Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2019

Новости за 07.03.2019

Pa.azadiradio.com 

د یوې کارګرې ښځې له سختیو ډک ژوند

وحیده د اوه ماشومانو مور ده. خپلو ماشومانو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره د کابل سړکونه پاکوي. د کابل ښاروالۍ دې کارګرې چې د ژوند له سختیو کړیږي د ازادي راډیو له خبریالې لیمه هادي سره د زړه خواله کړې. ویډیو او ایډیټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

پاکستان د ۱۸۲ مدرسو کنټرول په لاس کې اخیستی او څه باندې سل کسان یې نیولی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ګواښ سره سره له روسیې د دفاعي سیسټم په پېرو ټینګار وکړ. او د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې د پاکستان د بزګرو ښځو ویډیو کتلی شئ. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

له وږمه فروغ سره ځانګړې مرکه

وږمه فروغ د افغانستان د سولې عالي شورا غړې ده. ملالۍ بشير له دې سره د مارچ مياشتې په مناسبت چې اتمه نېټه یې د ښځو نړيواله ورځ ده، ځانګړې مرکه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت وايي د ۱۸۲ مدرسو کنټرول يې په لاس کې اخېستی

د پاکستان حکومت نن وویل، د ۱۸۲ مدرسو کنټرول يې په لاس کې اخېستی او تر ۱۰۰ زیات وګړي یې نیولي دي.  دا کار په پاکستان کې پر افراطي اسلامپالو د ملېشه ډلو د فعالیت د مخنیوي لپاره شوی دی. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې ویلي، د قانون د حاکمیت ادارو ۱۲۱ وګړي توقیف کړي دي.  د فبرورۍ په څلورمه د هندي کشمير په پلواما سیمه کې د خونړۍ حملې مسؤلیت یې په پاکستان کې د افراطي اسلامپالو ډلې، جېش محمد واخېست. په حمله کې تر ۴۰ زیات هندي ملېشه عسکر ووژل شو. له هغه راهیسې نړیوالو پر پاکستان فشار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

محقق: د عبدلعلي مزاري د تلین پر لمانځ غونډې حمله عادي نه‌ده

د حزب وحدت مردم افغانستان مشر وايي چې د عبدلعلي مزاري د ۲۴م تلین پر لمانځ غونډې حمله عادي پېښه نه‌ده. محمد محقق له پېښې څو ساعت وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، دا د حکومت کمزورتیا ده او یا هم حکومت له ځینو داسې کړیو «داعش» ډلو سره لاس لري چې په هم‌غږي سره یې غواړي د خپلو سیاسي رقیبانو پر ضد یې وکاروي. دا په‌داسې حال کې ده چې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدلعلي مزاري ۲۴م تلین د لمانځلو په مراسمو چې په کابل جوړ شوی و، د پخواني ولسمشر حامد کرزي یو شمېر افغان سیاستوالو په‌کې ګډون کړی و. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د نننۍ حملې مسؤلیت داعش ومانه

په کابل کې د نننۍ حملې مسؤلیت د داعش وسله‌والو اخیستی دی.  د جرمني خبري اژانس وايي چې داعش پر اعماق وېب‌سایټ دا معلومات خپاره کړي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې په نننۍ حمله کې ۲۲ تنه زخمیان شوي دي. د فرانسې خبري اژانس هم د زخمیانو شمېر ۲۲ او د مړو شمېر ۳ څرګند کړی دی. په کابل کې د استقلال روغتون مشر حدودالله نوري وايي چې په کابل کې د نننۍ حملې له ځایه یو مړی او ۱۷ زخمیان ور وړل شوي دي. نوري ازادي راډیو ته وویل چې په زخمیانو کې درې ماشومان دي. د تلفاتو په اړه ضد و نقیض معلومات خپرېږي.

Pa.azadiradio.com 

د کابل استقلال روغتون: په نننۍ پېښه کې یو تن وژل شوی او ۱۷ ټپيان دي

په کابل کې د استقلال روغتون رئیس وايي چې د عبدالعلي مزاري پر ۲۴م تلین د حملې له ځایه یوازې دغه روغتون ته یو مړی او ۱۷ ټپیان وروړل شوي دي. حدودالله نوري ازادي راډو ته وویل چې په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي. ښاغلی نوري زیاتوي: "تر اوسه ۱۷ ټپیان انتقال شوي، درې ماشومان او یوه ښځه ده، له بده‌مرغه یو شهید لرو، د ټپیانو حالت ښه دی." د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د جګړې د مهارولو لپاره ځانګړو ځواکونو هغه کور محاصره کړی چې د مزاري په تلین باندې ورنه د هاوانو ډزې کېږي. ښاغلي رحیمي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني په کابل کې نننۍ حمله د ډموکراسۍ ضد عمل بللی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې نننۍ راکټي حمله د ډموکراسۍ او د مدني ارزښتونو ضد عمل بللی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د امنیټ ټینګولو لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا حمله غندلې ده. د دې وزارت ویاند محمد فیصل نن پر ټویټر لیکلي: "پاکستان له ترورېزم او افراطیت سره په مبارزه کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی."

Pa.azadiradio.com 

رحیمي: هغه کور محاصره شوی چې پر مراسمو ترې ډزې کېدې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کور یې محاصره کړی چې د عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین په مراسمو ورڅخه د هاوانونو ډزې کېږي. د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې هغه کس هم نیول شوی چې په هاوان‌یې ډزې کولې او جګړه‌یې رهبري کوله. ښاغلی رحیمي زیاتوي: "په ۱۸مه حوزه کې له هغه کوره چې هاوانونه فیر کېدل، پولیسو محاصره کړی، د حمله کوونکو هوان چې نیول شوی او هغه کسان چې په کور کې دننه پاتې دي د ځانګړو ځواکونو له‌خوا محاصره شوي، د مرګ ژوبلې په اړه به وروسته معلومات شریک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې یوه ښځه صحرايي محاکمه شوې

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې یوه ښځه وسله‌والو طالبانو په صحرايي محکمه کې محاکمه کړې دي. د سرپل د والي ویاند، ذبیح‌الله اماني دا پېښه تأیید کړې ده. اماني نن سهار په شمال کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي: "دا ښځه عزیزه نومېده، د تېبیر د کلي اوسېدونکې وه. وسله‌والو طالبانو هغه د زنا په تور نیولې او د اوقاف په سیمه کې یې په صحرايي محکمه کې په لښتو وهلې ده." د چارواکو په وینا دا سیمه د وسله‌والو طالبانو تر نفوذ لاندې ده. طالبانو په‌دې اړه خبرې نه‌دي کړي. په جوزجان کې هم يوه ښځه پرون د هغې مېړه وژلې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار چارواکي: غورک ولسوالۍ له طالبانو ونیول شوه

د کندهار چارواکي وايي چې غورک ولسوالۍ یې له طالبانو ونیوله. په جنوبي ولایتونو کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال ویاند تورن احمد صادق عيسي نن د مارچ په اوومه ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار په معروف، شاه وليکوټ، میوند او غورک ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات روان دي. احمد صادق عیسی ویلي چې غورک ولسوالۍ له طالبانو خلاصه شوې او په ميوند، معروف او شاه وليکوټ ولسوالیو کې هم ډېر پرمختګ شوی دی. هغه څرګنده کړې چې په‌دې پوځي عملیاتو کې وسله‌والو طالبانو ته زیات تلفات اوښتي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت: په کابل کې د نننۍ حملې لارښود نیول شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د نننۍ حملې لارښود نیول شوی دی. په کابل کې نن د وحدت حزب د پخواني مشر عبدالعلي مزاري په یاد پر جوړه شوې غونډه راکټي حملې وشوې. د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات پر ټویټر لیکلي چې په سیمه کې د پولیسو ځانګړې قطعه عملیات کوي. سادات لیکلي: "ترهګرو د روشن ټیلیفوني شبکې له یوه برجه چې د پغمان او ۱۸مې ناحیې ترمنځ و، راکټ ویشتی دی، د حملې تنظیموونکی ځای پر ځای نیول شوی او عملیات روان دي." د دشت برچي په نننۍ غونډه کې د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوېلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه

د سوېلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د پنځو يو ورځنیو سیالیو په دوهمه لوبه کې هم سریلانکا ته ماتې ورکړه. په‌دغه لوبه کې سوېلي افریقا لومړی بېټنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په زیان‌یې په ۴۵.۱ اورونو کې سریلانکايي کرکټ لوبډلې ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې په ۳۲.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په زیان يوازې ۱۳۸ منډې وکړې او لوبه‌یې د ۱۱۳ منډو په توپیر بایلوده. له دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې سوېلي افریقا سریلانکا ته د ۸ وېکټو په توپير ماتې ورکړې وه. ټاکل شوې د دواړو لوبډلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال افغان ملي لوبډله د «ایر مارین» ټورنمنټ کې ګډون کوي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په مالیزیا کې د «ایر مارین» په نوم څلور اړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شمس امیني ازادي راډیو ته وویل چې په‌دغو سیالیو کې له افغانستان سربېره د مالیزیا، عمان او سنګاپور لوبډلې ګډون لري. ښاغلی امیني وايي، دغه سیالۍ د لومړي ځل لپاره د ایر مارین په نوم د ټرانسپورټي شرکت په نوښت ترسره کېږي. د ده په خبره، دغه څلور اړخیزې سیالۍ د کب له ۲۹مې څخه د وري میاشتې تر ۳مې نېټې پورې د مالیزیا په کوالالمپور کې ترسره کېږي. افغانستان په‌دې سیالیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال ساحلي افغان ملي لوبډله نن مالیزیا سره لوبېږي

د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډله د ساحلي فوټبال نړیوال جام د ټاکنیزو سیالیو په لړ کې نن د مالیزیا په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو ته افغان لوبډلې پوره چمتووالی نیولی او د مالیزیا پر وړاندې به ښه وځلېږي. ټاکل شوې دغه لوبه نن د دواړو لوبډلو ترمنځ له غرمې وروسته په درېیو بجو پیل شي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون له‌خوا دغو سیالیو ته له يو لړ تمریناتو وروسته د دوو ګول ساتونکو په ګډون ۱۲ لوبغاړي غوره شوي وو.


ДГИ Москвы предложил столичным специалистам создать картографический веб-сервис

Врачи назвали опасным для детей тренд имитации поведения животных

Администрация Пскова презентует город на выставке «Россия» в Москве

"78.ru": в Петербурге лжеполицейские выманили у пенсионерки 8,2 млн рублей



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Приглашаем на лекцию Даши ламы из Иволгинского дацана: Загадочный феномен Итигэлова

Более 50 развлекательных мероприятий проведут на следующей неделе в Химках

Глава района Забайкалья показал, как будут выглядеть новые школы

Администрация Пскова презентует город на выставке «Россия» в Москве

Музыкальные новости

В Москве тушат пожар в здании у метро «Динамо»

Группа Metallica даст виртуальный концерт в Fortnite 22 июня

РМК покинул Нагорный Карабах 12 июня - в День России

В Московской области сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже электроинструментов

Новости России

Более 50 развлекательных мероприятий проведут на следующей неделе в Химках

ДГИ Москвы предложил столичным специалистам создать картографический веб-сервис

Глава района Забайкалья показал, как будут выглядеть новые школы

5 мест, где можно вкусно позавтракать в Москве

Экология в России и мире

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Гастроэнтеролог Садыков рассказал, как не допустить отравления бутилированной водой летом

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Спорт в России и мире

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Moscow.media

Intel нашли источник нестабильности у флагманских чипов Raptor Lake — производители материнских плат не виноваты

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *