ازادي ستوډیو- د نړۍ مهم خبرونه
د هالند په اوتريخت ښار کې یوه وسله وال کس پر یوه ټرام ډزې وکړې. د سيلاب او مځکې ښويېدو له کبله په اندونيزيا کې اتيا کسان وژل شوي دي.
د هالند په اوتريخت ښار کې یوه وسله وال کس پر یوه ټرام ډزې وکړې. د سيلاب او مځکې ښويېدو له کبله په اندونيزيا کې اتيا کسان وژل شوي دي.
د بادغیس والي وايي، لسګونه سرتېري چې د بالامرغاب ولسوالۍ پر موریچاق سیمه د طالبانو له پراخو حملو وروسته ترکمنستان...
په خوست کې د خبریالانو د ملي ورځې د لمانځنې په مرسمو کې د خوست والي محمد حلیم فدايي ژمنه وکړه چې د یاد ښار یوه جاده به د خبریال په نوم نوموي. ده همدارنګه د خبریالانو او مدني فعالانو په غوښتنه دا هم وویل چې د خوست د یتيمانو او بېوزلو روزنتون به د سلطان محمود خیرخواه په نوم ونومول شي. خبریال سلطان محمود خیرخواه چې په خوست کې د تېرې جمعې په ورځ کور ته د تګ په وخت د مخ پټو وسله والو له خوا ووژل شو. په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې په دې هېواد کې د هدفي وژنو، سړي تښونو... Читать дальше...
د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين نن دوشنبه د کريميا سيمې ته ورسېد. دى به د هغه څه په پنځمه کليزه کې برخه واخلي چې مسکو يې له روسيې سره د تور سمندرګي د دې ټاپووزمې يوځاى کېدل ګڼي. خو کييف او غربي قدرتونو له روسيې سره د کريميا يوځاى کېدل غير قانوني بللي دي. دا مسئله د دې سبب شوه چې پر ځينو روسي اشخاصو او شرکتونو بنديزونه ولګول شي. پوتين نن په سيواستيپول او سيم فيريپول ښارونو کې دوه برښنا کوټونه پرانيستل. دغه برښناکوټونه تېرکال په ابتدايي ډول پرانيستل شوي وو، خو نن رسماً افتتاح او بشپړ فعاليت يې پيل کړ.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وایي، ترکي او يوناني چارواکو ورسره په يادو هېوادونو کې...
د ايران ولسمشر وايي، هېواد يې د واشنګټن د بنديزونو پر خلاف حقوقي قضيه ثبتوي. حسن روحاني نن په يوه رسمي غونډه کې وويل، دغو بنديزونو يوازې د ايران خلک په نښه کړي دي. دی وایي: "نړۍ دې پوهه شي، امريکا چې کوم کار کړى، د ايران د حکومت پر خلاف نهو، نه د ايران د اټمي ټکنالوژۍ پر ضد و، بلکې د ايران د خلکو، د خلکو د ژوند د چاپېريال د خونديتوب او د خلکو د عادي ژوند پر ضد و." امريکا د تېر کال په مې مياشت کې د ايران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ له اټمي تړونه ووت. امريکا پر ايران بيا بنديزونه ولګول... Читать дальше...
د ناټو د ٢٤ غړو او متحده هېوادونو شااوخوا ٣٥٠ پوځيانو نن په ګرجستان کې ګډ پوځي تمرينات پيل کړل. تبلیسي ته نږدې د ڼاتو او ګرجستان د ٢٠١٩ میلادي کال د تمريناتو په نوم دغه تطبيقات ١١ ورځې دوام کوي. ناټو په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه تمرينات د ګرجستان لپاره مهم دي چې د ناټو او ګرجستان د پوځي او سياسي همکارۍ د غښتلتيا لپاره د پام وړ ګڼل کېږي. ټاکل شوې چې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د دغو تمرينونو پر مهال ګرجستان ته لاړ شي. دى به په دغو تمريناتو کې برخه واخلي او د دې تر څنګ به د ګرجستان له مشرانو سره هم وګوري.
د هالنډ د اوترخت ښار په يوه ټرم يا برښنايي رېل ګاډي کې د ډزو په نتيجه کې لږترلږه يو تن وژل شوى او ګڼ نور ټپيان شوي دي. پوليسو ويلي چې د نننۍ پېښې انګېزه ښايي ترورېستي وي. د اوترخت پوليسو په ټویټر کې ليکلي: "د ښار په يوه ټرم کې دغو ډزو ګڼ کسان ټپيان کړي، سيمه کلابنده شوې او پېښه څېړل کېږي." د پوليسو په پيغام کې ويل شوي چې سيمې ته څرخي الوتکې د مرستې لپاره لېږل شوې دي. د هالنډ صدراعظم مارک روټي د دې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې ده.
د "جبهه حمایت از وطن" مسؤلینو د افغانستان په اړه د پاکستان د صدراعظم عمران خان وروستۍ څرګندونې وغندلې. د "جبهه حمایت از وطن" په ...
د افغانستان د انتخاباتو یو شمېر څارونکي بنسټونه وايي، که د انتخاباتو په مهالوېش کې بدلون راشي، دغه انتخابات به سږ کال ...
په ارزګان کې خبريالانو نن ورځ د ويني په ورکولو او د وژل شويو خبريالانو مقبرې ته په ورتګ سره پیل کړه. په ارزګان کې د کب ...
د بغلان پوليس وايي، هغه کسيې نيولى چې څو ورځې مخکې يې خپله ښځه وژلې وه. د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوید بشارت ويلي، دغه کس چې تر تعقيب لاندې و، پرون ونيول شو. ښاغلي بشارت وويل، بل تن چې په جلګه ولسوالۍ کې د دوو کسانو په قتل تورن دى، پرون نيول شوى دى.
د ولسمشر دوهم مرستيال وايي، سوله يوه ملي او حياتي موضوع ده چې ټول افغانانيې ټينګېدو ته په تمه دي. سرور دانش چې ننيې په کابل کې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت يوې غونډې ته خبرې کولې، د افغانستان د سولې په پروسه کې د سيمې او نړۍ د هېوادونو هڅې وستايلې. ده وویل: "موږ ټول افغانان د سولې له پيل شوې پروسې ملاتړ کوو او د افغانستان د متحده دولتونو او هېوادونو چې د افغانستان د سولې لپاره هڅې کوي، مننه کوو، هيلهمند يوو چې ژر تر ژره د تاوتريخوالي او جنګونو د ختمېدو شاهدان واوسو." ښاغلي دانش د افغانستان... Читать дальше...
د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې په دوو جوماتونو کې د ۵۰ مسلمانانو په ګڼې وژنې تورن استرالیایی برنتون تارانت ...
د ملي اردو چارواکي وايي، د سمنګان-بغلان د لويې لارې په اوږدو کې يې پوځي عمليات روان دي. د شاهين قول اردو د اتمې لوا درستيزوال ډګرمن محمد نبي يې په اړه نن دوشنبه ازادي راډيو ته وويل: "په دغو عملياتو کې د ملا منصور په نوم د دښمن يو غړى له خپل يوه ملګري سره وژل شوى او ٢ تنه نور ټپيان شوي، عمليات روان دي." د شاهين قول اردو چارواکي وايي، دغه عمليات د سمنګان-بغلان د لويې لارې د خونديتوب لپاره دوه ورځې مخکې پيل شول. د دوى په خبره، په دغو عملياتو کې څو کلي له وسلهوالو تصفيه شوي دي.
تمه ده چې په هاګ کې د جنګي جرایمو محکمه د بالکان د جګړې پرمهال د بوسنیا صرب مشر رادوان کاراځیچ د ...
د ايران ولسمشر له خپلو وګړو وغوښتل، څومره چې کولاى شي امريکا، اسرائيل او سعودي عربستان ته لعنت دې ووايي. حسن روحاني نن ظاهراً په دغو خبرو هڅه وکړه چې هغه انتقادونه منحرف کړي چې په ايران کې د خراب اقتصادي وضعيت له کبله د ده پر ادارې کېږي. حسن روحاني نن په يوه رسمي غونډه کې وويل، د واشګټن بنديزونو يوازې د ايران خلک په نښه کړي دي. واشنګټن د تېر کال په مې مياشت کې د ايران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ له اټمي تړونه ووت. امريکا پر ايران بيا بنديزونه ولګول چې ويل کېږي د ايران اقتصاد ته يې سخته... Читать дальше...
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال په روان لمریزکال کې د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي راپور ټکان ورکوونکی ګڼي...
د افغان ولسمشر دوهم مرستيال په يوه ټولنه کې د بيان ازادي د نورو مدني ارزښتونو د ټينګېدو اصل وبلله. سرور دانش نن په کابل کې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل: "که په يوه ټولنه کې د بيان ازادي حاکمه وي، دا د دې نښه ده چې په هغه هېواد کې بشري حقونه هم رعايت کېږي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي ازادي هم پهکې شته." د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې نى عمومي مشر مجيب خلوتګر پرون ازادي راډيو ته وويل، دا ورځ په داسې وخت کې لمانځل کېږي چې تر درېيو مياشتو په لنډه موده کې د رسنيو ٤ کارکوونکي وژل شوي دي. Читать дальше...
نامعلومو وسله والو د کونړ په مرکز اسعداباد کې د ملي امنیت یو مدیر په ډزو وواژه. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن دوشنبه سهار ازادي راډیو ته وویل چې مدیر شفیع الله نن سهار په اسعداباد کې له خپل کوره دفتر ته روان و چې ناپېژاندو وسله والو وواژه. تر اوسه د قاتلانو د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي او د پېښې مسؤليت هم چا نه دى منلى. د دې پېښې په عکس العمل کې په اسعداباد کې ځينو کسانو لاریون پيل کړى دى.
افغانستان له ايرلنډ څخه د کرکټ پنځه ورځنۍ يا ټېسټ لوبه په ٧ وېکټو وګټله. د هند په دهرادون کې دغه پنځه ورځنۍ مسابقه ...
د هلمند د کرنې ریاست مسؤلان وايي، ګڼ داسې بوټي يې تجربه کړي چې په دودولو سره به يې د کوکنارو د کښت مخنيوى وشي. د کرنې رئيس زلمي الکو ازادي راډیو ته وویل، د اينجه او الو ویرا بوټو تجربې ښودلې چې د هلمند په ځمکو کې ښه وده کوي. ده زیاته کړه: "خپله الو ويرا د کوکنارو ښه بديل دى، هم غوره کورنى او نړيوال مارکېټ لري، الو ويرا او اينجه د کوکنارو بديلې لارې دي، دا مو سنجولې چې د کوکنارو مخنيوى وکړو." د کرنې رئيس وايي، کروندګرو ته د دغو بوټو په اړه عامه پوهاوى او دوى ته د دغو بوټو ورکول پيل شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د شپږ کلنې مهسا د قتل د دوسیې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به ...
په کندهار کې مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې او د مطالعې د رواج په هدف د ځوانانو يوې ډلې تازه د کتاب لوستنې حرکت پیل ...
هغه ۲۸ کلن اسټرالیايي چې په نیوزیلنډ کې پر دوو جوماتونو په بریدونو تورن دی، د محکمې لهخوا ورکړل شوی وکیل نهدی منلی او غواړي چې په خپله خپل وکالت وکړي. مدافع وکیل ریچارډ پیټرز چې د محکمې په ابتدايي غونډه کې یې د تورن برینټون ټارنټ استازیتوب کاوه، نن د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "دې سړي داسې ښودلې چې مدافع وکیل نهغواړي." پیټرز زیاته کړې: "نوموړی د داسې چا په څېر نهښکاري چې رواني ستونزه دې ولري او هغه څه چې روان دي، نوموړی پرې پوهېږي." د تېرې جمعې په ورځ د نیوزیلنډ په کرایست چرچ ښار کې... Читать дальше...