Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2023

Новости за 08.05.2023

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين پوځ: د روسيې ۳۵ بې‌پيلوټه الوتکې او ۱۵ توغندي راغورځول شوي

د اوکراین پوځ وايي چې د روسیې ۳۵ بې‌پیلوټه الوتکې او ۱۶ توغندي یې راغورځولي دي. د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیر نن سهار په یوه خبرپاڼه کې وویل، په دې بې‌پیلوټه الوتکو او توغنديو خارکییف، خرسون، میکلایف او اودیسه ښارونه په نښه شوي وو چې واړه وویشتل شول. په خبرپاڼه کې راغلي، غورځول شوې بې‌پيلوټه الوتکې د ایران ساخت شاهد ډوله ډرونونه وو. خبرپاڼه زیاتوي، دې حملو مرګژوبله هم پېښه کړې او ودانۍ، د استوګنې کورونه او ملکي تاسیسات یې ویجاړ کړي دي، خو په خبرپاڼه کې یې دقیق جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

Pa.azadiradio.com 

میرضایف په ازبکستان کې له وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنې اعلان کړې

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف په دې هېواد کې د ولسمشرۍ له وخته مخکې انتخابات اعلان کړي. دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د ازبکستان په اساسي قانون کې د اپرېل په دېرشمه د یوې ټول‌پوښتنې په ترڅ کې بدلون راغی. د دې بدلون له مخې د ولسمشر د واکمنۍ دوره له پنځو کلونو اوو کلونو ته لوړه شوې. د نویو انتخاباتو نېټه تراوسه نه‌ده اعلان شوې، خو د ازبکستان د قوانینو له مخې انتخابات د ښاغلي میرضیایف له ننني اعلان وروسته په دوو میاشتو کې دننه باید ترسره شي. میرضیایف د دې اعلان پرمهال وویل چې دی، د خپلې ولسمشرۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت له پاکستان سره پر ځینو مسایلو موافقه کړې

افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې د سوداګرۍ اړیکي به پراخوي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وسله والو فعالیتونه به راکموي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن پاکستان ته خپل څلور ورځنی سفر پای ته ورساوه. متقي پرون د پاکستان د بهرنیوچارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په اسلام آباد کې وکتل. د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمختګ، د تروریزم پرضد مبارزه او د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا د دې موافقې مهم اهداف دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ابوظبي کمپ کې افغان پناه غوښتونکي: له میاشتو راهیسې بې برخلیکه ژوند کوو

د ابوظبي په کمپ کې افغان پناغوښتونکي وايي، له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي. رامش نظري چې ځان په ابوظبي کمپ کې د افغان پناه غوښتونکو استازی معرفي کوي وايي چې مخکې په افغانستان کې ژباړن و او له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې په ابوظبي کې د نورو افغانانو ترڅنګ له بې برخليک حالت سره مخ دي. دی وايي، که څه هم د پناه غوښتنې قضیې د منلو په خاطر څو ځله مرکې ورسره شوي دي، خو تر اوسه یې برخليک معلوم نه‌دی. نوموړی وايي: "۱۸ میاشتې وشوې چې په ابوظبي کمپ کې یم. هر ځل چې د آی او ایم دفتر ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کډوالې مېرمنې: د محدودیتونو په لرې کېدو سره بېرته افغانستان ته ستنېږو

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، پر نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګول شويو بندیزونو او محدودیتونو په خپله خوښه وطن ته د افغانانو د ورتګ مخه ډب کړې ده. یو شمېر افغان کډوالې وايي، که په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه لېرې شي، سمدستي به وطن ته ولاړې شي. په پاکستان کې یوې افغانې محصلې مریم احمدي ازادي راډیو ته وویل: "که همدا شېبه مې وطن ازاد شي، په همدې ثانیه د وطن پر لور روانېږم. هغه مهال چې ما ته د زده‌کړو، کار او امنیت زمینه برابره شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تلاسیمیا نړیواله ورځ؛ ځینې افغانان: افغانستان کې د تلاسیمیا د درملنې امکانات نه‌شته

په تلاسیمیا یا د وینې په کمښت د اخته ماشومانو د کورنۍ غړي وايي، په افغانستان کې د دې ناروغۍ د درملنې امکانات نه‌شته او دوی اړ دي چې خپله ماشومان د درملنې په خاطر نورو هېوادونو ته بوځي. په تلاسیمیا یا د وینې په کمښت د اخته ماشومانو د کورنۍ غړي وايي، په افغانستان کې د دې ناروغۍ د درملنې امکانات نه‌شته او دوی اړ دي چې خپله ماشومان د درملنې په خاطر نورو هېوادونو ته بوځي. محمد عظیم سیدي د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی چې وايي، دوه لوڼې یې په تلاسیمیا اخته دي. هغه زیاتوي دا چې د تلاسیمیا په اړه په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوډان جګړې د ښکېلو غاړو مذاکرات؛ تر اوسه د کوم پرمختګ خبر نه‌دی ورکړل شوی

د سعودي عربستان په جدې ښار کې د سوډان د جګړې د ښکېلو خواو د استازو خبرې نن درېیمې ورځې ته وغځېدې، خو کوم ځانګړی پرمختګ په‌کې نه شته. د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې نن سهار ارامي وه او په ظاهره داسې برېښي چې د جګړې د ښکېلو ډلو له‌خوا په سعودي عربستان کې پیل شوو خبرو څه نا څه پایله لرلې. پرون یکشنبه بیا د سوډان د پلازمېنې خرطوم په جنوب کې د نښتو غږونه اورېدل کېدل. اسوشېټېډپریس خبري اژانس لیکلي چې د سعودي عربستان او امریکا د ګډ ډيپلوماتیک نوښت له مخې د سوډان د جګړې د درېدو په هدف خبرې د شنبې په ورځ پيل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نی: د طالبانو د حکومت مالي مرسته باید د رسنیو خپلواکي زیانمنه نه کړي

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی د طالبانو حکومت له‌خوا رسنیو ته د مالي بودیجې د تخصیص په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وايي چې دا کار باید د رسنیو خپلواکي تر تاثیر لاندې رانه‌وړي. د نی دفتر چارواکي وايي، خیرالله خیرخواه دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ په غزني ولایت کې خبریالانو ته وکړې. د ياد بنسټ مسوول ظریف کریمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "نی د رسنیو د ملاتړي په توګه، د حکومت له‌خوا د رسنیو لپاره د مالي بودیجې د تخصیص هرکلی کوي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځینه سوداګرو ملاتړ په موخه یو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان د ښځو د صنايعو خونې سره هوکړه‌ليک لاسليک کړی چې په سوداګرۍ برخه کې د افغان مېرمنو ملاتړ کوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، د دې هوکړه‌ليک له مخې به د کډوالو عالي کمېشنري په افغانستان کې د افغان سوداګرو مېرمنو ملاتړ کوي. د کډوالو د عالي کمېشنرۍ او د افغانستان د ښځو د صنايعو خونې ترمنځ د هوکړه‌ليک د لاسليک کېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د طالبانو په بياځلي واکمنۍ کې د افغان سوداګرو مېرمنو سوداګريزې چارې تر بل هر وخت اغېزمنې شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان پر پوله د شخړو د کمېدو هوکړه شوې

افغانستان او پاکستان هوکړه کړې چې د سوداګرۍ اړیکي به پراخوي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وسله والو فعالیتونه به راکموي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن پاکستان ته خپل څلورورځنی سفر پای ته ورساوه. متقي پرون د پاکستان د بهرنیوچارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره په اسلام آباد کې وکتل. د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمختګ، د تروریزم پرضد مبارزه او د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا د دې موافقې مهم اهداف دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يوناما: د طالبانو له بيا ځلي واک راهيسې ۳۸۹ کسان په دُرو وهل شوي

یوناما وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې ۳۸۹ کسان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي، په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي. یوناما په افغانستان کې د 'بدني مجازاتو او د اعدام د سزا' په اړه خپل راپور نن خپور کړ. په دې راپور کې راغلي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې په ۶۱ پېښو کې ۳۰۷ نارینه، ۸۰ ښځې او ۲ ماشومان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي. د یوناما له قوله، دغه کسان له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي او ځینو مواردو کې د دُرو شمېر ۱۰۰ ته هم رسېده. راپور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يوناما د طالبانو له‌خوا د بدني سزاګانو ۶۱ پېښې مستندې کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما د طالبانو له بیا واکمنۍ تر اوسه د بدني سزاګانو یوشپېته پېښې مستندې کړي دي. یوناما نن دوشنبه په یوه راپور کې ویلي چې د دغو پېښو پر مهال ۳۰۷ نارینه او ۸۰ ښځو ته بدني یا فزیکي سزاوې ورکول شوي دي. په افغانستان کې بدني مجازات او د مرګ سزا په نوم د یوناما په دغه راپور کې راغلي چې په بېلابېلو جرمونو تورن دغه کسان له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي او ځینو مواردو کې د دُرو شمېر ۱۰۰ ته هم رسېده. یوناما ویلي، دوی د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د مرګ یا اعدام دوه پېښې هم مستندې کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نی: د طالبانو له‌خوا د بوديجې ځانګړي کول بايد د رسنيو ازادي اغېزمنه نه‌کړي

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایي، د طالبانو د سرپرست حکومت له‌خوا رسنیو ته د بوديجې ځانګړي کول باید د رسنیو ازادي تر سیوري لاندې رانه‌ولي. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرون یکشنبه د هغې طرحې د جوړولو خبر ورکړی چې، له مخې یې رسنیو او خبریالانو ته مالي امتیازات ورکول کېږي. نی په یوه خبرپاڼه کې د دغې طرحې هرکلی کړی، خو ټینګار کوي چې دغه امتیازات باید وړیا او هدف یې د رسنیو او اطلاع رسونې پياوړتیا وي. طالبان رسنیو ته د مالي امتیازاتو طرحه داسې مهال جوړوي چې د دوی پر حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د یوې کورنۍ ۱۰۰ نابینا غړي؛ دوی خپلې اړتیاوې څنګه برابروي؟

د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ دوه پرله‌پسي نسلونه نابینا دي چې اوس یې شمېر تر سلو ‌ډېر دی. د دې کورنۍ مشران وايي، ازادي راډيو یوازېنۍ رسنۍ ده چې د دوی د غږ رسولو لپاره ورغلې. خو دا کورنۍ د خپلو ځانونو لپاره خواړه او د ژوند نورې اړتياوې څنګه برابروي؟ نور په راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

سربیا کې پر یوه ښوونځي له برید وروسته د پوهنې وزیر استعفا کړې

د سربیا د پوهنې وزیر برانکو روژیچ په ټویټر کې اعلان کړی چې خپله استعفا یې صدراعظمې انا برنابیچ ته وړاندې کړې ده. دا اقدام وروسته له هغې کېږي، چې تېره چهارشنبه د پلازمېنې بلګراد په یوه ښوونځي کې د ډزو په نتیجه کې اته زده‌کوونکي او د ښوونځي یو ساتونکی ووژل شول. روژیچ چې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ویلي چې دی به د ژوند تر پایه د ښوونځي د پېښو ځوروونکي تصويرونه په ذهن کې ولري.

Pa.azadiradio.com 

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې بیا جګړه شوې

پرون یکشنبه هم د سوډان د پلازمېنې خرطوم په جنوب کې د نښتو غږونه اورېدل کېدل. دا په داسې حال کې ده، چې د سوډان د جګړې ښکېلو لوريو د بحثونو لپاره په سعودي عربستان کې سره وکتل. نړیوال منځګړي هیله‌من دي چې په سوډان کې د درېیو اوونیو هغه جګړه پای ته ورسوي، چې له کبله یې په سلګونو کسان وژل شوي دي. د امریکا د متحدو ایالتونو او سعودي عربستان په نوښت دغه پیل شوې خبرې د سوډان د جګړې د ختمولو لپاره لومړۍ جدي هڅه ګڼل کېږي. دغه جګړه د پوځ او د چټک د ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه‌وو ترمنځ روانه ده. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسيې د اوکراين په ختيځ کې خپلو فشارونو ته دوام ورکړی

روسیې پرون یکشنبه هم د اوکراین پر ختیځ خپل فشار ته دوام ورکړ او ادعا یې وکړه، چې په باخموت کې یې اجیرو پوځیانو ته نور مهمات هم برابر کړي دي. په همدې حال کې د اوکراین وګړو د هوايي حملو له ډاره د ځانونو د پناه کولو هڅه وکړه. د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ چارواکو د اوکراین د جنوب په زاپوریژیا کې د اروپا تر ټولو لویې اټومۍ بټۍ ته د ورپېښو خطرونو په باب اندېښنه ښودلې ده. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویل، چې دی په دې باب سخته اندېښنه لري چې اوکرایني ځواکونو زاپوریژیا ته څېرمه د دېره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلومبرګ: طالبانو له چین او پاکستان سره د یو کمربند او افغانستان ته د یوې لارې د پروژې غځول منلي

بلومبرګ: بلومبرګ خپرونې چې د امریکا له متحدو ایالتونو خپرېږي په دې باب لیکنه خپره کړې، چې طالبانو له چین او پاکستان سره ومنله چې د یو کمربند او یوې لارې لویه پروژه به افغانستان ته غځول کېږي. له دې سره د لیکوال په باور په افغانستان کې چې بندیزونو ځپلی پر زېربنايي پروژو د لګولو لپاره په میلیاردونو ډالره جلب شي. د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ او د هغه پاکستاني ساري بلاول بوټو زرداري د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د بیارغونې په چارو له دې جملې د چین او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د پولیو ضد واکسین په تطبیق ټینګار وشو

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، له پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورلو یوازېنۍ لاره د پولیو ضد واکسین دی چې باید په هرو کمپاینونو کې یې دوه څاڅکي له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته ورکړل شي. د روغتیا نړیوال سازمان پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل، د یوه هېواد هوساینه په سالمو وګړو پورې تړلې او ټینګار یې وکړ چې: "راځئ د دغې ناعلاجه ناروغۍ پر وړاندې خپل ماشومان واکسین او په دې توګه د یوه سالم افغانستان لپاره خپله ونډه ترسره کړو." تر دې مخکې د روغتيا نړيوال سازمان تېره اوونۍ هم په یوه ټویټ کې ویلي و... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زرداري: پاکستان د همکارۍ، باور او درناوي په روحیه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی

په افغانستان د طالبانو حکومت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون یکشنبې په غونډه کې پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړې. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پاکستان ته د سفر په ترڅ کې پرون یکشنبې د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوتو زرداري سره وکتل. زداري د دغې کتنې په اړه په یوه ټویټ کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر رسمي ټویټرپاڼه خپور شوی ویلي: "خوښ یم چې نن په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د بهرنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: مرستندویه ادارې په ننګونکي چاپېریال کې افغانانو ته مرستې رسوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، مرستندویه ادارې په افغانستان کې د خورا ننګونکي عملیاتي چاپېریال سره سره هڅه کوي چې ميلیونونو وګړو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي. اوچا پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل چې نادولتي کورنۍ او نړیوالې موسسې په دغو هڅو کې مهم رول لوبولی او دې رول ته به دوام ورکړي. طالبانو په نادولتي موسسو کې پر ښځینه کارکونکو لګول شوی بندیز تېره میاشت د ملګرو ملتونو ادارو ته هم وغځاوه، چې دې مسئلې په افغانستان کې د مرستو رسولو چارې ډېرې اغېزمنې کړې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان سوداګرو له چینايي پلاوي د ویزو برخه کې د ستونزو حل غوښتی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره هیئت غړی خان جان الکوزی وایي، افغانستان ته له ورغلي چینایي پلاوي څخه غوښتنه شوې چې چین ته د افغان سوداګرو د ویزې ستونزه دې ژر تر ژره هواره کړي. الکوزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "هغه مشکلات او پرابلمونه چې موږ یې له چین سره د ویزې په ارتباط لرو، په هغه ارتباط ورسره خبرې شوي. هغوی وعده وکړه چې موږ به تسهیلات راولو او ویزه به ازاده کړو." د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، د دې وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال تېره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بايډن: کانګرس دې پر نيمه اتومات ټوپکو بنديز ولګوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن په تکزاس ایالت کې د شنبې د ورځې د ډزو له خونړۍ پېښې وروسته له کانګرس څخه یوځل بیا غوښتنه وکړه چې پر نیمه اتومات ټوپکونو دې بندیز ولګوي. له دا ډول وسلې څخه د تکزاس په پېښه کې چې د ماشومانو په ګډون اته تنه په‌کې ووژل شول، کار اخیستل شوی و. ولسمشر بایډن د دغې پېښې یوه ورځ وروسته امر کړی چې ټول بیرغونه دې نیمه ځوړند وي. دا پېښه د تکزاس ایالت په شمال دالاس ښار کې په یوه مارکېټ کې هغه مهال رامنځته شوه چې پر وسلو سمبال یوه کس له خبرداري پرته پر خلکو ډزې پیل کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له ۱۲ کلن ځنډ وروسته سوريې بېرته د عربي هېوادونو غړيتوب ترلاسه کړ

د عربي هېوادونو استازیو پرون یکشنبې د قاهرې په غونډه کې له عرب لیګ سره د سوریې بېرته یو ځای ته مثبته رایه ورکړه. په عرب لیګ کې د سوریې غړیتوب له دولس کلونو راهیسې ځنډول شوی و. دغه اقدام څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې لوړپوړو ډیپلوماتانو په اردن کې کتلي او عربۍ نړۍ ته د سوریې د بېرته ستنولو لپاره د لارې نقشې پر یوه چوکاټ يې خبرې ترسره کړي دي. ټاکل شوې چې سعودي عربستان به د مې په نولسمه د عرب لیګ د سرمشریزې کوربه وي. په عرب لیګ کې د سوریې غړیتوب د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې د معترضینو د پراخې ځپنې په وړاندې غبرګون کې وځنډول شو. Читать дальше...


Свыше 550 тысяч москвичей регулярно занимаются плаванием

Следствие просит продлить срок ареста замминистру МО РФ Иванову

Мошенники "в погонах" оставили москвичку без ₽50 млн "трудовых" рублей

Певица Лолита выступила в столичном ресторане в мини-платье



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Свыше 550 тысяч москвичей регулярно занимаются плаванием

Ремонт детского сада в микрорайоне Восточный начнется в этом году в Лобне

Певица Нюша снялась в откровенном наряде на пляже

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником

Музыкальные новости

Росгвардия приняла участие в спортивном празднике «Динамо» в Москве

Путин приветствовал в России участников и гостей Спортивных игр стран БРИКС

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого гражданина в ранее совершенной краже

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Новости России

В День памяти и скорби вход в Музей Победы будет свободным

Медиков Одинцовского округа поздравили с профессиональным праздником

«Москва 24»: иностранные компании регистрируют товарные знаки, так как в будущем хотят вернуться в Россию

Следствие просит продлить срок ареста замминистру МО РФ Иванову

Экология в России и мире

В Подмосковье обустроили 176 пешеходных маршрутов: Реутов в лидерах

Назван российский город, откуда в Турцию срочно увеличивают число рейсов, впервые поставив широкофюзеляжный самолет Airbus 330

В Москве пройдет выставка Евгении Васильевой «Между пороком и добродетелью»

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Спорт в России и мире

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Moscow.media

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Северные ночи...

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *