Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2019

Новости за 29.03.2019

Pa.azadiradio.com 

په عراق کې د نږدې ٣٠ يزيديانو ډله ييز قبر موندل شوى

د عراق او ملګرو ملتونو کارکوونکو په وروستيو اوونيو کې هغه ساحه وکيندله چې د دوى په باور د يزيديانو د ٣٠ کسانو ډله ييز قبر دى.  ويل شوي دغه کسان د داعش وسلوالو له خوا وژل شوي او په سيمه کې په لسګونو نور ډله ييز قبرونه هم شته.  وروسته له هغې چې داعش په عراق کې ځينې سيمې ونيولې، په زرګونو کسان ووژل شول او په زرګونو نور لادرکه دي.  د امريکا ږغ خبريالې هيدر مردوک (Heather Murdock) له عراق څخه دغه راپور رالېږلى، صالح محمد صالح يې جزئيات وړاندې کوي

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

په نیوزیلند کې نن جمعه زرګونه کسانو د کرایستچرچ د مرګوني برید د قربانیانو په یاد غونډه وکړه. په غزه کې د پروسږنو مظاهرو د یو کلنۍ په مناسبت شنبه بیا مظاهرې پيلیږي. او په تایلند کې په خټو کې ایسار فیلان وژغورل شول. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

چين کمپونو ته د اقلیتونو پر لېږد د قزاقستان له ملاتړه مننه وکړه

چين له قزاقستانه مننه کړې چې د چين په شين جین سیمه کې کمپونو ته د اقلیتونو د لېږلو ملاتړ کوي. پر پیکنګ تور دی چې د دې هېواد په لوېديځه سیمه شین جین کې اقلیتونه ځپي چې پکې قزاق وګړي هم شامل دي. منتقدين وايي، چین په کمپونو کې د اقليتونو د ساتلو په اقدام سره له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په چين کې تېر کال یو ميلیون کسان د ترورېزم پر ضد مرکزونو کې نیول شوي او تر یو ميلیون نور يې د بيا زده کړو په نوم کمپونو کې په زور اوسول کېږي.

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې په يوه ټرافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او ۳ ټپیان شوي

په بغلان ولایت کې په يوه ټرافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت رسنیو ته ويلي، دا پېښه نن وروسته له هغه وشوه چې یو کرولا موټر له یوه بار وړونکي موټر سره د دوشي -پلخمري پر لویه لاره ټکر شو. د ده په وینا، د دې پېښې ټپيان د پلخمري ښار روغتون ته انتقال شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د مصر علا عبدالفتاح له پنځو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شو

په مصر کې د ډموکراسۍ پلوی فعال علا عبدالفتاح له پنځو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شو. ده د مصر د ۲۰۱۱ میلادي کال په پاڅون کې فعاله ونډه واخيسته او له اجازې پرته د اعتراضیه لاریون جوړولو په تور بندي شو. د ده خور مونا پرون ماښام پر ټوېټرپاڼه ولیکل چې علا راخوشې شو. دې د دغه ۳۷ کلن بلاګر عکس هم خپور کړی. د علا مدافع وکیل دا خبر تأييد کړی دی. عبدالفتاح په مصر کې د ډموکراسۍ پلويو فعالانو څخه یو دی چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې يې په دې هېواد کې پاڅون وکړ چې په نتيجه کې يې د هغه مهال واکمن حسنې مبارک له واکه لېري شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې له طالبانو سره په نښتو کې شااوخوا ۱۰ سرتېري وژل شوي

د غزني ښار په درېيمه حوزه کې نن له طالبانو سره په نښتو کې شااوخوا لس افغان سرتېري وژل شوي دي. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن ازادي راډيو ته وويل چې طالبانو پرون د غزني ښار په زنه خان سای سيمه کې پر یوه امنیتي پوسته حمله وکړه. ده وویل: "په نښته کې د درېيمې امنیتي حوزې د امر لومړي څارن مجیب الرحمان محمودي په ګډون نهه سرتېري شهيدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي." د غزني د والي وياند وايي چې په نښتو کې طالبانو ته هم تلفات اووښتي خو تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره طالبان وژل شوي او ټپيان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسؤلان: په بلخ کې سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

په بلخ ولایت کې د سېلابونو په نتيجه کې د یوه کس د وژل کېدو او ګنو استوګنځایونو د تخريبېدو خبر ورکړل شوی دی. د بلخ له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې سرپرست رحمت الله زاهد ازادي راډيو ته وويل، د دې ولایت په دهدادي، نهر شاهي او چمتال ولسواليو کې تر سختو ورښتونو وروسته خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اووښتي دي او لسګونه کورونه ويجاړ شوي دي. د ښاغلي ذاهد په وینا، د راپورونو له مخې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی دی. دا په داسي حال کې ده چې په هرات، فارياب او بادغيس ولایتونو کې هم د سختو سېلابونو او تلفاتو راپور ورکړل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ وسله وال مخالفان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې یې د افغانستان په څو ولایتونو کې د جلاجلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ وسله وال مخالفان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي. د افغانستان دفاع وزارت نن سهار په یوې خبرپاڼې کې ویلي، دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کونړ، ننګرهار، پکتیکا، غزني، بادغیس، فراه، بغلان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي. دفاع وزارت په دې عملیاتو کې خپل لوري ته د پنځو سرتېرو وژل کېدل منلي او زیاته کړې یې ده چې د کونړ، ننګرهار، غزني، بادغیس، فراه او بغلان په ولایتونو کې پوځي عملیات په بریالیتوب مخکې ځي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا یوه لوړ پوړې چارواکې پر ایران د فشار د زیاتولو هڅه کوي

د امریکا د بندیزونو یوه لوړ پوړې چارواکې په اسیا کې ده او دغلته پر ایران د فشار د زیاتولو هڅه کوي. سیګال منډلیکر چې د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په برخه کې د امریکا د خزانې وزارت مرستیاله ده، د جمعې په ورځ یې په سنګاپور کې وویل، هغه به په دې اوونۍ کې په مالیزیا، سنګاپور او هندوستان کې په خپلو راتلونکو لیدنو کې پر هغو خطرونو ټینګار وکړي چې له تهران سره په راکړې ورکړې پورې تړلي دي. نوموړې ویلي: "دا ډېره مهمه ده، دا هېوادونه په بېلابېلو بڼو مهمې لارې لري چې د ایران رژیم کولی شي چې د خپلو تېلو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن یوې زورورې زلزلې د روسیې د کوریل ټاپوګانو نږدې سیمې لړزولي

د جمعې په ورځ د روسیې د کوریل ټاپوګانو ته نږدې سیمې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۱ زلزلې لړزولې دي.  د امریکا د جیالوژیکي سروې اداره وايي، د دې زلزلې مرکز د پارموشیر ټاپو د مرکز په ختیځ کې ۲۷۰ کیلومتره لېرې و او شدت یې د ريښتر په کچه ۶ اعشاریه ۱ بلل شوی دی. دا سیمه د روسیې په جنوب ختیځ کې د لېرې ختیځ په کامخاتکا ټاپو وزمه کې پرته ده. که څه هم د زلزلې ټکانونه په ګڼ مېشته سیمه کې احساس شوي، خو دمګړۍ د مرګ ژوبلې او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی. له زلزلې وروسته د څونامې خبرداری هم نه دی ورکړل شوی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت یوه پخواني قراردادي د محرمو اسنادو غلا کول منلي

د امریکا د ملي امنیت د ادارې یوه پخواني قراردادي د محرمو اسنادو غلا کول منلي دي. نوموړي دا اعتراف له محکمې سره په هغه توافق کې کړی چې ښايي له مخې یې دې سړي ته د نهو کلونو د بند سزا ورکړل شي. ۵۴ کلن هارولډ ټي. مارټین د مارچ په اته ویشتمه د بالتیمور په یوې فدرالي محکمه کې پر ځان لګېدلی یو تور ومانه. مارټین له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره هم کار کړی او دا امنیتي تضمین یې درلود چې ډېرو پټو (اشد محرم) معلوماتو ته لاسرسی ولري. نوموړی دوه کاله مخکې د هغه څه لپاره ونیول شو چې ښايي په تاریخ کې د محرمو اسنادو لویه رسوايي وی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي په بدخشان کې د ۶ سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي

چارواکي وایي چې د بدخشان په ارغنج‌خوا ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۶ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبه اوښتې ده. د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه شااوخوا ۱۱ بجې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید پیل کړ چې په ترڅ کې یې د امنیتي ځواکو یوه پوسته سقوط او ۶ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته. ښاغلي نظري وویل چې په سیمه کې اوس هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او په خبره یې چې کومکي ځواکونه هم سیمې ته ورسېدلي دي. اخوا طالب ویاند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د افغانستان سفیر بېرته اسلام اباد ته ستنېږي

ټاکل شوې چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل بېرته اسلام اباد ته ستون شي. د پاکستان د صدراعظم عمران له هغو څرګندونو وروسته چې ویې ویل، د یوه موقت حکومت جوړېدل د افغانستان د ستونزې یوازنۍ حل لاره ده، افغان حکومت ښاغلی مشعل د سې شنبې په ورځ د سلا مشورو لپاره کابل ته راوغوښت. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې څرګندونو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له سپیناوي وروسته پرېکړه وشوه چې افغان سفیر خپلې دندې ته ستون شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي تېر ماښام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زلمي خلیلزاد په بروکسل کې له سټولټنبرګ سره ولیدل

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون پنجشنبه د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په بروکسل کې وکتل. د ناټو ویاندې اوانا لونګیسکو پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې خلیلزاد په دې کتنه کې د ناټو متحدانو او د غوڅ ملاتړ د ماموریت غړو ته په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د هڅو په اړه معلومات ورکړل. د ناټو ویاندې د دې خبرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. ښاغلی خلیلزاد بروکسل ته له روانېدو مخکې په لندن کې و او هلته یې له یو شمېر بریتانوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د سېلابونو له کبله دوه ماشومان مړه شوي

د هرات ښار ته نږدې په مسلخ سیمه کې د سېلابونو له کبله دوه ماشومان مړه شوي دي. د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې پرون مازیګر په دې سیمه او د هرات په یو شمېر ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي. ده وویل: "له بده مرغه دا سېلابونه د مسلخ په ساحه کې د دوو ماشومانو د مړینې او همداراز د ښار په زیاتو سیمو او د هرات په یو شمېر ولسوالیو کې د زیاتو مالي زیانونو باعث شوي دي." د فرهاد په وینا، سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي. له دې مخکې د فاریاب ولایت چارواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مخابراتو وزارت یو شمېر ناراجسټر سیم کارتونه ټول کړل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د مخابراتي شرکتونو زرګونه ناراجسټر سیم کارتونه یې راټول کړي دي. د دې وزارت ویاند سایر ځلاند ازادي راډیو ته وویل چې دا سیم کارتونه پرون د یوه کمپاین په ترڅ کې راټول شول. ده وویل: "د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر په خپله په کابل کې په دې کمپاين کې برخه واخیسته، د زرګونه ناراجسټر سیم کارتونو د راټولولو ترڅنګ یې د فروشاتو اړوندو دفترونو ته توصیه وکړه چې د دې ډول سیم کارتونو له خرڅلاو څخه ډډه وکړي." ښاغلي ځلاند زیاته کړه چې د دې کمپاین په ترڅ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکایي محکمه: د ماریا بوتینا سزا په اپرېل میاشت کې اعلانېږي

د امریکا یوه محکمه وايي، په پام کې ده چې روسۍ وګړې ماریا بوتینا Maria Butina ته چې د کرملین د جاسوسې په توګه یې خپل جرم منلی دی، په اپرېل میاشت کې د هغې سزا اعلان شي. مېرمن بوتینا اعتراف کړی چې په ۲۰۱۶ کال کې هغه مهال چې ولسمشر ډونالد ټرمپ واک ته رسېده، دې هڅه کوله چې د امریکا په محافظه کارو سیاسي حلقو کې نفوذ وکړي. نوموړې پرون د مارچ په ۲۸مه د واشنګټن محکمې ته حاضره شوه او قاضي مېرمن تانیا چوتکان ورته وویل چې محکمه به د اپرېل په ۲۶مه خپل حکم صادر کړي. بوتینا د دې جرم په خاطر تر پنځو کلونو پورې په حبس محکومېدای شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د عمومي منشي سټولټنبرګ د کار دوره تر ۲۰۲۲ کال پورې وغځېده

د ناټو د عمومي منشي په توګه د ینس سټولټنبرګ د کار دوره پرون تر ۲۰۲۲ کال پورې تمدید شوه. ناټو پرون د مارچ په ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، د ناټو غړي د دې ټلوالې د عصري کولو او د ټولو چارو د سمون په برخه کې د ښاغلي ینس سټولټنبرګ د هڅو ملاتړ کوي. خبرپاڼه زیاتوي، د ناټو واړه ۲۹ غړو د هغه د کاري دورې د تمدید لپاره رأیې ورکړې. سټولټنبرګ له دې پرېکړې وروسته پر ټوېټر په یوه پیغام کې ولیکل چې د ناټو غړو له دې پرېکړې سره ده ته ویاړ وربښلی دی. ینس سټولټنبرګ په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو د عمومي منشي په توګه... Читать дальше...


Концертный директор для музыкантов. Концертный директор для певцов. Концертное агентство в Москве. Букинг агентство. Организация концертов и гастролей.

Клуб «Активное долголетие» из Химок провел более 50 встреч с начала года

СМИ: Ultima Development перестроит бывшее министерское здание на Большой Садовой

«Метриум»: Топ-10 самых больших новостроек на рынке ЦАО Москвы



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Синоптик сообщил об осадках до 30 мм в столичном регионе с 17 июня

Жителям Подмосковья рассказали о переработке вторичного сырья

Выставка-посвящение «Первая дама советской скульптуры»

Синоптик Вильфанд пообещал москвичам комфортную погоду без осадков на выходных

Музыкальные новости

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Город-десятимиллионник // Квартир дешевле в Москве остается все меньше

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: ПРИЗНАНИЕ НАТО НАДО ПРИМЕНЯТЬ!

«Газпром-Медиа Холдинг» при поддержке ПАО «Газпром» организует мультиформатный фестиваль в честь Дня России

Новости России

Дополнительные автобусы запустили на маршрутах № 22 и № 28 в Химках

Налоговая подала в суд на блогера Гусейна Гасанова

Синоптик сообщил об осадках до 30 мм в столичном регионе с 17 июня

Выставка-посвящение «Первая дама советской скульптуры»

Экология в России и мире

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Спорт в России и мире

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

«Ну и где здесь «группа смерти?» ATP показала, каким был бы Евро-2024 с теннисистами

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Moscow.media

Гроза роскошных седанов от BMW и Mercedes-Benz. История Fiat 130

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *