ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرون
چين د جېش محمد ډلې د مشر په تور لیست کې د شاملولو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړانديز رد کړ. هندو او پاکستان د اړيکو سمولو پر لور نوی ګام پورته کړی. هندو او پاکستان د اړيکو سمولو پر لور نوی ګام پورته کړی.
چين د جېش محمد ډلې د مشر په تور لیست کې د شاملولو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا وړانديز رد کړ. هندو او پاکستان د اړيکو سمولو پر لور نوی ګام پورته کړی. هندو او پاکستان د اړيکو سمولو پر لور نوی ګام پورته کړی.
په ننګرهار ولايت کې په درېيو پرلهپسې چاودنو کې شپږ تنه ټپيان شوي دي.
لیلما ناصري د جند د اعتدال، بشري حقونو، اداري فساد او سخت دريځۍ پر ضد کار کوي. ملالۍ بشیر له دې سره د مارچ مياشتې په مناسبت چې اتمه نېټه یې د ښځو نړيواله ورځ ده، له لیلما ناصري سره خبرې کړي. بشپړه مرکه دلته وګورئ.
په بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو او د هغه ولایت د پخواني والي عطا محمد نور د پلویانو ترمنځ نښتو، کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.
د بلخ نوی امنیه قوماندان د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلانو ته معرفي شو. عبدالرقیب مبارز، د کورنیو چارو وزارت د یوه جنرال عبدالفتاح فروغ له لوري د امنیه قوماندانۍ مسوولانو ته معرفي شو. تر دې مخکې د امنیه قوماندانۍ په شاوخوا کې د پخواني امنیه قوماندان د پلویانو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې چې ویل کېږي لږ تر لږه ۱۳ تنه پهکې ژوبل شوي دي. د بلخ د ابوعلي سینا روغتون سرطبیب ډاکتر نور محمد فیض ازادي راډیو ته وویل چې په ټپیانو کې ۸ تنه پولیس دي. له بلېخوا د بلخ د ولایتي شورا غړیو نن پهداسې حال... Читать дальше...
د پاکستان د کرکټ په غورهلیګ سیالیو کې د کوټې لوبډلې پېښور زلمي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه. د تېرې شپې په دغه لوبې پېښور زلمي د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه. د کوټې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه، خو پېښور زلمي لوبډلې یاد هدف پوره نهشو کړای. د دې سیالیو په بله لوبه کې چې نن شپه به ترسره شي اسلام اباد او کراچۍ لوبډلې به یو بل ته مخامخ شي. ګټونکې لوبډله به يې په نیمه پایلوبه کې د پېښور زلمي سره مخامخ او بایلونکې لوبډله به يې له سیالیو بهر شي.
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې په چاودنې کې یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ژوبل دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ازادي راډیو ته وویل، دا چاودنه نن پنجشنبه تر غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې په یوه دوکان کې وشوه. دی وايي چې تر اوسه پورې د چاودنې د څرنګوالي په اړه معلومات نهلري.
د پاکستان او هند چارواکي هغو هندي سیکانو ته د بې وېزې تګ راتګ لپاره د پولي پر پرانېستلو خبرې کوي چې غواړي په پاکستان کې د سیکانو مذهبي ځایونو ته لاړ شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار وویل، د دواړو خواوو ترمنځ د اتاري په سرحدي ښارګي کې خبرې وروسته له دې پیل شوي چې پاکستانی پلاوی نن د هند خوا ته واوښت. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل چې د پاکستاني پلاوي مشري کوي، خبریالانو ته وویل چې د دوو هېوادونو ترمنځ د پولي پرانېستلو هدف په دوستۍ د دښمنۍ بدلول دي.
په بلخ ولایت کې وسله واله نښته روانه ده.دا وسله واله نښته د بلخ د امنیه قوماندان جنرال محمد اکرم سامع د ځواکونو او د ۸۸۸ قطعې پولیسو ترمنځ پیل شوې.
اروپايي کمېسیون وايي، د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې تېرکال د وړم کال په پرتله د پناه غوښتونکو شمېر په سلو کې ۱۱ لږ وو. دا کمېسیون په عین حال کې ویلي چې بیا هم د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې تر ټولو زیات ثبت شوي پناه غوښتونکي د سوریې، افغانستان او عراق د هېوادونو اتباع وو. د اروپايي کمېسیون په وینا په ۲۰۱۸ میلادي کال ۵ لکه ۸۰ زره۸۰ تنو د اروپايي اتحادیې په غړیو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې حال دا چې په ۲۰۱۷ میلادي کال ۶ لکه ۵۴ زره ۶۰۰ تنو د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو.
وروسته له هغې چې د بلخ پخواني والي د دغه ولایت د مخکني امنیه قوماندان له لېرې کېدو سره مخالفت وکړ...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ نوی امنیه قوماندان جنرال عبدالرقیب مبارز به نن رسماً معرفي شي. دا پهداسې حال کې ده چې د نوي امنیه قوماندان له ټاکل کېدو سره د دغه ولایت د پخواني والي او د جمعیت ګوند د اجرائیه رئيس عطامحمد نور د مخالفت له کبله د مزارشریف ښار وضعیت ترینګلی ښکاري. د کورنیو چارو وزارت نن تر غرمې مخکې په یوه خبرپاڼه کې وویل، د بلخ ولایت په اړه د دې وزارت وروستۍ څېړنې ښيې چې د دې ولایت په ځانګړي ډول د مزارشریف ښار، همدا راز د بلخ، چمتال، شولګرې او زارع ولسوالیو امنیت د اندېښنې وړ دی. Читать дальше...
له امریکا سره په قطر کې د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي د مشر ملا عبدالغني برادر تازه څرګندونو ته په غبرګون کې د افغانستان د سولې عالي شورا وویل...
د غزني د ولایتي شورا مرستیال امانالله کامران وايي، امکان لري چې د دغه ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې د القاعده شبکې پر وسلهوالو ...
د کابل یو شمېر ښاریان پهدې ښار کې د جنايي جرمونو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.
د افغانستان ـ چین تر منځ د واخان کاریدور شرکت له لوري د رېل ګاډي سوداګریزې لاره پرانېسته وشوه.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دا ردوي چې ګوندې امنیتي ځواکونو دې بېمحاکمې خلک وژلي وي. د ولسمشرۍ ماڼۍ ...
د امریکا سنا جرګه چې جمهوري غوښتونکي پهکې برلاسي دي، نن پر هغه پرېکړهلیک رأیې اخلي چې پر اساسیې د مکسیکو له پولې سره د ټرمپ لهخوا د اعلان شوي اضطراري حالت مخه نیسي. تمه کېږي چې دا جرګه به دغه پرېکړهلیک تصویب کړي چې په نتیجه کې یې ډېر احتمال شته چې ولسمشر ټرمپیې ویتو کړي. دا به د هغه د ولسمشرۍ د دورې لومړۍ ویتو وي. ټرمپ په هېواد کې اضطراري حالت پهدې هیله اعلان کړی چې له دې پولې سره هغه دېوال جوړ کړي چې دهیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کمپاین کې ژمنه کړې وه. په کانګرس کې یوې سرچینې ویلي... Читать дальше...
چین د هغو هڅو مخه ونیوله چې پر اساس یې په پاکستان کې دېره د جېش محمد د ډلې مشر د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شاملېده. د هغې ډلې چې تېره میاشت یې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د برید مسؤلیت اخېستی و. پهدې برید کې د هندي ملېشو ۴۴ غړي وژل شوي وو. دغې پېښې د دواړو اټمي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا زیات کړی دی. چین پرون د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په تور لېست کې د مسعود اظهر د شاملولو مخه ونیوله. بریتانیا، فرانسې او متحدو ایالتونو غوښتنه کړې وه چې اظهر دې په تور لېست کې شامل... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د دې ریاست د خاصو ځواکونو قطعې د نیمروز ولایت په دلارام او خاشرود ولسوالیو کې د طالبانو پر یوه محبس او د مخدرو موادو پر لابراتوار په برید کې یو تن وژلی او د مخدرو موادو د فابریکې وسایل او یوه اندازه وسلې یې له منځه وړي دي. په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، پهدې اړه څه نهدي ویل شوي چې ایا له محبس څخه څوک خوشې شوي او که نه دي؟ وسلهوالو طالبانو هم تراوسه پورې د ملي امنیت د ریاست د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
په جوزجان ولایت کې د سنګسار تر سرلیک لاندې د ټیاټر نندارې په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو دیني علماوو احساسات راپارولي دي.
د برازیل په یوه ښوونځي کې د ډزو په یوه پېښه کې اووه تنه وژل شوي دي. دا پېښه د برازیل د ساو پاولو ښار ته نژدې پرون په یوه ښوونځي کې هغه مهال وشوه چې د دې ښوونځي دوو پخوانیو مخ پټو زدهکوونکو چې پر وسلې، تیلي بوتلي بمونو، چړو او وړو تبرونو سمبال وو، د ښوونځي په انګړ کې پر زدهکوړنکو او کار کوونکو بریدونه وکړل چې د چارواکو په وینا پنځه زدهکوړنکي او دوه کارکوونکي یې ووژل. د پنځو وژل شویو زدهکوونکو عمرونه د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ ښودل شوي. پولیسو ویلي چې یوه بریدګر وروسته له هغې چې خپل ملګری یې په ډزو وواژه خپله یې هم ځان په ډزو وواژه. Читать дальше...
ارزګان کې تازه فارغ شوي پوليس پر وسلهوالو طالبانو غږ کوي که سوله ونهکړي سخت به يې وځپي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په یو شمېر ولایتونو کې يې زیانمنو مالدارانو ته د زرګونه ټنه د حيواناتو د خوراکي موادو وېش پیل کړی دی. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د ۱،۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د حيواناتو دغه خوراکي مواد د کرنې او مالدارۍ وزارت او د ملګرو ملتونو د زراعت سازمان په مرسته وېشل کېږي. دی وايي چې د دغه موادو زیاته برخه به په کندز، پکتیا، لوګر او بلخ ولایتونو کې په مالدارانو ووېشل شي. د خوراکي توکو د کمښت تر څنګ د ورښتونو د کموالي له امله په څړ... Читать дальше...
د هرات د حیرتان بندر له لارې چین ته د اورګاډي په وسیله د افغاني تولیداتو د لېږد پرانیسته وشوه. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامه اړیکو مسؤل جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل چې د دې بندر له لارې تر دې دمه یوازې واردات کېدل، خو له دې وروسته به له دې لارې چین ته په زیاته اندازه افغان تولیدات هم استول کېږي. دی وایي، د بندر عباس او کراچۍ بندر په پرتله د هرات بندر له لارې د رېل ګاډي په وسیله د مالونو انتقال ۵۰ فیصده ارزانه تمامېږي او ژر استول کېږي. د هرات حیرتان بندر د افغانستان یو له... Читать дальше...