Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2023

Новости за 29.05.2023

Pa.azadiradio.com 

د کندهار له څېړنیز فارم د مېوو حاصلات ترلاسه شوي

له کلونو ځنډ وروسته د کندهار له څېړنیز فارم د مېوو حاصلات ترلاسه شوي دي. د دې فارم د ۱۵ ډوله مېوو پر سلګونه ډولونو څېړنه ترسره شوې چې ډېرو یې مثبته پایله ورکړې ده. د کندهار د کرنې د څېړنيز فارم مسوولان وایي، د انګورو او انارو په ګډون له آب هوا سره د برابرو ګڼو نويو مېوو د ترويج هڅې بريالۍ شوي دي. نور تفصيل د لاندې غږیز فايل په کېکاږلو اورېدلی شي:

Pa.azadiradio.com 

پوتین د اوکراين په لاندې کړو سیمو کې د ټاکنو تنظيمولو لایحه توشېح کړه

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتين نن هغه لایحه توشېح کړه چې د روسیې له خوا پر اوکراین د یرغل په ترڅ کې د مسکو له خوا د اوکراین په لاندې کړيو سیمو کې د روان کال په پای کې په قانوني توګه د ټاکنو تنظیمولو ته اجازه ورکوي. پوتین د اوکراین په څلورو سیمو کې چې روسیه پرې کنټرول لري، نظامي حالت اعلان کړی دی. خو د روسیې پخواني قانون په دغسې حالت کې د انتخاباتو ترسره کولو ته اجازه نه ورکوله. دغه نوی قانون په اعلان شوي نظامي حالت کې هم د ټاکنو ترسره کېدو ته په دې شرط اجازه ورکوي، چې دفاعي او امنیتي ارګانونه یې منظور کړي.

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې یو طالب چارواکی: د حجاب نه مراعتونکې ښځې مجرمې ګڼل کېږي

د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت یوه چارواکي ته په منسوبه ویډیو کې دغه کس خبرداری ورکړی چې که ښځې اسلامي حجاب مراعت نه‌کړي، دوی او د کورنۍ نارینه غړي به یې مجرم وګڼل شي. ظاهراً دغه ویډیو د جاغوري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ثبت کړې او پر ټولنیزو شبکو یې خپره شوې ده. د جاغوري دغه اوسېدونکی د دې ویډیو د ثبتولو پر مهال وايي، دا درېیم ځل دی چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر اداره دوی ته خبرداری ورکوي، خو دا ځل یې خبرداری جدي دی. د يادې ویډیو پر بنسټ چې د یکشنبې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هیدربار: د طالبانو ژمنې ارزښت نه‌لري

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د چارو مرستیاله هیدربار ويلي، د طالبانو ژمنې ارزښت نه‌لري. هیدربار د ناروې د کډوالو د شورا د مشر یان ایګلند وروستیو څرګندونو ته په اشاره چې ویلي یې دي، د طالبانو چارواکو چې ده ورسره په وروستي سفر کې په کندهار او کابل کې لیدلي، ډاډ یې ورکړی چې د ښځو د کار او زده‌‌کړې لپاره به ملي تګلاره ډېر ژر نهایي شي، وایي، د طالبانو ژمنې ارزښت نه‌لري. هیدربار نن دوشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، دا هیله‌منه ده چې طالبان دا کار وکړي، خو زیاتوي په تېر څه باندې یو نیم کال کې دوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بدني ښکلا؛ بهر مېشتي افغان لوبغاړي 'زمري احمدي' د سرو زرو مډال ګټلی

د افغانستان د بدني ښکلا او فزیکي تکړښت فدراسیون خبر ورکړی چې بل افغان لوبغاړي زمري احمدي هم د بدني ښکلا په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی. دغه سیالي د مې میاشتې په ۲۸مه نېټه په پولنډ کې ترسره شوې ده. یاد فدراسیون زیاتوي، زمری احمدي چې په سویډن کې مېشت دی له څو کلونو راهیسې د بدني ښکلا او فزیکي تکړښت په برخه کې سیالۍ کوي او دا مډال یې مهمه لاسته راوړنه ده. د ویلو ده چې د مې میاشتې په ۲۷مه نېټه د پولنډ د بدني ښکلا په سیالیو کې بل بهر مېشتي افغان لوبغاړي شریف علي خان هم د سرو زرو مډال ګټلی و.

Pa.azadiradio.com 

د آی پي ایل ځنډېدلې پایلوبه نن ترسره کېږي

ټاکل شوې چې د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل ځنډېدلې پایلوبه نن د ګجرات ټایټانز او چینای سوپرکینګز لوبډلو ترمنځ ترسره شي. دغه سیالي تېره ورځ په لوبغالي کې د شدید ورښت له امله وځنډول شوه. د آی پي ایل سیالیو د اصولو پر بنسټ، که پایلوبه له هر طبيعي موانع سره مخ کېږي، نو یوه بله اضافي ورځ هم ورکول کېږي. دغه پایلوبه به نن د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ پیل شي. د ګجرات لوبډلې په احتمالي نوملړ کې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او نوراحمد هم اخستل شوي دي. د هندي رسنیو د رپوټونو پر اساس چې تېره ورځ پایلوبې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټاکنو کې بیا ځلي بريا؛ اردوغان له بايډن سره خبرې کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ټاکنو کې تر بیا بریالیتوب یوه ورځ وروسته نن ماښام د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره خبرې کوي. د نړۍ بېلابېلو مشرانو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بیا بریا مبارکي ورکړې او له هغه سره یې د ګډ کار او همکارۍ ژمنې تازه کړي دي. رویټرز اژانس لیکلي چې د دوشنبې په ماښام به اردوغان له امریکایي سیال جوبایډن سره ټليفوني خبرې هم وکړي. د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم کالین د دغو کېدونکو خبرو پخلی کړی، خو نور جزیات یې نه‌دي ورکړي. بایډن تېر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اردوغان ته د طالبانو د رییس الوزرا د مبارکۍ پیغام غبرګونونه پارولي

د طالبانو د حکومت له‌خوا د ترکیې د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته، ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د مبارکۍ پیغام له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته په خپله ټویټرپاڼه د رییس الوزرا محمد حسن اخند له قوله د مبارکۍ تر څنګ ولیکل: "هیله لري چې ترکیې هېواد ته چې په سیمه او نړۍ کې ځانګړی اهمیت لري لا قوت، ثبات او د دین خدمت ور په برخه کړي." د طالبانو حکومت داسې مهال دا پیغام د ملا حسن اخند له قوله خپروي او هغه ته د رییس الوزرا خطاب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرايني چارواکي: روسيې پر کیيف بالسټیک توغندي توغولي

د اوکراین هوایي ځواکونو ویلي چې روسیې نن پر پلازمېنه کییف بالسټیک توغندي توغولي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره د هوایي ځواکونو ویاند یوري ایحنات د اوکراین تلوېزیون سره په خبرو کې کړې ده. نوموړي ویلي، داسې ښکاري چې له ایس ۳۰۰ او ایس ۴۰۰ توغندیو څخه هم کار اخیستل شوی دی. سملاسي د دغو بریدونو د مرګ ژوبلې او زیان په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو کییف کې د خطر زنګ وهل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

روسیې امریکايي سناتور 'لیندسي ګراهام' د تعقیب لاندې کسانو په لېست کې شامل کړی

د روسیې د کورنیو چارو وزارت امریکایي سناتور لیندسي ګراهام د تعقیب لاندې کسانو په لېست کې شامل کړی دی. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، دا ګام وروسته تر دې اخیستل کېږي چې ګراهام د می په ۲۶مه د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره په ملاقات کې وویل: 'روسان مړه کېږي' او هغه لګښتونه تر ټولو غوره پیسې دي چې امریکا د اوکراین په ملاتړ لګولي دي. کله چې روسیې پر دغو خبرو نیوکه وکړه، اوکراین د زیلینسکي او ګراهام د ملاقات بشپړه ویډیو خپره کړه او معلومه شوه چې د ګراهام دغه دوه خبرې تړاو نه سره لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو اسټراليايي انسټېټيوټ: د افغانستان بنسټيزې اړتياوې دې له پامه نه غورځول کېږي

یو اسټرالیايي انسټېټيوټ وايي، داسې مهال چې له جګړه ځپلو افغانانو سره هر ډول مرستې په غیرمستقیم ډول د طالبانو د هڅولو او ملاتړ خطر له ځان سره لري، خو د دوی اړتیاوې باید له پامه ونه غورځول شي. د "The Lowy" انسټېټيوټ یوه مقاله چې نن د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپله ویبپاڼه خپره کړې، د افغانانو له بشري ناورین مخ وضعیت ته په کتو له طالبانو سره د نړيوالې ټولنې د ښکلېتیا غوښتنه کړې. دې انسټېټيوټ ویلي، له طالبانو سره ښکېلتیا کېدای شي په افغانستان کې د یوه بشري ناورین مخه ونیسي، خو دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ یو شمېر مشرانو اردوغان ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې

د امریکا او روسیې د ولسمشرانو جو بایډن او ولادمیر پوتین په ګډون د نړۍ یو شمېر مشرانو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده. د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، بایډن هیله څرګنده کړې چې له اردوغان سره په ګډه به د نړیوالو ننګونو د حل لپاره کار کوي. ولادمیر پوتین هم د اردوغان بریا د هغه د صادقانه هڅو او کار پایله بللې ده. د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم اردوغان ته مبارکي ورکړې او د ترکیې او افغانستان د خلکو د اړیکو په لا ښه والي یې ټینګار کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په لغمان کې تر دوه زره ډېرو مېرمنو ته د کورنیو باغچو توکي برابر شوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په لغمان ولایت کې څه باندې دوه زره مېرمنو ته د کورنیو باغچو توکي برابر کړي دي. دغې ادارې نن دوشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا ۲۰۵۸ هغه مېرمنې دي چې د خپلو کورنیو سرپرستي ورله غاړې ده. دوی د دغه ګام هدف د غذایي خوندیتوب پیاوړتیا بللې ده او په خبره یې مالي مرسته یې د اسیا د پراختیا بانک ورکړې ده. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي چې په روان ۲۰۲۳م کال کې څه باندې ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

Pa.azadiradio.com 

په کرکټ کې د ميچ ريفري په اړه پوهېږئ؟ له يو افغان ريفري سره خبرې

کرکټ هغه لوبه چې نن سبا په افغانستان کې هم ډېر مینه‌وال لري، چې کله هم د دې لوبې نوم اخيستل کېږي، يوازې لوبغاړي د خلکو فکر ته ورځي او نور مهم کسان يې هېر وي. دا مهم کسان لوبڅاران او د لوبې ریفري یا میچ ریفري دی. د ازادي راډیو خبریالې ثنا کاکړ د افغانستان کرکټ بورډ له میچ ریفري همیم تلوار سره مرکه کړې او پر بنسټ یې دا راپور چمتو کړی دی. د دې راپور اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

د ډيموکراسۍ د لسيزې ۵۸مه کاليزه؛ طالبان له کوم قانون ګټه اخلي؟

له نن څخه ۵۸ کاله مخکې، د۱۹۶۴زېږدیز کال د مې میاشتې په ۲۹مه چې ۱۳۴۳ لمریز کال کېږي، د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د نوې ډیموکراسۍ اساسي قانون تصویب شو. د دغه قانون ځانګړتیاوې د رسنیو ازادي، د ملي شورا جوړېدل او د ښځو د حقونو رعايتول و. دغه شان له شاهي کورنۍ پرته، نورو وګړو ته په کابینه کې د غړیتوب حق په پام کې نیول شوی و. د امان‌الله خان د واکمنۍ د مهال له نظامنامې او د نادرخان د واکمنۍ د دورې له اساسي اصولو وروسته دا د افغانستان لومړنی اساسي قانون و، چې د ۱۳۴۳ لمریز کال د وږي په ۲۹مه د لویې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشرۍ ټاکنې؛ اردوغان ګټونکی اعلان شو

د ترکیې د ټاکنو ادارې د ولسمشرۍ د دویم ځلي ټاکنو د څه باندې ۹۹ فیصده رایو له شمېرلو وروسته اعلان وکړ، چې رجب طیب اردوغان د دغو ټاکنو ګټونکی دی. د دې بنسټ مشر احمد ینیر پرون ماښام د ۹۹.۴۳ فیصده رایو له شمېرل کېدو وروسته وویل، چې اردوغان ۵۳ اعشاریه ۴۱ فیصده رایې ګټلي او د هغه سیال کمال قلیچدار اوغلو ۴۶ اعشاریه ۵۹ فیصده رایې خپلې کړې دي. اردوغان پرون په استانبول کې د خپلو پلویانو یوې ډلې ته په وینا کې په ټاکنو کې د ګډون له کبله د ترکیې د خلکو مننه وکړه. قلیچدار اوغولو دغه دویم ځلي ټاکنې په وروستیو کلونو کې تر ټولو غیرعادلانه بللې دي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو او ایراني ځواکونو نښته؛ مېل انلاین: ښايي په کې مړه او ټپیان ډېر وي

مېل انلاین: برتانوۍ مېل انلاین خپرونې د ایران او طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د شنبې ورځې پر وسله واله نښته لیکنه خپره کړې چې په دواړو لوریو کې یې مرګ ژوبله اړولې ده. د خپرونې په لیکنه، دا پېښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو ډراماتیک زیاتوالی ښيي او داسې وخت پېښېږي، چې کابل او تهران د هلمند سیند د اوبو د حق پر سر له څه مودې لانجه لري. هر لوری د شنبې ورځې د شخړې د پیل ملامتي پر بل اچوي، خو د ایران دولتي اژانس ایرنا د پولیسو د مرستیال جنرال قاسم رضايي خبرې رااخیستي چې طالبان یې د شنبې پر سهار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسراییلو د سوریې په دمشق کې ځینې اهداف ویشتلي

د سوریې دولتي خبري اژانس خبر ورکوي، چې د اسراییلو هوايي حملو پرون ناوخته د سوریې په پلازمېنه دمشق کې ځینې اهداف ویشتلي دي. دا په نږدې یوه میاشت کې د خپل ډول له مخې لومړۍ هوايي حملې ګڼل کېږي. د اسراییل چارواکو پر دمشق د پرونیو حملو په باب سم د لاسه کومه تبصره نه ده کړې. د سوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې د هوايي مدافع دستګاوو د دمشق په مربوطاتو کې دغو هوايي حملو ته ځواب ویلی او ځینې حملې یې شنډې کړې دي. د اژانس په وینا، په دغو حملو کې یوازې مالي زیانونه اوښتي دي. تر دې مخکې پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي پر ایران د بندیز لګولو لپاره خپل پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړې

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پارلمان ته یوه لایحه وړاندې کړې چې هدف یې د روسیې پر متحد ایران د پنځوسو کلونو لپاره د بندیزونو لګول دي. د زیلینسکي د دفتر رییس اندري یرماک پرون یکشنبه دا خبر ورکړی دی. دا د هغه څه ځواب ګڼل کېږي چې کییف یې مسکو ته د تهران له خوا د وسلو برابرول ګڼي. کییف او متحدان یې وايي، پر اوکراین د روسیې له یرغل راوروسته ایران روسیې ته د سلګونو بې پېلوټه الوتکو په ګډون وسلې ورکړې دي، خو تهران دغه تورونه ردوي. که دغه لایحه د اوکراین د پارلمان له خوا تصویب شي، د اوکراین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړيوال پروګرام په لغمان کې مېوه لرونکي نيالګي کېنولي

د خوړو نړیوال پروګرام يا ډبليو‌ایف‌پي په لغمان کې د غونډیو په لمنو کې د مېوه لرونکو نیالګیو د کېنولو خبر ورکوي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې وویل چې د اروپایي کمېسیون د جرمني د فدرالي پراختیا وزارت او د اسیا پراختیا بانک په مالي مرستو یې د ججوبي یا عناب مېوې نیالګي په درې نیم سوه هکتاره ساحه کې کېنولي چې غونډۍ له سولیدو او وچکالۍ وساتي. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د دغو نیالګیو د کېنولو لپاره په کور دننه له بې‌ځایه شویو شپږ سوه کورنیو څخه چې د خوړو خوندیتوب یې نه درلود، کسان غوره شوي وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې يوې ځوانې نجلۍ ځان‌ وژلی

په بدخشان کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي د یوې ځوانې نجلۍ د ځان‌وژلو خبر ورکوي. د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ویلي چې د فیض‌اباد د شورابک د سیمې دغې اوسېدونکې چې د کوکچې سیند ته ځان غورځولی و، خلکو یې مړی پرون یکشنبې راوایست. نوموړی د عیني شاهدانو په حواله وایي چې دغې ځوانې نجلۍ کورنۍ ستونزې درلودې. په دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي، خو د کورني تاوتریخوالي ترڅنګ پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته چې پر ښځو او نجونو یې د کار او زده‌کړو په برخو کې سخت محدودیتونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په نیمروز کې له ایران سره د وریښمو سرحدي لار بېرته پرانیسته

په نیمروز ولایت د طالبانو چارواکي د وریښمو د پله چې افغانستان او ایران سره نښلوي د بېرته پرانيستلو خبر ورکوي. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مفتي حبیب الله الهام وویل چې دغه پُل پرون یکشنبې بېرته پرانيستل شو. د ایران او افغانستان ترمنځ د میلک په پوله کې دغه پُل د شنبې په ورځ د ایراني پوله ساتو او د طالبانو د ځواکونو ترمنځ د نښتو په نتیجه کې تړل شوی و. په دغه سرحدي شخړه کې چې څو ساعته یې دوام وکړ، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خپل یوه سرتېري وژل تایید کړي او د ایران د تسنیم خبري اژانس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په کندهار کې له نويو راستنېدونکو کډوالو سره مرسته کړې

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' وایي، د روان ۲۰۲۳ کال د مې له میاشتې راهیسې یې ټیمونو د کندهار په سپین بولدک پوله کې په ټرانزیټي مرکز کې ۷۰۳۶ نویو راستنو شویو ته له رسېدو وروسته مرستې برابرې کړي دي. آی او ایم پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې دا خبره کړې، خو د دغو مرستو نور جزییات یې نه‌دي ورکړي. د کډوالۍ نړیوال سازمان راستنېدونکي افغان کډوال یو له ډېرو زیانګالو ډلو څخه بللي دي. تر دې یوه ورځ مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ ویلي و چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت له ښه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسرایيل ولسمشر اذربايجان ته ځي

ټاکل شوې چې د اسراییل ولسمشر اسحاق هیرزوګ له خپل سیال د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف سره د خبرو لپاره سبا سې‌شنبې باکو ته سفر وکړي. په تلبیب کې د هیرزوګ دفتر پرون یکشنبې اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو مشران به د دوه اړخیزو ستراتېژیکو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي. هیرزوګ به د اسراییل دولت د جوړېدو د ۷۵ کالیزې په مراسمو کې هم ګډون وکړي. په پام کې ده چې د روغتیا د سکتور په برخه کې د همکارۍ یوه موافقه هم لاسلیک شي. اذربایجان چې یو اسلامي هېواد دی، د روان کال په مارچ میاشت کې په تلبیب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اردوغان د ترکيې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تېرې ورځې د ولسمشرۍ د دویم ځلي ټاکنو ګټونکی اعلان شو. د ترکیې د ټاکنو د عالي بورډ مشر احمد یینر تېر ماښام ناوخته اعلان وکړ چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ د دویم دور ټاکنې ګټلي او د ولسمشرۍ د بلې پنځه کلنې دورې لپاره به په واک کې پاتې کېږي. هغه وویل، د لومړنیو نتایجو له مخې اردوغان ۵۲،۱۴ سلنه رایې ګټلې دي، خو د هغه سیال کمال کلیچدار اوغلو ۴۷،۸۶ رایې خپلې کړي دي. په دې توګه به ۶۹ کلن اردوغان د درېیم ځل لپاره د ولسمشرۍ دوره مخته وړي. د اردوغان په دغې بریا سره د هغه واکمني درېیمې لسیزې ته غځېږي.


В ИД «Коммерсантъ» сообщили об отсутствии кадровых изменений в руководстве

"Как в раю": Джиган и Самойлова исполнили мечту знаменитой "диско-бабушки" из Коми

По стопам Китая: в России появятся БПЛА с ИИ для обеспечения правопорядка

В Москве появилось 25 «Домиков добра» по сбору помощи для детей и животных



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

News24: президента ЮАР Рамафосу переизбрали на новый срок

В Москве пенсионер потерял почти 13 млн рублей, поговорив с мошенниками

Бобруйчанин пожаловался на новый пол соседа - обратился в суд и даже дошел до Москвы. ´МогилевОнлайн´ узнал, почему Москва Бо...

Жалобонакатный станок: как учителям защищать свои права

Музыкальные новости

Путин обратился с приветствием к участникам Спортивных игр стран БРИКС

Сотрудники Росгвардии приняли участие в спортивном празднике МГО «Динамо» в Москве

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого гражданина в ранее совершенной краже

Сотрудники Дмитровского ОВО Росгвардии по Московской области приняли участия в спортивном празднике Динамо

Новости России

Бобруйчанин пожаловался на новый пол соседа - обратился в суд и даже дошел до Москвы. ´МогилевОнлайн´ узнал, почему Москва Бо...

News24: президента ЮАР Рамафосу переизбрали на новый срок

Тулячка завоевала сразу два призовых места на Всероссийской Специальной Олимпиаде

Спасатели начали поиски двух подростков на реке Урал в Магнитогорске

Экология в России и мире

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Спорт в России и мире

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Moscow.media

Утро нового лета....

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *