ملګري ملتونه وايي، د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' د شمېرو له مخې د خوراکي توکو په مرستو کې یو سلنه کموالی به تر ۴۰۰زره ډېر خلک له قحطۍ سره مخ کړي. ملګرو ملتونو اټکل کړی د خوراکي توکو په مرستو کې یو سلنه کموالی به تر ۴۰۰ زره ډېر خلک اغېزمن کړي چې دوی به قحطۍ ته یو ګام نور هم نږدې شي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د سېشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د نړیوال خوراکي پروګرام په نیمایي عملیاتو کې چې افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هايتي، اردن، فلسطين، جنوبي... Читать дальше...
د لیبیا په هغه ښار کې چې سېلابونو د اوبو بندونه مات کړي دي نن تر دوه زره ډېر جسدونه موندل شوي دي. اسوشېټېډپرېس اژانس د چارواکو په وینا خبر ورکوي چې دا اندېښنه شته چې د دې سېلابونو تلفات پنځو زرو ته ورسېږي. د دیرنه په ساحلي ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، سېلابونو ودانیو ته هم سخت زیان اړولی او لږ تر لږه دېرش زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي. د ملګرو ملتونو د دې ادارې په باور دومره زیان اوښتی چې زیانمنو ته یې تقریباً د بشري مرستو رسول ناممکن کړي دي. په... Читать дальше...
د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه. د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې جام کې به حشمتالله شهیدي د افغانستان لوبډلمشر وي. په اعلان شوې لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ، رحمنالله ګربز، رحمت شاه، ریاض حسن، نجیبالله ځدراڼ، محمدنبي، اکرام عليخېل، عظمتالله عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوراحمد، مجیبالرحمن، فضل حقفاروقي او نوینالحق شامل شوي دي. دغه راز ګلبدین نایب، شرفالدین اشرف او فریداحمد ملک په احتياطي لوبغاړو کې اخیستل شوي دي. افغانستان... Читать дальше...
په تېره یوه اوونۍ کې د تورخم دروازې له تړل کېدو سره افغان سوداګرو ته څه باندې ۳۰ میلیون ډالره زیان اوښتی دی. د اتو ورځو په تېرېدو سره لاهم د تورخم دروازه تړلې ده. په افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیو د سوداګرو ټولنه وايي، په یاده موده کې زیات شمېر افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د دې ټولنې د عامل پلاوي مشر حاجي امېد حیدري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دواړو خواو کې د ولاړو لاریو ډېره برخه تازه مېوه او سبزي دي چې ټول خراب شوي دي. حیدري وايي، د تورخم دروازې د خلاصون لپاره باید جدي هڅې وشي. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي په افغانستان کې داعش خراسان څانګې ته اندېښنه څرګنده کړه. ټام وېسټ پرون په واشنګټن ډي سي کې د سټیسمن په څېړنیز مرکز کې وویل چې د امریکا د متحد ایالتونو اصلي هدف دا دی چې افغانستان یوځل بیا د هغو ډلو په پټنځای بدل نه شي چې پر متحد ایالتونو او متحدینو یې د برید نیت لري. وېسټ زیاته کړه چې سږکال په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې پر ضد د طالبانو مبارزه بریالۍ وه او د داعش لږ تر لږه اته هغه مهم غړي یې وژلي چې په نورو هېوادونو کې یې د بریدونو په پلانونو کار کاوه. Читать дальше...
د شمالي کوریا مشر وایي چې د روسیې د امنیتي ګټو دفاع به وکړي. ده په دې برخه کې څه شرط او قید وړاندې نه کړ. کیم جونګ اون دا خبرې پر اوکراین د روسیې برید ته په اشارې سره نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کتنې پر مهال وکړې. کیم جونګ اون پرون روسیې ته ولاړ. واشنګټن اندېښنه څرګنده کړې چې روسیې ته د کیم جونګ اون د دې سفر په ترڅ کې ولادیمیر پوتین له شمالي کوریا څخه د وسلو او تجهیزاتو د ترلاسه کولو لټه کوي چې د اکراین په جګړه کې استفاده ترې وکړي. د روسیې له ولسمشر سره د شمالي کوریا مشر... Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره د خبرو پر مهال د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پر سیمهییزو هڅو ټینګار وکړ. ایراني رسنۍ د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې راپور ورکوي چې حسین امیر عبداللهیان او اصف علي خان دراني پرون د افغانستان په تړاو خبرې وکړې. د راپور له مخې عبداللهیان په سیمه او افغانستان کې د ایران او پاکستان پر اغېزمنې ونډې ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې په دې برخه کې د خبرو ادامه به په سیمه کې په ځانګړي ډول په افغانستان کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي. Читать дальше...
د اروپایي کمېسیون مشرې اورزلا وان دیر لاین نن اروپایي پارلمان ته وویل، اروپایي کمېسیون به اوکرایني کډوالو ته د موقتي خوندیتوب د تمدید وړاندیز وکړي. هغه اوکراینیان چې له جګړې په تېښته کې دي، هغه د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو د کډوالۍ له اوږدې پروسې استثنا دي. دا کسان په مستقیم ډول د کډوالو له مرستو برخمن کېږي، د کار اجازه ورکول کېږي، د زده کړو زمینه ورته برابرېږي او کور هم ورسپارل کېږي. د راپورونو له مخې پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه شاوخوا شپږ میلیونه اوکراینیانو د اروپایي ټولنې په بېلابېلو هېوادونو کې پناه اخیستې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدهایالاتو ځانګړی استازی د داعش ډلې خراسان څانګه یوه جدي اندېښنه بولي، خو وايي؛ طالبانو یې وړتیا کمزورې کړې ده. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، افغانستان اوسمهال د اقتصادي بحران او له بشري حقونو د سرغړونو په ګډون له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو په خبره يې په دې هېواد کې د متحدهایالاتو تر ټولو لویه اندېښنه د داعش خراسان څانګې شتون او فعالیت دی. خو سټمسون مطالعاتي مرکز کې د خبرو پر مهال ټام ویسټ دا هم وویل چې طالبانو تېرو دوو کلونو کې د داعش... Читать дальше...
په پاکستان او ترکیه کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو لړۍ تېزه شوې ده. په پاکستان او ترکیه کې د هغه هېوادونو د پولیسو له لوري د افغان کډوالو نیول او بېرته افغانستان ته استول ښايي هغه افغانانو ته چې لا له وړاندې په یادو هېوادونو کې له ګڼو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دي، نوی سرخوږی وي. په پاکستان کې وروسته له هغې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د دغه هېواد سرپرست صدارعظم انور الحق کاکړ د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ له یو خصوصي پاکستاني تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې حکومت یې د غیرقانوني کډوالو د نیولو لپاره اقدامات پیلوي.
د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې د نانسي دوپرې له یاد غونډې او د استاد شپون له تلینه خبرېږئ. له استاد منلي سره په یوه نقدي مسئله بحث شوی دی. د شیبې سلطاني شعرونه اورېدلی شئ. دغه راز د یوې مشاعرې راپور درسره شریکېږي او د یوه فرانسوي کتاب پاڼې درته اړول کېږي. دغه خپرونه، چې احمدشیبر چمتو کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
ایراني چارواکو د خپلو هغو وګړو نومونه ښودلي چې په امریکا کې بندیان دي او تمه ده چې له امریکا سره د زندانیانو د تبادلې د معاملې په ترڅ کې خوشې شي. د راپورونو له مخې د دې معامله پر طرحې تېره میاشت موافقه شوې ده. په پنځو ایراني وګړو کې مهرداد انصاري، رضا سرهنګپور کفراني او کامبیز عطاکاشاني ایران ته د هغې ټکنالوژۍ د لېږد په تور بندیان دي چې امریکا بندیز پرې لګولی و او دوه نور کاوه لطف الله افراسیابي او امین حسن زاده په ترتیب سره لومړی په دې خاطر چې د یوه بهرني اجنټ په توګه یې ځان نه و، ثبت کړی نیول... Читать дальше...
د امریکا د پوځ یو جګپوړی چارواکی وايي، ښايي د ایف شپاړس جنګي جېټ الوتکو لومړني اوکراینی پیلوټان د روان کال له پای ته رسېدو مخکې وروزل شي. د امریکا د هوايي ملي ګارډ قوماندان ډګر جنرال مایکل لوه پرون د سپټمبر ۱۲مه نېټه په مریلنډ ایالت کې د هوايي ځواک د اتحادیې کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال دا څرګندونې وکړې. تمه ده چې اوکرایني پيلوټان تر اکټوبر میاشتې د اریزونا ایالت په ټوکسون ښار کې د ملي هوایي ګارډ پوځي اډې ته ورسېږي. اوکراین په دې هڅه کې دی چې تر پنځوسو پورې ایف شپاړس F-16 جنګي الوتکې ترلاسه کړي. Читать дальше...
په نیمروز کې د اوبو کموالی او د کروندو وچېدل د دې لامل شوي چې یو زیات شمېر بزګران او مالداران نورو کارونو او کسبونو ته مخه کړي. نیمروز یو له تودو ولایتونو دی چې سږ کال په کې د هوا ګرمېدل ان د سانتي ګراد ۵۰ درجو ته ورسېده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر پر افغانستان واکمن طالبان تورن کړل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې یې ټکان ورکوونکي ځپونکي اقدامات کړي او وايي چې په افغانستان کې بشري حقونه د سقوط په حال کې دي. د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر ولکر ټرک پرون په ژنیو کې د بشري حقونو د شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو سقوط د میلیونونه ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی. د ټرک په وینا، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو اقداماتو کچه خورا زیاته ظالمانه ده. Читать дальше...
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، راستنېدونکي افغانان په افغانستان کې له تر ټولو زیانګالو ډلو دي. د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون په خپل اکس شبکه کې لیکلي چې یوازې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د دوی ګمارل شویو ډلو ۵۰زره ۷۴۷ راستنو شویو ته د نقدو پیسو، خوړو او د کور د ضروري وسایلو مرستې برابرې کړي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، دغه افغانان د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره اوونۍ له ایران او پاکستانه د څه باندې ۲۰۰۰ افغانانو د ستنېدو خبر ورکړی و.
په بدخشان ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن مړ او ۲ نور سخت ټپیان شوي دي. د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ مسوولانو د ازادۍ راډیو ته خبریال ته ویلي چې دغه پېښه پرون ماسپښین د بهارک- فیض اباد ترمنځ پر لار، له سړک نه د کرولا ډوله موټر د اوښتو له کبله شوې ده. د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د سړکونو خرابروالی په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو عمده علتونه ګڼل کېږي.
د افغانستان د تېر جمهوري نظام وروستي لوی درستیز ویلي، په افغانستان کې وضعیت د کورنۍ جګړې خوا ته روان دی. هبت الله علیزي په هغه مرکه کې چې د هند، انډیا ټوډې ورځپاڼې پرون خپره کړې ویلي، طالبان پر ډلو ډلو وېشل شوي او افغانستان، د بهرنیو تروریستي ډلو په خوندي ځای په بدلېدو دی. د افغانستان پخواني لوی درستیز تور لګولی چې په افغانستان کې ځینې د تروریستي سازمانونو شمېر په زیاتېدو دی. که څه هم د طالبانو د حکومت ویندویانو د هبت الله علیزي پر خبرو تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې یې په افغانستان کې د بهرنیو تروریستي ډلو د موجودیت راپورونه رد کړي وو.
ټاکل شوې، د طالبانو د حکومت یو پلاوی له افغانستان سره د برښنا د قرارداد د تمدید لپاره ایران ته سفر وکړي. ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې دا پرېکړه د طالبانو د اوبو او انرژۍ د سرپرست عبداللطیف منصور او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر علي اکبر محرابیان ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې شوې ده. د ایران رسنیو پرون راپور ورکړی، چې په دغو خبرو کې د برېښنا د قرارداد پر تمدید او په هرات کې د برښنا د پرچاوۍ پر ستونزو هم بحث شوی دی. افغانستان خپله زیاته برښنا له ګاونډیو هېوادونو له دې ډلې ایران، تاجکستان او ازبکستان... Читать дальше...
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې په پام کې لري، لیبیا ته چې په وروستیو ورځو کې سختو اورښتونو او توفانونو سخت زیانمن کړی، مرستې ولېږي. انټونیو تاجاني پرون سې شنبه په خپل اکس شبکه کې لیکلي، د ایټالیا حکومت د لیبیا په ختځ کې د سېلاب ځپلو د لاسنیوي لپاره مرستې ته سم د لاسه لبیک ووایه. هغه ویلي، د ایټالیا د ارزونې یوه ډله له مخکې لیبیا ته روانه شوې ده چې خپلې چارې د ملکي خوندیتوب له قطعې سره همغږي کوي. د راپورونو له مخې د لیبیا په ختیځ کې تر سختو اورښتونو او سېلابونو وروسته شاوخوا ۱۰زره کسان تري تم دي. Читать дальше...
د پولنډ حکومت پرون سې شنبه موافقه وکړه، که څه هم د اروپايي ټولنې د محدودیت موده راروانه جمعه یعنې د سپټمبر پر ۱۵مه ختمېږي، خو پولنډ به د اوکراین د غله جاتو پر واردولو لګول شوی بندیز په یو اړخیز ډول وغځوي. د پولنډ حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي: "پرته له دې چې د اروپايي کمېسیون بلې پرېکړې ته پام وشي، موږ به د اوکراین غله جاتو ته خپل سرحد نه پرانېزو." تر دغو څرګندونو وروسته د اوکراین صدراعظم دینیس شمیهال پرون وویل، چې اوکراین به د پولنډ د دې یواړخیزې پرېکړې په وړاندې قانوني اقدام وکړي. پولنډ، هنګري... Читать дальше...
د سویډن ملي راډیو وايي چې د سویډن حکومت اوکراین ته د ګریپن ډوله جنګي جېټ الوتکو پر ورکړه غور کوي چې د روسیې په وړاندې په مبارزه کې یې وکاروي. دغې راډیو پرون سې شنبه د ځینو سرچینو په حواله چې خپل نومونه یې نه دي اخیستي، راپور ورکړی، چې د سویډن حکومت د نورو مسایلو تر څنګ غواړي پوه شي چې دغه اقدام خپله د سویډن پر دفاعي وړتیا څومره اغېز کوي او په کوم سرعت کولی شي ګریپن ډوله الوتکې اوکراین ته وسپاري. د راپورونو له مخې د سویډن حکومت ممکن تر پنج شنبې پورې د خپل هېواد له وسلهوالو ځواکونو وغواړي چې دغه موضوع په رسمي ډول مطرح کړي.
د لیبیا په درنا ښار کې د عاجلو خدماتو اداره وايي، د لومړنیو شمېرو له مخې په وروستي توفان کې د مړو شمېر تر ۲۳۰۰ زیات دی. وروسته له هغې چې ویجاړوونکو سېلابونو د لیبیا په ختیځ کې د ساحلي ښار درنا پر سیند جوړ شوي بندونه او پلونه ویجاړ کړل، په نتیجه کې یې په زرګونو کسان مړه او زرګونه نور تري تم شول. د سېلابونو سختو ویجاړیو د مدیترانې سمندرګي دغه ساحلي ښار چې شاوخوا یولک کسان په کې ژوند کوي، ډېر وځاپه. څو پوړیزې ودانۍ ونړېدې، د استوګنې کورونه او موټرونه په څپانده اوبو کې ډوب شول. په لیبیا کې د... Читать дальше...
په وروستیو کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر ځینو مسایلو سیاسي اختلافات زیات شوي چې ورسره د دوی ترمنځ د تورونو لګولو لړۍ هم چټکه شوې ده. د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ لا هم ځینې لانجې حل شوي نه دي او پرون هم له دواړو لوریو تازه تورونه تبادله شول. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون سې شنبه ویلي، په تورخم کې د تېرې اوونۍ برید لومړی د پاکستان له لوري پیل شو. هغه اسوشېټېډپرېس آژانس ته ویلي: "کله چې پر موږ حمله وشوه، له خپل ځانه مو دفاع وکړه او دا زموږ حق دی."... Читать дальше...