غنی: ترکمنستان سره هوکړه شوې چې د نفتي موادو په مقابل کې به مرمر صادروو
افغان ولسمشر وايي چې له ترکمنستان سره توافق ته رسېدلي چې د نفتي مواد په مقابل کې به دغه هېواد ته مرمر صادروي.
افغان ولسمشر وايي چې له ترکمنستان سره توافق ته رسېدلي چې د نفتي مواد په مقابل کې به دغه هېواد ته مرمر صادروي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ انتخاباتو د ترسره کېدو موده ځنډولې ده او اوس ټاکل شوې چې دا انتخابات به ...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع د کلونو خبره ده. خلیلزاد له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې که څه هم پهدې اړه لا پرېکړه نهده شوې، خو که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو کلونه وخت به ونیسي. نوموړي ویلي چې په قطر د ده او طالبانو ترمنځ پر دوه موضوعګانو خبرې شوې چې یوهيې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او بله د طالبانو لهخوا دا ضمانت چې د افغانستان له خاورې به امریکا ته ګواښ نهجوړېږي. Читать дальше...
وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر له روسيې وغوښتل چې له ونزوئلا څخه خپل سرتېري وباسي او د ایستلو لپارهيې ټول انتخابونه په مخکې دي، کرملېن وايي په ونزوئلا کې يې د سرتېرو موجودیت هېڅچا ته ګواښ نهدی. په مسکو کې د ونزوئلا پوځي اتشې هم ټینګار کړی چې په هېواد کې يې د روسي ځواکونو موجودیت د دواړو هېوادونو د موافقې پر اساس دی او روسي سرتېري به په پوځي عملیاتو کې ونډه نهاخلي. د روسيې دوه پوځي الوتکې چې شااوخوا ۱۰۰ سرتېري پهکې سپاره وو، تېره شنبه د ونزوئلا مرکز کاراکاس ته ورسېده. د ونزوئلا د حکومت... Читать дальше...
د فاریاب چارواکي وايي، پهدې ولایت کې وروستیو سېلابونو د دوه ماشومانو په ګډون ۴ کسان مړه کړي دي او پراخ مالي زیانونهيې اړولي دي. په فاریاب کې د تېرې ورځې زیاتو ورښتونو په خواجه سبز پوش او شیرین تګاب ولسوالیو کې زیات کورونه او کرنیزه ځمکه تخریب کړې ده. د فاریاب مقامات اندېښنه ښيي چې ښايي د ځاني او مالي تاوانونو شمېر او اندازه زیاته شي.
په هرات ولایت کې له راتلونکې شنبې ورځې څخه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پسرلنی کمپاین پیلېږي. د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال اصف کبیر نن ازادي راډیو ته وویل، د پولیو ضد دا کمپاین به پنځه ورځې دوام وکړي چې له پنځو کلونو کم عمره سلګونه زره ماشومان به پهکې واکسینېږي. طالبانو تر دې مخکې د هرات په زېرکوه ولسوالۍ کې د پولیو د کمپاین مخه نیولې وه، خو سیمهییزو چارواکو ویلي چې د قومي مخورو په منځګړیتوب دا ستونزه حل شوې ده. په هرات کې د پولیو ضد واکسین دا پسرلنی کمپاین د پنځه زرو داوطلبانو لهخوا ترسره کېږي.
د روسیې تر اشغال لاندې کریمیا کې د چهارشنبې په ورځ، د مارچ په ۲۷مه، د تاتارانو یو شمېر کورونه د روسیې د امنیت د ...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره پوره امنیتي چمتوالی لري او د دغې پروسې امنیت به ټینګ کړي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت، په تحصیلي بورسونو کې د درغلیو د مخنیوي او د شفافیت د رامنځته کېدو په خاطر، دغه ...
پاکستان هغه اسناد رد کړل چې هند ورته د کشمیر په وروستۍ ځان وژونکې حمله کې په پاکستان کې د مېشتو سخت دریځو د لاس لرلو په اړه سپارلي دي. اسلاماباد نن وویل، دا اسناد او شواهد بېاساسه دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، هند ورته پهدې اسنادو کې د ۹۰ اشخاصو او ۲۲ موقعیتونو لېست سپارلی چې هند ادعا کوي له فعالیته د منع شویو سخت دریځو ډلو غړي او د هغوی د روزنې کمپونه دي. پاکستان وايي، له دې جملې څخهيې ۵۴ کسان نیولي او له هغوی نه په شویو تحقیقاتو کې معلومه شوې چې دا کسان په کشمیر کې له وروستي ځانمرګي برید سره کوم تړاو نهلري. Читать дальше...
د کونړ د مرورې ولسوالۍ ځوانان د سړک د جوړولو لهپاره لاس په کار شوي دي. دغه ځوانان د چهارشنبې په ورځ د مرورې، شلتن او اسمارو ولسوالۍ سړک د جوړولو لهپاره حشر وکړ. ویدیو: روح الله انوري ایډیټ: لېمه هادي
د افغانستان د سولې په اړه د يو لړ پرمختګونو سره هممهاله د امریکايي او پاکستاني چارواکو لهخوا پر يو بل نیوکو هم زور ...
د افغانستان کرکټ بورډ له کشفي او امنیتي ادارو غواړي چې د کرکټ د لوبغاړي احمد قریشي په پیدا کولو کې ورسره مرسته وکړي. د افغان کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي د پنجشنبې په ورځ پر خپل فېسبوک پاڼه په یو غږیز پیغام کې ورک شوی احمد قریشي د افغانستان د کرکټ راتلونکی بللی او ویلي یې دي چې په ځانګړي ډول د ننګرهار امنیتي مسؤلینيې باید په پیدا کولو کې جدي هڅې وکړي. ۱۲ کلن کرکټر احمد قریشي چې په "وړکوټي راشد ارمان" مشهور و لا هم لادرک دی او تر اوسهيې په تړاو هېڅ ډول معلومات نهدي پيدا شوي. د ده کورنۍ ویلي،... Читать дальше...
د هندوستان د کرکټ غورهلیګ سیالیو په اوومه لوبه کې رایل چلېنجر بنګلورز لوبډله د ممبی انډیينز لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې کلکتې، پنجاب ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې يې خپله لومړۍ بریا خپله کړه. پهدغه لوبه کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۴ وېکټو په زیان سره پنجاب اېلېون لوبډلې ته د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د پنجاب لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۴ وېکټو په زیان سره ۱۹۰ منډې وکړې او لوبهیې د ۲۸ منډو په توپير بایلوده.
د افغانستان د فوټبال له ۲۳ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو «امید لوبډله» د اسیا جام په لومړنیو سیالیو کې له ګډون وروسته نن هېواد ته راستنېږي. افغان لوبډلې پهدغه سیالیو کې د یوې بریا په خپلولو سره درېیم مقام خپل کړ. د افغانستان د فوټبال فدراسیون سرپرست یوسف کارګر وايي چې د افغانستان لوبدله دوه اوونۍ وړاندې د اسیا جام په لومړنیو سیالیو کې د ګډون په هدف قطر ته تللې وه. ښاغلی کارګر وايي چې پهدې سالیو کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د قطر، دوهمه د عمان او د نیپال په وړاندې وکړه چې یوازې یوه بریا يې خپله کړه.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون وایي، د روانې لمریزې حمل میاشتې په ۱۵مه نېټه به د تکواندو ملي ټیم د جوړولو لپاره په کابل کې سیالۍ ترسره شي. د دغه فدراسیون د تکواندو د ملي لوبډلې روزونکي بشیر ترهکي نن ازادي راډيو ته وویل چې پهدغو سیالیو کې شااوخوا ۳۳ ټيمونه د هېواد له ۲۸ ولایتونو او په ایران او پاکستان کې مېشت کډوالو له شمېره هم څلور ټیمونه ګډون کوي چې په ترڅ کې بهيې ۴۰ لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي. نوموړی وایي، د دغو سیالیو د ترسره کېدو لپاره پوره چمتووالی نیول شوی.
د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد، د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو د وزارت مرستیال خوشحال سادات او د ناټو د غوځ ملاتړ مأموریت عملیاتي مسؤل رنډي جورج نن مزار شریف ته سفر وکړ. دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا لوړ رتبه پوځي پلاوی به د بلخ ولایت له امنیتي او ملکي چارواکو سره د دې ولایت د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي. تر دې مخکې د بلخ د پخواني امنيه قوماندان د لیرې کولو پر سر په مزار شریف کې د امنیتي ځواکونو او د پخواني امنیه قوماندان ته چې د جمعیت ګوند د اجرائیه مشر عطا محمد نور ته نږدی دی، وسلهوالې نښتې وشوې. Читать дальше...
د روېټرز خبري اژانس د یوه راپور له مخې ویل کېږي چې د امریکا د انرژۍ وزیر رېک پيري د شپږو امریکايي کمپنیو اجازهلیکونه په ...
د زابل ولایت چارواکو د شینکۍ ولسوالۍ د مرکز د سقوط خبرونه رد کړل. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، تېره شپه طالب وسلهوالو د شینکۍ ولسوالۍ اړوند "سیوري" کلي د معروضو پر پوسته بریدونه کړي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې تر اوسه ورته نهدی معلوم. هغه وايي، د یادې جګړې پر مهال نور افغان ځواکونه د مرستې په هدف رسېدلي دي. تر دې وړاندې طالب ویاند قاري یوسف احمدي، رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي چې د سیوري ولسوالۍ مرکز یې تېره شپه درې بجې د یوې سختې جګړې پر مهال نیولی دی. Читать дальше...
د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش په نامه ډلې ترمنځ جګړو لسګونه کورنۍ بېځایه او ځایي خلک له سختو ستونزه سره مخ کړي دي. د چپې درې یوه بېځایه شوې مېرمن د خپلې سیمې وضعیت د اندېښنې وړ وښود. بلخوا د کونړ چارواکي وايي، تر اوسهيې د چپې درې له سلو بېځایه شویو کورنیو سره مرسته کړې ده. د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې داعش او طالبانو د تېرې جمعې ورځې نه تر یکشنبې پورې په خپلو کې جګړه وکړه چې د سیمهییزو مقاماتو په خبره دواړو غاړو کې ۳۰ کسان وژل شوي دي. په همدې حال کې د کونړ سرپرست... Читать дальше...
په اسټرالیا کې یو افغانيالاصله په ملبورن ښار کې پر لارویانو د موټر د خېژولو په جرم په عمري بند محکوم شو. پهدې پېښه کې چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په وروستیو کې شوې، یو زوړ سړی مړ شوی و. د هولینګورټ «Victoria Justice Elizabeth Hollingworth» سترې محکمې ۳۷ کلن سعید نوري نن پهدغه بند محکوم کړ. نوموړی به مخکې له دې چې وبخښل شي، ۳۰ کاله په زندان کې تېروي. د نوري د نیول کېدو په مهال پولیسو د هغه له کمپیوټر او «USB» الې څخه په بهر کې د ترورېستي حملو او د اسلامي دولت ډلې داعش وېډیوګانې او تصویرونه ترلاسه کړي و. Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، له دې وروسته به د امنیتي ځواکونو په خوراکي مینو کې له افغاني محصولاتو ګټه اخېستل کېږي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دفاع، کورنیو چارو وزارتونو، د تدارکاتو ملي ادارې او د چرګانو د ساتلو له ملي اتحادیې سره هوکړې ته رسېدلي چې د وطنیو چرګانو د غوښې د ښه کیفیت او د دغې برخې د لا پیاوړتیا لپاره به د امنیتي ځواکونو په خوراکي مينو کې ترې ګټه اخېستل کېږي. نوموړی وایي، له دې سره به د چرګانو فارمونه زیات او کاروباریان بهیې ښه عاید هم تر لاسه کوي. Читать дальше...
د افغانستان د غالیو او ګېلمو د مرکز مسؤلین وایي، هره میاشت بهرنیو هېوادونه ته په خپل شخصي لګښت تر ۲۰۰ زرو متره غالۍ او ګېلم صادروي. د دغه مرکز مسؤل منان قاسمي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې خواشیني وښوده چې د غالیود صادراتو په برخه ورسره حکومت او اړونده اقتصادي بنسټونه همکاري نهکوي. ښاغلی قاسمي دا هم وایي چې سوداګر د غالیو او فرش د صادراتو د ټرانزیټ او ویزو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او نهشي کولای په اسانه خپلې سوداګریزې چارې پرمخ یوسي. د افغانستان د غالیو او ګېلمو د مرکز د مسؤلینو د معلوماتو... Читать дальше...
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، په لندن کې یې له بریتانوي چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې. خلیلزاد چې له تېرې دوشنبې یې د سیمې یو شمېر هېوادونو ته بیا سفر پیل کړی، پرون په لندن کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د ځانګړي استازي ګریټ بیلي په ګډون له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه سلا مشوره وکړه. ښاغلي خلیلزاد تېره شپه په یوه ټویتري پیغام کې لیکلي چې له بریتانوي لوړپوړو چارواکو سرهیې... Читать дальше...
وروسته له هغې چې هند د سټلایټ ضد یوه وسله په بریالیتوب په فضا کې د ځمکې مدار ته وتوغوله، د امریکا متحده ایالاتو خبرداری ورکړ چې د نړۍ هېوادونه دې فضا پر وسایلو نهلړي. د هند صدراعظم نرېندرا مودي پرون وویل چې د هند ساینسپوهانو په بریالیتوب سره خپل هغه سټلایټ وویشت او لهمنځه یې یووړ چې د ځمکې تر لاندې مدار لاندې څرخېده. پهدغه اقدام سره هند د متحده ایالاتو، روسیې او چین تر څنګ فضایي قدرت ټینګ کړ. مودي وویل، زموږ ساینسپوهانو ۳۰۰ کېلو متره لیرې په فضا کې یو سټلایټ لهمنځه یووړ او پهدې توګه هند د یوه فضایي قدرت په توګه خپل نوم ثبت کړ. Читать дальше...