Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2023

Новости за 09.05.2023

Pa.azadiradio.com 

د عمران خان له نيول کېدو وروسته د هغه د پلويانو او پوليسو ترمنځ شخړې شوي

د پاکستان د مخکیني صدراعظم عمران خان له نیول کېدو وروسته د هغه د پلویانو او د بلوا ضد پولیسو ترمنځ د اخ و ډب راپورونه ورکړل شوي دي. عمران خان نن په اسلام‌اباد هغه مهال ونیول شو چې د فساد د څو تورونو په قضیه کې د سپیناوي لپاره یوې محکمې ته ورغلی و. د عمران خان د تحریک انصاف ګوند یوه جګپوړي مشر فواد چودري نن وویل، مخکینی صدراعظم د اسلام‌اباد د عالي محکمې له ودانۍ د احتساب د ملي ادارې د کارکوونکو له‌خوا د ځانګړیو پولیسو یوه موټر ته واچول شو. چودري د عمران خان نیول کېدل یرغمل کېدو ته ورته بللي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان مخکینی صدراعظم نیول شوی

د پاکستان مخکینی صدراعظم نیول شوی او تمه ده چې نن به د فساد ضد یوې محکې ته حاضر شي. تحریک انصاف ګوند چې عمران خان یې مشري کوي، د چارواکو د دې اقدام پرضد محکمې ته شکایت کړی دی. عمران خان د فساد په څو قضیو کې په لاس لرلو تورن دی.

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر افغان مېرمنو په بېلابېلو هېوادونو کې سوداګريز کاروبارونه پيل کړي

په دې وروستیو کې یو شمېر افغان کډوالو مېرمنو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې واړه او لوی کاروبارونه پيل کړي چې ځينو یې نورو افغان مېرمنو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. بشرا فرکېش د تخار ولایت اوسېدونکې ۲۷ کلنه مېرمن ده چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو یوه ورځ مخکې له افغانستانه ووتله. نوموړې چې د ادارې، سوداګرۍ او کمپیوټر ساینس په برخه کې دوه لېسانسه لري او اوسمهال له خپل خاوند او زوی سره په امریکا کې ژوند کوي، په دې وروستیو کې یې د زري په نوم د افغاني جامو یوه برانډ جوړ کړی دی. بشرا فرکېش... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نی: طالبانو په خوست کې د رسنيو څلور کارکوونکي نيولي

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، د طالبانو امربالمعروف ادارې په خوست کې د رسنیو څلور کارکوونکي نیولي دي. د افغانستان د ازاد رسنیو د ملاتړې ادارې یا ­­­"نی" مسوول وايي، د طالبانو له‌خوا د رسنیو د څلورو نیولو شویو کارکوونکو د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه‌شته. د نی مسوول ظریف کریمي نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په دې اړه يې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره تماسونو بې پایلې وو. ظريفي وايي: "پرون په خوست ولایت کې د سیمه‌ییزو رسنیو څلور مسوولان د امر بالمعروف ادارې له‌خوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: کابل کې د داعش د خراسان څانګې مرستیال وژل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبرداری ورکړی چې د داعش د خراسان څانګې مرستیال انجینر عمر د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو د استخباراتو په ځانګړو عملیاتو له‌منځه تللی. داسې مهال چې طالبان هر ځل ادعا کوي چې په افغانستان کې یې داعش ډله له‌منځه وړې، خو باختر خبري اژانس نن خبر ورکړی چې په کابل کې د داعش د خراسان څانګې د والي مرستیال انجینر عمر وژل شوی دی. باختر اژانس په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، انجینر عمر د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو د استخباراتو په ځانګړو عملیاتو کې د کابل د بګرامیو ولسوالۍ، بتخاک څلور لارې کې د شمشاد کوڅې ته نږدې وژل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د مې تر اوومې د اوکراين جګړه کې ۸۷۹۱ ملکيان وژل شوي

ملګري ملتونه وایي، د مې تر اوومې نېټې په اوکراین کې د روسیې له‌خوا د جګړې له پیل راهیسې ۸۷۹۱ ملکي وګړي وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنیر دفتر نن وویل، په دې موده کې نور ۱۴ زره او ۸۱۵ ملکیان ټپیان شوي دي. د مرګژوبلې نوې شمېرې ښيي چې څه باندې ۷۵ سلنه مړینې په هغو سیمو کې پېښې شوي چې د اوکراین حکومت پرې کنټرول لري. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویلي، ګومان کوي چې د مرګژوبلې حقیقي شمېرې به له دې ډېرې زیاتې وي، ځکه په ځینو سیمو کې شدیدې جګړې شوي چې د مرګژوبلې په اړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مو ښځینه کارکوونکې له ځورونو، ګواښونو او توقیف سره مخ شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند ادارو کې د طالبانو د حکومت له لوري د ښځو په کار له بندیز وروسته په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي وايي، د دوی یو شمېر ښځینه کارکونکې د تګ راتګ له محدودیتونو لکه ځورونې، ګواښونو او توقیف سره مخ شوي. یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، د فبرورۍ او اپرېل میاشتو پېښو ته کتنه کړې او ویلي يې دي چې له همدې امله یې خپلو ټولو کارکوونکو ته امر کړی چې لږ تر لږه د ۲۰۲۳ کال د مې تر پنځمې پورې دې دفترونو ته رانه‌شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چين، پاکستان او طالبانو ګډه اعلاميه؛ له امنيتي ګواښونو سره د مبارزې غوښتنه شوې

د چین، پاکستان او طالبانو په ګډه اعلامیه کې د هغو امنیتي ننګونو د مقابلې غوښتنه شوې چې د نړۍ امنیت ګواښي. چین، پاکستان او د طالبانو حکومت د هغو امنیتي ننګونو سره د مقابلې پر اړتیا ټینګار کړی چې د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي او د ټولې سیمې پر ثبات او اقتصادي هوساینې مستقیمه اغېزه کوي. دوی په اسلام‌اباد کې له درې اړخیزې غونډې وروسته چې د مې په ۶مه نېټه یې کړې، تېره شپه په یوه ګډه اعلامیه کې لیکلي، د تحريک طالبان پاکستان، شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو په شمول هيڅ فرد، ډلي او جهت ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان ونیول شو

د پاکستان مخکینی صدراعظم نیول شوی او تمه ده چې نن به د فساد ضد یوې محکمې ته حاضر شي. د پاکستان د تحریک انصاف ګوند چارواکي وايي، د دې ګوند مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان د پنجاب ایالت په جیلم ولسوالۍ کې د القادر پوهنتون د بسپنې د پروژې د فساد په قضیه کې د لاس لرلو په تور د پلازمېنې اسلام‌اباد په یوه محکمه کې نیول شوی دی. د دې پوهنتون بنسټ عمران خان، د ده مېرمنې بشری بي بي او د ده دوو نږدې همکارانو ذوالفقار بخاري او بابر اعوان ایښی او د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دوی هم په دې قضیه کې چې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو په ویاړ مراسم پیل شوي

د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو په ویاړ د پوځي پرېډ مراسم نن د روسیې د پلازمېنې مسکو په سره ډګر کې پیل شول. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اوکراین جګړې ته چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا تر ټولو لویه ځمکنۍ جګړه ګڼل کېږي، دوام ورکوي. د پوتین په مشرۍ دا مراسم د پخوانیو کلونو پرتله پیکه ښکارېدل، خو بیاهم د منځنۍ آسیا د څلورو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشران همداراز د ارمنستان ولسمشر د ده ترڅنګ په دې مراسمو کې ولاړ وو. د تېرکال په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې ماین چاودنې درې ماشومان وژلي

په کندهار ښار کې د یوه ماین چاودنې درې ماشومان وژلي. په کندهار کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ازادي راډیو ته تایید کړه چې دا پېښه بېګا ناوخته په پنځمه ناحیه کې شوې ده. د چارواکو په وینا قربانیان دوه ورونه او یوه خور وو چې په یوه تش کور کې یې چې تازه خلک ترې کډه شوي وو چې قنداني ته په ورته ماین لوبي کولې او د چاودنې پرمهال درې واړه وژل شوي. چارواکو نه دي ویلي چې له دې کوره کډه شوي خلک څوک وو او ماین څرنګه هلته ترې پاتې شوی وو.

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي کمېسیون مشره کییف ته رسېدلې

د اروپايي کمېسیون مشره د اوکراین له ولسمشر سره د خبرو لپاره نن کییف ته ورسېده. اورزلا فان ديرلین پر خپل ټویټر لیکلي، خوشاله ده چې یوځل بیا کییف ته هغه ځای ته رسېدلې ده چې د دوی له ارزښتونو څخه هره ورځ هلته دفاع کېږي. پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته دا اوکراین ته د مېرمن فان دیرلین پنځم سفر دی. اورزلا فان دیرلین د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د هغې پرېکړې هرکلی هم کړی چې د مې نهمه د اروپا د ورځې په نوم ونومول شي. دا طرح په ۱۹۵۰کال کې د فرانسې د بهرنیو چارو د وخت وزیر رابرت شومان وړاندې کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

راپور: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو ښځینه کارکوونکې ځورول کېږي

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د دې سازمان د دفترونو ښځینه کارکوونکې ځورول کېږي. دا راپور چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما نن سهار خپور کړ د فبروري او اپرېل میاشتو ترمنځ موده رانغاړي او په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته ګوته نیسي. په راپور کې یادونه شوې چې د ملګرو ملتونو د دفترونو څو ښځینه کارکوونکې د تګ راتګ پرمهال له ناوړه چلند، ګواښونو، ځورونو او توقیف سره مخامخ شوي. په راپور کې د طالبانو دا اعلان چې د تېرې اپرېل میاشتې په لومړیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د يوټيوب چلوونکو فعاليتونه او مينه‌وال زيات شوي؛ دوی څه خپروي؟

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د یوټیوب چلونکو فعالیتونه زیات شوي چې دوی د بېلابېلو ویډیو پروګرامونو په لرلو سره پر کور دننه او بهر ګڼ مینه‌وال موندلي. ۲۵ کلن میوند او د هغه ۲۴ کلنه مېرمن رخسار وصیل، له نږدې یوه کال راهیسې د 'شبکه‌ی ما' په نوم یوټیوب چینل جوړ کړی دی. په یوټیوب چینل کې د دوی ویډیوګانې د دوی د ورځني کورني ژوند ډېری برخې ښیې، کوم چې ظاهراً د دوی د لیدونکو د خوښې وړ ګرځي. میوند وصیل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ ډېری وخت هڅه کوو چې د کورنیو لپاره خپرونې ولرو. د پخلي خپرونې او تفریحي وبلاګونه لرو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو، روغتیایي چارواکو او فعالانو په ټوله نړۍ کې د توبرکلوز يا نري رنځ واکسین پر تولید د پانګونې د زیاتوالي او د دغې ناروغۍ د زیاتېدو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې ده. د اسوشېټېډپریس خبري اژانس د راپور له مخې، دغو کسانو پرون په یوه غونډه کې وویل چې د کوېډ۱۹ او د اوکراین او سوډان په څېر شخړو له کبله د توبرکلوز پېښې ډېرې شوي دي. د توبرکلوز د پای ته رسولو یا 'STOP TB' خوځښت اجرایي مدیرې لوسیکا دیتي یو ویلي چې نن سبا توبرکلوز په نړۍ کې تر ټولو لویه عفوني ناروغي ده. د هغې په خبره، دا ناروغي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ویلتنګرهیلف موسسه: په افغانستان کې د مرسته رسونې چارو ته دوام ورکوو

د جرمني یوې غیرانتفاعي موسسې ویلي، د طالبانو له محدودیتونو سره سره په افغانستان کې د مرستو رسونې چارې ته دوام ورکوي. د ډي پي اې اژانس د راپور له مخې د ویلتنګرهیلف په نوم دغې موسسې پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده. دغې موسسې ویلي، کله چې په تېره دسمبر میاشته کې طالبانو په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګوه، دوی د لنډمهال لپاره، یعنې د فبرورۍ تر نیمایي پورې خپلې پروژې وځنډولې. دغې موسسې ویلي، له اسلام پلوه چارواکو سره تر خبرو وروسته هوډ لري دا ډاډ ترلاسه کړي چې مرستې محلي ښځو او نجونو ته رسېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له ۱۲ زره ډېر ماشومان پر تلاسیميا ناروغۍ اخته دي

په افغانستان کې د وینې مرکزي بانک وايي، له دوی سره څه باندې ۱۲ زره داسې ماشومان ثبت دي چې په تلاسیميا اخته دي. د دغه بانک رییس ډاکتر محمد ناصر صادق پرون په کابل کې د تلاسیميا د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: "د وينې ملي بانک په ټول هېواد کې دغو ناروغانو ته په يو شمېر مرکزونو کې ٩٦ زره اته سوه څلوروېشت واحده وينه وېشلې ده." ډاکتر صیاد زیاته کړه چې د تلاسیميا ناروغان اوس له یوې لویې ستونزې سره مخ دي، ځکه چې د دوی یوازینۍ درملنه وینه اخیستل دي، خو د وینې اخیستل په بدن کې د اوسپنې اندازه زیاتوي او د کمولو لپاره یې درمل ګران دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

متقي: افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې نه‌شته

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادعا کوي چې په افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې نه‌شته. امیرخان متقي دا خبره پرون په اسلام‌اباد کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه. نوموړي وويل: "دا ټولې پروپاګاندې دي دا ټول د بدنامۍ هڅې دي. په افغانستان کې نه ترویستي ډلې شته، نه هلته فعالیت کولای شي. نه موږ د فعالیت اجازه ورکوو." متقي داسې وخت دا ادعا کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري څه وخت مخکې ویلي وو، په افغانستان کې داعش، ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان، چین ته ګواښ پېښوونکې ډلې او نړۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بغلان کې د مقاومت جبهې او طالبانو تر منځ نښته؛ د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي

د بغلان په خوست ولسوالۍ کې د طالبانو او د ملي مقاومت د جبهې د وسله‌والو تر منځ جګړه کې د راپورونو له مخې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې ده. د ملي مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې دوشنبه ناوخته تایید کړې چې له طالبانو سره په جګړه کې د روح‌الله په نوم د جبهې د یوه قومندان په شمول څلور کسان وژل شوي. د مقاومت جبهې په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې د طالبانو په بریدونو کې د قومندان روح‌الله مور او درې ماشومان سخت ټپيان شوي. جبهې همداراز ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو د طالبانو ۹ کسان وژلي او ۱۶ نور یې ټپيان کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پولنډ اوکراین ته لس جنګي الوتکې ورکړې

پولنډ اوکراین ته لس MiG-29 جنګي الوتکې ورکړې چې د روسي ځواکونو د ځوابي برید لپاره چمتووالی ونیسي. وارسا دغه خبر د دوشنبې په ورځ اعلان کړ. تېر مارچ پولنډ وویل، اوکراین ته به د پخواني شوروي اتحاد ځینې جنګي الوتکې ورکړي او د تېرې میاشتې په پیل کې یې اوکراین ته څلور الوتکې سپارلې وې. اوکراین چې د روسیې د ځوابي بریدونو لپاره ځان چمتو کوي د دغو الوتکو غوښتنه کړې ده. پولنډ لومړنی هېواد و چې اعلان یې وکړ اوکراین ته به جنګي الوتکې ورکوي. له دې وروسته سلواکیا هم اعلان وکړ چې د اوکراین د هوايي ځواک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسکو کې د دویمې نړیوالې جګړې یاد غونډه؛ د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو مشران په کې ګډون کوي

د منځنۍ اسيا د هېوادونو لږ تر لږه څلور مشران به په مسکو کې د دويمې نړيوالې جګړې د پای ته رسېدو د یادښت په مراسمو کې ګډون وکړي. په مسکو کې د نن ورځې په مراسمو کې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف، د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د قرغزستان ولسمشر صدیر جپروف ګډون کوي. د ارمنستان ولسمشر نیکول پاشینیان به هم د دې جشن لپاره مسکو ته سفر وکړي. هغه د جنوبي قفقاز له سیمې څخه یوازېنی مشر دی چې د روسیې په پلازمېنه کې په دې مراسمو کې ګډون کوي. د منځنۍ اسیا پنځه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امیرخان متقي: د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي باید خبرو ته سره کېني

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان باید خبرو ته سره کېني. امیرخان متقي وايي، هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد کار واخلي. متقي دا خبره د اسلام‌اباد د ستراتیژیکو څېړنو په انسټېټوټ کې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې د طالبانو حکومت د ټي‌ټي‌پي په شمول د نورو وسله‌والو او ترهګرو ډلو پر ضد څه کوي؟ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د تحریک طالبان پاکستان اوږده سابقه یاده کړه او ویې ویل، په کار ده چې د پاکستان حکومت او ټي‌ټي‌پي خبرو ته سره کېني. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د ځواکونو د وتلو ناندريزه مسئله؛ له بلېنکن د لا ډېر وضاحت غوښتنه شوې

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو د بهرنیو چارو وزیر ته ګواښ کړی چې که له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه پارلمان ته وضاحت ورنه کړي، کانګرس ته یې سپکاوی کړی دی. د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوري غوښتونکي مایکل مککال د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ته ګواښ کړی چې که د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو اړوند د پټو اسنادو په اړه پارلمان ته حاضر نه‌شي، نو دا کار به یې کانګرس ته سپکاوی وګڼل شي. په یوه لیک کې چې د دوشنبې په ورځ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راتلونکې اوونۍ ترکيه کې پارلماني او د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېږي

ټاکل شوې چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د مې په ۱۴مه په ترکیه کې پارلماني او د ولسمشرۍ انتتخابات ترسره شي. په دغو انتخاباتو کې شاوخوا ۶۰ ميلیونه او اوه سوه زره کسان د رایې ورکولو پر شرایطو برابر پېژندل شوي چې درې ميلیون او څلور سوه زره یې له هېواده بهر ژوند کوي. نظر شمېرنې ښیي چې د ولسمشرۍ لپاره د دوو مخکښو کاندیدانو، د ترکیې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اپوزیسیون د مشر کمال کیلیچدار اوغلو ترمنځ به سیالي ډېره سره نږدې وي. اردوغان چې له نږدې دوو لسیزو راهیسې یې د صدراعظمۍ او ولسمشرۍ دنده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: ملګرو ملتونو له طالبانو د اعدام، دُرو وهلو او سنګسار د درولو غوښتنه کړې

لاس انجلس ټايمز: لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو پر پروني راپور لیکنه کړې ده. په لیکنه کې راغلي چې ملګرو ملتونو د طالبانو پر حکومت له دې کبله نیوکه کړې چې واک ته له رسېدو وروسته یې افغانانو ته د اعدام، دُرو وهلو او سنګسار سزاوې ورکړي دي. لاس انجلس ټایمز د اسوشېټېډپریس خبري اژانس په حواله لیکلي چې ملګرو ملتونو له طالبانو د دې ډول کارونو د درېدو غوښتنه کړې ده. په لیکنه کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې ویل شوي، بدني سزاوې د شکنجې ضد کنوانسیون خلاف عمل دی. Читать дальше...


Зеленоградский маньяк Юрий Гриценко выходит на свободу

Бобруйчанин пожаловался на новый пол соседа - обратился в суд и даже дошел до Москвы. ´МогилевОнлайн´ узнал, почему Москва Бо...

В Москве пенсионер потерял почти 13 млн рублей, поговорив с мошенниками

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Память Жанны Фриске почтили посмертной наградой и ее песней на музыкальной премии

Чиновник Волков обвинил водителей в Коврове в желании нажиться на дорожных ямах

В Москве пенсионер потерял почти 13 млн рублей, поговорив с мошенниками

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

Музыкальные новости

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

«Неприятно, что случилось в Казани». Шипачев — о переходе в минское «Динамо»

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Казаков, казачек и казачат Кубанского казачьего центра «Баско» наградили за активное участие в Кадетском движении России

Новости России

Якутские школьники участвуют в историческом форуме «Маршал Жуков» в Музее Победы в Москве

Чиновник Волков обвинил водителей в Коврове в желании нажиться на дорожных ямах

Бобруйчанин пожаловался на новый пол соседа - обратился в суд и даже дошел до Москвы. ´МогилевОнлайн´ узнал, почему Москва Бо...

Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

Экология в России и мире

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Алекс Анохин: возможность вместе пройти через страницы нашей истории

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Спорт в России и мире

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Moscow.media

Северные ночи...

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *