Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2023

Новости за 01.09.2023

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د امنیتي کمرو د نصب په اړه د بخښنې نړیوال سازمان دریځ رد کړ

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د امنیتي کمرو د نصب په اړه د بخښنې نړیوال سازمان دریځ رد کړ. دغې سازمان ویلي وو چې په عامه ځایونو کې د کمرو نصبول د افغانانو اساسي حقونه نقضوي. د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، د دې طرحې عملي کول د طالبانو د هغو سختګیرانه سیاستونو دوام ښيي چې د دوی له‌خوا پر افغانانو په ځانګړې ډول پر ښځو وضعه شوي دي. خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن جمعه پر خپل ایکس شبکه یا پخواني ټویټر لیکلي، د امنیتي کمرو نصبول یو ضرورت دی او د دوی په خبره دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین په سوچي کې د اردوغان کوربه‌توب کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سوچي په بندري ښار کې د روانې میاشتې په څلورمه نېټه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان کوربه وي. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا خبره د کرملین ویاند دیمتري پسکوف کړې ده. له څو اوونیو راهیسې د دې دواړو مشرانو د لیدو د ځای او وخت په اړه خبرې روانې وې. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دې اوونۍ په پیل کې په مسکو کې د خپل ترکي سیال کوربه و. ترکیې او ملګرو ملتونو په ګډه د ۲۰۲۲م کال په جولای کې په هغه توافق کې منځګړیتوب وکړ چې پر بنسټ يې اوکراین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک رييس په ترافيکي پېښه کې ټپي شو

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک رييس ملا هدایت الله بدري د کندهار- هرات په لویه لاره کې په یوه ترافیکي پېښه کې سخت ټپي شو. د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د افغانستان بانک ريیس ملا هدایت الله بدری ټپي شوی او موټر چلوونکی یې مړ شوی دی. بدری د طالبانو په منځ کې مهم کس ګڼل کېږي. نوموړی تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د مالیې وزیر و.

Pa.azadiradio.com 

ریچارډ بېنیټ: افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه ډېرې اندېښنې شته

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو په اړه ډېرې اندېښنې شته. هغه څه چې د طالبانو حکومت تل رد کړي او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي. ریچارډ بېنیټ د جمعې په ورځ په خپله ایکس یا پخوانۍ ټویټر پاڼه لیکلي چې ترکیې ته یې د څلور ورځني سفر په ترڅ کې په دې هېواد کې د افغان نارینه او ښځینه کډوالو له بېلابېلو ډلو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې د ملګرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: د تور سمندرګي له لارې دوه کښتۍ روانې شوي

اوکراین نن جمعه ویلي، دوې نورې کښتۍ هم د یوه موقتي دهلیز له لارې روانې شوي دي. اوکراین د جمعې په ورځ د یوه لنډمهاله دهلېز له لارې د دوو نورو کښتیو د روانېدو خبر ورکړی دی. دغه لنډمهاله دهلېز د کییف له خوا د تور سمندرګي له لارې د کښتیو د خوندي لېږد رالېږد لپاره ایجاد شوی دی. د اوکراین د زېربناوو وزیر اولیکساندر کوبرانکو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: "له اوکراین نه د تور سمندرګي له لارې دوه کښتۍ روانې شوي دي." تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش روسیې ته نوی پېشنهاد وړاندې کړی و چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان: د امنیتي کمرو نصبول د افغانانو د اساسي حقونو څخه سرغړونه ده

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له لوري د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د امنیتي کمرو نصبول په عمومي ځایونو د افغانانو د اساسي حقونو څخه د سرغړونو لامل ګرځي. وروسته له هغې چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په بېلابېلو ځایونو کې د ۶۲ زره امنیتي کمرو د لګولو اعلان وکړ د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو دا اقدام د افغانانو له بنسټیزو حقونو سرغړونه بولي. د بخښنې نړیوال سازمان د مصنوعي ځیرکتیا او بشري حقونو د چارو څېړونکي او سلاکار مت محمودي تېره ورځ ناوخته په یوه اعلامیه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د داخلي ټکټونو د پېر او پلور سوړ بازار؛ لامل یې څه دی؟

کابل کې د يو شمېر توريستي او سياحتي شرکتونو مسوولان وايي، په افغانستان د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره، د دوی کار خرابه شوی او د کورنیو الوتنو د ټکټونو پېرېدونکي کم شوي دي. کابل کې د مهاجر ګرځندوی شرکت مسوول تاج محمد وايي، د تېر حکومت پر مهال به يې د ورځې درې يا څلورو کسانو ته د داخلي الوتنو ټکټونه ورکول، خو په خبره یې اوس مياشت کې هم دوی ته دوه درې کسان د ټکټ اخيستلو لپاره نه ورځي. نوموړي وايي: "هغه ټايم کې به کله اته زره، نهه زره، تر اووه زره افغانيو ټکټونه وو، ډېر لوړ قیمتونه وو، اوس خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوراکي توکو د بیو لوړېدل؛ د هلمند ځینې اوسېدونکي: ډېری شپې وږي ویده کېږو

د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکې وايي، په دغه ولایت کې د خوراکي توکو بیې ورځ تر بلې لوړېږي چې دوی یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي. په دغه ولایت کې هغه کسان چې روزانه کار کوي وايي چې څو ورځې خوراي وکړي، خو بیا هم د توکو د پېرلو پیسې نه شي برابرولی. خو هغه کسان چې دندې نه لري او وزګاره دي، وايي، خیرات ټولولو ته اړ شوي او ډېری شپې وږي ویده کېږي. د دې ولایت اوسېدونکي د خوراکي توکو د بیو کنټرول غواړي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

بېنیټ: د افغانستان د ناوړه بشري حقونو وضعیت په اړه ګڼ کسان اندېښنه لري

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په ترکیه کې له دېره افغانانو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. ریچارډ بېنیټ نن جمعه په خپل ایکس یا پخواني ټویټر کې لیکلي، په څلور ورځني سفر کې یې د جلاوطنه افغان ښځو او نارینه وو له بېلابېلو ډلو سره د بشري حقونو پر وضعیت بحث وکړ. هغه لیکلي چې د ناوړه بشري حقونو د وضعیت په اړه ګڼ کسان اندېښنه لري. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، په ترکیه کې یې له حکومتي او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره هم کتلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پای ته ورسېد

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پرون پنجشنبه پای ته ورسېد. دغه سازمان وايي، په جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، سمنګان او ارزګان ولایتونو کې ۱۱ میلیونو تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته دغه واکسین ورکړل شو. د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو د برخې مسوول کمال شاه نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "دغه کمپاین هم په شمال زون کې د پلان شویو لړۍ یوه برخه وه، ځکه په شمال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه په فاریاب کې له څه باندې ۳۰۰ کسانو سره مرسته کوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په پام کې لري سږ میلادي کال په فاریاب ولایت کې له څه باندې ۳۰۰ کسانو سره چې ځانګړې اړتیاوې لري، مرسته وکړي. دغې ادارې نن د عابدې په نوم د یوې ۴۵ کلنې بې‌ځایه شوې کونډې عکس هم خپور کړ چې ۷ ماشومان لري او اوس د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ په مرسته توانېدلې د چرګو د هګیو په خرڅولو سره عواید ترلاسه کړي. ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر تر ۲۹ میلیونو اوښتی دی.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي روسیې ته نوی پیشنهاد وړاندې کړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش روسیې ته نوی پیشنهاد وړاندې کړی چې له مخې یې نړیوالو بازارونو ته د غله‌جاتو او سرې د انتقال زمینه برابره شي. دا کار د هغې موافقې د بیا احیا لپاره کېږي چې په مرسته یې اوکراین وکولی شي، داسې وخت چې لوږه په نړۍ کې زیاته ده خپل ۳۳زره ټنه غله جات صادر کړي. مسکو په هغه پیشنهاد خوشحاله نه دی چې څو ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ته لېږل شوی دی. لاوروف د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره تر کتنې وروسته پرون یوه کنفرانس ته وویل، ده انقرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان او اذربایجان پر پوله نښتې؛ هر لوري د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکړی

نن جمعه د ارمنستان او اذربایجان پر پوله د توپونو تر ډزو وروسته هر لوري د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. د ارمنستان دفاع وزارت وايي په سوتک ښارګوټي کې تر سختو نښتو وروسته د دوی دوه سرتېري وژل شوي او بل ټپي شوی دی. بل لوري ته اذربایجان د ارمنستان ځواکونه په همدې سیمه کې د ډزو په پیل تورنوي او وايي، د اذربایجان یو سرتېری ټپي شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

یاران لوبډلې د بریټېش افغان کرکټ فیسټیول اتلولي وګټله

د انګلستان په پلازمېنې لندن کې د بریټېش افغان کرکټ فیسټيول سیالۍ د یاران کرکټ کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. یادې سیالۍ د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو د ۱۰۴مې کالیزې په مناسبت پيل شوې وې چې دوه ورځې یې دوام وکړ. د یادو سیالیو د مسولینو په وینا، دا درېیم ځل دی چې ورته سیالۍ په لاره اچوي او موخه یې بریتانیا مېشتو افغانانو ته د تفریح برابرول او د کرکټ د ځانګړو استعدادونو رابرسېره کول دي. په دې پړاو سیالیو کې بېلابېلو لوبډلو ته د افغانستان د ملي، الف، نولس کلنې او ولایتي کچې لوبغاړو سربېره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسیا جام؛ هندوستان او پاکستان د کرکټ سیالي کوي

ټاکل شوې چې د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې سبا شنبه درېیمه لوبه د هندوستان او پاکستان ترمنځ ترسره شي. دغه سيالي به د سریلانکا په پالیکلي لوبغالي کې په ځايي وخت ۳:۰۰ بجې پیل شي. د یادو دواړو هېوادونو د سیاسي اختلافاتو پر اساس د دوی د کرکټ سیالي په نړۍ کې ډېر لیدونکي لري. په ورستیو دوه کلونو کې پاکستان بېرته د خپلو چټکو توپ اچونکو پر مټ د دې جوګه شوی دی چې هند سره سخته مقابله وکړي. په وروستيو دوه کلونو کې یادې لوبډلې د کرکټ نړیوالې او اسیايي شورا د ټورنمنټونو په درې سیالیو سره مخ شوي چې یوه سیالي پاکستان او دوه هندوستان ګټلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

السيس موسسه: په افغانستان کې به د تاریاکو د زېرمو له ختمېدو سره د تاریاکو کښت بیا پيل شي

السيس موسسې ويلي چې په افغانستان کې به بیا کوکنار وکرل شي، دې موسسې سږکال په لومړیو کې ويلي وو چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی، خو اوس وايي چې د طالبانو حکومت د خپل مشر فرمان د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یو ډول نه دی عملي کړی. السيس برتانوۍ موسسې سږکال د جوزا په میاشت کې د خپلې سروې پايلې اعلان کړې او ادعا يې وکړه چې یوازې د افغانستان په یوه ولایت کې د کوکنارو کښت له یوه لکو هکټارو څخه تر زرو هکټارو کمو ځمکو ته راټيټ شوی دی. اوس د دې موسسې تحليلګرانو د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د یرغل په جرم دوه کسان په اوږده بند محکوم شول

په واشنګټن کې یوه فدرالي قاضي د ښي اړخې پراوډ بوایز ډلې دوه پخواني مشران د کانګرس پر ودانۍ د یرغل په جرم په اوږده بند محکوم کړل. جوزف بیګس او زاخاري ریل پرون د اګست په ۳۱مه په ترتیب سره په ۱۷ او ۱۵ کلونو بند محکوم شول. بیګس او ریل د 'پراوډ بایز یا سرلوړوځوانانو' ډلې لومړني غړي دي چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د ماتې د لغوه کولو د هڅې او د کانګرس پر ودانۍ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۶ مه د یرغل په جرم په اوږده بند محکومېږي. د بند دا مودې د هغه څه نیمايي دي چې څارنوالان یې په لټه کې و.

Pa.azadiradio.com 

ترکیې د تور سمندرګي غلو نوښت تړون د بیا احیا کولو پر اهمیت ټینګار وکړ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د نړیوال خوراکي خوندیتوب لپاره د تور سمندرګي غلو نوښت تړون د بیا احیا کولو پر اهمیت ټینګار وکړ. هاکان فیدان د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د کتنې د چمتووالي په خاطر مسکو ته سفر کړی دی. سرګي لاوروف له خپل ترکي سیال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې که د روسیې لخوا مطرح شوې ستونزې هوارې شي نو مسکو به بېرته تړون راستون شي. دغه تړون د ۲۰۲۲ کال د جولای... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بدخشان کې ترافیکي پېښه؛ د یو طالب قومندان په ګډون شپږ کسان وژل شوي

د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قومندان په ګډون شپږ تنه ترافیکي پېښه کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. په بدخشان کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه پرون پنجشنبه هغه مهال وشوه چې د دوران خیورس په نوم دغه قومندان د د کورنۍ له غړو سره د خپل زوی واده ته روان و چې هایلکس موټر یې چپه شو. دوران خیورس په راغ کې د طالبانو د یوه کنډک قومندان و. نور وژل شوي څلور نارینه او یوه ښځه ښودل شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو له ځینو ایراني شرکتونو سره د اوسپنې پټلۍ پر پراختیا خبرې کړي

د طالبانو د حکومت یوه پلاوي ایران ته د سفر پر مهال له ځینو شرکتونو سره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پر پراختیا خبرې کړي دي. د طالبانو د رېل لارې ادارې په یوه خبرپاڼه کې چې پرون پنجشنبه یې پر خپله ویبپاڼه خپره کړې ویلي، ایران ته د پلاوي مشري د همدې ادارې مشر ملا بخت الرحمان شرافت کوله. خبرپاڼه کې راغلي، پلاوي د ایران د کنسرسیوم د غړو شرکتونو له مشرانو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې په افغانستان کې د ریل لارو پر پروژې پانګونه وکړي. خبرپاڼه کې راغلي چې د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ د دوهم پړاو د څلورمې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې یوه شپږ کلنه افغانه نجلۍ وژل شوې

یو شمېر پاکستاني رسنیو په پېښور ښار کې د یوې شپږ کلنې افغانې نجلۍ د وژلو خبر ورکړی دی. ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د پولیسو په حواله ویلي چې دغه ماشومه د سې شنبې ورځې په ماښام لادرکه او جسد یې د چهارشنبې په ورځ د ګنیو په پټي کې پيدا شو. د ورځپاڼې په باور، د لومړنیو معلوماتو له مخې پر دغې نجلۍ له وژلو مخکې جنسي تېری هم شوی دی. تراوسه د پېښې لامل او انګېزه نه ده معلومه.

Pa.azadiradio.com 

یو پاکستانی وګړی په ایټالیا کې د خپلې لور د وژنې په تور محاکمه کېږي

د ایټالیا یو لوړپوړی چارواکی وایي، هغه کس چې د خپلې اتلس کلنې لور د قتل په تور تر تعقیب لاندې و، له پاکستانه ایتالیا ته انتقال شوی او هغه هېواد کې به محاکمه کېږي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، شبار عباس د تېر کال په نومبر کې د پاکستان په ختیځ کې د خپلې پېغلې لور د قتل په تور نیول شوی دی. د تورن کس لور د ۲۰۲۱ کال په اپرېل کې وروسته له هغه په ایټالیا کې تري تم شوه چې پاکستان ته یې د واده په خاطر له سفر کولو ډډه وکړه. د ایټالیا د عدلیې وزیر کارلو نوردیو ویلي، دا له یوه لوی جنایت ورسته د عدالت د ټینګښت په لوري یو ګام دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي: اوکراین د اغېزناکې هوایي قوې لپاره ۱۶۰ جېټ الوتکو ته اړتیا لري

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وایي، هېواد یې له هغه شمېر څخه زیاتو جنګي جېټ الوتکو ته اړتیا لري چې ژمنه یې ورکړل شوې ده. زیلینسکي د پرتګال له ملي رسنۍ سره په یوه تلوېزیوني مرکه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوې ویلي، اوکراین کې د اغیزناکې هوایي قوې لپاره ۱۶۰ جېټ الوتکو ته اړتیا لري. هغه وایي، دا شمېر الوتکې له دوی سره مرسته کوي چې پر خپل فضایي حریم د روسیې د برلاسي مخنیوی وکړي. زیلینسکي وایي، ده تراوسه د پنځوسو تر شپیتو پورې ایف-۱۶ امریکایي جېټ الوتکو د ورکړې ژمنې له اروپایي هېوادونو څخه ترلاسه کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراق کې ۵ کسان د یو امریکایي وګړي د وژنې په تور په عمري بند محکوم شول

په عراق کې ځیني قضایي سرچینې وایي، په دغه هېواد کې یوې محکمې ۵ تنه د یوه امریکایي وګړي سټیفان ترول د وژنې په تور په عمري حبس محکوم کړل. یوې قضایي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې په محکومو شویو کسانو کې څلور د عراق او یو د ایران وګړی دی. د سرچینې په وینا، پنځو واړو محکومو شویو کسانو د قتل په جرم اعتراف کړی، خو په وینا یې دوی یوازې د وژل شوي امریکایي وګړي د برمته نیونې نیت درلود. یوې بلې قضایي سرچینې هم د نوم نه ښودو په شرط د محکمې د حکم خبر تایید کړی دی. فرانس پرېس... Читать дальше...


Клиентки агентства Maryway рассказали, как их вынудили взять кредиты

В подмосковных лесах выполнены работы по осветлению молодняка

Воробьев: еще 40 автобусов с USB-розетками выйдут на маршруты в Подмосковье

Музыка на все времена



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Воробьев: еще 40 автобусов с USB-розетками выйдут на маршруты в Подмосковье

В подмосковных лесах выполнены работы по осветлению молодняка

MAXIMUM Гриль Фест пройдет в Москве с 21 по 23 июня

Аделина Панина: как распознать и интерпретировать энергетическое поле

Музыкальные новости

Сергей Собянин. Неделя мэра

Путин приветствовал в России участников и гостей Спортивных игр стран БРИКС

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Новости России

Свыше 550 тысяч москвичей регулярно занимаются плаванием

Клиентки агентства Maryway рассказали, как их вынудили взять кредиты

Музыка на все времена

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024

Экология в России и мире

В Подмосковье обустроили 176 пешеходных маршрутов: Реутов в лидерах

Более 340 тыс. кв м асфальта отремонтировали во дворах Подмосковья

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Спорт в России и мире

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Медведев, Кафельников, Федерер, Маррей, Роддик, Агасси поздравили Синнера со статусом первой ракетки мира

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Moscow.media

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Прощайте, я от вас улетаю

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *