اروپايي ټولنه: پرلهپسې طبیعي پېښې د افغانانو وضعيت لا پسې خرابوي
اروپايي ټولنه وايي، افغانستان د بشري ناورینونو او طبیعي پېښو له نظره له خطر سره مخ څلورم هېواد دی. یو شمېر افغانان چې په دې وروستیو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي وايي، د ژوند وضعیت یې ډېر خراب دی. د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکى صاحب الحق چې دوه ورځې وړاندې یې په کور کې سېل راغلی وايي، هم یې کور او هم کرنيزې ځمکې چې په محصولاتو یې خپل د ژوند چارې پر مخ بیولې له منځه تللي دي. نوموړی وايي: "داسې سېلاب راغی، چې هېڅ هم پاتې نهشول، غنم، ترکاري، پیاز، رومي بانجان او ټولې کروندې یې له منځه یوړې. Читать дальше...