Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2023

Новости за 15.05.2023

Pa.azadiradio.com 

د کندهار ځینې بې‌کاره شوې مېرمنې په کورونو کې کار کوي

کندهار کې د ښځو د ځانګړي سوداګریز مارکېټ تر بندېدو وروسته ډېری مېرمنو د اولادونو د روزنې لپاره کورونو کې کار ته مخه کړې. دغه مېرمنې وايي، د زياتو اړتیاو او کورنیو د ساتنې لپاره محبوره دي چې په کورونو کې دننه کار وکړي. مېرمنې وايي، په کورونو کې ګټه کمه ده، که د طالبانو حکومت بېرته د ښځو د سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو اجازه ورکړي، نو د دوی اقتصاد به بیا وغوړېږي. د ښځو سوداګریز مارکېټ په تېره جنوري میاشت کې د طالبانو د حکومت له‌خوا په مؤسسو کې د ښځو د کار تر بندیز وروسته وتړل شو. ياد سوداګریز... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ناټو ته یوه نوې طرحه وړاندې کړې

د اوکراین ولسمشر ناټو ته یوه نوې طرح وړاندې کړې او ویلي یې دي چې ناټو دې په راروانه جولای میاشت کې په خپله غونډه کې په دې ټلواله کې د غړیتوب د ترلاسه کولو په هدف د اوکراین د هڅو په اړه یوه مثبته سیاسي پرېکړه وکړي. زیلینسکي نن د کوپنهاګن د ډیموکراسۍ په غونډه کې چې ده د ویډیوکنفرانس له لارې وینا ورته کوله وویل، هغه وخت رارسېدلی دی چې په اروپا کې د بې برخلیکۍ حالت پای ته ورسېږي. د اوکراین لوېدیځ متحدان له دې هېواد سره د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره د وسلو او تجهیزاتو مرستې کوي، خو کییف... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

احمدیېنیر: د ترکیې د ولسمشرۍ انتخابات دویم پړاو ته ولاړل

د ترکیې د انتخاباتو د کمېسیون مشر احمدیېنیر نن وویل چې د یکشنبې ورځې انتخابات دویم پړاو ته ولاړل. د ترکیې د قوانینو له مخې د دوهم پړاو انتخابات به د مې په ۲۸مه ترسره شي. د انتخاباتو د نتایجو له ننني اعلان وروسته معلومه شوه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان ۴۹،۵۱ سلنه رایې ګټلي، خو د پوره بریا لپاره یې لازمې رایې نه دي پوره کړي او د اردوغان اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو په سلو کې ۴۴،۸۸ رایې ګټلي. اردوغان او قلیچدار اوغلو دواړو د انتخاباتو د دوهم پړاو هرکلی کړی. د څارونکو په باور اردوغان له شل کلنې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په نورستان کې د لسګونه رغنیزو پروژو چارې پیل شوي

په نورستان کې د پنځه میلیون ډالرو په لګښت د شاوخوا ۲۰۰ رغنیزو پروژو د تطبیق چارې پیل شوي او تمه ده له دې سره به د دې ولایت زرګونه اوسېدونکو ته د کار امکان برابر شي. په دې پروژو کې د استنادي دېوالونو، سړکونو، سربندونو، او ویالو جوړول شامل دي. د نورستان د کلیو د پراختیا ریاست ویلي چې د دې پروژو لګښت ملګري ملتونه ورکوي. د نورستان لپاره د طالبانو سرپرست والي شېراحمدحقاني ویلي چې له دې پروژو څخه به د مرکز او ولسوالیو خلک ګټه واخلي.

Pa.azadiradio.com 

ماموندزی: په نوي ډیلي افغان سفارت د طالبانو حکومت ته نه دی سپارل شوی

په نوي ډیلي کې د جمهوري نظام د مهال سفیر وايي چې افغان سفارت د طالبانو حکومت ته نه دی سپارل شوی. فرید ماموندزي په یوه ویډیويي پیغام کې چې نن خپور شو ویلي، د سفارت یوه کارکوونکي، قادرشاه هغه مهال چې دی په سفر تللی و هڅه وکړه د طالبانو په استازیتوب د سفارت واګي په لاس کې واخلي، خو د ده په وینا نوموړی بریالی نه شو. مخکې له دې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین ازادي راډیو ته ویلي و چې د دوی حکومت قادرشاه په هند کې د افغانستان سفارت ته د نوي شارژدافېر په توګه معرفي کړی. د هند حکومت تراوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شمالي ولايتونو يو شمېر کروندګر د ملخانو حملو اندېښمن کړي

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یو شمېر کروندګر وايي، په کروندو او محصولاتو یې د ملخانو بریدونو ته اندېښمن دي. د بغلان یو کروندګر عبدالستار وايي، ملخانو یې د غنمو او نورو حاصلاتو یوه لویه برخه له منځه وړې ده. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "زموږ کښتونه یې ډېر وخوړل، زغر، اینجه او غنم مو کرلي وو. حکومت باید د دې ملخانو غم وخوري او مرګ ته یې دوا پیدا کړي." د بغلان ولايت يو بل کروندګر نجيب الله وايي، سږ کال د وچکالۍ ترڅنګ په کروندو یې د ملخانو برید یو بل تاوان و چې د دوی حاصلاتو ته واوښت. دا کروندګر وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان په ۲۳ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل شو

د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې نن د ماشومانو د پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شو. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي چې د دې کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم‌عمره نږدې شپږ نیم میلیون ماشومانو ته د پولیو پرضد د واکسین څاڅکي ورکړل شي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د پولیو دویمه پېښه د یکشنبې په ورځ د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوه. د سږني کال لومړنۍ پېښه هم په دې ولسوالۍ کې ثبت شوې وه. پولیو په نړۍ کې له منځه تللې خو افغانستان او پاکستان یوازیني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانيا له اوکراين سره د پوځي مرستې ژمنه کوي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د اروپایي هېوادونو د سفر په لړ کې لندن ته رسېدلی او د بریتانیا له صدر اعظم ریشي سوناک سره یې کتلي دي. اسوشیتیدپریس خبري اژانس لیکلي چې بریتانیا به زیلنسکي ته د نورو وسلو او پوځي تجهیزاتو د ورکړې ژمنه وکړي. زیلنسکي پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي چې بریتانیا پخوا هم د دوی د هوایي او ځمکنیو ځواکونو په پیاوړتیا کې مخکښه وه او په خبره یې اوس به هم دغه همکاري دوام کوي. د اوکراین ولسمشر تر دې وړاندې امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته د دې لپاره سفر کړی چې د روسیې په وړاندې جګړه کې ترې پوځي تجهیزات او مرسته وغواړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکيې ولسمشريزې ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې

د ترکیې د ټاکنو کمېسیون د ماسپښین په شاوخوا درې نیمو بجو اعلان وکړ چې، هیڅ یوه نوماند پنځوس جمع یو فیصد نه‌دي پوره کړي. د کمېسیون مشر احمد یینر ( Ahmet Yener ) خبریالانو ته وویل، شاوخوا ۳۵ زره رایې لا هم نه‌دي شمېرل شوي، خو په خبره یې هغه برخه‌لیک ټاکونکې نه‌دي. د دغه کمېسیون د اعلان له مخې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان ۴۹ اعشاریه پنځه او سیال یې کمال کلیچدار اوغلو ۴۴ اعشاریه نهه فیصده رایې خپلې کړي دي. ولسمشریزو ټاکنو ته دوه نور نوماندان سنان اوغان او محرم انجه هم ولاړ وو چې اوغان څه باندې پنځه او انجه نږدې یو فیصد رایې خپلې کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له شکايتونو وروسته، د طالبانو حکومت د خصوصي سکټور مالياتو برخه کې تخفيف اعلان کړ

په افغانستان کې د مالیاتو په برخه کې د خصوصي سکتور تر پرله‌پسې انتقادونو وروسته، د طالبانو حکومت وايي، د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ په موخه یې مالیاتو کې تخفیف اعلان کړي. د طالبانو حکومت ادعا کوي چې، د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ په موخه یې په مهمو مالیاتي موضوعاتو کې اسانتیاوې رامنځ‌ته کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د خصوصي سکتور استازو په وار وار د کمې ګټې او لوړو مالیاتو له امله شکایت کړی دی. طالب چارواکو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د دې اسانتیاو او په مالیاتو کې د تخفیف راوستو اعلان وکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د افغانستان سفارت د بدلون په اړه ضد او نقیض څرګندونې

په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس سهېل شاهين په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د دوی له لوري د نوي شارژدافېر د معرفي کېدو خبر ورکوي، خو د افغانستان سفارت بیا دا خبره رد کړه. په هند کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ټول ډيپلوماتان یې خپلو دندو ته دوام ورکوي. د سفارت په اعلامیه کې چې د دوی په رسمي فیسبوک پاڼه خپره شوې سفارت کې د بدلون خبرونه افواهات بلل شوي دي. دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین دوشنبې ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي: "قادرشاه،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ښوونځيو پرانيستلو کمپاين؛ د کرکټ ملاتړی 'رحيم صديقي' ورته ځانګړي کميسونه جوړوي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځانګړی مینه‌وال رحیم صدیقي وايي، د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ سيریز لپاره داسې کمیسونه جوړوي، چې شاته پرې لیکل شوي وي، د نجونو ښوونځي پرانېزئ. نوموړی وايي، په دې اړه باید پر نړیوالو په بیا بیا غږ وشي. ښاغلی صديقي وايي: "بنګله‌‌دېش ته زما سفر دی، د افغانستان او بنګله‌دېش سيریز دی. انشاالله دا راروانې میاشت کې، تیشټې مې جوړې کړي، شاته ورباندې د خویندو لپاره پیغام ورکوم، چې د نجونو ښوونځي باید پرانیزئ او نور داسې یو پاڅون به هم کوو، په نړیوالو باندې باید غږ وکړو."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سریلانکا پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورد له سریلانکا سره درېیو یو ورځنیو یا پنځوس اوره لوبو ته نن خپله لوبډله اعلان کړه. کریکټ بورد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لوبې به د راتلونکې جون میاشتې له دویمې تر اوومې نېټې پورې د سریلانکا په همبانټوټا ښار کې ترسره شي. له سریلانکا سره په لوبېدونکو لوبغاړو کې په ترتیب سره د حشمت الله شهیدي، رحمت شا، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، اکرام علي خېل، عضمت الله عمرزي، راشد خان، مجیب رحمان، نور احمد، عبدالرحمان، فضل الحق فاروقي او فرید ملک نومونه یاد شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې د شاتو مچيو کاروبار؛ غنچه ګل: له دې لارې خپل ژوند مخته وړم

غنچه ګل کریمي، چې په هرات ولایت کې یې د شاتو مچیو دوه لوی فارمونه جوړ کړي وایي، له همدې لارې خپل ژوند مخته وړي. په دې راپور کې، چې زموږ همکارې ثنا کاکړ جوړ کړی او د غنچه ګل په غږ پیلېږي، د نوموړې د ژوند، خاطرو او د مچیو ساتلو د طریقې په اړه به ډېر واورئ. د راپور اورېدو لپاره لاندې غږيز فايل کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر د بریتانیا صدراعظم سره ګوري

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي نن دوشنبه د مې ۱۵مه د بریتانیا له صدراعظم ریشي سوناک سره ګوري. زیلنسکي پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي چې بریتانیا پخوا هم د دوی د هوایي او ځمکنیو ځواکونو په پیاوړتیا کې مخکښه وه او په خبره یې اوس به هم دغه همکاري دوام کوي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د راپور له مخې زیلنسکي د بریتانیا صدراعظم ته د خپل ملګري خطاب کړی او زیاته کړې ده چې لندن کې به دوه په دوه او دغه راز د پلاوو په حضور کې سره ګوري. د اوکراین ولسمشر تر دې وړاندې امریکا او یوشمېر اروپایي هېوادونو ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه د ټولو مرکو متن غوښتل شوی

د امریکا د کانګرس یوه مخکښ غړي د تحقیقاتو لپاره له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د نامنظمه وتلو په اړه د ټولو مرکو د متن غوښتنه وکړه. د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ريیس مایکل مککال پرون یکشنبې په رسمي ډول د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنځو هغو پخوانیو او اوسنیو چارواکو د مرکو غوښتنه کړې چې له افغانستانه د بې بندوبسته وتلو په پروسه کې ښکېل وو. مککال په خپل بیان کې ویلي، دوی د روانو څېړنو په ترڅ کې دې نتیجې ته رسېدلي چې پنځه تنه مهم معلومات لري چې له افغانستانه د بایډن د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته نوی شارژدافېر معرفي کړی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ريیس سهیل شاهین وايي چې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ته د طالبانو د حکومت له لوري نوی شارژدافېر معرفي شوی دی. شاهین نن دوشنبې ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي: "قادرشاه، چې هلته یې سفارت کې کار کاوه، د اوس لپاره شارژدافېر ټاکل شوی." ازادي راډیو په هند کې د افغانستان له سفیر فرید ماموندزي سره تماس ونیوه چې ایا لا هم د سفیر په توګه دندې ته دوام ورکوي او که نه خو هغه ځواب ونه وایه. مخکې په ځینو راپورونو کې ویل شوي وو چې ماموندزی بریتانیا ته تللی او د هند حکومت ډیلي ته د بېرته تګ اجازه نه ده ورکړې.

Pa.azadiradio.com 

څېړنه: د پاکستان بلوچستان کې د ۶۳ بریدونو له کبله ۱۳۲ کسان وژل شوي

د جنوبي اسیا د تروریزم پورټل په نوم څېړنیزه اداره وايي چې د روان میلادي کال په تېرو څلورنیمو میاشتو کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ۱۳۲ تنه وژل شوي دي. د دې ادارې د مالوماتو پر اساس، دا کسان چې ۹۸ تنه یې پوځیان او ۳۴ یې ملکیان دي، په ۶۳ بریدونو کې وژل شوي دي. په همدې حال کې د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر میرضیا لانګو پرون یکشنبې رسنیو ته وویل، په بلوچستان کې وسله‌وال بریدونه د دې لپاره زیات شوي چې حمله کوونکي د افغانستان له خاورې وراوړي او له بریده وروسته بېرته افغانستان ته ځي. په بلوچستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قليچدار اوغلو د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو هرکلی کړی

د ترکیې د اپوزیسیون مشر او په انتخاباتو کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو نن دوشنبې وویل چې د دویم پړاو انتخاباتو هرکلی کوي. داسې ښکاري چې په پرونیو انتخاباتو کې هېڅ کاندید پنځوس سلنه رایې نه‌دي ګټلي او د ترکیې د قوانینو پر اساس په دې صورت کې باید د مې په ۲۸ نېټه د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ بیا انتخابات ترسره شي. قلیچدار اوغلو نن سهار وختي د خپل ګوند په مرکزي دفتر کې په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل، که ملت د بل پړاو انتخاباتو غوښتونکی وي، هرکلی یې کوي. په همدې حال کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: ښايي د ترکیې انتخابات دویم پړاو ته لاړ شي

له ترکیې څخه ترلاسه شوي راپورونه ښيي چې د ولسمشرۍ په پرونیو انتخاباتو کې هېڅ کاندید پنځوس سلنه رایې نه دي پوره کړي او غالباً انتخابات دویم پړاو ته ځي. خو د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه د سیال ګوندونه په انتخاباتو کې د بري ادعاوې کوي. کمال قلیچدار اوغلو پرون ماښام اعلان وکړ، تر څو چې ټولې رایې نه وي شمېرل شوي، تر سهاره به ویده نه‌شي. اردوغان هم د خپل سیال له لوري د رایو تر شمېرل کېدو وړاندې د بري اعلان د خلکو د رایو غصب وباله او د ټولو رایو تر شمېرل کېدو پورې یې د زغم غوښتنه وکړه. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو ۲۹۵ زره افغانانو ته د برښنا انرژي برابره کړې

د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره 'یو‌این‌ډي‌پي' وایي، تېر۲۰۲۲ کال یې په افغانستان کې د سولري برښنا د ۳۹۰ سیستمونو په نصبولو او د څه باندې ۶ زره د سولري انرژۍ دستګاو په وېشلو سره په دې هېواد کې ۲۹۵ زره کسانو ته د برښنا انرژي برابره کړې ده. د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل چې د پاکې او د تجدید وړ انرژۍ څخه په استفادې کورنۍ کولای شي خپل کورونه ګرم کړي، روغتونونه فعالیت کولای شي اوسوداګریزې چارې هم ارزښتناکه کاري فرصتونو ته دوام ورکولای شي. د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې ویلي، په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

رسنۍ: د طالبانو په بیا واکمنېدو سره کندهار ډېر سیاسي اهمیت پیدا کړی

میډل ایسټ مانیټر: میډل ایسټ مانیټر خپرونې په کندهار کې له طالب چارواکو سره د قطر د صدراعظم د کتنې په اړه لیکنه خپره کړې ده. دې خپرونې، چې په بریتانیا کې خپرېږي، د جمعې په ورځ کندهار ته د قطر د صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر محمدبن عبدالرحمان الثاني سفر ته په اشارې د کندهار اهمیت ته پام کړی او لیکلي یې دي چې دغه ښار د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زیات سیاسي اهمیت پیدا کړی ځکه چې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده هلته اوسي او د طالبانو د حکومت اکثره مهمې برېکړې په دغه ښار کې کېږي. په وروستیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کورنۍ نړيواله ورځ؛ عادله له خپلې کورنۍ سره د بېرته یوځای کېدو هیله لري

نن د مې ۱۵مه د کورنۍ نړیواله ورځ ده، یو شمېر هغه افغانان چې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته له هېواده وتلو ته اړ شوي وايي چې د جمهوري نظام ړنګېدل او ناغوښتل شوې کډوالۍ، دوی له خپلو کورنیو جلا کړي دي. عادله وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته او د ناغوښتل شوې کډوالۍ له امله یې له کورنۍ څخه جلا شوې ده. عادله د بنګله‌دېش د یوه پوهنتون محصله ده. نوموړې د جمهوري نظام له نسکورېدو مخکې د لوړو زده کړو لپاره د بورسیې له لارې دغه هېواد ته تللې وه. عادله وايي، د جمهوري ریاست... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيلېږي

نن د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ یا پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیلېږي. د دغه کمپاین په ترڅ کې به چې تر پنجشنبې، د مې تر ۱۸مې نېټې پورې دوام وکړي، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په وینا له پنځو کلونو کم‌عره شاوخوا ۶ ميلیونه ماشومان واکسین شي. د پولیو ضد واکسینو دغه کمپاین داسې مهال پیلېږي چې په وروستیو درې ورځو کې په ننګرهار کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې. دا په روان ۲۰۲۳ کال کې د پولیو لومړنۍ مثبتې پېښې دي چې یوه یې د دې ولایت په بټي کوټ او بله په کوټ ولسوالیو کې ثبت شوې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايران د کارګرو د اعتصاب په رهبرۍ کې د لاس لرلو په تور اته کسان نيولي

د ایران حکومت اته تنه د دې هېواد په جنوب کې د تېلو او ګازو د تولید په یوه سیمه کې د کارګرانو د اعتصاب په رهبرۍ کې د لاس لرلو په تور نیولي دي. د بوشهر ولایت یوه چارواکي د سپاه پاسدارن ځواکونو له‌خوا د دغو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د بوشهر مرستیال والي اکبر پورات د یکشنبې په ورځ وویل چې د ده په خبره دغو مشرانو په جنوبي فارس کې د مجازي او حقیقي فضا له لارې د کارګرانو د اعتصاب د دوام لپاره فعالیت کاوه. د هغه په خبره دغه کسان د سپاه پاسدران د استخباراتو او د اطلاعاتو وزارت له‌خوا په نښه او ونیول شول.


Переменная облачность и до 27 градусов тепла ожидают москвичей 15 июня

Индия начнет поставки в Россию картофеля и гранатов

Синоптик Леус: 15 июня в Москве будет сухо и до +26 градусов

Дьявольские +38 градусов придут в Россию уже скоро: Вильфанд рассказал о самом жарком месяце



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Синоптик Леус: 15 июня в Москве будет сухо и до +26 градусов

Сколько пройдено шагов к Эвересту в образовании: ...

Индия начнет поставки в Россию картофеля и гранатов

Рафик Загрутдинов: Жилой комплекс с подземной автостоянкой на улице Бутлерова построят в следующем году

Музыкальные новости

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого гражданина в ранее совершенной краже

РМК покинул Нагорный Карабах 12 июня - в День России

Город-десятимиллионник // Квартир дешевле в Москве остается все меньше

Тулячка завоевала сразу два призовых места на Всероссийской Специальной Олимпиаде

Новости России

Рафик Загрутдинов: Жилой комплекс с подземной автостоянкой на улице Бутлерова построят в следующем году

У россиян могут начать массово отбирать квартиры: о чем предупреждает эксперт

Дьявольские +38 градусов придут в Россию уже скоро: Вильфанд рассказал о самом жарком месяце

15 июня 2024 года в Муроме состоится уникальный для Владимирского региона фестиваль уличных театров

Экология в России и мире

Новый ирригатор Revyline RL 610 Green Dragon уже в продаже в Норильске

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Спорт в России и мире

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Moscow.media

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

Утро нового лета....

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *