د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: د سولې خبرو کې باید ټولې لاسته راوړنې پام کې ونیول شي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغان حکومت او امریکا هڅې وستایلې او تأکید یې وکړ چې ...
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغان حکومت او امریکا هڅې وستایلې او تأکید یې وکړ چې ...
د ايران ولسمشر حسن روحاني د تهران او بغداد ترمنځ اړيکې ستايلي دي. نن په ايتوپيا کې د لوېدلي الوتکې يو څو پاته شوني وموندل شول خو د بلیک باکس ټون لا دوام لري.
جمهوري رياست وايي، د سولې را روانه مشورتي لويه جرګه به د غويي يا ثور د مياشتې په نهمه وشي. حکومت تر دې مخکې د دې مشورتي لويې جرګې د دايرېدو نېټه د کب یا حوت د مياشتې ٢٦مه اعلان کړې وه. د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري نن ازادي راډيو ته وويل، نن د را روانې لويې جرګې د نېټې په اړه په ارګ کې بحث وشو. ده وویل: "ولسمشر د سولې د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو په اړه په يوه فرمان کې محمد عمر داودزى د سولې مشورتي لويې جرګې د ترسره کولو د کمېسيون مشر وټاکه او کمېسيون ته يې دنده وسپارله چې د ١٣٩٨ کال... Читать дальше...
د بغلان ولايت چارواکي وايي، نن سهار يې د بغلان-سمنګان پر لويه لار د وسله والو طالبانو د ډله ييزو حملو مخه نيولې ده. د بغلان د امنيې قوماندانۍ په اعلاميه کې ويل شوي چې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې د تېلو يو ټانکر چپه شوى او په نتيجه کې يې څلور ملکيان وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى. په اعلاميه کې د افغان پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي. وسله والو طالبانو هم د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.
د ايراني رسنيو په حواله، د ايران د بشري حقونو مدافع نسرين ستوده په اووه کلن بند محکومه شوه. د تهران د اسلامي انقلاب محکمې يوه قاضي نيمه دولتي اژانس ايسنا ته نن وويل، ستوده ته د پنځو کلونو بند سزا د نظام پرضد د توطيې او دوه کاله نوره سزا د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي د سپکاوي له کبله ټاکل شوې ده. د ستوده مدافع وکيل محمود بهزادي راد پرون ويلي وو چې دا سزا د هغه د موکلې په غياب کې اورول شوې ده. نسرين ستوده چې د ازادۍ لپاره يې د اروپايي پارلمان د ٢٠١٢ میلادي کال جايزه ګټلې ده، د ٢٠١٨ میلادي کال په جون مياشت کې ونيول شوه. Читать дальше...
افغان حکومت هغه ادعاوې رد کړې چې ګوندې د طالبانو د تحریک بنسټګر او مشر ملا محمد عمر د ژوند وروستي ...
نعيمه غني لیکواله او شاعره ده. ملالۍ بشير له دې سره د مارچ مياشتې په مناسبت چې اتمه نېټه یې د ښځو نړيواله ورځ ده، ځانګړې مرکه کړې ده.
د فراه ولايت امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په يوه جګړه کې د دولت ١٧ مخالف وسله وال وژل شوي دي. د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صديقي ويلي، د فراه د مرکز په مربوطاتو کې دغه نښته چې پرون پيل شوې وه، تر نن سهاره روانه وه. قوماندان وويل چې په نښته کې ١٧ مخالف وسله وال وژل شوي چې د لسو مړي د جګړې په ميدان کې پاتې دي. د فراه چارواکي وايي، د شمالګاه په نوم دغه سيمه د دولت له وسله والو مخالفانو پاکه شوې ده. په دې جګړه کې د ملي اردو د ٢ سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى. د دولت وسله والو مخالفانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.
د بادغيس ولايتي چارواکي په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د څلورو سرتېرو د وژل کېدو او څلور نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د ولايتي شورا ځيني غړي وايي، وسله والو طالبانو په بالامرغاب کې تېره شپه د ملي اردو پر يوه ټولي حمله کړې چې په نتيجه کې يې ١٦ سرتېري وژل شوي او شااو خوا ٤٠ نور اسيران شوي دي. خو د بادغيس د والي وياند جمشېد شهابي وايي، په دې حمله کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولايتي شورا رئيس عبدالعزيز بېګ وايي، د تېرې شپې جګړې څو ساعته دوام کړى دى. په سيمه کې د ازادي... Читать дальше...
په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان تمه ښيي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې روانې خبرې به ...
د ايتوپيا هوايي شرکت د يوې مسافر وړونکې الوتکې تر سقوط وروسته خلکو د بوينګ ٧٣٧ ماکس ٨ ډوله الوتکې د خونديتوب په اړه تازه شکونه څرګند کړي دي. دغه الوتکه د کينيا مرکز نايروبي ته روانه وه چې پرون يکشنبه تر الوتنې وروسته د ايتوپيا پلازمېنې اُديسه بابا ته نږدې نسکوره شوه او ١٥٧ کسانيې مړه کړل. دا د خپل ماډول دوهمه الوتکه ده چې تر شپږو مياشتو په لږه موده کې سقوط کوي. تر دې مخکې د ليون هوايي شرکت يوه الوتکه په اکټوبر مياشت کې د اندونيزيا په سواحلو کې سقوط شوې وه چې په نتيجه کې يې ١٨٩ کسان مړه شوي وو. Читать дальше...
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د تاریخي اثارو او لرغونو سیمو د خوندیتوب لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي. د دغه وزارت مرستیال رسول باوري د دوشنبې په ورځ د هېواد د فرهنګي میراثونو د ملاتړ او ساتنې د ورځې په تړاو جوړې شوې ناستې ته وویل چې په تېرو څلورو کلونو کې تر ۷۰ سلنې پورې تاریخي اثار ترمیم شوي دي. ښاغلي باوري زیاته کړه: "په تېرو څلورو کلونو کې تر ۴۷ زیات تاریخي اثار ترمیم شوي چې دا په نسبي ډول سره ۷۰ سلنه ډېروالی ښیي، تر اوسه له ۵ زره زیات تاریخي ابدې پېژندل شوې دي." پهدغه... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار د افغانستان د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته معلومات ورکوي. د ملي امنيت شورا وياند طارق ارين نن ازادي راډيو ته وويل، حمدالله محب په دې غونډه کې د ګډون په هدف په پنځه ورځني سفر د امريکا متحده ايالاتو نيويارک ته رسېدلى دى. ښاغلي ارين زياته کړه: "«د امنيت شورا» پهدې غونډه کې د افغانستان په استازيتوب د هېواد پر روان وضعيت وينا کوي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو ته معلومات وړاندې کوي." ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه... Читать дальше...
په کندز کې د پامیر د ۲۰مې فرقې چارواکي وايي چې په تېرې یوې اوونۍ کې افغان ځواکونو د دې ولایت په دشت ارچي، امام صاحب او قلعهزال ولسوالیو کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي چې پهکې ګڼ شمېر وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پامير د ۲۰مې فرقې درستیزوال سید قربان موسوي نن دوشنبه په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې وویل: "په ترسره شویو عملیاتو کې ۹۸ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۳۹یې هم ټپیان شوي او دغهراز په دې عملیاتو کې د وسلهوالو طالبانو دوه مهم پټنځایونه او دوه... Читать дальше...
د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر وایي، ممکن په قطر کې د امریکایانو او طالب استازو ترمنځ خبرې شپږم پړاو ته ...
د کندهار چارواکي وایي، د ورځې په اوږدو کې کندهار کې د کبانونو له شته فارمونو نه تر شپږ زره کیلو ګرامه پورې د کبانو غوښې ترلاسه کېږي چې د کندهار ترڅنګ ګاونډيو ولایتونو او ان پلازمېنې کابل ته وړل کېږي. صادق رښتینی له دې فارمونو دا ویډیويي راپور برابر کړی. ایډیټ: تمیم اخګر
پهداسې حال کې چې له تېرو دوه اوونیو راهیسې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې اترې روانې ...
د ايران ولسمشر حسن روحاني چې په رسمي سفر عراق ته رسېدلى، د تهران او بغداد ترمنځ اړيکې وستايلې. دا سفر ...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، د کرنیزو چارو د اسانتیاوو په برابرولو د ښځو اقتصادي پیاوړتیا لوړه شوې. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې خوښي وښوده چې د روان لمریزکال په ترڅ کې یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې کروندګرو او بڼوالو ښځو ته شنې خونې، د شاتو د مچیو فارمونه، کورنۍ باغچې، د چرګانو فارمونه او د سبزیو او مېوو د پروسس مرکزونه جوړ کړي چې پهدې برخه کې ښځې ښې لاسته راوړنې هم لري. د ښاغلي رستمي په خبره، راتلونکي لمریز کال کې هم دغه وزارت پلان لري چې... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د افغانستان په اړه د دې سازمان د عمومي منشي انټونیو ګوترش پر راپور بحث وشي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دفتر «یوناما» په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په نیویارک به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د کابل په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو پیل شي. له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي دفتر پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پهدې غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلی دی. Читать дальше...
د هند د انتخاباتو د کمېسیون چارواکو ویلي چې د دې هېواد راتلونکي عمومي انتخابات به د اپریل او مې په میاشتو کې په اوو پړاوونو کې ترسره شي. نظرپوښتنې ښيې چې د صدراعظم ناریندرا مودي په مشرۍ ائتلاف به د پارلمان ډېرې څوکۍ تر لاسه کړي. د هند د انتخاباتو د کمېسیون رئیس سونیل ارورا د یکشنبې په ورځ وویل، د دې هېواد راتلونکي عمومي انتخابات به د اپریل د میاشتې په ۱۱مه، ۱۸مه، ۲۳مه او ۲۹ مه د مې په میاشت په ۶مه، ۱۲مه او ۱۹مې نېټو ترسره شي. په هندوستان کې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه وګړي د رأيې ورکولو په شرایطو برابر دي. Читать дальше...
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ افغانستان ته رسېدلی دی. د جرمني خبري اژانس وايي، د هایکو ماس دا سفر د افغانستان د سولې د پروسې څخه د ملاتړ د هڅو برخه ده. تمه کېږي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر به سبا پاکستان ته ولاړ شي. هایکو ماس ویلي، افغانستان او پاکستان ته پهدې سفر سره غواړي، یو روښانه پیغام ورسوي او هغه دا چې جرمني د افغانستان د دوهم لوی مرسته کوونکې او داسې هېواد په توګه چې افغانستان کې زیات سرتېري لري پهدې هېواد کې له هغې مسؤلیت سره چې اخېستی یې دی پاتې کېږي. د هایکو ماس... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون د عراق پلازمېنې بغداد ته ورسېد. محمد جواد ظریف عراق ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني د سفر د چمتوالي په هدف بغداد ته رسېدلی دی. ښاغلی روحاني نن بغداد ته خپل سفر پیلوي. دا عراق ته د ایران د ولسمشر حسن روحاني لومړنی رسمي سفر بلل کېږي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ بغداد ته له رسېدو وروسته وویل، ایران او عراق دوه ګاونډیان دي او هېڅ هېواد نهشي کولی د دوی په اړیکو کې مداخله وکړي. جواد ظریف له خپل عراقي سیال علي الحکیم سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل،... Читать дальше...
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د چرم د صنعت کارانو تر منځ ګډه غونډه وشوه. د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل چې پهدغه غونډه کې ګاونډیو هېوادونو ته د ناقانونه صادراتو پر مخنیوي، د سیمې هېوادونو ته د چرم لپاره د بازار موندنې، د چرم د صنعت کارانو لپاره پهدې برخه کې د مسلکي زدهکړو او د بوټونو جوړولو د فابریکو لپاره د برښنا پر رسولو خبرې شوي دي. د نوموړي په خبره، د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري د چرم صنعت کارانو د ستونزو د هواري په هدف ژمنه... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې په اړه لیکلي دي.