Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2019

Новости за 31.03.2019

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کرکټ د یوې نوې بڼې سیالۍ پیلېږي

په افغانستان کې د کرکټ د نوې بڼې (د وروستي لوبغاړي لوبېدلو) سیالۍ پیلېږي. د کرکټ د دغې بڼې د پرانيستې مراسم نن په کابل کې وشول او ټاکل شوې چې لومړی پړاو سیالۍ یې د جون په میاشت کې پیل شي. د دغو سیالیو مسؤل فواد احمد وايي چې د (last man stand) کرکټ لوبو له لارې هڅه کېږي چې د کرکټ په برخه کې نوي استعدادونه پیدا او وروزل شي. د وروستي لوبغاړي د لوبېدو د کرکټ سیالۍ له مروج کرکټ سره د لوبغاړو او لوبو په قوانیو کې يو لړ بدلونونه لري. د کرکټ د دې بڼې په هره لوبډله کې ۸ لوبغاړي لوبېږي او هر اور یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: موټرسایکل سپرو وسله والو په هرات کې ۲ تنه پولیس ووژل

په هرات ښار کې چارواکي د دوو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکوي. د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن غرمه هغه مهال وشوه چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو د هرات ښار په دوهمه ناحیه کې د پولیسو یو ساتنمن او یو سرتېری چې په سیمه کې یې ګزمه کوله، په ډزو ووژل او د پېښې له ځایه وتښتېدل. د چارواکو په وینا، د دې پېښې د عاملانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

Pa.azadiradio.com 

د سعودي پاچا پر جولان لوړو د سوریې د حاکمیت زیانمنوونکی اقدام رد کړ

تمه ده چې د عربي هېوادونو مشران به نن په سرمشریزه کې د امریکا د هغې پرېکړې په وړاندې په یوه خوله مخالفت څرګند کړي چې د جولان پر لوړو یې د اسرائیل حاکمیت په رسمیت پېژندلی دی. د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز په تونس کې د عرب لیګ یا عربي ټولنې سرمشریزې ته په پرانيستونکې وینا کې وویل، سعودي عربستان مطلقاً هر هغه اقدام ردوي چې پر جولان لوړو د سوریې حاکمیت زیانمنوي او په لوېدیځه غاړه او غزې تړانګه کې د یوه فلسطیني دولت چې پلازمېنه به یې ختیځ بیت المقدس وي، د جوړېدو ملاتړ کوي. د دغې یوې ورځنۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان افغانستان ته د افغان سولې د بریا لپاره د مرستې ډاډ ورکړ

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، ازبکستان ورته ډاډ ورکړی چې دا هېواد د افغانستان د سولې د هڅو په بریالي کېدو کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی. د ملي امنیت د شورا له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره نن د یو لړ مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګېدو پر لارو چارو خبرې وکړې. د خبرپاڼې له مخې، کاملوف د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د پروسې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې تاشکند چمتو دی چې د افغانستان د هر ډول سولې د غونډې کوربه توب وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په سلواکیا کې لومړنۍ ښځه د ولسمشرې په توګه وټاکل شوه

په سلواکیا کې لومړنۍ ښځه د ولسمشرې په توګه وټاکل شوه. زوزانه چاپوتوا چې د چاپېریال ساتنې وکیله او د حکومت منتقده وه، د شنبې د ورځې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په ډېر توپیر خپل رقیب ته ماته ورکړه. د دغو انتخاباتو د تقریباً ټولو شمېرل شویو رأیو نتیجه ښیي چې مېرمن کاپوتوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم دور کې په سلو کې څه باندې ۵۸ رأیې ګټلې دي. د هغه رقیب خپلواک کاندید ماروش سیفچوویڅ چې د واکمن د سوسیال ډموکراسي بهیر ګوند له ملاتړه برخمن و، په سلو کې څه کم ۴۲ رأیې خپلې کړي دي. هغه خپله ماته منلې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې یوه سړي د خپلې مېرمنې د کورنۍ ۷ غړي په ډزو وژلي

په ایران کې یوه سړي د خپلې مېرمنې د کورنۍ اووه غړي په ډزو وژلي دي. دا پېښه د ایران په جنوب لوېدیځ کې د دزفول ښار کې شوې ده. د ایران د ایرنا دولتي خبري اژانس د خبر له مخې، تورن کس مخکې له دې چې خپل ځان په ډزو وولي، د کلاشينکوف په ډزو یې پنځه سړي او دوه مېرمنې ووژلې. مهر نیمه رسمي خبري اژانس وایي چې په دې پېښه کې چې پرون شنبه شوې، څلور تنه ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، د ډزو عامل ژوندی پاتې دی او په روغتون کې بستر دی. د دې پېښې د انګېزې په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي، خو په ایران کې له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په مرکز مزارشریف کې د سولې د ولسي حرکت لاریون روان دی

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سلګونو کسانو په ګډون د سولې د ولسي حرکت لاریون روان دی. د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست ازادي راډیو ته وویل، د لاریون ګډونوال د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې جګړه بنده کړي او د سولې خبرو ته کېني. ده زیاته کړه: "د لاریون پرمهال له ولسونو غواړو چې سکوت مات کړي او خپل غږ پورته کړي چې په روانه جګړه کې نور ونه وژل شو او ترڅنګ یې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوو چې نور جنګ بس دی، اوربند اعلان کړئ او یوې دایمي سولې ته ورسېږئ." ښاغلي وطندوست وویل چې د سولې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرنې وزارت په هرات کې ۲۰۰ کلیوالې ښځې له پراختیایي پروژو برخمنې کړي

د کرنې او مالدارۍ وزارت په هرات ولایت کې ۲۰۰ کلیوالې ښځې د دغه وزارت له پراختیایي پروژو برخمنې کړي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه ښځې چې په مستقیم ډول د انجیل ولسوالۍ د څارویو په مدیریت کې ښکېلې دي، د لبنیاتو د پراختیا او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره ورته دا خدمات ورسېدلي دي. نوموړی وایي، د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ په دغه ولایت کې د شېدو د راټولولو یو مرکز هم جوړ شوی چې تجهیزات او وسایل یې د همدغې پروژې له درکه ورکړل شوي دي او ارزښت یې څه باندې دوه میلیونه افغانیو ته رسېږي.

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې نن د کرنیزو محصولاتو یو نندارتون پرانیستل شو

په بلخ ولایت کې د بزګر د ورځې د نمانځنې په مناسبت د کرنیزو محصولاتو یو نندارتون نن پرانیستل شو. د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ مشر شېر احمد سپاهي زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې دا جشن د دغه ولایت د کرنې ریاست له لوري جوړ شوی چې په کې د ښځو د لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو ۴۰ غرفې نندارې ته ايښودل شوې دي. نوموړی زیاتوي چې په دې نندارتون کې د جرګانو او د شاتو د مچییو د فارمونو تولیدات، کورني تولیدات لکه مربا او اچار او دغه شان د ښځو لاسي صنایع شامل دي چې د دوو ورځو لپاره به دوام ولري.

Pa.azadiradio.com 

پاپ فرانسېس: نړیوال دې د کډوالو په وړاندې په چلند کې بدلون راولي

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس پر نړیوالو غږ وکړ چې د کډوالو په وړاندې په خپل چلند کې بدلون راوړي. ده وویل، کله چې ناهیلي خلک د نوي ژوند په لټه خپل اصلي ټاټوبی پرېږدي، سمه نه ده چې د هغوی مخه ونیول شي. پاپ پرون شنبه مراکش ته د دوه ورځني سفر په پیل کې وویل، د مهاجرت مسئله به هېڅ کله د خنډونو یا د لارو په بندولو حل نه شي. پاپ د مراکش په پلازمېنې رباط کې د یوې کاتولیکې خیریه موسسې په یوه مرکز کې له پناه غوښتونکو سره وکتل.

Pa.azadiradio.com 

پلټونکی: سعودي چارواکو د امازون کمپنۍ د اجرائیه مشر ټیلیفون هک کړی

د امازون کمپنۍ له لوري یو کرایه شوی امنیتي پلټونکی وايي چې د سعودي عربستان چارواکو د امازون شرکت د اجرائيه رئيس جیف بیزوس ټيليفون هک کړی او د هغه شخصي معلوماتو ته یې ځان رسولی و. دغه پلټونکي ګافین دي بېکر پرون شنبه د ډیلي بیسټ ورځپاڼې په ویبپاڼه کې لیکلي، د دوی پلټونکي او څو متخصصان په پوره باور دې نتیجې ته ورسېدل چې سعودیانو د بیزوس ټيليفون ته لاسرسی پیدا کړی او شخصي معلومات یې ورڅخه اخیستي دي. د امازون شرکت اجرائیه رئيس جیف بیزوس د نړۍ تر ټولو ستر ميلیاردر دی. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې چې بیزو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې خلک نن د خپل هېواد د ښاروالیو په انتخاباتو کې ګډون کوي

د ترکیې خلک نن د خپل هېواد د ښاروالیو په انتخاباتو کې ګډون کوي. نظرپوښتنې ښيي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ واکمن ګوند به په پلازمېنه انقره او نورو لویو ښارونو کې له خطر سره مخامخ شي. له کله چې اردوغان په ۲۰۱۷ میلادی کال په اساسي قانون کې د بدلون له لارې خپل اجرائیه واک زیات کړی، دا لومړی ځل دی چې په دې هېواد کې د ښاروالیو انتخابات کېږي. د نننیو انتخاباتو په نتیجه کې نږدې یو زرو څلور سوه ښاروالان او د ښاروالیو د شوراګانو غړي غوره کېږي. د ترکیې په ۸۲ ميلیونه وګړو کې ۵۷ ميلیونه او ۷ لکه د رأیې ورکولو په شرایطو برابر دي.


Дьявольская жара + 38 градусов идет в Россию уже скоро: Вильфанд рассказал о самом жарком месяце

В горокруге Истра пьяный водитель вылетел на встречку и врезался в «Газель»

Следовавший из Зырянки в Якутск самолет вернулся в аэропорт из-за неисправности

На стройплощадке Ленинградской АЭС досрочно завершено устройство котлована под здание реактора энергоблока 8



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

"78.ru": в Петербурге лжеполицейские выманили у пенсионерки 8,2 млн рублей

На выборы в Мосгордуму заявились 24 кандидата от «Яблока»

А что новенького, криминального происходит у "ценных специалистов"?

«Российская газета»: Глава комитета Госдумы Сергей Гаврилов назвал последствия ситуации на Мосбирже

Музыкальные новости

Сергей Собянин. Неделя мэра

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Футболисты «Динамо» в Ставрополе одолели соперников из «Астрахани»

Кинофестиваль «Движение по вертикали» памяти Станислава Говорухина пройдет в Тульской области

Новости России

Дьявольская жара + 38 градусов идет в Россию уже скоро: Вильфанд рассказал о самом жарком месяце

ЕС хочет догнать Россию по количеству изготовленных боеприпасов к 2025 году

Вильфанд: москвичей на выходных ожидает замечательная погода

Кафанов: «Приглашения Сафонова в «ПСЖ» недостаточно для сравнения с Акинфеевым»

Экология в России и мире

Алекс Анохин: возможность вместе пройти через страницы нашей истории

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

В Москве пройдет выставка Евгении Васильевой «Между пороком и добродетелью»

Proenza Schouler Pre-Fall 2024

Спорт в России и мире

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Moscow.media

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

Прощайте, я от вас улетаю

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *