Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2023

Новости за 17.05.2023

Pa.azadiradio.com 

عمران خان: پولیسو مې کور کلابند کړی

د پاکستان مخکیني صدراعظم وايي، پولیسو یې کور کلابند کړی او دی وېرېږي چې بیا به ونیول شي. عمران خان دا څرګندونې نن وروسته له هغه وکړې چې حکومت ده ته خبرداری ورکړ چې د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې د پوځ پر تاسیساتو په حملو تورن کسان وسپاري. د اسلام اباد لویې محکمې نن له دې مخکې په ضمانت سره د عمران خان د خوشې کېدو د حکم اعتبار د روانې مې میاشتې تر پايه تمدید کړ. دې محکمې د می په نهمه د فساد د یوې قضیې په اړوند د عمران خان له نیول کېدو او د هغه په دوام له تاوتریخجنو اعتراضونو وروسته د تېرې جمعې په ورځ نوموړی په ضمانت خوشې کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

محکمې د عمران خان د خوشې کېدو حکم د مې مياشتې تر وروستيو تمديد کړ

د اسلام‌اباد لویې محکمې په ضمانت سره د مخکیني صدراعظم عمران د خوشې کېدو حکم د روانې می میاشتې تر پايه تمدید کړ. دې محکمې د مې په نهمه د فساد په یوه قضیه کې د عمران خان له نیول کېدو او په دوام یې له تاوتریخجنو اعتراضونو وروسته نوموړی د تېرې جمعې په ورځ په ضمانت خوشې کړ. د عمران خان مدافع وکیل نن وویل، د خان د ضمانت اعتبار چې نن پای ته رسېده تمدید شو، ځکه څارنوالانو غوښتنه کړې چې د ده د اړوندې قضیې د څېړنې لپاره وخت ته اړتیا لري. د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان نیول کېدو په پاکستان کې خونړي اعتراضونه وپارول.

Pa.azadiradio.com 

د منځنۍ اسيا ځينو هېوادونو د افغانستان پر روان وضعيت اندېښنه ښودلې

تاجکستان او د منځنۍ اسیا ځینو نورو هېوادونو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې. په ملګرو ملتونو کې د تاجکستان استازي بېګانۍ عمومي غونډې ته وویل چې هېواد یې له افغانستانه د مخدرو موادو د قاچاق او د تروریستي ډلو د فعالیت له کبله اندېښمن دی. په عین حال کې د قزاقستان استازي په الماتا کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو د همغږي کولو لپاره د یوه مرکز د جوړېدو خبر ورکړی. د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ځینو هېوادونو استازو یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو د حقونو او بشري حقونو د خوندیتوب لپاره غږ وکړ.

Pa.azadiradio.com 

ساینسپوهانو په نړۍ کې ریکارډ کچې ته د تودوخې د رسېدو اټکل کړی

ساینسپوهان اټکل کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د نړۍ تودوخه په متوسط ډول د ریکارډ ترکچې ورسېږي. ساینسپوهانو دغه وړاندوینه په هغه راپور کې چې نن چهارشنبې یې خپور کړی کړې ده او ویلي یې دي چې د تودوخې دغو څپو له هند او ټایلنډ څخه نیولې د امریکا د شمال لوېدیځ تر ارام سمندر پورې چې هوایي معتدله ده، په ټوله نړۍ کې ریکارډ مات کړی دی. دغو ساینسپوهانو ویلي، په ځانګړي توګه، د ایل نینو په نوم د هوا نوی ترکیب چې په جون کې پیلېږي او د اقلیم د بدلون په نتیجه کې له شنو خونو د خپرو شویو ګازونو دوام به د نړۍ تودوخه یوه ناڅرګند لوري ته سیخه کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د سولې انسټېټوټ: د افغانستان کړکېچ منظم نړیوال ځواب ته اړتیا لري

د امریکا د سولې انسټېټوټ وايي، د افغانستان کړکېچ یوه همغږي او منظم نړیوال ځواب ته اړتیا لري. په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د هغوی پرېکړو د دغه هېواد د ټولنې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ښځو پر ژوند اغېز کړی دی. له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو د پرانستلو انتظار زده کوونکې نجونې ناهیلې کړي دي. په کابل ښار کې د لسم ټولګي زده کوونکې حسنا ازادي راډيو ته وويل، ډېر ارمانونه يې درلودل، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، خو اوس دا څو کلونه يې په کور کې بې ځایه تېر شول. هغې زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ افغانستان او بنګله‌دېش په جون کې درې لوبلړۍ پيلوي

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې په راتلونکي جون میاشت کې به افغانستان او بنګله‌دېش د یو ورځنیو، شل اوریزو او ټېسټ لوبو درې لوبلړۍ ولوبوي. د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان لوبډله به د جون میاشتې په لسمه بنګله‌دېش هېواد ته سفر وکړي او هلته به لومړی یوازېنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي او بیا به په درې یو ورځنیو او دوه شل اوریزو سیالیو کې هم د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. کرکټ بورډ زیاتوي: "په دغه سفر کې به د ټېسټ لوبه د جون په ۱۴مه پیل شي، ورپسې به د جولای په ۵مه، ۸مه او ۱۱مه نېټو افغان لوبډله د سیالې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ د زرغون جام سیالۍ د ورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېدې

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له لوري د زرغون جام په نوم د پیل شویو سیالیو پایلوبه د ورښت له امله بشپړه نه شوه او په مساوي توګه پای ته ورسېده. د دې سیالیو پایلوبه نن د مې ۱۷مه نېټه په خوست ولایت کې د پامیر لیجینډز او میوند ډیفینډرز لوبډلو ترمنځ پيل شوې وه، چې میوند لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۲۹۷ منډو هدف یې وټاکه. یادې لوبډلې ته لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۱۲۴ او صدیق اتل ۵۳ منډې وکړې. د پامیر په توپ اچونکو کې شرف الدین اشرف ۳، ګلبدین نایب او ظاهرخان بیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول. لیجینډز لوبډلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یوه بنسټ ۱۵۰ یتیمو ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې

په کابل کې یو هنري بنسټ ۱۵۰ یتیمو ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده. د دغه مرکز مسوولان وايي، هڅه یې دا ده چې په خپل دې مرکز کې هغه بې سرپرسته نجونو او هلکانو ته زده کړې ورکړي چې بې وزله وي. دې بنسټ د کابل په ۱۲مه ناحیه یا احمدشاه بابا مېنه کې بې سرپرسته نجونو د یتیمو او بې سرپرسته نجونو لپاره په وړیا توګه د زده کړو یو ټولګی جوړ کړی. د ياد مرکز مسوول بختيار يار ازادي راډيو ته وويل، په دې هنري مرکز کې نجونو او هلکانو ته د هنري زده‌کړې ترڅنګ عصري مضامین هم تدرسېږي. هغه وايي، په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

والیبال؛ کام ایر لوبډله د اسیا اتلو کلبونو په جام کې له مخکې تګ پاتې شوه

د کام ایر د والیبال لوبډلې په درېیمې سیالۍ کې د عراق له استازي کلب څخه هم ماتې وخوړه او په دې سره د اسیا اتلو کلبونو په سیالیو کې له مخکې تګ پاتې شوه. کام ایر لوبډلې خپلې لومړنۍ دوه لوبې د ایران او چین هېوادونو کلبونو ته بایللې وې. د کام ایر د والیبال لوبډله د افغانستان له نوموتو کلبونو څخه ده او دا یې لومړی ځل دی چې د اسیا د اتلو کلبونو په سیالیو کې برخه اخلي. په یادو سیالیو کې د ایران، جاپان، اسټرالیا، قزاقستان، عراق، کوریا او بحرین کلبونه تر نورو ښه لوبیدلي او ډېرې نومرې لري. د ویلو ده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکيې د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو په اړه شکايتونه ثبت شوي

د ترکیې د اپوزیسیون مهم ګوند نن وویل چې په وروستیو د ولسمشرۍ او پارلماني انتخاباتو کې یې چې د مې په ۱۴مه ترسره شول، د رایې پاڼو زرګونو صندوقونو کې د مشکوکو بې نظمیو په اړه شکایتونه ثبت کړي دي. په دغو انتخاباتو کې د توقع خلاف ولسمشر رجب طیب اردوغان ډېرې رایې خپلې کړي. د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند 'سي ایچ پي' چې یو سیکولاریستي ګوند دی، مرستیال یې محرم ارقیق وویل، د رایو په هر صندوق کې بې نظمۍ د یوې غلطې شمېرل شوې رایو څخه نیولې تر سلګونو رایو پورې وې. هغه وویل چې 'سي ایچ پي' په رسمي ډول په ټول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان د افغانستان اوسني شرایط د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ بولي

په ملګرو ملتونو کې د تاجکستان دایمي استازی جاني بیک حکمت د افغانستان اوسني شرایط د سیمې او ټولې نړۍ لپاره جدي امنیتي ګواښ بولي. نوموړی وايي، له افغانستانه سیمې او نړۍ ته ترهګري، بنسټپالنه، د نشه‌يي مواد قاچاق او ګډ امنیتي ګواښونه سرچینه اخلي. هغه پرون د ملګر ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې وویل، اړتیا ده سیمه او نړۍ له دې ګواښونو سره په ګډه مبارزه وکړ. نوموړی وايي: "د اسیا او اروپا ترمنځ د وصل د ټکي په توګه د مهم جغرافیایی موقعیت په درلودو سره، په ځانګړي توګه په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو مولوي عبدالکبیر ته د ریاست الوزرا د چارو سپارل یوه عادي چاره وبلله

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مولوي عبدالکبیر ته د ریاست الوزرا د چارو سپارل د حکومتولۍ یوه عادي چاره وبلله او ویې ویل، څوک دې په دې اړه د تشویشونو د خپرېدو او تبلیغاتو هڅه نه‌کوي او نه دې هم هېوادوال کومه اندېښنه ولري. مجاهد دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې له دې مخکې یو شمېر رسنیو د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له‌خوا د ملا محمد حسن اخند د لیرې کېدو او پر ځای یې د مولوي عبدالکبیر د ټاکل کېدو راپورونه ورکړي وو. مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د معالجې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکي: ښايي اوکراین کې د توغندیو دفاعي سیستم زیانمن شوی وي

د امریکا د متحده ایالاتو له‌خوا جوړ شوی د پیټریوټ توغندیو دفاعي سیستم چې د اوکراین له‌خوا کارول کېږي، احتمال لري چې د روسیې په برید کې یو څه زیانمن شوی وي. دا خبره دوو امریکایي چارواکو پرون چهارشنبې وکړه خو ویې ویل، داسې نه ښکاري چې دغه سیستم به ویجاړ شوی وي. د پیټریوټ سیستم یو له هغو پرمختللو هوایي دفاعي واحدونو څخه دی چې لوېدیځ اوکراین ته ورکړی څو د روسیې د هوایي بریدونو په وړاندې له دې هېواد سره مرسته وکړي. روسیې په دغو هوایي بریدونو کې د اوکراین زیربناوې، د برښنا تاسیسات او نور ځایونه په نښه کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رمضان: د رنګمالۍ فرمایشونه د ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه کوم

په کابل کې چې څوک کورونه رنګوي، په رنګمالانو پسې چوکونو ته ځي، خو رنګمال رمضان وايي، دی د کار فرمایشونه د ټولنیزو رسنیو له لارې ترلاسه کوي. په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړی ډول د فېسبوک استعمال ښايي ځینو خلکو ته یوازې د ساعت تېرۍ وسیله وبرېښي، خو داسې کسان هم شته چې له همدې لارې خپل ورځنی کار روزګار پر مخ وړي. د پلازمېنې کابل اوسېدونکی رمضان چې رنګمالي کوي وايي، د فېسبوک د مسنجر له لارې د کار لسګونه غوښتنې ترلاسه کوي. هغه د نورو کارګرانو برعکس چوک ته د کار په لټه د تګ پر ځای یوازې خپل فېسبوک فعال ساتي او د خپل کار نموني خپروي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

معاشق‌الله هغه افغان خیاط چې لس کاله وروسته یې ځان ته ماشین اخیستی

خیاطي ښه کسب دی، خو اسانه نه‌دی، که څه هم اوس ډېری خلک په کورونه کې خپل جامې خپله ګنډي په ځانګړې ډول ښځې، خو شته داسې کسان چې کلونه کلونه یې دې ارمان ته کار کړی چې یو د خیاطۍ خپل ماشین ولري. نرګس مومند حسنزۍ له همداسې یو خیاط سره خبرې کړي او پر بنسټ یې دا راپور چمتو کړی چې د خپل لاس د ماشین په غږ سره یې پيلېږي. دا راپور د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ مانچسټر سيټي له ریل مادرید سره مخامخېږي

ټاکل شوې ده چې د فوټبال د اروپایي اتلولۍ په ترڅ کې نن په دویمه نیمه پایلوبه کې د انګلستان مانچسټر سیټي له ریل مادرید سره په لندن کې مخامخ شي. د دې دوو لوبډلو تر منځ په مخکینۍ لوبه کې دواړه د یوه یوه ګول امتیاز لري. که په دې دوو لوبډلو کې هر یو نن بریالۍ شي په پای لوبه کې به له انټر میلان سره مخامخېږي چې پرون یې په نیمه پایلوبه کې اې سي- میلان ته ماتې ورکړه. د دې لوبو پایلوبه به د جون په لسمه په استانبول کې ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت ځینې اعتراض کوونکي محاکمه کوي

د پاکستان حکومت او پوځ ویلي چې هغه کسان به په پوځي محکمو کې محاکمه شي چې تېره اوونۍ یې د مظاهرو پر مهال پر پوځي تاسیساتو او دولتي ملکیتونو حملې کړې دي. د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون چې یوه خپلواکه اداره ده، وایي چې له ملکیانو باید په هېڅ ډول په پوځي محاکمو کې تحقیقات ونه شي. بل لور ته د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکیني صدراعظم عمران خان پرون د پاکستان د استخباراتو مرکزي اداره یا آی ایس آی تورنه کړې ده چې تېره اوونۍ د ده تر نیولو وروسته یې د مظاهرو پرمهال په ډزو او د اور اچولو په پېښو کې لاس درلود. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات بایسکل ځغلوونکو ډله ننګرهار ته ځي

د هرات د بایسکل ځغلوونکو ډله نن له کابله جلال اباد ته ځي. دا اووه کسیزه ډله له هراته په یوولسو ورځو کې پرون کابل ته ورسېده. د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وایي چې دې لوبغاړو د افغانستان د مرکزي سړک د جوړولو پيغام له ځان سره لېږداوه او دا یې درېیم ځل دی چې پر دې اوږده لاره سفر کوي. د هرات د باسیکل ځغلونې دا ډله به له ننګرهاره بېرته د هرات پر لور ستنه شي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډيويي مجله؛ غزني ته د بهرنيو سیلانيانو ورتګ ډېر شوی

په دې خپرونه کې به واورئ چې د یوروویژن د سندرو سیالي ترسره شوه. په خپرونه کې به د پښتو ژبې د لیکدود په اړه به مالومات واورئ. د ښوونځيو د نصاب په اړه د ډاکتر زرین انځور نظر اخيستل شوی دی. دغه راز له دې به هم خبر شئ چې غزني ته بهرني سیلانیان نن سبا ډېر ورځي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د هرات د بایسکل ځغلونې یوه ۷کسیزه ډله کابل ته رسېدلې

د افغانستان د هرات ولایت د بایسکل ځغلونې یوه ۷کسیزه ډله تر یوولس ورځني سفر وروسته کابل ته رسېدلې ده. د افغانستان المپیک ملي کمېټې او سپورټ ریاست د راپور پر بنسټ چې کابل ته تر رسېدو وروسته د یادو لوبغاړو تود هرکلی شوی. په دې رپوټ کې ویل شوي چې یادو لوبغاړو د افغانستان د مرکزي سړک د جوړولو پیغام له ځانه سره لېږداوه او دا یې درېيم ځل دی چې د اوږد واټن سفر کوي. دغه لوبغاړي په پلان کې لري چې د مې په ۱۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ننګرهار ولایت ته هم په بایسکلونو سفر وکړي او تر هغې وروسته بېرته خپل ولایت هرات ته ستانه شي.

Pa.azadiradio.com 

انډیپنډینټ: د مخکیني نظام د چارواکو ترمنځ د واک پر سر لانجه تر سفارتونو رسېدلې

انډیپنډینټ: د بریتانیا چاپ انډیپنډینټ ورځپاڼې، په یوه مطلب کې په نوې ډېلي کې د افغانستان په سفارت کې وروستیو لانجو ته کتنه کړې. ورځپاڼه لیکي، د پخواني ولسمشر اشرف غني د ادارې د چارواکو ترمنځ د واک پر سر لانجه اوس د سفارتونو تر دروازو پورې هم رسېدلې ده. په نوې ډېلي کې د افغانستان د تېر پرځېدلي نظام سفیر فرید ماموندزي د دوشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې دا سفارت طالبانو ته نه دی سپارل شوی. ماموندزي وویل د سفارت یو کارکوونکي قادرشاه هغه مهال چې دی په سفر تللی و، غوښتل د سفارت واګي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ نړیوال سازمان په جوزجان او سرپل کې د ټولنيزو سرچينو مرکزونه جوړ کړي

په افغانستان کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' په جوزجان او سرپل ولایتونو کې د ټولنیزو سرچینو د نویو مرکزونو د جوړولو خبر ورکړی. دا مرکزونه کورنیو بې ځایه شویو، راستنېدونکو او د هغوی کوربه بنسټونو ته د بشري مرستو او اړینو خدمتونو د رسېدو د یقني کولو مسوولیت لري. تر دې وړاندې یو شمېر بې ځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو راستانه شویو کسانو شکایت کاوه، چې مرستې ورته نه رسېږي او پر ځای یې هغو خلکو ته مرستې ورکول کېږي چې مستحق نه‌دي. آی او ایم تر دې مخکې دا اوونۍ د ننګرهار په وچ تنګي سیمه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کن فلمونو ۷۶م نړیوال فيسټیوال پيل شو

د کن د فلمونو ۷۶م نړیوال فیسټیوال سه‌شنبه ماښام پيل شو. سږ کال افغان فلم جوړونکی عتیق رحیمي هم د کن د فلمونو د فیسټیوال د ژوري هییت غړی دی. عتیق رحیمي د خاک او خاکستر، سنګ صبور، بانوی رود نیل او ځينې نور مشهوره فلمونه جوړ کړي. د کن په فیسټیوال کې لومړنی فلم ژین دو بري وو چې نندارې ته وړاندې شو. په دغه فلم کې مشهوره امریکایي فلمي ستورې جاني ديپ لوبېدلې.

Pa.azadiradio.com 

يونېسف: شپږ نيم ميليونه افغان ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين کمپاین روان دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف وايي، د شپږ نیمو میليونو افغان ماشومانو د پولیو واکسین ښه پر مخ روان دی. د یونېسف متخصصین وايي، ډېره مهمه ده چې افغان ماشومان واکسین شي ځکه لسګونه زره داسې ماشومان شته چې په ژوند یې واکسین نه‌دی ترلاسه کړی. د یونېسف افغانستان څانګې د پولیو د روان کمپاین پر مهال د ماشومانو د واکسین یو ویډیويي پيغام خپور کړی دی. په دې ویډیويي پيغام کې یوې افغانې روغتیاپالې چې له یونېسف سره کار کوي د پولیو د اهمیت په اړه ویلي: "د افغانستان لپاره د ۲۰۲۲ کال اداري ارقام ښيي چې ۱۱۷ زره زیرو ډوز ماشومان دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران قضایه قوې ځینې خوشې شوي مظاهره‌چیان احضار کړي

یو شمېر ایراني مظاهره‌چیان چې د دغه هېواد د رهبر علي خامنه اي د بخښنې د فرمان پر اساس خوشې شوي وو، بېرته د قضایه قوې له‌خوا احضار شوي. دا کسان له جدي تورونو سره مخ دي. د نیول شویو کسانو د وضعیت د څارنې یوې کمېټې په خپل ټوېټر لیکلي چې دا کسان تېره فبروري میاشت د یوه فرمان له مخې خوشې شوي وو، خو اوس بېرته ورغوښتل شوي. د بشري حقونو مدافع ډلو په فبروري کې د خامنه اي د بخښنې فرمان د مظاهره‌چیانو په وړاندې د ایران د رژيم د ځپونکو اقداماتو په نسبت کم اهمیته بللی وو.


Мордовский национальный праздник «Шумбрат» пройдет на ВДНХ 19 июня

К 100-летию дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Центральный музей Росгвардии открыл выставку об истории соединения

«Доллар стал токсичным». Володин назвал причину подрыва доверия к американской валюте

Глава Балашихи Сергей Юров поздравил медицинских работников с праздником



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Социальные координаторы в больницах приходят на помощь врачам

Директор Росгвардии генерал армии Виктор Золотов принял участие в посвященных 100-летию дивизии имени Ф.Э. Дзержинского торжественных мероприятиях

Волгоградские пионеры встречают гостей

В Москве заметили кортеж машин Aurus Владимира Путина после встречи в МИД РФ

Музыкальные новости

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: признание Нато надо применить!

Концерт к юбилею Пушкина проведут в Культурном центре «Интеграция» на Саянской

Читателей "Чемпионата" пригласили посмотреть матч Евро-2024 на большом экране

«Магнит» планирует строительство нового склада в Ленобласти

Новости России

«Смешные копейки». CDEK взбесил россиян неприятным решением

Школьники Егорьевска отправятся на профильную смену в «Орленок»

Летней фестиваль искусств «Традиции и современность» откроется в Гостином дворе. Партнер – Relax FM

Глава Балашихи Сергей Юров поздравил медицинских работников с праздником

Экология в России и мире

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Спорт в России и мире

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе

Moscow.media

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *