، چې په خپلسري ډول نیول شوی، وګوري. د مدني سازمانونو او فعالانو د نړیوال اتحاد غوښتنه کړې چې د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو لپاره باید غږونه خاموش نه‌شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډاپینګ: افغانانو سره په روغتيايي برخه د مرستې لپاره نړيوال مشارکت کليدي رول لري

د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازی وايي، له افغانانو سره په روغتیايي برخه کې د مرستې لپاره نړیوال مشارکت کلیدي رول لري. لاو ډاپینګ پرون جمعه په یوه ټویټ کې وویل، د روغتیا نړیوال سازمان تیار دی چې په افغانستان کې اړو کسانو ته د روغتیايي خدماتو د رسولو د مشرۍ رول پر غاړه واخلي. هغه ویلي، د دې سازمان څه باندې ۵۰ شریکان یې د افغانستان له خلکو سره د روغتیايي مرستو لپاره هڅولي دي. د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۱۷ ميلیونه او ۶ لکه کسان روغتیايي خدماتو ته اړتیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني د ټيسلا شرکت په اړه څېړنې کوي

د ټیسلا برښنايي موټرو د کارکوونکو د شخصي معلوماتو تر افشا کېدو وروسته د جرمني چارواکو پرون وویل چې د دې شرکت په اړ څېړنې کوي. د راپورونو له مخې زیات احتمال دا و، چې دغه افشا شوي شخصي اطلاعات د امریکا په دې کمپنۍ کې په پراخه پیمانه د لاسرسي وړ وي. د جرمني په برادن­برګ کې چې ټیسلا په کې لویه فابریکه لري، د معلوماتو د خوندیتوب ادارې ویاند د دې څېړنې خبر ورکړی دی. هغه ویلي، دا موضوع ځکه مهمه ده چې د اطلاعاتو د خوندیتوب له اړخه ښايي په ټوله نړۍ کې خلک اغېزمن شوي وي. د جرمني یوې تجارتي ورځپاڼې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په سربیا کې پوځ ته د تيار سئ امر شوی

د سربیا ولسمشر الکساندر وچیچ د خپل هېواد پوځ ته وروسته له هغې د تیارسئ امر وکړ، چې یوشمېر معترضانو د کاسوو په هغه ښار کې چې اکثریت وګړي یې سربان دي، له پولیسو سره شخړه وکړه. د سربیا ولسمشر وچیچ پرون جمعه په هغه وینا کې چې له تلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده وویل، د پوځ ځینو قطعاتو ته امر شوی چې د کاسوو د سرحد پر لوري وخوځېږي. هغه ویلي، دا څرګنده ده چې په کاسوو کې د سرب وګړو په وړاندې ترور روان دی. د کاسوو په زیوچان ښارګوټي کې اعتراض کوونکي او پولیس وروسته له هغې سره لاس و ګرېوان شول، چې د خلکو یوه ډله د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته راغونډ شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په سوډان کې له اوربند سره سره پلازمېنه خرطوم کې جګړه روانه ده

سعودي عربستان او د امریکا متحدوایالتونو پرون جمعه وویل، داسې ښکاري چې په سوډان کې د شخړې دواړه اړخونه نافذ شوی اوربند تر ډېره حده رعایتوي. دغه اوربند چې د سعودي عربستان او امریکا په منځګړیتوب ورباندې موافقه وشوه، له تېرې دوشنبې په سوډان کې نافذ شوی، خو په پلازمېنه خرطوم او غربي سیمه دارفور کې لا هم جګړې روانې دي. ریاض او واشنګټن په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، بیا هم سختې شخړې تېره چهارشنبه شوې دي. د اپرېل په نیمايي کې د پوځ د جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د پیاوړي ملېشه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: تر يو ميليون ډېر بې‌ځايه شوي افغانان بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي

که څه هم د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د ځینو پرمختګونو له کبله، خپلو اصلي مېنو ته د بې‌ځایه شویو ستنېدل چټک شوي، خو ځینې بې‌ځایه شوي کسان وايي، د بې‌وسۍ له کبله خپلو کورونو ته نه‌شي ستنېدای. ۵۵ کلن عبدالسلام چې له بادغیس څخه هرات ته بې‌ځایه شوی، وايي یا دې په هرات کې ورسره مرسته وشي، یا دې د دوی اصلي مېنو ته د ستنېدو لپاره همکاري ورسره وشي. نوموړی وايي: "که مرستې نه کېږي، دغه کډوال بې‌ځایه شوي کسان دې د دوی اصلي مېنو ته ستانه کړي. هغه بې‌ځایه شوي کسان چې د هرات په شاوخوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د عشق‌اباد غونډه؛ اعلامیه: طالبان دې د ښځو حقونه رعایت او ټولګډونه حکومت جوړ کړي

اروپايي ټولنې، ملګروملتونو، نړیوال بانک او منځنۍ اسیا د هېوادونو استازو له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړه او کار لګول شوي محدودیتونه لیرې او ټولګډونه حکومت جوړ کړي. د اروپايي ټولنې، ملګروملتونو، نړیوال بانک او د منځنۍ اسیا د هېوادونو څلورمه ګډه غونډه د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت او پرمختیا راڅرخېده. د هغې ګډې اعلامیې له مخې چې پرون جمعه د مې میاشتې ۲۶مه د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د اروپايي ټولنې له‌خوا خپره شوې ټولو اړخونو پر لسو ټکو موافقه کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لوبو له میدانه؛ د سریلانکا پر وړاندې سیالیو ته افغان لوبډله چمتووالی نیسي

د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د سریلانکا پر وړاندې درېیو یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله چمتووالی نیسي. د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس هندوستان ته په یوه رسمي سفر تللی دی. د آی پي ایل سیالیو پایلوبې ته د ګجرات ټایټانز او چینای سوپرکینګز لوبدلو لار موندلې. افغان کرکټ بورډ دا ځل د میرویس نیکه په نوم درې ورځنۍ سیالۍ پیلوي. د مرکزي اسیا د فوټبال په سیالیو کې د افغانستان د ۲۰ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې ښې لوبې کړي. د ازادي راډيو سپورټي خبریال بختیار ساحل د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو... Читать дальше...


Мошенники "в погонах" оставили москвичку без ₽50 млн "трудовых" рублей

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником

В День памяти и скорби вход в Музей Победы будет свободным

«Москва 24»: иностранные компании регистрируют товарные знаки, так как в будущем хотят вернуться в Россию



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Свыше 550 тысяч москвичей регулярно занимаются плаванием

Певица Нюша снялась в откровенном наряде на пляже

«Москва 24»: иностранные компании регистрируют товарные знаки, так как в будущем хотят вернуться в Россию

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником

Музыкальные новости

Почему у канализационной системы должен быть выход на крышу?

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

В ЦДКЖ 18 августа ждут любителей группы «Рекорд Оркестр» на Квартирнике Евгения Маргулиса

Молдавия берет выборы под охрану // В республике завели дело на предполагаемого российского шпиона, а Запад предупредил о планах вмешательства Москвы

Новости России

Фестиваль «Деревня» стартовал в Щукино Пустошкинского района

Ремонт детского сада в микрорайоне Восточный начнется в этом году в Лобне

«Москва 24»: иностранные компании регистрируют товарные знаки, так как в будущем хотят вернуться в Россию

Певица Нюша снялась в откровенном наряде на пляже

Экология в России и мире

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Как существовала платная стоматология в СССР — стране бесплатной медицины

Гастроэнтеролог Садыков рассказал, как не допустить отравления бутилированной водой летом

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Спорт в России и мире

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Moscow.media

«Байкал Сервис» снижает тарифы из городов Дальнего Востока

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *