Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2023

Новости за 14.09.2023

Pa.azadiradio.com 

الکوزی: د تورخم د دروازې پرانیستلو لپاره خبرو نتیجه نه ده ورکړې

د پاک-افغان سوداګرۍ خونې یو مسوول خان جان الکوزي ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره خبرو نتیجه نه ده ورکړې. هغه وايي، په تېرو نهو ورځو کې چې تورخم تړلی پاتې دی دواړو خواو ته دوه میلیونه ډالر تاوان رسېدلی دی. صفي الله ستانکزي له خان جان الکوزي سره مرکه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د مېوو او سبزیو د خرابېدو وېره؛ ځینې افغان بڼوال او بزګران د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي

یو شمېر افغان باغ لرونکي او کروندګر په افغانستان کې د خپلو کرنیزو محصولاتو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي. د تورخم لارې له شاوخوا لسو ورځو بندېدو او د لسګونو میلیون ډالرو په ارزښت د مېوو، سبزیجاتو او سوداګرۍ توکو د خرابېدو وروسته یو شمېر افغان باغ لرونکي، کروندګر او سوداګر د خپلو محصولاتو د ساتلو لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي. د ننګرهار ولايت يو تن بزګر ذاکر، چې کرنيزې ځمکې او باغونه لري په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: ‌"موږ باغوانان له ډېرو ستونزو سره مخ يوو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې بمي چاودنه؛ د پخواني سناتور حافظ حمدالله په ګډون ۸ کسان ژوبل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ کې نن یوې بمي چاودنې د پخواني سناتور حافظ حمدالله په شمول اته کسان ژوبل کړي. حافظ حمدالله د جمعیت علمای اسلام 'ف' ګوند لوړپوړی غړی دی. د مستونګ پولیسو په بیان کې ویلي چې د حافظ حمدالله کاروان له کوټې څخه د مستونګ پر لوري روان وو چې د چوټو پوستې په سیمه کې د چاودنې هدف وګرځېد. د مستونګ انتظامي مشر عبدالرزاق ساسولي رسنیو ته ویلي چې ټول ژوبل کسان د مستونګ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. دی زیاتوي چې د حافظ حمدالله روغتیايي حالت له خطره بهر دی او تر لومړنیو طبي مرستو وروسته کوټې ته لېږدول شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایګلنډ: د بشري مرستو لپاره افغانستان ته د بهرنیو ډیپلوماتانو ستنېدو ته اړتیا ده

د ناروې د کډوالو شورا مشر وايي، په افغانستان کې د بشردوستانه اصولو او د بشري حقونو له مبارزې سره د مرستې لپاره د نورو بهرنیو ډیپلوماتانو بېرته ستنېدو ته اړتیا ده. د بشري حقونو د وضعیت له خرابېدو او له افغانستان سره د بشري مرستو د کمېدو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره د ناروې د کډوالو شورا مشر ویلي، د بشري حقونو او بشردوستانه اصولو سره د مرستې لپاره افغانستان ته د نورو بهرنیو ډیپلوماتانو بیرته ستنېدو ته اړتیا ده. یان ایګلنډ د چهارشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې افغانان تر بل هر وخت زیات د نړیوالې ټولنې ګډې ونډې ته اړتیا لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو ټولنه لغوه او پر ځای يې کمېسيون جوړ کړی

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د لوړو زده‌کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو ټولنه لغوه کړې او پر ځای يې يو کمېسيون رامنځته کړی دی. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د بنسټونو د لغوه کېدو په دوام، تازه د د لوړو زده‌کړو د خصوصي موسسو او پوهنتونونو ټولنه لغوه کړې ده. هغه مکتوب چې دغه وزارت خپور کړی او ازادي راډيو ترلاسه کړی، په‌کې ليکل شوي: "وروسته تر دې د لوړو زده‌کړو وزارت تر چوکاټ لاندې د خصوصي پوهنتونونو او تحصيلي مؤسسو په نوم، اتحاديه وجود نه‌لري." خو د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د يادې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازې د بندېدو دوام؛ امریکا د ستونزې حل لپاره طالبان او پاکستان ګډ کار ته هڅوي

د امریکا متحده ایالات وايي، پاکستان او طالبان به دې ته وهڅوي چې د تورخم د دروازې د بندېدو مسئله د ګډ کار له مخې حل کړي. په داسې حال چې د تورخم دروازې د تړل کېدو نن نهمه ورځ ده د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان او پاکستان به وهڅوي چې دغې ستونزې ته د حل یوه لاره راوباسي. د دې وزارت ویاند متیو میلر تېره ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل دوي د یادې مسئلې د حل لپاره هڅه کوي. هغه وویل: "په روښانه ډول موږ به دوی وهڅو چې د دې ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي." د تورخم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګوټېرېش: په افغانستان کې د ښځو د حقونو مسئله د ملګرو ملتونو بنسټیزه اندېښنه ده

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوټېرېش وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو مسئله د دوی بنسټیزه اندېښنه ده. د ملګرو ملتونو عمومي ناسته د راتلونکې دوشنبې په ورځ پیلېږي او ۸ ورځې دوام وکړي. د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي وايي چې د افغان ښځو او نجونو د حقونه موضوع به د دې ناستې په اجنډا کې شامله وي. انټونيو ګوټېرېش، چې پرون یې په نیویارک کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، د افغان ښځو او نجونو د حقونو مسئله د دوی یوه اساسي اندېښنه ده. په همدې حال کې د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې او محصلانې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لیبیا په درنه ښار کې د توپان له کبله سېلابونو ناورین رامنځته کړی

د لیبیا چارواکو په دې هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله د ورکو شویو کسانو شمېر لس زره اعلان کړی دی. د درنې ښار اوسېدونکو تېره ورځ د خپلو ورکو شویو خپلوانو لټون کاوه. په دې سېلابونو کې تر اوسه د ۵۱۰۰ کسانو مړینه تایید شوې او وېره ده چې له دې به هم زیات شي. په مدیترانې کې د تېرې یکشنبې په شپه توپان د لیبیا په ختیځو برخو کې د سختو سېلابونو لامل شو. د اوبو د بندونو د نړېدو له امله د درنې ښار تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې بندي افغانانو د دوی د خلاصون غوښتنه وکړه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې نیول شویو افغانانو د پاکستان او طالبانو له حکومتونو غوښتي چې د دوی د خلاصون لپاره دې ګام پورته کړي. یو شمېر دغو بندیانو د ازادې اروپا مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې ناروغان دي او د علاج لپاره پاکستان ته تللي وو. له دې ډلې یو افغان بندي عزیزالرحمن وویل: "ما څلور میاشتې تېرې کړي. زموږ درخواست له حکومته او قاضیانو دی چې موږ ته برائت راکړي. موږ په تکلیف کې یوو. ناروغان یوو. ما عملیات کړی. دا نور هم ناروغان دي." په کراچۍ کې د سپټمبر له نهمې راهیسې تر ۳۰۰ زیات افغانان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ پاکستان او سریلانکا خپلو کې برخلیک ټاکونکې لوبه کوي

د کرکټ په اسیا جام کې نن د پاکستان او سریلانکا لوبډلې لوبه کوي. د سریلانکا او پاکستان لوبډلې به د سریلانکا پلازمېنه کولمبو کې لوبه وکړي. دغو دواړو لوبډلو د اسیا جام د څلورو غوره لوبډلو یا سوپر فور په پړاو کې یوه لوبه ګټلې او یوه یې بایللې ده. په لوړ توپیر د نننۍ لوبې ګټل دواړو لوبډلو ته خورا اهمیت لري ځکه ښايي له هند سره پایلوبې ته چانس پیدا کړي. هند بیا په سوپر فور کې دوه لومړنۍ لوبې ګټلي او راساً پایلوبې ته وتلی دی. تمه ده پایلوبه د سپټمبر په ۱۷مه وشي.

Pa.azadiradio.com 

د لیبیا چارواکي: د وروستیو سېلابونو له کبله ۱۰زره کسان ورک شوي

د لیبیا چارواکو په دغه هېواد کې په وروستیو سېلابونو کې د ورکو شویو کسانو شمېر لس زره تنه اعلان کړ. د درنې ویجاړ شوي ښار اوسېدونکي پرون د خپلو ورکو شویو خپلوانو په لټه کې وو. د دغو سېلابونو په پایله کې تر اوسه د ۵۱۰۰ کسانو د وژل کېدو تایید شوی، خو وېره ده چې د تلفاتو شمېر به زیات شي. په مدیترانې کې د تېرې یکشنبې په شپه توپان د لیبیا په ختیځو برخو کې د سختو سېلابونو لامل شو. د اوبو د بندونو د نړېدو له امله د درنې ښار تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

یو افغان سرتېری له څو میاشتو بند وروسته امریکا د کډوال په توګه ومانه

د افغانستان د تېر نظام یو سرتېری چې د طالبانو له حکومته تښتېدلی و او د ټکساس او مکسیکو پولې ته یې ځان رسولی و، له څو میاشتو راهیسې په بند کې و، خو د ده ورور پرون وویل چې اوس د امریکا متحد ایالتونو د کډوال په توګه منلی دی. ۲۷ کلن عبدالواسع ساپی له هغو لسګونو زره افغانانو څخه دی چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راوروسته د امریکا متحد ایالتونو ته تللی دی. عبدالواسع ساپی چې د امریکا متحد ایالتونو پولې ته رسېده، له څه باندې لسو هېوادونو تېر شوی و.

Pa.azadiradio.com 

د فلسطینیانو په یوه کمپ کې د نښتې له کبله ۷ کسان وژل شوي

د فلسطین د سرې میاشتې د لبنان څانګې خبر ورکړ چې د فلسطینیانو په ستر کمپ کې د اوربند له ماتېدو سره سم د چهارشنبې په ورځ په جګړه کې اووه تنه ووژل شول. د لبنان په جنوب کې د صیدا ښار ته څېرمه د عین‌الحلوه په نوم د کډوالو په کمپ کې له نږدې اوونۍ راهیسې شخړې په زیاتېدو دي. هلته د فتح په نوم افراطي تحریک له حماس پرته له نورو بنسټ‌پالو ډلو سره په نښتو کې ښکېل دی. وروسته تر دې چې په ۱۹۴۸م کال کې له جګړو وروسته د اسراییل دولت تاسیس شو، دغه کمپ ته فلسطینیان ورمات شول.

Pa.azadiradio.com 

د هلمند یو شمېر بزګران د محصولاتو لپاره د سړخونو د جوړېدو غوښتنه کوي

د افغانستان په جنوب هلمند ولایت کې یو شمېر بزګران وايي، که نړیوال غواړي له دوی سره مرسته وکړي نو سړې خونې دې ورته جوړې کړي. دوی وايي، د تازه مېوو او ترکاریو د موسم په رارسېدو سره هر کال د کرنیزو محصولاتو د پلور بازار سوړ وي. د یاد ولایت ګرونګر د دې ستونزې حل لپاره سړې خونې او د کرنیزو توکو لپاره کورنی او بهرنی مارکېټ مهم بولي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

یان ایګلنډ: یوازې بېړنۍ مرستې د افغانستان ستونزې نه شي هوارولی

د ناروې د کډوالو د شورا رییس وایي، یوازې له افغانستان سره بېړنۍ مرستې د دې هېواد ستونزې نه شي هوارولی باید د پراختیایي چارو په برخه کې هم مرستې وشي. یان ایګلنډ تېره ورځ ناوخته په خپله ټولینزه شبکه ایکس کې کښلي چې د افغانستان وګړي اوس تر بل هر وخت زیات د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري. هغه ویلي، د ښځینه کارکوونکو په ګډون یې د شورا کارکوونکو په افغانستان کې ښځو او نارینه‌وو ته مستقیماً مرستې رسولي دي. ایګلنډ په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو دې شورا له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې باید د یوه بشري ناورین مخه ونیول شي

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' یوځل بیا خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو چې مرستو ته اړ دي، یوه ته یې مرستې رسولی شي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون په ټولنیزه شبکه ایکس کې وویل چې په افغانستان کې باید د یوه بشري ناورین مخه ونیول شي او هغه مالي بودیجه ورته برابره شي چې دې پروګرام یې غوښتنه کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو د مخه له زیانګالو کسانو سره د مرستو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. د روانې سپټمبر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ نړیوال سازمان د کونړ او ننګرهار سېلاب ځپلو سره مرسته کړې

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' په کونړ او ننګرهار کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو خبر ورکوي. د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه کې ویلي چې په دغو ولایتونو کې د سختو بارانونو په نتیجه کې سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې زیانونه رسولي دي.  دغه سازمان ویلي، ټیمونو یې په کونړ او ننګرهار کې له زیانمن شویو سره د خیمو، کمپلو، د سولري تختو او بېړنیو سرپناوو مرسته کړې ده. په دې اړه چې دغه مرستې له څومره زیانمن شویو کورنیو سره شوي، نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: د طالبانو په واکمنېدو سره تر ۶ لکه ډېر افغانان پاکستان ته تللي

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د دفتر ویاند قیصرخان افریدي وایي، له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د اټکل له مخې له ۶ لکه زیات افغانان دې هېواد ته ورغلي. هغه د ترکیې انادولیا خبري اژانس ته پرون چهارشنبې وویل چې په دې سربېره دې هېواد ۱،۳ میلیونه افغانانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې او دا هغه افغانان دي چې راجستر شوي یعنې حکومت کارټونه ورکړي دي. هغه ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې له ۱۶ زره زیات افغانان هم د کډوالو د کمېشنیرۍ په مرسته په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لسګونه هېوادونه: ایران دې د خپل اټومي پروګرام په اړه پوښتنو ته ځواب ووايي

د نړۍ لسګونو هېوادونو له ایرانه وغوښتل چې په بېړنۍ توګه د خپل اټومي پروګرام په اړه پوښتنو ته ځواب ووايي. دغه غوښتنه د ایران د ځینو پټو اټومي تاسیساتو اړوند مطرح شوې ده. په ویانا کې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې اجرایوي بورډ څه باندې شپېتو غړیو په یوه اعلامیه کې چې پرون چهارشنبې یې خپره کړې له ایران څخه دغه غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې تهران باید د خپل اټومي پروګرام د مبهمو اړخونو په اړه وضاحت ورکړي. د ویانا د غونډې ګډونوالو دغه راز پر ایران انتقاد وکړ چې د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې څارونکو ته ویزې نه ورکوي چې هغه هېواد ته سفر وکړي.

Pa.azadiradio.com 

چین: د رسمي سفیر د ټاکلو هدف له افغانستان سره د همکاریو دوام دی

چین د افغانستان لپاره د نوي سفیر په ګومارلو سره لومړنی هېواد دی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته رسماً خپل نوی سفیر کابل ته استوي. په داسې حال کې چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، چین پرون چهارشنبې رسماً خپل نوی سفیر کابل ته واستاوه او په دې توګه لومړنی هېواد شو چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته لوړپوړی ډیپلومات کابل ته لېږي. ژاو شینګ پرون چهارشنبې خپل باورلیک د طالبانو د سرپرست حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لارې بندېدل؛ یو شمېر افغانان د تېلو بیو د لوړېدو له کبله شکایت کوي

بزنس سټنډرډ: بزنس سټنډرډ خپرونې په افغانستان کې د سالنګ د لویې لارې تر بندېدو وروسته د تېلو د بیو لوړېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده. د دې خپرونې په باور، موټر چلونکي د تېلو د بیو له لوړېدو شکایت کوي او له طالبانو غواړي چې دې مسئلې ته توجه وکړي. دې خپرونې د تېلو د یوه پلورونکي په وینا لیکلي چې پخوا به ډېر تېل د شمال له لارې کابل ته واردېدل او اوس چې د سالنګ لاره د رغونې لپاره بنده شوې دا واردات د پام وړ کم شوې دي. بزنس سټنډرډ وړاندې لیکي چې په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران په ترڅ کې د تېلو... Читать дальше...


В Ясенево врачей поликлиники поздравили с Днем медработника

Аделина Панина: как распознать и интерпретировать энергетическое поле

Вятичи: почему их считают первыми москвичами

Свыше 550 тысяч москвичей регулярно занимаются плаванием



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Театр «Модерн» проведет премьерные спектакли под занавес сезона, 25 и 27 июня

LG ДЕМОНСТРИРУЕТ ПРОФЕССИОНАЛЬНЫЕ ДИСПЛЕИ С УЛУЧШЕННЫМИ ВОЗМОЖНОСТЯМИ ИСКУССТВЕННОГО ИНТЕЛЛЕКТА НА ВЫСТАВКЕ INFOCOMM 2024

Аделина Панина: как распознать и интерпретировать энергетическое поле

Музыка на все времена

Музыкальные новости

Владимир Путин сенсационно получил ключевое признание от Н А Т О.

Автопробег в честь Дня России прошел в Ленинском округе

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

"СВЯТОЙ ЛЕНИН: сенсация о прогнозах направит Америку и Европу творить добро?!

Новости России

Театр «Модерн» проведет премьерные спектакли под занавес сезона, 25 и 27 июня

Воробьев: еще 40 автобусов с USB-розетками выйдут на маршруты в Подмосковье

Аделина Панина: как распознать и интерпретировать энергетическое поле

В подмосковных лесах выполнены работы по осветлению молодняка

Экология в России и мире

Петербургский Пушкинский бал

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

В Подмосковье обустроили 176 пешеходных маршрутов: Реутов в лидерах

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Спорт в России и мире

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе

Moscow.media

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми

Северные ночи...







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *