Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2023

Новости за 02.09.2023

Pa.azadiradio.com 

عراق: د دوو افغانانو په ګډون ۱۸ شیعه زیارت کوونکي په ترافیکي پېښه کې مړه شوي

د عراق صحي چارواکو نن وویل، چې لږترلږه اتلس کسان چې ډېره برخه یې ایراني زیارت کوونکي دي د پلازمېنې بغداد په شمال کې د دوو بسونو د ټکر په پېښه کې مړه شوي دي. فرانسپرس خبري اژانس د یو روغتون د چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې په پېښه کې ۱۴ تنه ایرانیان او دوه تنه افغانان مړه شوي دي. د سرچینې په وینا د پېښې دوه نور قربانیان نه دي پېژندل شوي. د عراق د دولتي خبري اژانس اینا د راپور له مخې، دا پېښه بېګا نیمه شپه د دجیل او سامرا سیمو ترمنځ شوې ده او په ترڅ کې یې پنځلس نور کسان هم ټپیان شوي دي. هرکال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر د توپان ځپلو د خواخوږۍ لپاره فلوریډان ته روان شو

د امریکا ولسمشر جوبایډن نن فلوریډا ته روان شو، څو په دې ایالت کې د دالیا په نوم د سمندري توپان یا هریکان زیانونه وارزوي او له توپان ځپلو خلکو سره خواخوږي څرګنده کړي. اټکل کېږي چې ښاغلی بایډن به له جمهوریپال والي ران دې سانتیس سره، چې ښايي د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید وي، ونه ګوري. ډیموکرات ولسمشر بایډن خبریالانو ته وویل، چې دی به له والي سره وګوري خو د دې سانتیس ویاند وروسته وویل چې دا کتنه نه ده پلان شوې. د هغه په وینا د دې لیدنې لپاره امنیتي تیاري به یوازې له توپان ځپلو خلکو سره د مرستې هڅې زیانمنې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لغمان: ورښتونو او ږلۍ ۶ تنه ټپیان کړي

په لغمان ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي، چې د ورښتونو او ږلۍ په نتیجه کې د سېلابونو د راوتلو له کبله د یوې مېرمنې په ګډون شپږ کسان ټپیان شوي. باختر خبري اژانس چې طالبان یې اداره کوي، د دې چارواکو له قوله خبر ورکوي چې د دې سېلابونو له کبله په مرکز مهترلام کې ۲۵ کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا اته سوه جریبه ځمکه زیانمنه شوې ده. د افغانستان د هواپېژندنې ادارې په یوه بیان کې ویلي، چې نن او سبا ښايي په لغمان، بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا کې سخت ورښتونه وشي او د سېلابونو د راوتلو احتمال هم شته.

Pa.azadiradio.com 

فریډم نو سازمان له طالبانو د مطیع الله ویسا او رسول پارسي د خوشې کیدو غوښتنه وکړه

د بشري حقونو د سازمانونو له‌خوا د طالبانو له‌ لوري د نیول شویو فعالانو د ملاتړ په دوام د «فریډم نو» په نوم د بشري حقونو یو سازمان د قلم‌لار بنسټ د مشر او د زده‌کړو د برخې فعال مطیع‌الله ویسا او د پوهنتون د پخواني استاد او ټولنيز فعال رسول پارسي چې د طالبانو له‌خوا زنداني شوي دي، د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې. دغه سازمان د شنبې په ورځ پر خپل اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، چې مطیع‌الله ویسا او رسول پارسي په ناحقه زنداني شوي او باید ژر تر ژره خوشې شي. «فریډم نو» چې د بشري حقونو یو سازمان دی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان په جولای کې د ۵۶ بشري پروګرامونو په مخنیوي تورن شول

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه راپور کې وايي، چې په تېره جولای میاشت کې په افغانستان کې ۵۶ پروګرامونه د بشري چارو پر وړاندې د خنډونو له کبله په موقت ډول ځنډېدلي دي. په راپور کې راغلي دي، چې په دې خنډونو کې د پروژو په تطبیق کې د طالبانو د لاسوهنې، د بشري مرستو د پرسونل او امکاناتو د تګ راتګ د مخنیوي او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي موارد هم شامل دي. راپور زیاتوي، چې د طالبانو پالیسیو او چلند هم په افغانستان کې د بشري بحرانونو پرمهال د مرستو د رسولو هڅې ستونزمنې کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

د مقاومت جبهې په نوم ډلې د ۵ طالبانو د وژلو ادعا کړې ده

د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله ادعا کوي، چې په تخار ولایت کې یې پنځه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. دغې ډلې نن په یو بیان کې ویلي، چې وسله والو یې دا برید بېګا د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پوسته کړی. همداراز د ازادۍ جبهې په نوم بله ډله ادعا کوي، چې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پوسته په برید کې یې ۲ طالبان وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او خپلواکو سرچینو هم دا ادعاوې نه دي تایید کړي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور؛ د امریکایي ځواکونو تر ۸۰۰ زرو ډېر همکاران په افغانستان کې پاتې دي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سرمفتش وايي، په افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو دوه کاله وروسته لا هم له ۸۴۰ زرو زیات افغانان چې په امریکا کې د بیا مېشت کېدو پروګرام لپاره‌یې غوښتنلیکونه ورکړي، په افغانستان کې پاتې دي. د ځانګړي سرمفتش راپور زیاتوي، چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو له وتلو د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم پدې برخې کې ستونزې شته او په افغانستان کې د ځانګړو ویزو د متقاضیانو شمېر څو چنده ډېر شوی دی. یاد وزارت د امریکا د کانګرس له بېلابېلو کمېټو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سي‌ پي‌ جي: د رسنیو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي اقدامات زیات شوي، ۶۴ تنه یې تر اوسه د خبریالۍ له امله بندیان کړي

د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه (سي‌پي‌جي) په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې روان وضیعت د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې طالبانو په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې ځپونکي اقدامات زیات کړي دي. دغې کمېتې د جمعې په ورځ د یو راپور په خپرولو سره د افغان خبریالانو او رسنیو په وړاندې تاوتریخوالی، د اطلاعاتو سانسور، خپل‌سرې نیونې او د ښځینه خبریالانو په وړاندې د محدویتونو دوام ته په اشارې سره روان وضیعت بد یاد کړی. د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې په خپل راپور کې وړاندې لیکلي، د دوی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه: د کریمیا د پله الوزونکې اوکرایني الوتکې مو نسکورې کړي؛ اوکراین: کریمیا سره د روسیې وصلونکی پل له منځه وړو

روسیه وایي، د اوکراین د سمندري ځواکونو درې بې پيلوټه الوتکې یې چې د کریمیا پر پله یې برید کاوه، نسکورې کړې دي. دا هغه پل دی، چې کریمیا ټاپوزمه د روسیې له خاورې سره وصلوي. بل لور ته اوکرایني پوځیان وایي دوی هڅه کوي، چې د جنوب ختیځ ښار میلیتوپول پر لور مخته شي او له کریمیا سره د وصل شوي پله لاره قطع شي. د روسیې د دفاع وزارت په وینا، اوکراین د بې پيلوټه الوتکې په واسطه یو ځل د سپتمبر د لومړۍ نیټې په شپه او دوه ځله نن هڅه وکړه چې د کریمیا پر پله حمله وکړي. کییف تر اوسه د دې بریدونو په اړه څه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم: په افغانستان کې پاتې شوې امریکایي وسلې د ترهګرو ډلو لاس ته ورغلې دي

پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده. د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم انورالحق کاکړ ادعا کړې، چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته په دغه هېواد کې پاتې شوي پوځي تجهیزات، د ترهګرو ډلو د مجهز کېدو لامل ګرځېدلي. ښاغلي کاکړ د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، چې د ترهګرو ډلو پیاوړتیا او تجهیز د پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونو ته لوی ګواښ دی. د طالبانو حکومت بیا دغه ادعاوې تل ردوي. د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم زیاته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امنیت شورا: د طالبانو له لاسه تېره میاشت د بشري مرستو ۵۶ مرستندوی پروګرامونه ځنډول شوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، چې تېره جولای میاشت کې یې په افغانستان کې ۵۶ مرستندویه پروګرامونه په بشري مرستو کې د طالبانو د لاس‌وهنې، په انتقال‌یې د محدودیتونو او د بشري پرسونل او خدماتو په وړاندې د تاوتریخوالي له امله موقتاً ځنډول شوي دي. د امنیت شورا په راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی راغلي، چې د طالبانو سیاستونو او کړنو په افغانستان کې بشري کړکېچ ته د رسېدنې لپاره د دوی هڅې ننګولې دي. په راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا له قوله راغلي، چې د نورو ننګونو ترڅنګ د ښځینه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراق کې ترافیکي پېښې ۱۶ تنه مړه کړي

د عراق د پلازمېنې- بغداد شمال ته د ترافیکي پېښې په ترڅ کې لږ تر لږه شپاړس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دوی کې اکثره ایرانیان دي. د عراق دولتي اژانس اینا نن د صلاح الدین ولایت د صحي خدماتو د مدیر خالد برهان په وینا خبر ورکړ، چې دا پېښه تېره شپه د دجیل او سامرا ترمنځ وشوه او په دې پیښه کې دیارلس تنه نور ټپيان شوي دي. ښاغلي برهان د دې ترافیکي پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي؛ یوازې یې دومره ویلي دي چې اکثر تلفات ایراني شیعه زیارت کوونکو ته اوښتي دي. هر کال د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره په میلیونونه شیعه د عراق کربلا ښار ته ځي.

Pa.azadiradio.com 

جرمني: د بشري او ښځینه حقونو یو شمېر افغان فعالانو د طالبانو پر ضد د نه خوړو اعتصاب کړی

په جرمني کې د بشري حقونو او ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانو، په افغانستان کې د افغانانو؛ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د وروستیو اقداماتو په اعتراض کې د نه خوړو اعتصاب کړی. دغو فعالانو د جمعې په ورځ د وږي میاشتې په لسمه نېټه، د جرمني په کلن ښار کې د تحصن خېمه ودروله او ویې ویل، چې د دوی موخه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض (جنسي اپارتايد) په رسميت پيژندل دي. د دغو مېرمنو په خبره، د دوی اعتصاب چې پکې له لسو زیاتو مېرمنو برخه اخیستې، د سيپتيمبر میاشتې تر ۱۲مې به دوام ومومي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: شمالي وزیرستان کې د پوځ یو جګړن او ۲ سرتېري وژل شوي

پاکستان وایي، په شمالي وزیرستان کې له وسله والو سره د جمعې په ورځ د نښتو پرمهال د دوی جګړن امیر عزیز او دوه سرتېري وژل شوې دي. پر پاکستاني پوځیانو د اکثرو بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې اخیستی دی. سږکال د ( ټي ټي پي) د بریدونو پرمهال تر پنځه سوه ډېر پاکستاني پولیس او پوځیان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په تېرو اتو میاشتو کې د خپلو دوه سوه شپاړس افسرانو او عسکرو د وژل کیدو پخلی کړی دی. د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو ملتو ( ټي ټي پي) ډله د ترهګرو په لست کې شمیرلې ده.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: افغان چارواکي زموږ د تهدیدونکو خلاف په اقدام کولو مسوول دي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ وکړ، چې د هغو کسانو پرضد دې لاس په کار شي چې پاکستان تهدیدوي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته وویل، چې دا د طالبانو مسوولیت دی، د دوی نړیوال مسوولیت دی، د دوی دوه اړخیز مسوولیت دی او د دوی درې اړخیز مسوولیت دی لکه څرنګه چې یې د پاکستان، چین او افغانستان په غونډه کې ژمنه کړې وه. کله چې له ممتاز زهرا بلوچ څخه پوښتنه وشوه، چې د بهرنیو چارو وزارت خو خبر ورکړی و چې طالبانو یوشمیر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراین : د روسیې پر یوه هوایي ډګر وروستی برید مو د دغه هېواد له منځه کړی و

د اوکراین پوځي استخباراتو د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې د روسیې په شمال لویدیځ کې پر هوایي ډګر د ډرون وروستی برید د روسیې د خاورې له دننه شوی دی. دا حمله تېره اونۍ د پسیکوف پر هوایي ډګر وشوه، دا ډګر له اوکراینه شاوخوا اووه سوه کیلومتره لرې دی. پر دې هوایي ډګر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور( IL-76) روسیي ترانسپورتي الوتکې ولګیدې. د اوکراین د استخباراتو مشر کیریلو بودانوف وایي، چې په دې برید کې دوه ترانسپورتي الوتکې ویجاړې شوې او دوه نورې سختې زیانمنې شوې.

Pa.azadiradio.com 

روسیه: په کریمیا کې مو د اوکراین بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې

د روسیې دفاع وزارت وایي چې د اوکراین د سمندري ځواکونو هغه ډرون الوتکې یې نسکورې کړې دي، چې د کریمیا پر پله یې برید کاوه. د روسیې دفاع وزارت نن په ټیلګرام کې دا خبر ورکړ او څرګنده یې کړه، چې یوه بې پيلوټه الوتکه یې پرون وویشته او دوې یې نن نسکورې کړې. اوکراین وایي، چې پلان یې دا دی چې کریمیا ټاپوزمه بیرته له روسیې ونیسي نو بیا بیا هغه پل په نښه کوي، چې دا ټاپوزمه د مځکې له لارې له روسیې سره نښلوي. کریمیا ټاپوزمه په دوه زره څوارلسم کال کې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر روانه میاشت د ملګرو ملتونو کلنۍ او د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته ورځي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي به روانه میلادي میاشت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې برخه واخلي او د امنیت شورا په هغه غونډه کې به ګډون وکړي، چې د اوکراین لپاره جوړیږي. دا خبره په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازي فرید خوخا پرون خبریالانو ته وکړه. البانیا د سپتمبر د میاشتې لپاره د امنیت شورا د پنځلس غړیو د شورا مهالنۍ مشري کوي. تمه ده، چې د نړۍ مشران د سپتمبر له اتلسمې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي او ټاکل شوې ده چې د اوکراین په اړه د امنیت شورا غونډه د سپتمبر په شلمه جوړه شي.

Pa.azadiradio.com 

جنوبي افریقا؛ ۱۸ شکمن وسله وال پولیسو سره جګړه کې وژل شوي

د جنوبي افریقا پولیس له امنیتي ځواکونو سره د نښتې پرمهال د اتلسو مشکوکو کسانو د وژل کیدو خبر ورکوي. د پولیسو یو شمیر چارواکو پرون وویل، چې د جنوبي افریقا په شمال کې د ماکادو په ښارګوټي کې دا نښته وشوه. پولیسو تر اوسه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دې ویلي، خو سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی دی چې دې کسانو په هغو وسله والو غلاو کې لاس درلود، چې د بانکونو له موټرو یې پیسې تښتولې. دا په جنوبي افریقا کې د دوهمې ورځې په مخه مرګونې پيښه ده، چې رامنځته کیږي. د پنجشنبې په ورځ د جهانسبرګ په ښار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د اسیا کرکټ جام لوبې؛ د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه بنګله دېش سره ده

د اسیا د کرکټ جام لوبو په ترڅ کې به افغان لوبغاړي خپله لومړۍ لوبه سبا له بنګله دېش سره وکړي. دا لوبه په لاهور کې ده. د دوه زره درویشتم کال اسیایي جام لوبې د سریلانکا او پاکستان په کوربتوب د اګست په دېرشمه پیل شوي دي، چې د سپتمبر په اوولسمه به یې پایلوبه وي. نن د دې جام یوه مهمه مسابقه ده چې هند به له پاکستان سره ولوبیږي. د پنځوس اورونو په دې جام کې د اکثر کتونکو په باور ننۍ لوبه سخته ده، ځکه چې په اسیایي لوبډلو کې هند او پاکستان ته د ډیرو پیاوړیو لوبډلو په سترګه کتل کیږي.

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې زرګونه افغان کډوال له بې برخلیک توب او د دایمي اسنادو له نه لرلو شکایت لري

د زرګونو افغانانو برخلیک د امریکا په متحد ایالتونو کې معلوم نه دی. دا هغه کسان دي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د کابل د هوایي ډګر له لارې دوه کاله مخکې متحد ایالتونو ته ورسیدل. د دوه زره یو ویشتم کال په اګست کې چې کله طالبانو کابل ونیو، په زرګونو کسان د امریکا او د هغې د متحدانو په مرسته د کابل له هوایي ډګره بهر ته انتقال شول. په دوی کې یوه هم فرزانه جمالزاده ده، چې له خپل خاوند سره له افغانستانه ووته. هغې رویټرز اژانس ته وویل، چې اوس په نیویارک کې ژوند کوي او یو خیریه بنسټ د دې د کور کرایه ورکوي او نوره مرسته هم ورسره کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي سفر؛ د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په اړه یې طالب چارواکو سره خبرې کړي

د اسلامي همکاریو سازمان وایي، چې افغانستان ته د دوی د هیات د سفر هدف دا دی چې طالبان وهڅوي، څو نجونې  ښوونځيو ته پرېږدي او د نجونو او ښځو د کار مخه ونه نیسي. د اسلامي همکاریو سازمان په هغه راپور کې، چې په خپله وېبپاڼه کې یې خپور کړی دی لیکلي دي، چې افغانستان ته د دوی د هیات سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د عمومي سکرتریت د اجراییوي کمیټې او د اسلامي هیوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د پریکړو په تعقیب د اسلامي همکاریو د سازمان له مشر څخه اسلامي عالمانو او فقهاو وغوښتل چې افغانستان ته یو پلاوی واستوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې او متحده عربي اماراتو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وایي، چې په بروکسل کې یې د متحده عربي اماراتو له سفیر محمد السهلاوي سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. نیکلاسن پرون په خپله اېکسپاڼه کې ولیکل، چې په دې کتنه کې، د ټولو افغانانو لپاره د زده کړې د زمینې د برابرولو، په حکومت کې د بیلابیلو کسانو د مشارکت او د افغانانو د اقتصاد په اړه بحث وشو. نیکلاسن زیاته کړه، چې اروپایي ټولنه او متحد عربي امارات به په دې برخو کې د زمینو د برابرو لپاره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي. د بلجیم لپاره د متحد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: سلګونه افغانان له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي

د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې افغانستان ته له پاکستانه په سلګونو افغان کډوال ستانه شوي دي. دا خبر پرون د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ورکړ. په دې خبر کې راغلي، چې په راستنو شویو کې یو سل او شپاړس زندانیان دي چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي. بل لور ته: په کندهار کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست وایي، چې په ټوله کې نژدې یو زر دولس سوه اویا کسان د یوې اونۍ په ترڅ کې له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوې دي. طالبانو په وروستیو کې نژدې هره ورځ افغانستان ته د کډوالو د ستنیدو خبرونه خپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسټن: امریکا به د افغان پناه غوښتونکو د بیا مېشتولو برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي

بزنس سټنډرډ: بزنس سټنډرډ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسبت، د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لویډاسټن پر څرګندونو لیکنه خپره کړې ده. اسټن ویلي چې د امریکا متحد ایالتونه به د افغان پناه غوښتونکو د بیا مېشتولو په برخه کې د خپلو مرستو او هڅو ته دوام ورکړي. د امریکا دفاع وزیر ویلي، د هغو افغان متحدانو ملاتړ ته ژمن دی چې د دوی تر څنګ یې په جګړه کې برخه اخیستې وه، خو اوس یې له خپل هېواد څخه دباندې خپل نوی ژوند پیل کړی دی. ... Читать дальше...


Биометрии расширяют границы // Подтвердить персональные данные станет проще

«Солисты Москвы» выступили в московской больнице в преддверии Дня медицинского работника

Выборы уводят от бумаги // ЦИК удовлетворил все поданные регионами заявки на использование ДЭГ

Оптимизация медицины. Хирург рассказал о том как врачи-южане калечат и убивают своих пациентов.



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Сергей Лазарев поддержал благотворительный фестиваль животных из приютов WOOF

Бассейн в центре реабилитации «Ясенки» построят в начале 2025 года

Театр «Модерн» проведет премьерные спектакли под занавес сезона 25 и 27 июня

Выборы уводят от бумаги // ЦИК удовлетворил все поданные регионами заявки на использование ДЭГ

Музыкальные новости

Молдавия берет выборы под охрану // В республике завели дело на предполагаемого российского шпиона, а Запад предупредил о планах вмешательства Москвы

Группа Metallica даст виртуальный концерт в Fortnite 22 июня

Футболисты «Динамо» в Ставрополе одолели соперников из «Астрахани»

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Новости России

Мужчина попал под колеса трамвая в проезде Дежнева

Выборы уводят от бумаги // ЦИК удовлетворил все поданные регионами заявки на использование ДЭГ

Бобруйчанин пожаловался на новый пол соседа - обратился в суд и даже дошел до Москвы. ´МогилевОнлайн´ узнал, почему Москва Бо...

На севере Москвы восстановили движение трамваев

Экология в России и мире

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Спорт в России и мире

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Moscow.media

Завершено масштабное обновление трассы М-4 Дон в Ростовской области

Больше функций для комфорта: беспроводные клавиатуры Fstyler FBK26C AS, FBK27C AS и FBK36C AS от A4Tech

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Утро нового лета....







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *