Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2023

Новости за 24.05.2023

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډيويي مجله؛ يو شمېر ولايتونو کې ادبي غونډې شوي

د ازادي راډيويي مجلې په دې خپرونه کې به واورئ چې په کابل، لوګر او کونړ کې ادبي غونډې شوي دي. کابل کې د کتاب اوونۍ په وياړ په يوه ښوونځي کې د کتاب نندارتون په اړه يو راپور درته وړاندې کېږي. دغه راز په جرمني کې ادبي غونډه او د خپرونې په اوږدو کې درته نور مطالب هم وړاندې کېږي. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

له بلغاريا د مړو شويو ۱۸ افغانانو جسدونه کابل ته لېږدول شوي

له درې میاشتې ځنډ وروسته نن کابل ته د اتلسو هغو افغانانو جسدونه انتقال شول چې د بلغاریا په هېواد کې یې په یوې لارۍ کې یې مړي موندل شوي وو. په يوه ویډیو کې لیدل کېږي چې د کابل هوايي ډګر مخې ته امبولانسونه ولاړ دي چې له بلغاریا هېواد نه د راانتقال شویو افغانانو مړي خپلو کورنیو ته انتقال کړي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه اتلس مړي کابل ته له انتقال وروسته د عامې ورغتیا وزارت د امبولانسو په وسیله خپلو کورنیو ته انتقال شوي. د یاد وزارت د ویاند مرستیال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او چين ترمنځ پروازونه بیا پيل شول

په چین کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن يې پر ټویټر لیکلي چې د کابل او اورمچي ښارونو ترمنځ مستقیم پروازونه به د اریانا افغان هوایي شرکت له‌خوا ترسره شي. واک ته د طالبانو له بيا ځلي ستنېدو وروسته د چین او افغانستان ترمنځ مستقیم پروازونه ځنډول شوي وو. همدارنګه د طالبانو په راتګ افغانستان سره زیاتره نړیوال پروازونه یا ځنډول شوی یا محدود شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

ایران د نویو اټومي فعالیتونو په تړاو له نړیوالو څارونکو سره همکاري کوي

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي نن چهارشنبې ټینګار وکړ چې حکومت به یې له نړیوالو څارونکو سره د هرو نویو فعالیتونو په اړه همکاري وکړي. هغه دغه څرګندونې د اسوشېټېډپرېس اژانس د روانې اوونۍ د هغه ځانګړي راپور له خپرېدو وروسته کړي چې ویلې يې دي، ایران تر ځمکې لاندې نتنز اټومي بټۍ ته نږدې د نویو تونلونو په جوړولو پیل کړی دی. د راپور له مخې دغه تونلونه تر ځمکې لاندې دومره ژور کېندل کېږي چې د دغسې ځایونو په نښه کولو لپاره د امریکا جوړې شوې وسلې کار نه ورکوي. د دغه راپور خپرېدو په منځني ختیځ کې ډېرغبرګونونه راپارولي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ افغانستان خپله درېیمه سیالي له ایران سره کوي

د مرکزي اسیا هېوادونو د شل کلنو ځوانانو د فوټبال په سیالیو کې افغانستان نن چهارشنبه خپله درېیمه سیالي له ایران سره ترسره کوي. دغه سیالي به د کابل پر وخت تر ماسپښین وروسته ۴:۳۰ بجې په تاجکستان کې پیل شي. افغان لوبډلې په روانو سیالیو کې لومړي سیالي له ترکمنستان ګټلې او تاجکستان سره یې په مساوي توګه پای ته رسولې ده. د افغانستان د ځوانانو فوټبال لوبډله اوسمهال د نومرو په جدول کې ۴ امتیازه لري او دویم مقام کې قرار لري. د ویلو ده چې افغان لوبډله به خپله وروستۍ سیالي له ازبکستان سره ترسره کړي.

Pa.azadiradio.com 

آی‌‌پي‌ایل؛ نن د لکنو او ممبي ترمنځ دویم پلې‌اف ترسره کېږي

د هندوستان غوره لیګ یا آی‌پي‌ایل سیالیو د دویم پړاو په ترڅ کې نن د لکنو سوپر جاینټز او ممبي اینډینز ترمنځ د حذفي پړاو سیالي ترسره کېږي. دغه لوبه د کابل پر وخت ماښام شپږ نیمې بجې د چینای په ښار کې پیلېږي. د لکنو په لوبډله کې افغان لوبغاړی نوین‌الحق هم لوبه کوي او لوبډلې یې د ګروپي پړاو په سیالیو کې د نومرو د جدول درېيم مقام ګټلی و. د دې سیالۍ ګټونکی به په دویم 'کوالیفایر' کې له ګجرات ټایټانز لوبډلې سره د مې میاشتې په ۲۶مه نېټه په احمد اباد ښار کې سیالي وکړي. د پلې‌اف سیالیو په لومړي کوالیفایر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپور: افغانستان کې د کورني بې‌ځایه کېدو پر مهال ښځې ډېرې ځپل شوي

د افغانستان د کړکېچ په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو برخې او د کډوالو چارې ادارې راپور وايي چې په افغانستان کې د کورني بې ځایه کېدو پر مهال ښځې تر نارینه وو ډېرې ځپل شوي دي. د کاپیسا ولایت يوه اوسېدونکې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم له خپلو اولادونو سره له خپلې مېنې کابل ته بې‌ځایه شوې. دا چې هلته د نجونو د زده‌کړو په یوه لېسه کې ښوونکې وه، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د حکومت له بندیز وروسته بې دندې شوه. د پنځه اولادونو دا مور چې نه‌غواړي نوم یې په راپور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: په تېرو درېیو ورځو کې د سېلابونو له امله ۱۳ کسان مړه شوي

د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د روان کال د جوزا له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو ۱۳ تنه مړه کړي او اته تنه نور یې ژوبل کړي دي. د غور ولایت د پساوند ولسوالۍ د سنګان د کلي اوسېدونکی ومان وايي: "زما یې لس دانې پسونه وړي، سېلابونو شنه سيمه ټوله لاندې کړې، هېڅ شی نه‌دي راپاتې." نوموړي ازادي راډیو ته وویل، د سه‌شنبې ورځې په سېلاب کې یې څارويو او څړځایونو ته دروند زیان اوښتی دی. په ورته وخت کې په غور کې سیمه‌ییزو سرچینو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يوې افغانې فعالې د نېشنل جيوګرافيک شبکې د څېړونکې جايزه ترلاسه کړې

د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې فعالې شبانې بسیج راسخ د نېشنل جیوګرافیک شبکې د رولیکس جیوګرافیک اکسپلوریر یا څېړونکې سږنۍ جایزه ترلاسه کړې ده. دې شبکې پر خپله ویبپاڼه په یوه اعلامیه کې چې پرون سې‌شنبې یې خپره کړې ویلي چې نوموړې ته دغه جایزه د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې په برخو کې د هغې د هر اړخیزو او مهمو کارونو په خاطر ورکړل شوې ده. د نېشنل جیوګرافیک ټولنې اجراییه رییسې جیل تیفینتالر د دغې جایزې د ورکړې په مراسمو کې وویل چې شبانه یوه تکړه او با استعاده مشره ده چې خپل ژوند یې د افغان ښځو او نجونو تعلیم او پرمختګ ته وقف کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يلدا اميني: د نظام له ړنګېدو سره مې د ژوند پلانونه ګډوډ شول

د افغانستان د روباټیک ټیم غړې یلدا امیني وايي، د افغانستان د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د ژوند پلانونه ګډوډ شول. هغه وايي چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي، خو بيا هم د ژوند لپاره د بېلابېلو هیلو لارې چارې لټوي. دا چې اغلې امينې اوس پر کومو کارونو بوخته ده او راتلونکي ته يې پلانونه څه دي، تفصيل يې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

امريکا: د طالبانو مشروعيت خلکو او مېرمنو سره د هغوی په چلند پورې تړلی

د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر کومه چې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلو سخت دریځو کړنو ته دوام ورکوي، ستونزمنه به وي چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي. د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا طالبانو ته یادوي، چې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو په حقونو د حملو دوام به یې نړیوال مشروعیت ته رسېدل ستونزمن کړي. د دې وزارت ویاند میتیو مېلر پرون رسنیو ته وویل، طالبان د نړیوال رسمیت په لټه دي، خو دا کار تر هغه ستونزمن دی چې دوی په خپلو خلکو فشار راوستلو ته دوام ورکوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين پوځ: په باخموت کې جګړه روانه ده

د اوکراین پوځ وایي چې پر باخموت ښار او شاوخوا سیمو یې د ولکې د ټینګېدو لپاره تر اوسه جګړې دوام لري. د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن چهارشنبې وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوکرایني ځواکونو د روسي ځواکونو ۲۶ حملې په شا تمبولي دي. ویل شوي چې د روسیې حملې د باخموت اودیوکا او ماریانکا د جبهې پر لومړۍ کرښې متمرکزې دې. د اوکراین په ختیڅ دویڅک کې دا سیمه اوس د جګړې پر مرکز بدله شوې ده. د اوکراین پوځ دغه راز ویلي، روسي ځواکونو د باخموت په شمال کې پر لیومان او د خارکیف د سیمې پر کوپیانسک هم حملې کړې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځو په تړاو به د اندونیزيا د ولسمشر وروستۍ غوښتنه اغېز ولري؟

د اندونیزیا ولسمشر له خپل ایراني سیال سره په کتنه کې د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو د محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه کړې. احمدتکل په دې اړه د ښځو حقونو د فعالې او د پرځېدلي جمهوري نظام د ولسي جرګې د غړې شینکۍ کړوخېل نظر پوښتلی. مېرمن کړوخېل په سر کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې په افغانستان کې د اندونیزیا ونډه څومره مهمه ده؟ دا مرکه د لاندې غږیز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد: طالبان او ایران باید د اوبو لانجې په اړه یو سیاسي حل پیدا کړي

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د طالبانو حکومت او ایران باید د هلمند سیند له اوبو د ایران د اوبه خور پر سر د لانجې لپاره یوه سیاسي حل لاره ومومي. خلیلزاد نن سهار پر خپل ټویټر ولیکل، که دې خبرو نتیجه ورنه کړه نو درېیمګړي لوري ته دې د منځګړتوب اجازه ورکړي او که بیا هم حل نه شوه، نو دا مسئله دې نړیوال قضاوت ته وړاندې شي، خو د ده په وینا له دې تګلارو څخه له یوې هم تر اوسه کار نه دی اخیستل شوی. خلیلزاد زیاتوي چې ایراني مشرانو خپل زور ښودلی او افغانستان ته یې د احتمالي جګړې په ګډون ګواښونه کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراین: روسیې د تور سمندرګي له لارې د غلو دانو د صادراتو مخه نیولې

اوکراین وايي چې روسیې د تور سمندرګي له لارې د دې هېواد د غلو، دانو د صادراتو مخه نیولې. یوه اوکرایني چارواکي پرون د مې ۲۳مه وویل چې د اوکراین د پیفدیني بندر له لارې د غلې صادرات درېدلي دي ځکه روسیه کښتیو ته اجازه نه ورکوي او ورسره د تور سمندرګي له لارې د غلو دانو د صادراتو تړون عملا له منځه تللی. دا تړون چې روسیې او اوکراین د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړتوب په تېره جولای میاشت کې لاسلیک کړ تېره اوونۍ د دوو نورو میاشتو په مخه د دې لپاره تمدید شو، چې د اوکراین د دریو بندرونو، اودېسه، چورنو مورسک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یان ايګلنډ: د افغان مېرمنو کار په اړه د طالبانو تګلاره بشپړېدو ته نږدې ده

د یوې نړیوالې مرستندویې ټولنې مشر وايي، طالبانو ده ته ډاډ ورکړی چې په نادولتي موسسو کې د افغان مېرمنو د کار په اړه د طالبانو د حکومت تګلاره بشپړېدو ته نږدې ده. د ناروې د کډوالو د شورا رییس یان ایګلنډ چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د دوهم ځل لپاره افغانستان ته تللی دی اسوشېټېډپریس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو له یو شمېر مشرانو سره یې په کندهار کې کتلي او هغوی ډاډ ورکړی چې دا تګلاره به په نږدې راتلونکي کې بشپړه شي، خو وخت یې نه دی ښودلی. طالبانو په تېر ډسمبر کې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې د والسټریټ ژورنال د خبریال د بند موده وغځوله

د مسکو یوې محکمې پرون د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د خبریال ایوان ګیرشکوویچ د توقیف د مودې د غځولو حکم ورکړ. د دې حکم له مخې ګیرشکوویچ به لږ تر لږه د اګست تر دېرشمې په توقیف کې پاتې کېږي. د محکمې غونډه د تړلو دروازو شاته جوړه شوې وه. متحدوایالاتو پرون پر روسیې غږ وکړ چې دا خبریال خوشې کړي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي سي این این تلوېزیون ته وویل، د ګیرشکوویچ د توقیف موده باید اوږده نه شي. د روسیې د امنیتي خدماتو فدرال ادارې د مارچ پر دېرشمه وویل د ګیرشکوویچ پرضد یې د جاسوسۍ دوسیه پرانیستې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسماعیل مشعل خپل خصوصي پوهنتون په 'اوښلنو سترګو' وتاړه

په کابل کې د یوه پوهنتون او خصوصي ښوونځي استاد او بنسټګر اسماعیل مشعل د خپل پوهنتون او خصوصي ښوونځي دروازې وتړلې. مشعل د دغو دروازو تړل د نجونو پر زده کړو بندیز وباله. هغه د دې بندیز پر ضد احتجاج کړی و چې زنداني شوی هم و.

Pa.azadiradio.com 

یورو ایشیا ریویو: د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو اړیکې خورا پېچلې دي

له افغان طالبانو سره د ټي‌ټي‌پي پر اړيکو د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې یورو ایشیا ریویو: یورو ایشیا ریویو خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې له افغان طالبانو سره د پاکستاني طالبانو د تحریک یا 'ټي ټي پي' اړیکو ته کتنه کړې. خپرونه هغو راپورونو ته چې وايي، 'ټي ټي پي' ډلې پخوا د افغان طالبانو ملاتړ کاوه او د عقیدوي مشترکاتو په خاطر اوس هم اړیکې ورسره لري اشاره کوي، خو لیکي چې د دوی اړیکې خورا پېچلي دي او کله ناکله کړکېچ هم په‌کې راغلی دی. یورو ایشیا ریویو د مثال په ډول یادونه کوي چې د پاکستاني طالبانو ځینې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا بيا له روسيې د والسټریټ ژورنال د خبريال د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د امریکا متحدو ایالتونو یو وار بیا له روسیې د والسټریټ ژورنال د خبریال ایوان ګیرشکوویچ د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. پرون دا غوښتنه وروسته له هغې وشوه، چې د روسیې د امنیتي خدماتو ادارې د دغه امریکايي خبریال د توقیف د مودې د غځېدو هڅه وکړه. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي له سي این این سره په مرکه کې وویل، د ګیرشکوویچ د توقیف موده باید ونه غځېږي. د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې د مارچ پر ۳۰مه وویل، چې د ګیرشکوویچ په وړاندې یې د جاسوسۍ دوسیه پرانیستې ده. دا تر سړې جګړې وروسته لومړی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې يوه خيريه بنسټ د افغانستان پر بشري بحران اندېښنه ښودلې

د فرانسې یوه خیریه بنسټ، په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو په باب اندېښنه وښوده. د نړۍ ډاکټرانو بنسټ پرون سه‌شنبه په خپل ټویټر کې لیکلي چې دا مهال په افغانستان کی دوه پر درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د فرانسې د دې خیریه بنسټ په وینا، له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په افغانستان کې بشري بحران پراخ شوی دی. ملګري ملتونه وايي، روان میلادي کال په افغانستان کې تر ۲۸ ميلیونو ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتيايي مرستو د دوام خبر ورکړی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په تېره اپرېل میاشت کې له ۵ لکه ۸۷ زره ۶۳۵ کسانو سره په هغو روغتیايي مرکزونو کې د روغتيايي څارنې مرسته شوې چې د روغتیا نړیوال سازمان یې ملاتړ کوي. د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، د روغتیا نړیوال سازمان او نور روغتیايي شریکان به یې د خپلو روغتیايي مرکزونو او ګرځنده ټیمونو په مرستو خپلو روغتیايي خدماتو ته دوام ورکوي. دا څرګندونې داسې وخت کېږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د درېیو ناروغیو کرونا، تورې ټوخلې او ډینګي ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

Pa.azadiradio.com 

حنا رباني کهر د افغانستان لپاره د بریتانيا له ځانګړي استازي سره خبرې کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي اندي مک کاوبري په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر سره پر افغانستان خبرې وکړې. د دغه وزارت د پروني ټویټ په حواله، په دې کتنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت پر ښه کېدو، د یوه سوله‌ییز او باثباته افغانستان لپاره پر ګډه لېوالتیا او د ډیالوګ پر دوام خبرې وشوې. د يو بل خبر له‌مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره اصف علي خان درانی د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. دغه وزارت پرون په یوه اطلاعیه کې دغه خبر ورکړی دی. Читать дальше...


"Манюня" обошла "Майора Грома" в прокате

Пока только за наличку: хакеры атаковали сеть супермаркетов “Верный”

Соревнования по рыбной ловле прошли в районе Якиманка

Парк Пехорка в Балашихе посетили 105 тыс человек за неделю



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Сергунина: Сумма одобренных Москвой грантов на патентование в России почти вдвое превысила показатель 2023 года

В Смоленской области прошёл цикл концертов и вокальных мастер-классов от народных артистов РФ

Коммуналка в России резко подорожает: известно на что и на сколько

Парк Пехорка в Балашихе посетили 105 тыс человек за неделю

Музыкальные новости

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Студия Звукозаписи в Москве. Создание Песен, Музыки, Аранжировок.

Здравый смысл против дезинформации официозной пропаганды

Собянин: Около обновленных поликлиник создано более 600 зон отдыха

Новости России

В Смоленской области прошёл цикл концертов и вокальных мастер-классов от народных артистов РФ

Коммуналка в России резко подорожает: известно на что и на сколько

Разбившему голову Кубком России защитнику "Зенита" Алипу наложат швы

Ярославский блогер Елена Блиновская подала заявление о банкротстве

Экология в России и мире

Фотопрогулка по советским городам. Классная серия!

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

«Заставлял Костомарова мыть свою машину, чтоб потом он на ней покатался по парковке!» Илья Авербух рассказал о дружбе с Романом Костомаровым в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3

Бесплатные ежедневные тренировки от сети фитнес-клубов Spirit. Fitness в парке Горького/Музеон

Спорт в России и мире

Прямая трансляция матча Рыбакиной с победительницей четырех "Больших шлемов"

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»

Не ходите, дети, в теннис: как Андре Агасси и Штеффи Граф подарили детям право выбора

Moscow.media

Количество «брака» в биомедицинских работах увеличилось в четыре раза за 20 лет

Дайджест новостей «Грузовичкоф» за май

В Кировском районе Крыма проверили бывших мигрантов, не вставших на воинский учет

Пожар в пятиэтажке унес жизнь неосторожного курильщика







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *