دانش: د سولې لپاره باید ارزښتونه په ځانګړي توګه د بیان ازادي قرباني نشي
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، د بیان ازادي په هېواد کې د ټولو ارزښتونو او حقونو بنسټ جوړوي...
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، د بیان ازادي په هېواد کې د ټولو ارزښتونو او حقونو بنسټ جوړوي...
د شنبې د ورځې سېلابونو دغه راز په کندهار کې ۱۵۷۰ کورونه ویجاړ کړي او ۲۶ تنه یې ټپیان کړي دي. صادق رښتیني د کندهار او د دغه ولایت د ولسوالیو د مختلفو سیمو د وضعیت تصویر اخيستی دی. اېډېټ: تمیم اخګر
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۳۰۵ ګڼه فرمان له مخې يوازې ...
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي چې د سولې مذاکرات په افغانستان کې د ملکي وګړو ...
د دغې شورا د اجرائیه پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد ازادي راډیو ته دا خبره تأیید کړه او زیاتوي چې دغه جرګه به ...
افغانستان له فلسطیني کډوالو سره یو ميلیون ډالر مرسته وکړه. د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت وویل، دغه مرسته په ترکیه کې د افغانستان سفیر عبدالرحیم سیدجان نن یکشنبه په استانبول کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو او د کارادارې کمیشنر UNRWA پیري کریهنبول ته وسپارله. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت چې دغه مراسم یې تنظیم کړي وو، د افغانستان د مرستې ستاینه وکړه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل، که څه هم افغانان پخپله له سختو کړاوونو سره مخامخ دي، خو هېواد یې په دغه سپېڅلي... Читать дальше...
د هلمند چارواکي وایي چې د وروستیو سېلابونو له امله لږترلږه اته کسان مړه او اته نور ټپیان دي او سلګونه کسان هم ژغورل شوي دي. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن مخکې ازادي راډیو ته وویل چې د هلمند په ناوې او ګرمسیر ولسوالیو کې د سېلابونو له امله بند پاتې شوي سلګونه کسان ژغورل شوي او د نورو د ژغورلو لپاره هڅې روانې دي. ده وویل: "د ژغورنې ټیم ورته جوړ شوی، هغوی ساحو ته رسېدلي، دغه ټیم تر اوسه توانېدلی چې سلګونه کورنۍ او سلګونه کسان له هغه ځایه وژغوري او را ویې باسي، د ژغورنې هڅې اوس هم روانې دي،... Читать дальше...
د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې اوسېدونکي وایي چې له تېرې اوونۍ راهیسې چې سیمه کې د هند او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې وې، تېره شپه یې ارامه تېره کړې ده. کنټرول لاین ته نږدې د چکوتي سیمې یوه اوسېدونکي نزاکت حسین اسوشېټېډ پرېس آژانس ته ویلي چې د ورځې له ارامۍ په استفادې دی او د سیمې ډېر نور اوسېدونکي خپلې کورنۍ باسي او امن ځایونو ته یې انتقالوي. یوه پاکستاني چارواکي معظم ظریف ویلي چې له مخې شااوخوا دوه سوه کورنیو په درېیو لویو دولتي ودانیو کې پناه اخیستې ده. د تېرې سې شنبې د ورځې... Читать дальше...
د ایران د دوو پېژندل شویو مخالفو سیاستوالو میرحسین موسوي او د هغې د مېرمنې زهرا رهنورد چې له تېرو اتو کالو راهیسې په کور کې نظربند دي، نوي تصویرونه د دې هېواد په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي. وروسته له هغې چې دوی په ۲۰۱۱ کال کې په کور کې نظربند شول، چارواکو رسنۍ له دې منع کړې وې چې د هغوی تصویرونه خپاره کړي. د دواړو تصویرونه لومړی د مخالفینو په ویبپاڼې کلمه کې خپاره شوي چې وروسته د اعتماد انلاین نیوز په ګډون نورو رسنیو شریک کړي دي. موسوي او مهدي کروبي د ایران د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په لانجمنو... Читать дальше...
په فراه، کندهار، هلمند، زابل او هرات ولایتونو کې د سېلابونو په راوتلو سره د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، اړمنو ...
د نړۍ د محصلینو ژمنۍ سیالۍ د زرګونو لوبغاړو په ګډون سره په روسیه کې د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا پرانيستل شوې. په دغو سیالیو کې له افغانستانه هم يوه پلاوي چې په ترکیب کې یې يو لوبغاړی او دوه مسؤلین دي، ګډون لري. د افغانستان د پوهنتونو د ورزشي فدراسیون غړي ذبیح الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې د محصلینو په دغو ژمنیو سیالیو کې د نړۍ له ۵۸ هېوادونو ۳۰۰۰ زرو لوبغاړو په مختلفو ورزشي رشتو کې برخه اخيستې ده. د ښاغلي شهزاد په خبره، له افغانستانه به مجتبی شهیداني د سکي په رشته کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
په ایران کې د مېشتو افغان مهاجرینو د نویو ځوانانو لوبډلې د تکواندو نړیوال فدراسیون په سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه. د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډيو ته وویل چې په ایران کې مېشت افغان لوبغاړي احسان رحیمي په ۴۸ کیلوګرامه وزن کې دغه مډال ترلاسه کړ. د ښاغلي پيمان د معلوماتو له مخې، د تکواندو نړیوال فدراسیون د سیالیو دا درېیم پړاو دی چې د ایران په کوربه توب په دغه هېواد کې له پنجشنبې ورځې راهیسې پیل شوی دی. د هغه په خبره، په دغو سیالیو کې له ۲۲ هېوادونو د تکواندو ۵۶۵... Читать дальше...
امریکایۍ سپیس ایکس بې پیلوټه ډراګون فضایي بېړۍ چې د دوشنبې په ورځ د فالکون ۹ توغندي په زریعه له فلوریډا د ناسا له کیندي فضایي مرکزه توغول شوې وه، نن په بریالیتوب له نړیوالې فضایي اډې سره ونښته. په دې سره د ایلون مسک Elon Musk امریکایي کمپنۍ هغه هدف ته چې غواړي افراد فضا ته واستوي، یو ګام ورنږدې شوه. دغه بې پیلوټه ماموریت یوه ازموینه ده چې ایا په راتلونکې کې کولای شي چې په دغو فضایي بېړیو کې فضا ته انسانان واستوي که نه؟ له دې مخکې دغې کمپنۍ فضایي اډې ته پر وسایلو او خوراکي موادو بار بېړۍ استولې ده.
د افغانستان د کډوالو د راستنولو چارو وزارت وايي، له هغه هېواده د افغان کډوالو راستنېدل د افغانستان او پاکستان ...
هندوستان د کرکټ په شل اوریزو لوبو کې له دوو پرله پسې ماتو وروسته په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې استرالیا ته ماته ورکړه. په دغه لوبه کې استرالیا لومړی بيټېنګ وکړ او په ټاکلو پنځوسو اورونو کې یې د ۷ وایکټو په زیان سره ۲۳۶ منډې جوړې کړې او هندوستان ته یې د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې هندۍ لوبډلې ورکړای شول چې هدف د ۴ وایکټو په زیان سره د لوبې په ۴۹م اوور کې پوره او لوبه یې د ۶ وایکټو په توپیر وګټله. کیدر جادیو چې په توپ وهنه کې یې د هند په ګته ۸۱ منډې جوړې کړې او په توپ اچوونه کې یې يوه وایکټه هم واخيسته، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. Читать дальше...
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي د کندهار په شاوليکوټ کې په یوه هوایي برید کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسؤل ملا نقيب او د هغه د څو ملګرو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دې قول اردو مرستيال ویاند تورن احمد صادق عيسی وایي چې هوايي ځواکونو دغه عمليات د شاوليکوټ ولسوالۍ د وچ باختو په سیمه کې د کره کشفي او استخباراتي راپورونو پر اساس ترسره کړي دي. عيسی وویل، په ترسره شویو هوایي بريدونو کې د تور نقيب الله په نوم د شاوليکوټ لپاره د طالبانو د نظامي مسؤل په شمول ۸ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي. Читать дальше...
په افغانستان کې د وحشي ژویو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د افغانستان د چاپېرال ساتنې د ملي ...
په سوریه کې د امریکا تر ملاتړ لاندې ځواکونه وايي، د عراق پولې ته نږدې د داعش ډلې پرضد پرېکړونې...
ټاکل شوې چې د مزار شریف د نفت او د جوزجان د صندوقلي د استخراجولو لړۍ له یوې مودې ځنډ وروسته بیا پیل شي. د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي چې د استخراج کار عملاً پیل شوی او د عملیاتو او استخراج لپاره ماشینونه سیمې ته لېږدول شوي او ډېر ژر به د اکتشافي څېړنو شاهد واوسو. د معلوماتو پر بنسټ، د مزار شریف د نفت او د جوزجان د صندوقلي پروژو د کار د پیل تړون په ۱۳۹۲ لمریز کال کې له نفتي شرکتونو سره لاسلیک شو، خو د تړونونو په عملي کېدو او نړیوالو بازارونو کې د ستونزو له امله یې کار وځنډېد. Читать дальше...
په سوریه کې د امریکا ملاتړي ځواکونه عراق پولې ته نژدې د اسلامي دولت ډلې یا داعش تر کنټرول لاندې وروستۍ سیمې ته نږدې شوي دي. دا خبره د دغو ځواکونو یوه ویاند کړې او ویلي یې دي چې نن به جګړه ټاکونکې وې. د فرات سیند په غاړه په باغوز کلي کې داعش ډله د وروستيو وسله والو چریکي تاکتیکونو په خپلولو سره تراوسه ګواښ ګڼل کېږي. د سوریې ډموکراتیک ځواکونه وروسته له هغې چې له دې سیمې یې وروستي ملکي وګړي وایستل، د اتلسو ساعتونو لپاره د باغوز دننه د داعش له وسله والو سره نښته وکړه. د دغو ځواکونو مطبوعاتي مسؤل... Читать дальше...
هند به له پاکستان سره د هغې هوایي حملې جزیات شریک نه کړي چې تېره اوونۍ یې په پاکستان کې دېره د جیش محمد ډلې پر یوه مرکز کړې وه. دا خبره د هند د ماليې وزیر ارون جیټلې په نوي ډیلي کې په یوه خبري کنفرانس کې کړې. هغه وویل هېڅ یوه امنیتي اداره د عملیاتو جزیات له بل چا سره نه شریکوي او نوی ډیلی به هم په دې اړه چې په دغه برید کې د پاکستان دننه د سخت دریځې ډلې څومره غړي وژل شوي، له اسلام آباد سره شریک نه کړي. هند د فبرورۍ په ۲۶مه وروسته له هغې په پاکستان کې دېره د جیش محمد ډلې یو لوی مرکز په نښه کړ... Читать дальше...
په بلخ کې د ابو علی سینا دولتي روغتون د ولادي او نسايي څانګې مراجعین شکایت کوي چې موظف ...
په دې وروستیو کلونو کې په کندز کې د شاتو د مچیو د ساتلو دود وده کړې او هغه شمېر کسان چې په دې ولایت...
د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې باید...
د بادغیس ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، پلان لري چې د کوچنیو ودانیو په جوړولو سره د بارانونو اوبه کنټرول او د دغه ولایت د پستې ځنګلونه پراخ کړي. د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د اعلامیې پر بنسټ، د بادغیس د کرنې ریاست ویلي چې دغه ودانۍ د بارانونو د اوبو د مهارولو، د ځمکې لاندې اوبو د پياوړي کولو، د اوبو له ضایع کېدو د مخنیوي او د پستې د باغونونو د پياوړي کولو او پڼه کولو په هدف جوړېږي. په اعلامیه کې دغه شان راغلي چې دغه ودانۍ به بېوزلو کروندوګرو ته د کار د زمینې برابرولو... Читать дальше...