Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2023

Новости за 06.05.2023

Pa.azadiradio.com 

ولې د کوه نور الماس د برتیانیا د ملکې له تاج څخه لرې شول؟

د کوه نور الماس چې د نړۍ له ارزښتناکو الماسو څخه ده د برتیانیا ملکې د تاج په سرولو مراسم کې يې ځای خالي وه. د ملکې له تاج څخه د دغه ۱۰۵ قراطي الماسو د لرې کولو دلیل د دغو الماسو"کوه نور¬" د مالکیت پر سر اختلاف دی.

Pa.azadiradio.com 

اوکراین او روسیې یو شمېر بندیان سره تبادله کړي

اوکرایني او روسیې چارواکو نن د ځينو بندیانو د تبادلې خبر ورکړ. کيیف وايي، ۴۵ سرتېري يې د راتګ په حال کې دي او مسکو هم ویلي، درې پیلوټان يې بېرته مسکو ته ستانه شوي دي. د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د دفتر رییس اندري ایرماک پر خپل ټیلګرام لیکلي، د راستنو شویو سرتېرو ۴۲ يې هغه دي چې په ماریوپول کې د فولادو د فابریکې له دفاع څخه د راستنېدو په حال کې وو. د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي چې پیلوټان يې د یوې پېچلې مذاکرې وروسته هېواد ته راستانه شول.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وکړه

د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته نن په اسلام اباد کې ترسره شوه. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ چارواکو ویلي، په دغې ناسته کې د افغانستان د امینتي وضعیت د ښه کېدو او د اقتصادي ثبات پر ټینګښت تمرکز وشو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول زرداري بوټو رسنیو ته ویلي چې پیغام يې افغان چارواکو ته دا دی چې افغانستان دې پاکستان او پاکستان دې افغانستان سره مرسته وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګانګ ویلي، اسلام اباد او پېکېنګ چمتو دي د افغانستان د اقتصاد په بیا رغونه کې مرسته وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مهم ورزشي خبرونه

د راشد خان روزونکي وايي سیال ټیمونه د هغه د باولنګ تاب نه لري. د نړۍ د سوک وهنې دوه اتلان سره لوبه لري. ریال مادرید او اوساسونا د هسپانیې شاهي جام کې لوبیږي.

Pa.azadiradio.com 

د پاچا چارلس د تاجپوشۍ مراسم

د بریټانیا پاچا دریم چارلس د شنبې په ورځ تاج پر سر کېښود. دی د بریټانیا څلوېښتم او تر ټولو زوړ پاچا دی. جزییات د صفي الله ستانکزي په رپوټ کې

Pa.azadiradio.com 

یونېسف: په بشپړه توګه زیانګالو افغان ماشومانو ته خدمتونه نه شو چمتو کولای

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف اعلان کړی، دوی نه‌شي کولای چې په بشپړه توګه زیانمنونکو ماشومانو او کورنیو ته روغتیايي خدمتونه، اوبه، خوراک او ټولنیز خدمتونه چمتو کړي. په افغانستان کې یو شمېر بې‌وزله کورنۍ اندېښمنې دي چې بې‌وزلۍ دوی او د دوی ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي. دوی وايي چې وزګاره دي او مناسب خواړه نه‌شي برابرولای. د کابل ښار اوسېدونکې او د دوو ماشومانو مور جوهر وايي، ماشومان يې د بې‌وزلۍ له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي. جوهر زیاتوي چې تر اوسه دوی هېڅ ډول مرسته نه‌ده ترلاسه کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا د افغانانو لنډمهاله استوګنې د تمدید لپاره نوی پروګرام جوړوي

د امریکا د کډوالو کمېټه وايي، د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د افغانانو د موقتي بشري استوګنې د تمدید لپاره به یو پروګرام جوړ کړي. دغه وزارت د جمعې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، هغه افغانان چې د ایستلو په بهیر کې د بشردوستانه ویزو یا پارول له لارې امریکا متحده ایالاتو ته تللي، کولای شي د جون له پیل څخه د انلاین او کاغذي فورمو له لارې، د موقتي استوګنې د تمدید لپاره غوښتنلیک ورکړي. د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت ویلي دي، موقتي استوګنې به د قضیو پر بنسټ وڅېړل شي. د امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوډان کې جګړه؛ ښکېل لوري په عربستان کې خبرې کوي

د واشنګټن او ریاض په نوښت د سوډان د جګړې د ښکېلو لوریو ترمنځ نن د سعودي عربستان په جدې ښار کې د روغې جوړې خبرې کېږي. د متحده ایالتونو او سعودي عربستان په نوښت دا خبرې لومړۍ جدي هڅه ده چې د سوډان د دوو پوځي ډلو ترمنځ روانه جګړه به ښايي پای ته ورسوي. دا جګړه چې د پلازمېنې خرطوم په شمول په ځینو ښارونو کې روانه ده، تر اوسه په‌کې په سلګونه ملکیان وژل شوي او په لسګونه زره نور د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي. ریاض او واشنګټن د سوډان پوځ او د چټک غبرګون ځواکونه مخکې هم هڅولي وو چې خبرې سره وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغانان: د پاسپورټونو ترلاسه کولو لپاره بايد مياشتې انتظار وکړو

د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي وايي، څو میاشتې وړاندې یې د پاسپورټ اخیستو لپاره انلاین فورمې ډکې کړي، خو د دوی په خبره د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست تر اوسه د دوی د ورتګ نېټه نه‌ده معلومه کړې. د عبدالولي په نوم د پاسپورټ يو غوښتونکی وايي، تېر کال يې د پاسپورټ انلاين فورمه ډکه کړې وه، خو د ٨ میاشتو په تېرېدو سره یې لا هم پاسپورټ نه‌دی اخیستی او نه ورته د سفر د دغې کتابچې نېټه کره شوې ده. نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د کورنۍ دوه غړي يې ناروغه دي او غواړي د درملنې لپاره يې پاکستان ته بوځي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایا طالبان به په نادولتي موسسو کې د ښځو کار کولو ته اجازه ورکړي؟

په افغانستان کې سره له دې چې پر افغان مېرمنو محدوديتونه لا هم دوام لري، ملګرو ملتونو ويلي، دې هېواد کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي. دغه راز ياد سازمان ويلي، د طالبانو له لوري د يوناما پر ښځينه کارکوونکو بنديز د دوی چارې اغېزمنې کړي دي. خو ایا طالبان به په نږدې راتلونکې کې افغان مېرمنو ته په نادولتي ادارو کې د کار کولو اجازه ورکړي؟ محمد خاطر پردېس دغه پوښتنه د مرکې په سر کې له ښځینه فعالې فریدې حفیظ نه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د سخت دریځو فرمانونو دوام ته اندېښنه وښودل شوه

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته یوه لیک کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو په اړه د سخت دریځو فرمانونو دوام ته سخته اندېښنه ښودلې. په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو ویلي، له ستونزو سره سره په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي، د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په یو لیک کې د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشي غوښتي چې له افغان مېرمنو پرته؛ دا سازمان باید یوازې له نارینه‌و سره د بشري مرستو د دوام په اړه کلک مخالفت وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايران يو ايراني الاصله سویډنی اعدام کړ

ایران وایي چې نن سهار یې حبیب چعب مشهور په حبیب اسیود په تهران کې اعدام کړ. اسیود ایراني الاصله سویډنی دی چې دوه کاله مخکې د ترکیې له یوه هوایي ډګره تري تم شو. دی د نضال په نوم د یوه غورځنګ له بنسټ اېښودونکو څخه دی چې دې ډلې ته ایران د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري. د نضال غورځنګ بیا په ایران کې په مسلحانه عملیاتو کې لاس لرل ردوي او وایي چې په ایران کې یې هدف د عربانو د حقونو دفاع ده.

Pa.azadiradio.com 

د سوډان د جګړې ښکېل لوري په عربستان کې خبرو ته کېني

د سوډان د جګړې د ښکېلو لوریو استازي نن د سعودي عربستان په جده ښار کې خبرو ته سره کېني. ریاض او واشنګټن د دې خبرو د پیلېدو هرکلی کړی دی. په سوډان کې نږدې درې اوونۍ مخکې د عبدالفتاح البرهان د ځواکونو او د محمد حمدان دقلو په مشرۍ د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ جګړې پیل شوې. د دې جګړو له امله تر اوسه په سلګونه کسان وژل شوي او په لسګونه زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې سېلابونو څلور کسان مړه کړي

سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار کې بارانونو مالي او ځاني زیانونه اړولي. د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، تېره شپه د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د سختو بارانونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتې دي. اعلاميه کې د باختر اژانس په حواله ويل شوي، د جلال اباد ښار په بېلابېلو ناحيو کې تر ۴۰ پورې کورونه زيانمن شوي دي. سرچينه زياتوي، د کامې په زايدخېلو، ماماخېلو، مېرازخېلو، ګوچ، شېرګړ او صفدري کليو کې سېلابونه راوتلي چې په‌کې ۵۰ کورونه ويجاړ شوي، ۴ تنه مړه شوي او درې کسان نور ټپيان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مککال د طالبانو د سخت دریځو فرمانونو دوام ته اندېښنه وښوده

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته یوه لیک کې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو په اړه د سخت دریځو فرمانونو دوام ته سخته اندېښنه ښودلې. دا لیک چې پرون د دې کمېټې د مشر مایک‌ مککال له‌خوا انټونیو ګوټېرېش ته لېږل شوی او د ډیموکرات ګوند ملاتړ هم لري په کې لیکل شوي، له افغان مېرمنو پرته؛ دا سازمان باید یوازې له نارینه‌وو سره د بشري مرستو د دوام په اړه خپل مخالفت ته دوام ورکړي. په دې کې لیک کې دا هم لیکل شوي چې په افغانستان کې تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرايني چارواکو پر باخموت ښار د روسي ځواکونو د بريدونو خبر ورکړی

د اوکراین دفاع وزارت د باخموت پر ښار د روسي ځواکونو د سختو بریدونو خبر ورکوي. د اوکراین پوځ پرون وویل، روسیې د دې ښار شاوخوا نوي تازه دمه سرتېري ځای پرځای کړې دي. د اوکرایني پوځیانو په وینا، روسي ځواکونو پر باخموت د توغندیو بریدونه کړي دي. د اوکراین د لوی درستیز دفتر پرون خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روسي ځواکونو لږ تر لږه شپېته حملې کړي چې بېرته شاته تمبول شوي دي. روسیې په وروستیو ورځو کې پر اوکرایني ځواکونو د توغندیو حملې زیاتې کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

نن د بریتانيا د پاچا د تاج اېښودنې مراسم ترسره کېږي

ټاکل شوې ده چې نن د بریتانیا د پاچا درېیم چارلز د تاج پر سرولو رسمي مراسم ترسره شي. د پاچا چارلز مور ملکه دویمه الیزابت پروسږ کال په سپتمبر کې مړه شوه او له تېرو اوه میاشتو راهیسې یې زوی پاچا دی. په پام کې ده چې د تاج پر سرولو ځانګړي مراسم نن په لندن کې په ویسټ مینسټر ماڼۍ کې ترسره شي. چارلز فلیپ جورج څلور اویا کلن دی او د ویلیم او هري په نوم دوه زامن لري.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د شته ستونزو سربېره له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو د طالبانو بندیزونه د دوی فعالیتونه په جدي توګه کمزوري کوي. ملګرو ملتونو په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ دا هم ویلي، دوی د طالبانو له چارواکو سره خپلو تماسونو ته ادامه ورکوي چې دوی د ملګرو ملتونو په ادارو کې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي. طالبانو تېره میاشت د ملګرو ملتونو له ادارو څخه ښځینه افغان کارکوونکې له کاره منع کړې چې په ځواب کې یې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د مې تر پنځمې به خپل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو له ايرانه د سرطاني ناروغيو د تشخيص برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر له ایران څخه د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت پرون رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي، سرپرست وزیر قلندر عباد د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ. د طالبانو د عامې روغتیا د وزارت ویاند شرافت زمان وایي، قلندر عباد د ایران د ولسمشر له مرستیالې انیسې خزعلي سره لیدلي او له هغې سره یې د خبرو پر مهال د سرطان د تشخیص او درملنې په برخه کې د همکارۍ په تړاو خبرې کړي دي. په افغانستان کې د سرطان ناروغیو لپاره نه ډاکتران شته او نه هم طبي پرسونل.

Pa.azadiradio.com 

ډاکټران: پر يوه وخت څو ډوله نشې کول د معتاد د درملنې بهير ګډوډوي

متخصص ډاکټران وايي، په افغانستان کې پر يوه وخت څو ډوله نشې کول د ډېرېدو په حال کې دي چې دې کار د معتادینو د درملنې بهير له ستونزو سره مخ کړی دی. سردارګل د اتو اولادونو پلار دی چې اعتیاد له کندهار څخه تر فراه پورې رسولی دی. دی پر یوه وخت څو ډوله نشې کوي او هغه نشه يي مواد چې دی ډېره اړتیا ورته لري په فراه ولایت کې اسانه او ارزانه پيدا کېږي، له همدې امله له خپلې کورنۍ سره یو ځای فراه ته کډه شوی دی. سردارګل دوه ځله د معتادینو د درملنې په مرکزونو او یو ځل يې هم د طالبانو د حکومت په زندان کې نشه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې میلیونونه ډالر لګولي

د سيګار اداره وايي چې امریکا په افغانستان کې په تېر یوه کال کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې تر دېرشو ميليونو ډالرو ډېرې پيسې لګولي دي. د افغانستان د بیا رغونې د څار امريکايي بنسټ یا سيګار په درې میاشتني راپور کې راغلي چې، په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د ملاتړ پروګرام محدود شوی او دوی اوس په دې برخه کې په غير مستقيم ډول مرستې کوي. په دې راپور کې راغلي چې د امريکا متحده ایالتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د جمهوریت له نسکورېدو سره سم خپلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې له زندانه د یوه طالب د خوشې کېدو پر مهال بې نظمیو غبرګونونه پارولي

په کندهار کې له زندانه د یوه طالب چارواکي د خوشې کېدو د هرکلي لپاره هوايي ډزو او بې نظمیو په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر کسانو تند غبرګونونه راپارولي. د ملاعبدالغني حقبین په نوم د طالبانو د حکومت د کندهار د امنیه قومندانۍ د تروریزم مدیر چې څه موده وړاندې د زنا په تور د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی او بندي شوی و، د پنجشنبې په ورځ له زندانه خوشې شو. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې یو شمېر کسان د نوموړي د خوشې کېدو په غبرګون کې ډزې کوي او د کندهار ښار او سپین بوک ولسوالۍ ترمنځ پر غځېدلې لار بې نظمي جوړوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

آی پي ایل؛ راشدخان یو وار بیا د غوره لوبغاړي جایزه وګټله

د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل په۴۸مه سیالۍ کې ګجرات ټایټانز- راجستان رایلز لوبډلې ته د ۹ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه. دغه سیالي چې د جمعې ماښام ناوخته ترسره شوه، راجستان د ټولو وېکټو په تاوان د ۱۱۹ منډو هدف ټاکلی و. د راجستان په توپوهونکو کې لوبډلمشر سانجو سامسون تر نورو زیاتې ۳۰ منډې کړې وې. ګجرات لوبډلې ته په توپ اچونه کې بیا هم افغان توپ اچونکو راشدخان او نوراحمد په ترتیب سره ۳ او دوه لوبغاړي وسوځول. ګجرات ورکړل شوی هدف د یوې وېکټې په سوځېدو په ۱۴م اور کې پوره کړ. یادې لوبډلې ته ساها ۴۱، هاردیک پانډیا ۳۹ او شبمن ګیل۳۶ منډې وکړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسلام‌اباد کې درې اړخيزه ناسته؛ چین: طالبان دې ټولشموله حکومت جوړ کړي

د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیران نن په اسلام اباد کې غونډه لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن په اسلام‌اباد کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري چې په هند کې یې د شانګهای د غړیو هېوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې برخه واخیسته، پرون له هنده بېرته پاکستان ته ستون شو. نوموړي د پاکستان پر لور د سفر پر مهال په الوتکه کې وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو څېړونکو د افغانستان بشري وضعیت د اندېښنې وړ وباله

د ملګرو ملتونو د څېړونکو یوې ډلې په افغانستان کې بشري وضعیت ته په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو حقونو ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په ګډون د ملګرو ملتونو یو شمېر څېړونکو د افغانستان د اته ورځني سفر په پای کې د افغانانو د بشري وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړ. دوی ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د خورا اندېښنې وړ دی او له نجونو او ښځو سره تبعیض کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په اعلامیه کې چې پرون... Читать дальше...


Праздник Курбан-Байрам отметят в Химках 16 июня

Лучшие сериалы: Софья Эрнст, Рузиль Минекаев и Нино Нинидзе

Губерниев обозвал российских спортсменов «ссыкунами» и призвал ехать на Олимпиаду в Париж под белым флагом

Жители Подмосковья смогут проверить свое здоровье в 37 парках в эти выходные



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Губерниев обозвал российских спортсменов «ссыкунами» и призвал ехать на Олимпиаду в Париж под белым флагом

Кто из участников Grand piano competition 2024 достоин Гран при?

Власти Москвы будут штрафовать за апартаменты в офисах

Кинолог рассказал о правильном поведении хозяев на приеме у ветеринара

Музыкальные новости

Молдавия берет выборы под охрану // В республике завели дело на предполагаемого российского шпиона, а Запад предупредил о планах вмешательства Москвы

Путин приветствовал в России участников и гостей Спортивных игр стран БРИКС

Сергей Собянин. Неделя мэра

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024

Новости России

160% месячной нормы осадков выпало в Москве с начала июня

Жители Подмосковья смогут проверить свое здоровье в 37 парках в эти выходные

Пять проектов Первого канала стали лауреатами премии АПКиТ

Депутат Госдумы Ирина Роднина посетила детский лагерь «Солнышко» в Лобне

Экология в России и мире

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Спорт в России и мире

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Moscow.media

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования

Жители Екатеринбурга в День России вывесили баннеры против точечной застройки

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *