Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2019

Новости за 17.03.2019

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر اشرف غني نن د متحده عربي اماراتو له ولیعهد سره وکتل

ولسمشر اشرف غني نن د متحده عربي اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زایدالنهیان سره په پلازمېنه ابوظبي کې وکتل. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ازادي راډیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې ولسمشر غني د اماراتو د ولیعهد په رسمي بلنه هغه هېواد ته تللی او په نننۍ کتنه کې یې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د اماراتو د پانګونو، د ترورېزم پرضد د ګډې مبارزې او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي چخانسوري زیاته کړه چې د اماراتو مشرانو په دې کتنه کې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ وکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې چاودنې ۳ کسان ټپیان کړل

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې نن ماسپښین په یوه موټر کې ځای پرځای شوی ماین وچاودېد چې درې کسان یې ټپیان کړل. د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه په یوه کرولا موټر کې شوې او په درېیو ټپیانو کې یې یو ماشوم هم شامل دی. پولیسو د پېښې د عواملو او څرنګوالي په اړه څېړنې پیل کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

داعش ډلې د سلطان محمود خیرخواه د وژنې مسؤلیت منلی

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خوست د یوې ټلویزیونې شبکې د خبریال سلطان محمود خیرخواه د وژنې مسؤلیت منلی دی. شپېته کلن خیرخواه د ژمن ټلویزیون خبریال و چې د جمعې په ورځ په خوست کې په ډزو ووژل شو. د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې په یوه بیان کې پر افغان حکومت غږ کړی چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې په یوه رېل ګاډي کې چاودنې ۴ کسان ووژل

د پاکستان پولیس وايي چې د بلوچستان ایالت په یوه رېل ګاډي کې د چاودنې په پېښه کې لږترلږه ۴ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. دا چاودنه د کوټې د جنوب ختیځ په ۳۰۰ کیلومترۍ کې په مراد جمالي ډېرۍ سیمه کې شوې ده. یوه عیني شاهد نذیر احمد د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل: "ناڅاپه یوه چاودنه وشوه او بیا د ډزو غږ شو، ورپسې د رېل ګاډي ویلونه او ډبې له پټلۍ واوښتې او لېرې ځای ته ګوزار شوې." د دې سیمې د پولیسو قوماندان عرفان بشیر وايي، دا رېل ګاډی له راولپنډۍ څخه کوټې ته روان و چې پر لاره د ریموټ کنټرول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فاریاب: طالبانو په ارکلیک سیمه کې د ملي اردو پر پوستو حملې کړي

د فاریاب امنیتي چارواکي وايي چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک سیمه کې د ملي اردو پر پوستو پراخې تهاجمي حملې وکړې. د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند ترین یورش ازادي راډیو ته وویل، دا حملې د سهار تر څلورو بجو پورې روانې وې، خو یورش د دواړو خواوو د تلفاتو په اړه بې‌خبري وښوده. له دې مخکې د فاریاب په ولایتي شورا کې سرچینو ازادي راډيو ته ویلي و چې په ارکلیک کې د طالبانو په حملو کې د ملي اردو ۲۰ سرتېري وژل شوي او شل نور ټپیان او اسیران شوي دي. طالبانو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ويلي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د بغلان -سمنګان لویې لارې د امنیت لپاره عملیات پیل شوي

د بغلان امنیتي چارواکي، د بغلان سمنګان د لویې لارې د امنیت لپاره په شاوخوا سیمو کې د عملیاتو د پیل خبر ورکوي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو د عامه نظم د لوا درستیزوال ډګرمن محمدنبي وايي، د شاهین په نوم دا عملیات د شنبې په ورځ پیل شوي او اوس په چشمه شېر او هغو سیمو کې روان دي چې د دې لویې لارې په اوږدو کې پراته دي او امنیتي ګواښونه په‌کې شته. ښاغلي نبي په جګړو کې د تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو یادونه یې وکړه چې دولتي ځواکونو د دې عملیاتو په ترڅ کې ښه پرمختګ کړی دی. دا عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل امنیه قوماندان د ملا ضعیف د کور محاصره کېدل رد کړل

امنیتي چارواکي هغه راپورونه رد کړي چې ګنې پولیسو د طالبانو د پخواني چارواکي ملاعبدالسلام ضعیف کور محاصره کړی. د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل نن ازادي راډیو ته وویل چې پېښه یوازې د امنیتي ګزمې او د ښاغلي ضعیف د کور د ساتونکو ترمنځ لفظي شخړه وه. ښاغلي روشندل زیاته کړه: "د ښاغلي ضعیف یوه ساتونکي چې وسله یې درلوده د هغه د کور په مخکې له امنیتي ګزمې سره مخامخ شوی او د هویت د تثبیت تر وخته د دوی ترمنځ ناوړه تفاهم رامنځته شو." له دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی وو چې امنیتي ځواکونونو له تېرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان وايي ۹ وګړي یې د نیوزیلنډ په پېښه کې وژل شوي

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت تأیید کړې ده چې نهه وګړي یې د نیوزیلنډ په کرایست چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د برید په قربانیانو کې شامل دي. د یو پاکستاني نوم میا نعیم رشید ښودل شوی چې پنځوس کلن و او د بریدکوونکي د بې وسلې کولو هڅه یې کړې وه، خو دی او د طلحه په نوم ۲۲ کلن زوی یې دواړه ووژل شول. نوموړي ته د پاکستان صدراعظم د ملي هیرو لقب ورکړی. په نورو قربانیانو کې د افغانستان، بنګله‌دېش، ترکیې، سعودي عربستان، مصر، اردن، اندونیزیا، مالیزیا او امریکا وګړي شامل دي.

Pa.azadiradio.com 

د بایسکل ځغلونې فدراسیون د یو ایراني روزونکي په ګمارلو ټينګار کوي

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون د یو ایراني روزونکي په ګمارلو ټينګار کوي. د دغه فدراسیون مشر محمد حسین حمیدي نن ازادي راډيو ته وویل چې له دې کاره یې هدف دا دی چې افغان لوبغاړي د بایسکل ځغلونې په برخه کې حرفووي زده‌کړې وکړي. نوموړي وویل، دغه غوښتنه یې د المپیک ملي کمېټې سره هم شرېکه کړې او هېله‌مند دي چې ومنل شي. دغه فدراسیون وايي، د بهرنيو روزونکو تر روزنې لاندې به افغان لوبغاړي معیاري زده کړې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د بلخ د باسکټ‌بال د معلولینو ټيم کابل ټيم ته ماته ورکړه

د بلخ د باسکټ‌بال د معلولینو ټيم په وروستیو سیالیو کې ۳۴-۲۷ پایلو سره کابل ټيم ته ماته ورکړه. د بدني روزنې عمومي ریاست وايي، په‌دغو لوبو کې د فارياب او ننګرهار ولايتونو لوبډلو درېيم او څلورم مقام ترلاسه کړ. دا سیالۍ نن په کابل کې د پارا المپیک فدراسیون او سره صلیب نړېوالې  کمېټې په همکارۍ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې لوبغاړو ته جایزې هم ورکړل شوې.

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې حکومت د پاریس په شانزې لیزې واټ کې عمیات وکړل

وروسته له دې چې ژیړ واسکټو معترضانو د پاریس ښار په شانزې لیزې واټ کې بیا د اعتراضونو لړۍ پیل کړه، د فرانسې حکومت نن په‌دې سیمه کې تصفیوي عمیات وکړل. ژېړ واسکټ لرونکو معترضانو پرون په دې واټ کې یو ځل بیا بانکونو او مغازو ته اور واچاوه. د دې واټ لوکسو مغازو، رسټورانټونو او بانکونو نن د هغو زیانونو ارزونه پیل کړه چې د اعتراضونو پرمهال د اور لګېدو په پېښو کې ورته اوښتې دي. د نړۍ دا پرتمین واټ پرون شنبې یو ځل بیا د اعتراضونو ډګر وو او داسې ښکارېده لکه جګړه چې په‌کې تېره شوې وي. ولسمشر ایمانوئل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بوټو د ساتنې لوی لابراتوار به ډېر ژر ګټې اخېستنې ته وسپارل شي

د بوټو د ساتنې او قرنطين تر ټولو لوی لابراتوار به ډېر ژر ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغو لابراتوارونو له ډلې يو هم د کابل په بادام‌ باغ کې د بوټو ساتنې او قرنطين لابرتوار دی. نوموړي وویل، په‌دې مرکز کې نباتي ناروغۍ او افتونه له ډلې باکتريايي او ويروسي ناروغۍ پېژندل کېږي. د کرنې وزارت وايي، د دې لابراتوار د کار په پيلېدو سره به په هېواد کې کروندګرو او سوداګرو لپاره د ښه اسانتيا رامنځته کولو ترڅنګ د نړيوال سوداګريز سازمان «WTO» ژمنو ته هم ښه ځواب وویل شي.

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر چینايي کمپنۍ افغان سوداګرو ته بانکي سیسټم رامنځ‌ته کوي

یو شمېر چینايي کمپنۍ هڅه کوي چې د افغان سوداګرو د مالونو د انتقال لپاره تر ټولو اسانه او بانکي سیسټم رامنځ‌ته کړي. په افغانستان کې د «Beijing Ming Management» کمپنۍ عمومي مسؤل عین الدین نجمان نن ازادي راډيو ته وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان او چین یو شمېر بانکونه سره ونښلول شي، څو افغان سوداګر خپلې پیسې د دغو بانکونو له لارې ولېږدوي. نوموړي وویل، د وایټنر په نوم دغه سافټ ویر له لارې به د سوداګرو پیسې په شفافه توګه د بانکونو له لارې انتقالېږي. دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې مخکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اندونیزیا په پاپوا کې زیاتو ورښتونو او سیلابونو ۵۰ کسان وژلي

د اندونیزیا په ختیځ پاپوا ولایت کې د زیاتو ورښتونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي. د ژغورنې ډلې وايي، دوی په سیلاب ځپلو سیمو کې د لادرکه کسانو په لټه کې دي. د پرله‌پسې ورښتونو په نتیجه کې راوتلو سیلابونو او د مځکې خوئېدو پېښو ۵۹ نور کسان ژوبل کړي او لسګونو کورنو ته يې زیان رسولی دی. د اندونیزیا د طبیعي پېښو ادارې ویره ښودلې ده چې د ژغورنې د عملیاتو په بشپړېدو سره ښايي د مرګ‌ژوبلې شمېره لوړه شي.

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ته لاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له یوه لوړ پلاوي سره یوځای د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ته لاړ. جمهوري ریاست وايي، ولسمشر غني به په‌دې سفر کې د اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زاید النهیان سره خبرې وکړي او د دواړو مشرانو په حضور کې به د افغانستان او متحده عربي اماراتو د ګډې اعلاميې د خپرولو ترڅنګ په مختلفو برخو کې ۶ تفاهنامې هم لاسلیک شي. تمه ده چې دواړه هېوادونه د کرنې، پوهنې، کانونو، انرژۍ، فرهنګ او ورزش په برخو کې تفاهنامې لاسلیک کړي.

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي: په قاضي کلا کې د ماین چاودنې ۳ سرتیري وژلي

د غزني چارواکي وايي چې د دې ولایت مرکز ته څېرمه په قاضي کلا سیمه کې د ماین په چاودنه کې د ملي اردو سرتېرو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د یکشنبې په شپه ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې درې سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. نوري زیاتوي له چاودنې وروسته وسله‌واله نښته هم شوې ده، خو تر اوسه پورې د نورو تلفاتو په اړه راپورونه نه‌دي ورکړل شوي. بل لور د غزني د ملکي روغتون رئیس بازمحمد همت ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې له ځایه دوه ټپیان هم د دوی روغتون ته ور وړل شوي چې ملکیان دي.

Pa.azadiradio.com 

د بنګله‌دیش د کرکټ لوبډله له نیوزیلنډه خپل هېواد ته ستنه شوه

د بنګله‌دیش د کرکټ ټیم چې لوبغاړي يې په نیوزیلنډ کې پر جوماتونو له وروستي برید ژوندي ووتل، خپل هېواد ته ستون شو. بنګله‌دیشي لوبغاړو ویلي چې یو څه وخت به ونیسي چې د دې بریدونو له شاک څخه ووځي. د بنګله‌دیش د ټیم کپتان محمدالله ریاض د ډهاکې په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل: "فقط دومره ویلي شي چې دوی ډېر خوش نصیبه وو." د بنګله‌دیش د کرکټ ټیم لوبغاړي په کرایس چرچ ښار کې د جمعې د لمانځه لپاره هغه جومات ته په داخلېدو و چې یوه وسله‌وال په‌کې پر راټولو شویو کسانو ډزې وکړې. په دوه جوماتونو کې په... Читать дальше...


Облачная погода и до 27 градусов тепла ожидаются в городе 15 июня

Как советская власть создала новый календарь

В Карелии задержали пожилого наркокурьера с товаром на 13 миллионов

В Подмосковье в субботу ожидаются кратковременный дождь и температура воздуха до +27ºC



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Как советская власть создала новый календарь

В Саратове электросамокатчик сбил коляску с младенцем

Команда администрации Пскова работает на выставке «Россия»

В Москве пройдет Форум социального предпринимательства

Музыкальные новости

В Москве пройдет выставка Евгении Васильевой «Между пороком и добродетелью»

Город-десятимиллионник // Квартир дешевле в Москве остается все меньше

«Газпром-Медиа Холдинг» при поддержке ПАО «Газпром» организует мультиформатный фестиваль в честь Дня России

«Неприятно, что случилось в Казани». Шипачев — о переходе в минское «Динамо»

Новости России

Цветение люпинов

В Саратове электросамокатчик сбил коляску с младенцем

Более 70 собак примут участие в Кубке столицы по аджилити

Московский Политех и «Парус электро» реализовали совместный инженерный проект

Экология в России и мире

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Спорт в России и мире

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

«Наконец-то всё началось». Борис Беккер побывал на матче открытия Евро-2024

Moscow.media

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти

Intel нашли источник нестабильности у флагманских чипов Raptor Lake — производители материнских плат не виноваты

Прощайте, я от вас улетаю

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *