Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2019

Новости за 20.03.2019

Pa.azadiradio.com 

عدالت غوښتنه د فرخندې له پاره تر اوسه هم دوام لري

کابل کې د هنر سالار بڼسټ چې د وژل شوې فرخندې انځور د نوموړې د وژلو په ځای کې رسم کړ وایي چې لا هم د نوموړې د وژنې عاملین خيلې سزا ته رسېدلي نه دي. یو شمېر کابل ښاریان وایي، حکومت باید د ښځو او ماشومانو پر وړاندې له تاوتریځوالي مخنیوی وکړي فېروزه یي په اړه راپور برابر کړی ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

د نوي کال لومړۍ ورځ یا «نوروز» ته د کابل ښاریانو چمتوالی

د نوي کال لومړۍ ورځ یا «نوروز» ته د کابل ښاریانو چمتوالی نیسي. ​ دوی نوی کال په جلبیو، کبانو، هفت مېوې، سمنک، سبزي چلو او قدم وهلو او تفریح کولو لمانځي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ډاډ ورکوي چې د نوروز د مراسمو لپاره لومړۍ درجه نظامي احضارات عملي کوي.

Pa.azadiradio.com 

د بلخ چارواکي: د نوروز لمانځلو لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي

د بلخ نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز وايي، د نوروز د لمانځلو لپاره یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي. عبدالرقیب مبارز نن چهارشنبه د مارچ شلمه، ازادي راډیو ته وویل: "هېڅ د اندېښنې ځای نشته، موږ د سیمې د اوسېدونکو سره په دوامدار ډول په تماس کې یو. هر څوک چې دلته راځي موږ امنیت ورته نیسو، هېڅ امنیتي مشکل دلته نشته." د یو شمېر سرچینو په حواله، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به سبا په بلخ کې د نوروز د جشن د پېل په مراسمو کې برخه اخلي، خو د بلخ امنیه قوماندان دا خبر نه‌دی تأیید کړی. د ازادي راډیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان: امریکا په سومالیا کې ملکيان وژلي

د عفوې نړیوال سازمان ویلي، د امریکا د متحدو ایالاتو پوځ په وروستیو دوو کلونو کې په سومالیا کې هوايي حملې کړي چې ملکي وګړي په‌کې وژل شوي دي. د عفوې نړیوال سازمان ویلي چې دا کار ښايي جنګي جنایت وګڼل شي، خو په افریقا کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ دا ادعاوې رد کړي دي. د عفوې د نړیوال سازمان په څېړنه کې څرګنده شوې چې په ۱۱۰ هوايي حملو کې چې د ۲۰۱۷ میلادي کال له دوبي راهیسې شوي، ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي. د عفوې نړیوال سازمان ویلي چې حملې ظاهراً د جګړې پر نړیوالو قوانینو تېری کوي او په ځينې مواردو کې جنګي جنایت بلل کېدلی شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: د ترکیې په جنوب ختیځ کې ۵.۷ درجې زلزله شوې

د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې پینځه اعشاریه اووه درجې زلزله شوې ده. په ترکیه کې د بېړنیو حالاتو ځانګړې ادارې ویلي چې د زلزلې دوه ټکانونه احساس شوي دي. د ترکیې د ډنیزلي سیمې والي حسن کرهان وویل چې د ودانیو د نړېدو له امله خلک ژوبل شوي او ډېرو کسانو چې ځانونه یې له برنډو لاندې غورځولي، زخمیان شوي دي. د زلزلې له امله ځینې کورونه تخریب شوي هم دي.

Pa.azadiradio.com 

په بلوچستان کې وسله‌والو طالبانو شپږ ملېشه عسکر وژلي

په بلوچستان کې وسله‌والو طالبانو شپږ ملېشه عسکر وژلي دي. حمله نن چهارشنبه د مارچ شلمه د بلوچستان په زیارت سیمه کې شوې ده. د حملې مسؤلیت د پاکستاني طالبانو ډلې، تحریک طالبان پاکستان اخېستی دی. دې ډلې په یوه بیان کې ویلي چې دا حمله یې په بلوچستان کې د ملېشه ځواکونو په عملیاتو کې د خپلو ملګرو د قتل د غچ اخېستلو لپاره کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

غني: پوهنې وزارت او ښاروالۍ دې د ښوونځیو زرغونولو لپاره کار وکړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال په مناسبت په وینا کې د پوهنې له وزارته او ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې د ښوونځیو د زرغونولو لپاره کار وکړي. غني چې د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په ګډون یو شمېر لوړ رتبه دولتي چارواکي ورسره وو، وویل چې سږکال داسې باران او دومره واوره شوې چې په تېرو پینځو کلونو کې ساری نه‌لري. هغه وویل چې دا به د وچکالۍ له کمولو سره مرسته وکړي او په افغانستان کې به د دوه فیصده اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال په سیالیو کې عمان افغانستان ته ماتې ورکړه

د فوټبال د ایرمارین مالیزیا د جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې عمان افغانستان ته ماتې ورکړه. دغه سیالۍ چې په مالیزیا کې ترسره شوه، افغانستان له عمانه پنځه د صفر په وړاندې ماتې وخوړه. د دغه سیالیو بله لوبه اوس مهال د مالیزیا او سنګاپور ده چې ګټونکې لوبډله به يې د درېیم مقام د ترلاسه کولو لپاره د راتلونکې سې شنبې په ورځ د افغانستان په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي. په‌دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ عمان، مالیزیا، او سنګاپور برخه لري.

Pa.azadiradio.com 

درېغه نظربایف د قزاقستان د پارلمان د سنا مشره وټاکل شوه

د قزاقستان د مخکني جمهور رئیس لور، درېغه نظربایف نن چهارشنبه د مارچ شلمه، د هغه هېواد د پارلمان د سنا مشره وټاکل شوه. درېغه نظربایف ۵۵ کلنه ده او په اکثریت رأیو د سنا مشره وټاکل شوه. نورسلطان نظربایف تقریباً دېرش کاله د هغه هېواد ولسمشر و. هغه پرون استعفا وکړه. د ولسمشر تر استعفا وروسته، د قزاقستان د اساسي قانون له مخې، د سنا مشر قاسم ژومات تقیف د جمهوري ریاست لپاره وټاکل شو. د قزاقستان سرپرست ولسمشر هم نن د خدمت لوړه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

د رادوان کاراجیچ په برخه کې د "م.م" پرېکړې ته شېبې شمېرل کېږي

په سربرنیڅه کې د قتل عام د قربانیانو خپلوان او د کورنیو غړي نن چهارشنبه د مارچ شلمه، د رادوان کاراجیچ په برخه کې ملګرو ملتونو قضاوت ته شېبې شمېري. په ۱۹۹۵ میلادي کال کې په سربنيڅه کې ۸ زره مسلمان نارینه چې هلکان او د پاخه عمر سړي په کې وو، ووژل شول. رادوان کاراجیچ د بوسنیا له صربانو څخه دی او په دې قتل عام کې په لاس درلودلو تورن دی. هغه همدا راز د سرایوو د څلور کلنې محاصرې چې نېږدې لس زره کسان په کې ووژل شول، له پلان جوړونکو ګڼل کېږي. هغه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په قتل عام، د بشري ضد جرمونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنیت شورا د حمدالله محب د استعفا راپورونه رد کړل

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب د استعفا راپورونه رد کړل. د دې شورا مرستیال ویاند عبدالکبیر واثق ازادي راډيو ته وویل چې په‌دې اړه خپاره شوي ټول خبرونه تشې اوازې او ښاغلی محب خپلې دندې ته دوام ورکوي. نوموړي زیاته کړه: "د محب د استعفا خبرونه یوازې فېس‌بوکي اوازې دي چې هېڅ صحت نه‌لري." تېره شپه داسې راپورونه خپاره شول چې ګوندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له خپلې دندې استعفا ورکړې، خو د ولسمشر اشرف غني له لوري نه‌ده منل شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يونېسف راشد خان په افغانستان کې د ښه نيت د سفير په توګه ونوماوه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا «يونېسف» د کرکټ وتلى ستورى راشد خان په افغانستان کې د ښه نيت د سفير په توګه ونوماوه. دغې ادارې نن په يوه اعلاميه کې ويلي له دې سره به ۲۰ کلن راشد خان د نجونو د زده‌کړو د ودې، د خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغۍ په له‌منځه وړلو او د واکسين د پراختيا په برخه کې مرسته وکړي. راشد خان د يونېسف ادارې مننه کړې چې د روغتيا، تعليم او تغذيې په برخه کې د همکارۍ لپاره‌يې ورته زمينه برابره کړې ده. په افغانستان کې د يونېسف ادارې استازې ادېل خضر د راشد خان مننه کړې چې تر دې مخکې هم د ماشومانو حقونو ته ژمن و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د طالبانو د ځپلو په هدف تصفیوي عملیات پیل شوي

افغان ځواکونو په کندز کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف پسرلني تصفیوي عملیات پیل کړي دي. په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې د چارواکو د خبرو پر بنسټ، له دوو ورځو راهيسې دغه پوځي عمليات لا هم روان دي. د پامیر د شلمې فرقې درستيزوال سید قربان موسوي په‌دې اړه نن ازادي راډيو ته وویل: "په روانو عملیاتو کې ۳۰ تنه وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دښمن یو شمېر مرکزونه هم تخریب شوي دي." په کندز کې د پامير د شلمې فرقې چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې ټولې سیمې به د وسله‌والو طالبانو له شتون څخه تصفیه شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نيوزيلنډ په پېښه کې د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم ترسره شول

په نيوزيلنډ کې خاورو ته د هغو کسانو د سپارلو مراسم ترسره شول چې پر دوو جوماتونو په حمله کې وژل شوي دي. نن په کرايست‌چرچ ښار کې سلګونه کسانو د خالد مصطفى او د هغه د ۱۵ کلن زوى حمزه چې له سوريې کډوال شوي وو، د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته. تېره جمعه په دغه ښار کې پر دوو جوماتونو په ډزو ٥٠ کسان ووژل شول او نږدې ٤٠ تنه نور ټپيان شول. د استراليا يو ٢٨ کلن وګړی برينټون تارنت، پر لمونځ کوونکو په ډزو تورن شوى دى. په غير رسمي ډول ويل شوي چې په قربانيانو کې د پاکستان، افغانستان، بنګله‌دېش، ترکيې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بدخشان ته د برښنا رسولو او شیوه‌بند د جوړولو تړون لاسلیک شو

د ۶۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت به بدخشان ته د برښنا رسولو او شیوه‌بند د جوړولو تفاهم لیک لاسلیک شو. جمهوري ریاست نن په یوه بیان کې ویلي چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې بدخشان ته د برښنا رسونې او شیوه‌بند د جوړولو تفاهم لیک تېره ورځ ناوخته لاسلیک شوی. د دغه تفاهم‌لیک هدف د اغاخان اقتصادي پراختیا صندوق او د دوی انکشافي شریکانو د ۶۳۱ میلیونه ډالرو پانګونې په ارزښت د بدخشان خلکو ته د برښنا تولید دی. د بدخشان ولایت د برښنا انرژۍ د اړتیاوو رفع کولو په خاطر د دغې پروژې د تړون موده ۳۰ کاله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رستمي: په بلخ کې د چرګانو د روزنې لپاره ۵۰ فارمونه جوړېږي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په بلخ ولایت کې د غوښینو چرګانو د روزنې لپاره د ۵۰ فارمونو د جوړولو چارې پیل کړي. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه فارمونه هر یوه یې د ۵۰۰ چرګانو د روزنې وړتیا لري. یاد فارمونه د بلخ ولایت په نهر شاهي او بلخ ولسوالیو کې د اقتصادي ودې په هدف هغو اړمنو کسانو ته جوړېږي چې مخکې له مخکې سروې شوي دي. د چرګانو د فارمونو له جوړولو څخه هدف د چرګانو د بې کیفیته غوښو او هګیو د واردولو مخنیوی او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.


МБМ поможет московским предпринимателям с маркировкой товаров

Стонала от горя. Мать убитого байкера Ковалева еле пережила новый суд

Педагоги получили менее 500 рублей за проведение ЕГЭ в регионах

Путин назвал КНДР единомышленником России



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Обновление кирпичного дома 1959 года постройки завершено на юго-востоке столицы

Съёмки фильма «На Круге» основанного на реальных режиссёра Елены Ляпичевой продолжаются.

В Тверской области искали карантинные объекты

Замминистра обороны Иванов владел автомобилями с номерами за шесть миллионов рублей

Музыкальные новости

Кинопродюсер.

Собянин сообщил о планах благоустройства территорий школ и детских садов

В аэропорту Пулково задержали шесть рейсов и отменили еще один

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Новости России

По фестивалям! Главные события лета, которые туристы обязаны посетить

Гастроэнтеролог Заможняя назвала безопасные для печени дозы алкоголя

В Тверской области искали карантинные объекты

Стонала от горя. Мать убитого байкера Ковалева еле пережила новый суд

Экология в России и мире

Gucci, коллекция menswear весна-лето 2025

Жена туриста, убитого электрическим током во время купания в джакузи на курорте, подала в суд прямо с больничной койки

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Неблагодарный батька или о чем говорил президент Белоруссии с делегацией Азербайджана?

Спорт в России и мире

Скачков и Тайлакова выиграли соревнования по настольному теннису на Играх БРИКС

Лучший теннисист Казахстана узнал позицию в обновленном рейтинге ATP

Курникова показала трогательные фото Энрике Иглесиаса

Теннисисты Рублев, Хачанов и Самсонова не сыграют на Олимпиаде-2024

Moscow.media

В Коми ввели штрафы за «склонение к абортам»

ТСД промышленного класса Saotron RT-Т510

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Отделение СФР по Москве и Московской области выплатило единовременное пособие при передаче ребенка на воспитание в семью 474 семьям региона

Храм Преображения Господня в Коммунарке







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *