Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2019

Новости за 26.03.2019

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

د سولې د خبرو پر سر یو ځل بیا د کابل او اسلام اباد اختلاف. د دې ترڅنګ مو په دې خبرې ټولګه کې په ترکیه کې د افغان کډوالو د بیړۍ له ډوبیدو او د چین او اروپایي ټولنې د لسګونو میلیارډه ډالرو له تړونه خبرو دا به هم وګورئ چې د ازادو سیالیو یوه اتل لوبو ته شا کړه.

Pa.azadiradio.com 

ځينو هېوادونو د جولان د لوړو په اړه د ډونالد ټرمپ پرېکړه غندلې

روسيې، ایران، او د امریکا د نږدې متحد سعودي عربستان په ګډون یو شمېر عربي هېوادونو د جولان پر لوړو د اسرائیل د حاکمیت په رسمیت پېژندلو په اړه د ډونالد ټرمپ د ملاتړ غندنه کړې ده. دغو هېوادونو ویلي دي چې د اسرائیل له دې پلانه د امریکا د ولسمشر ملاتړ له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او دا پرېکړه به د سیمې ثبات زیانمن کړي. د کرمیلن ویاند دیمتري پېسکوف وویل، دا پرېکړه به بې له شکه منفي پایلې ولري او په سوریه کې به د سولې د موافقې فضا خرابه کړي. پېسکوف وویل، ولسمشر ولاديمیر پوتین به دا موضوع د لبنان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا پوهنتون د نوې لیليې د جوړولو کار پیل شو

د پکتیا ولایت د پوهنتون د نوې لیليې د جوړولو کار نن پیل شو. د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د لیليې د بنسټ د اېښودلو پر مهال وویل، دا پنځه پوړیزه ودانۍ د جمهوري ریاست د ځانګړې پاملرنې له مخې د ۳۰۴ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي چې درې زره محصلان به په کې اوسېږي. ده وویل: "د پکتیا پوهنتون د لیلیې ستونزه لرله، له نېکه مرغه ولسمشر د ځانګړې مهربانۍ پر اساس بودجه ورته ورکړه، دوه لوی تعمیرونه په پنځو پوړونو کې جوړېږي چې پکې به تقریباً تر درېیو زرو زیات محصلین اوسېږي." دا ودانۍ به ۳۴۸ د اوسېدو خونې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ارزګان کې د وسله والو د ځپلو په هدف عملیات پیل شوي

چارواکي وایي چې په ارزګان کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل شوي دي. افغان امنیتي مسؤلین وايي، دغه عملیات يې د ارزګان د مرکز ترينکوټ اړوند په ګرم اب سيمه کې له وسله والو طالبانو د سيمو د نيولو په هدف پیل کړي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د ارزګان امنیتي مسؤلین پر داسې مهال په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف د عملیاتو د پیل خبر ورکوي چې دغه ولایت له تېرو درېیو کلنو راهیسې وسله والو طالبانو محاصره کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سترې محکمې نن په ضمانت د نواز شریف د خوشې کېدو امر وکړ

د پاکستان سترې محکمې نن د ۶ اوونیو لپاره په ضمانت د پخواني صدراعظم نواز شریف د خوشې کېدو امر وکړ. ۶۹ کلن شریف چې د فساد په قضیه کې په ۷ کاله بند محکوم دی، د محکمې د دې حکم له مخې کولای شي چې په پاکستان کې چېرته چې وغواړي خپله درملنه وکړي، خو د درېیو قاضیانو د دې حکم پر اساس نوموړی له پاکستانه د وتلو اجازه نه‌لري. نواز شریف چې درې ځله د پاکستان صدراعظم پاتې شوی، له قلبي او د ګُردې له ناروغۍ شکایت کوي. د اسلام‌اباد سترې محکمې تېره میاشت د درملنې لپاره په ضمانت د نواز شریف د خوشې کولو غوښتنه رد کړې وه.

Pa.azadiradio.com 

په ترکیه کې د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې ۳ افغانې ښځې مړې شوي

ترکي چارواکي وايي، د دې هېواد په سواحلو کې د کډوالو د یوې وړې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې درې افغانې ښځې او یو کوچنی مړه شوي دي. اسوشیټېډ پرس اژانس د ترکي چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې په کښتۍ کې ۱۵ کډوال سپاره وو چې غوښتل‌يې د یونان لیزبوس ټاپو ته ورسېږي. ترکي مقاماتو ویلي دي چې په ډوبې شوې کښتۍ کې ۱۵ افغان او ایراني کډوال سپاره وو چې ۱۱يې ژغورل شوي دي. که څه هم چې په ۲۰۱۶ کال کې اروپايي هېوادونو ته د کډوالو د څپې د مخنیوي په اړه د ترکيې او اروپايي ټولنې ترمنځ له موافقې وروسته د ترکيې له لارې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

استانبول کې د امریکا د قونسلګرۍ یو ترکی کارکوونکی محاکمه کېږي

په استانبول کې د امریکا د قونسلګرۍ یو ترکی کارکوونکی د جاسوسي او د ترکيې د حکومت د نسکورولو په تور نن محکمې ته حاضر کړای شو. دې قضيې د ترکيې او متحده ایالاتو ترمنځ نوی ډیپلوماتیک جنجال پیدا کړی دی. د متین توپوز محاکمه چې ژباړونکی او د امریکا په قونسلګرۍ کې د نشه‌يي موادو پر ضد مبارزې د برخې کارکوونکی دی، نن په استانبول کې پیل شوه. ۵۹ کلن توپوز له تېرې اکټوبر میاشتې راپه‌دې‌خوا په توقیف کې دی. نوموړی تورن دی چې د ترکيې د حکومت له سیاسي مخالف فتح‌الله ګولېن سره اړیکه لري. ترکي حکومت ګولېن د ۲۰۱۶ کال د کودتا د ناکامې هڅې تر شا بولي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسلام‌اباد سترې محکمې د تښتول شویو هندوو د خوندیتوب امر کړی

د اسلام‌اباد سترې محکمې د هغو دوو هندوو خویندو د خوندیتوب امر کړی دی چې په دې وروستیو کې يې د اختطاف او په زوره د مسلمانولو راپورونه خپاره شوي دي. حکومتي پلټونکي تحقیق کوي چې ایا دا دواړه خویندې په رښتیا تښتول شوي او په زوره مسلمانې او بیا واده شوي او که نه؟ دا دواړه هندوې خویندې او د هغوی مېړونه په سند ایالت کې د حکومت تر کنټرول لاندې امن کورونو ته استول شوي دي. دواړو خویندو ویلي چې دوی د مارچ په ۲۰مه خپل ژوند ته د تهدید له امله او اسلام ته د اوښتو په نیت د خپلې کورنۍ له خبرولو پرته له کورونو وتلې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت: د کابل په سروبي کې د طالبانو یو پوځي مسؤل وژل شوی

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو یو پوځي مسؤل وژل شوی دی. د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي دي چې ملا رشید او څلور نور طالب وسله‌وال د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې په‌دې نښته کې یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده، خو په بیان کې يې دقیقه شمېره نه‌ده په ډاګه شوې. د ملي امنیتي عمومي ریاست دا نه‌دي ویلي چې په سروبي کې دا عملیات کله شوي دي. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب چارواکي: د شيرین تګاب پر بازار راکټونو ۶ ملکيان ټپیان کړي

د فاریاب پولیس وايي، وسله‌والو مخالفینو پرون مازیګر د شیرین تګاب ولسوالۍ پر بازار توغندويي حمله وکړه چې په نتیجه کې شپږ کسان ټپیان شوي دي. د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې په‌دې اړه جزئیات ورکړل: "د شيرین تګاب ولسوالۍ پر بازار یا مرکز د شپږو راکټونو د توغولو له کبله شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې یو ۱۰ کلن هلک او یوه ۱۲ کلنه نجلۍ شامل دي." ښاغلي یورش د یو ټپي حالت نازک وباله. له بلې‌خوا چارواکو تأیید کړې چې د شیرین تګاب امنیه قوماندان چې په یو برید کې ټپي شوی و، ساه ورکړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رباني: د امریکا او طالبانو په خبرو کې د ښځو حقونه سره کرښه ده

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د امریکا او طالبانو په خبرو کې د ښځو حقونه د افغان حکومت لپاره قطعي سره کرښه ده. صلاح‌الدین رباني پرون د بیلډ «Bild» په نوم جرمنۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې په قطر کې د سولې د روانو خبرو کلک ملاتړ وکړ او ویې‌ویل، د افغانستان د روان کړکېچ د حل یوازنۍ لاره خبرې دي، خو هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې به د نجونو پر تعلیم هېڅ راز محدودیت ته اجازه ورنه‌کړل شي. رباني ټینګار وکړ چې د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې باید قرباني نه‌شي. وروسته له دې چې د افغانستان د سولې لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حاجي‌اغا: تېر کال د درملو ۱۵ تولیدي فابریکې جوړې شوي

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په تېر ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ټول هېواد په کچه ۱۵ د درملو تولیدي فابریکې جوړې شوې دي. خو د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي‌اغا نن ازادي راډیو ته وویل چې د امکاناتو د نشتوالي له امله دغه فابریکې ۱۰ سلنه اړتیا هم نه‌شي پوره کولای. د ښاغلي حاجي‌اغا په خبره، په ټول هېواد کې شااوخوا ۴۰۰ د درملو واردوونکي شرکتونه او تر ۱۵۰۰ په عمده ډول درملو پلورنځي فعالیت کوي چې له بېلابېلو هېوادونو درمل راواردوي. نوموړی وایي، که حکومت او اړوند بنسټونه په‌دې برخه کې په هېواد دننه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډموکراتانو د رابرټ مولر له‌خوا د چمتو شوي راپور د خپراوي غوښتنه کړې

ډموکراتانو د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د رول په اړه د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر له‌خوا د چمتو شوي بشپړ راپور د خپراوي غوښتنه کړې. دا په‌داسې حال کې ده چې د سنا د عدلي، قضايي کمېټې جمهوري غوښتونکي مشر د دې تحقیقاتو د سرچینې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده څو روښانه شي چې ایا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین او روسیې ترمنځ کوم سازش شوی دی او که‌نه؟ د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار د مولر د راپور څلور مخیز لنډیز د یکشنبې په ورځ کانګرس ته وړاندې کړ چې په‌کې ویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرخط: لنډ مهالی حکومت یعنې څه؟

د کابل چاپ نننیو یو شمېر ورځپاڼو د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډ او د ملي یووالي د حکومت د مشرانو د واک د مودې د پای ته ...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي: د طالبانو د ۴۰ کسیزې ډلې قوماندان ونیول شو

د ننګرهار چارواکي په‌دې ولایت کې د وسله‌والو طالبانو د ۴۰ کسیزې ډلې د قوماندان د نیول کېدو خبر ورکوي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د ملاتراب په نوم دغه قوماندان تېره ورځ د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شو. نوموړی وايي: "د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په تور غر سیمه کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې‌یې د ملا تراب په نوم د وسله‌والو طالبانو د ۴۰ کسیزې ډلې قوماندان ملا تراب د څو نورو ملګرو سره یې ژوندی نیول شوی دی." د خوګیاڼي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران په فارس کې سیلابونو لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې سختو ورښتونو او سیلابونو ځاني زیانونه اړولي دي. د ایران په جنوبي ولایت فارس کې د سیلابونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي. د ایران د بیړنیو روغتیایي خدماتو مشر پیر حسین کولیوند د دوشنبې په ورځ ایرنا خبري اژانس ته ویلي چې د دې ولایت په مرکز شیراز کې سیلابونو ۱۰۰ نور کسان ټپیان کړي دي. د بیړنیو خدماتو اداره وایي، یو بل کس په کرمانشاه ولایت کې مړ شوی دی. د کولیوند په خبره د شیراز په قربانیانو کې درې ماشومان شامل دي. د ایران د هوا پېژندنې ادارې د دې هېواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونېسف د هغو ۱۳ ملکيانو پر وژلو اندېښمنه ده چې ډیری یې ماشومان دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وایي، د هغو ۱۳ ملکي وګړو چې ډېری یې ماشومان دي او د نوروز په شپه په یوې هوایي حملې کې وژل شوي، سخته اندیښنه لري. یونېسف پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغو کسانو وژل د بشر دوستۍ اصولو پر خلاف دي. ​دغې ادارې په افغانستان کې د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د ماشومان خوندیتوب ته پاملرنه وکړي. د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د دوی لومړنۍ موندنې ښیې د جمعې په شپه په کندز ولایت کې د نړیوالو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۱۳ ملکي کسان ووژل شول چې لس تنه یې ماشومان وو. Читать дальше...


«Без сожаления»: почему друзья бывают токсичными и стоит ли прекращать общение

В Москве движение на участке Боровского шоссе перекрыли из-за осадков

Самбист из Королева стал победителем игр БРИКС

«ЗВЕРИ», CREAM SODA, Ramil’ и другие артисты выступили на VK Fest в Сириусе



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Павловском Посаде установлены зоны охраны жилого дома с магазином, нач XX века

В Казани зафиксировано шесть случаев подозрения на ботулизм

На северо-западе Москвы построят три школы до конца 2025 года

Больше 100 тысяч в месяц: школьники все чаще идут в колледжи

Музыкальные новости

Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети: Учащиеся Гурульбинской школы восхитились мастерством жонглирования, игрой с хула-хупами, иллюзионистами цирка Бурятии

Сказка Ульгэра «Волшебные башмачки Элли» по мотивам знаменитой сказки Александра Волкова «Волшебник Изумрудного города» - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети

Российские флаги снова вывесили на матче Евро-2024 между Англией и Сербией

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: ПРИЗНАНИЕ НАТО НАДО ПРИМЕНЯТЬ!

Новости России

Самбист из Королева стал победителем игр БРИКС

На северо-западе Москвы построят три школы до конца 2025 года

«ЗВЕРИ», CREAM SODA, Ramil’ и другие артисты выступили на VK Fest в Сириусе

Псковская студентка вышла в финал общероссийского конкурса «Молодые дарования России»

Экология в России и мире

Триумфальное возвращение Льва Лещенко на сцену спустя месяцы затишья. Артист презентовал дуэт с солистом группы “Парк Горького” Сергеем АРУТЮНОВЫМ

Modest fashion day 2024

Первый Международный фестиваль «Мир классического романса»

Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети: «Волшебный платок бабушки Дари» - это захватывающее путешествие в мир бурятской сказки, которое не оставит равнодушным ни одного зрителя

Спорт в России и мире

Овечкин, Яковлев, Фридзон и Мыскина сыграли в падел-теннис в Турции: «Победила дружба»

Теннисисты Медведев и Рублев сохранили позиции в рейтинге ATP

Скачков и Тайлакова выиграли соревнования по настольному теннису на Играх БРИКС

Лучший теннисист Казахстана узнал позицию в обновленном рейтинге ATP

Moscow.media

Закат на Катуни

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Триумфальное возвращение Льва Лещенко на сцену спустя месяцы затишья. Артист презентовал дуэт с солистом группы “Парк Горького” Сергеем АРУТЮНОВЫМ

Женщина провалилась в яму в центре Саратова. Начата проверка







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *