Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2023

Новости за 18.09.2023

Pa.azadiradio.com 

روسېې په هاګ محکمه کې پر اوکراین د برید قضيې د لغوه کیدو غوښتنه وکړه

روسیې، په هاګ کې د ملګروملتونو له لویې محکمې غوښتي دي چې پر اوکراین د دې هېواد د یرغل قضیه لغو کړي. مسکو دا قضیه د بېچاره ګۍ هغه هڅه بللې چې هدف یې د اوکراین په ختیځ کې د جینوسایډ یا ډلوژنې د مخنیوي په هدف د پوځي اقدام د توجیه لپاره د مسکو د استدلال شنډول دي. روسیې دا غوښتنه د ملګرو ملتونو په دې اړونده محکمه کې د اوکراین له خوا د وړاندې شوې دعوې مقدماتي استماعیه غونډې ته وړاندې کړه. تمه ده چې دا غونډې به د سپټمبر تر ۲۷مې پورې دوام وکړي. اوکراین دا دعوه د ۲۰۲۴ کال د فبروري په ۲۴مه د روسیې د یرغل په لومړیو کې پیل کړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له ايران سره تبادله کيدونکي امریکايي بنديان نن له دغه هېواده ووتل

پنځه امریکايي بندیان چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د بندیانو د تبادلې د معاملې په ترڅ کې له بنده خوشې شوي، نن له ایرانه ووتل. د قطر یوې الوتکې نن دا پنځه کسان او د هغو دوه تنه خپلوان له تهران څخه قطر ته ورسول. د دې بندیانو د تبادلې موافقه د دواړو هېوادونو ترمنځ له څو میاشتنیو خبرو وروسته ترلاسه شوه. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن خبریالانو ته وویل، په امریکا کې د پنځو ایراني بندیانو له ډلې دوه تنه ایران ته ستنیږي، یو دریم هېواد ته ځي او دوه نور په خپله خوښه په امریکا کې پاته کیږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راډیويي مجله؛ افغانانو ته د شعر يوه مهمه کلنۍ جایزه اعلان شوه

د ازادي راډيويي مجلې په خپرونه کې اورئ چې افغانانو ته د شعر یوه مهمه کلنۍ جایزه اعلان شوه. د ژباړې په اړه د استاد منلي نظر اورېدلی شئ، د غزني د منارو په اړه د غزني د پوهنتون د استاد خانیخېلي څرګندونې اورئ. شعرونه هم شته او د ګورګور د ادبیاتو په اړه به هم واورئ. دغه خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان د استازيتوب ګونګ برخليک؛ کارپوهان: نسبي استازیتوب هم اړین و

د سیاسي مسایلو یو شمېر پوهان په دې باور دي، که د افغانستان په استازولۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې کوم استازي ګډون کړی وای، کولای یې شول چې له نړۍ سره د افغانستان ډیپلوماټیکي، سیاسي او سوداګریزي اړیکې پیاوړې کړي. د ملګرو ملتونو ۷۸یمه غونډه نن دوشنبه د امریکا په وخت په نیویارک کې پیلېږي او ۸ ورځې به دوام وکړي. پخوانی ډیپلوماټ او د سیاسي مسایلو شنونکی عزیز معارج وايي، اړتیا وه چې طالبانو د نړیوالو مشروع غوښتنې منلې وای، د افغانانو حقونه یې خوندي کړای او د یوه مشروع حکومت په جوړولو سره یې دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هندوستان افغان محصلانو ته زر تحصیلي بورسونه اعلان کړل

د هند حکومت اعلان کړی، چې د لېسانس او ماسټرۍ په کچه یې د افغانانو لپاره ۱۰۰۰ انلاین سکالرشیپونه په پام کې نيولي دي. د هند د کلتوري اړیکو شورا (ICCR) په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي، چې دا سکالرشيپ د ای ودیا بهارتي پورتال e-Vidya Bharati له لارې انلاین پلي کیږي. ICCR اعلان کړی، چې دا بورسونه د مدیریت او سوداګرۍ، اقتصاد، کمپیوټر ساینس، هنر او نورو برخو کې د 2023 او 2024 کلونو لپاره دي. د هند د کلتوري اړیکو شورا وېب‌پاڼه وايي، په يادو سکالرشيپونو کې يوازې د پوهنتون د فيسونو لګښت شامل دی او معاش ورکول په‌کې شامل نه‌دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان موقت صدراعظم په استولي لیک کې د طالبانو له نا مشروع ګڼلي رژيم څخه څه غوښتي دي ؟

داسې مهال چې د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ د طالبانو اوسنی رژیم غیرمشروع بولي، خو په یوه لیک کې یې چې د طالبانو رییس الوزرا ته لیکلی ویلي، هوډ لري چې له افغانستان سره سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزې اړیکې لا پراخه او پیاوړي کړي. که څه هم د دې لیک د لېږلو کره نېټه نه‌ده رسنیزه شوې، خو بېلابېلو پاکستاني رسنیو د خپلو ډيپلوماټانو له قوله لیکلي، دا لیک د هغه خط په ځواب کې لیکل شوی چې مُلا محمد حسن اخند د پاکستان د سرپرست صدراعظم په توګه د انوارالحق کاکړ د ټاکل کېدو وروسته د مبارکۍ لپاره ور لېږلی و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: روسيې د اوکراين د جګړې له پيل سره خپله مدني ټولنه هم ځپلې ده

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې روسیې د اوکراین د جګړې له پيل راهیسې په سیستماتیک ډول مدني ټولنه ځپلې ده.  د روسیې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورترې ماریانا کتزروا په خپل دې راپور کې روسي چارواکي په پراخه کچه د جګړې د منتقدانو په ناقانونه نیول کېدو تورن کړي دي.  په راپور کې راغلي چې نیول شوي کسان " د دوامداره شکنجې او بد چلند" له کبله د مرګ له خطر سره مخامخ دي.  رویټرز خبري اژانس لیکلي، په تېرو شپاړسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دغه سازمان د پنځو دایمي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه ښوونځیو د تړل کیدو دویمه کلیزه؛ له زده کړو محرومه نجلۍ: زړونه مو مات- مات دي

دوه کاله مخکې په همدې ورځ طالبانو د نجونو ښوونځي وتړل خو د دوو کلونو له تېرېدو وروسته هم د پرانیستلو لپاره یې اقدام نه دی شوی. په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښوونځيو د بندیز د دویم کال له پوره کېدو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو سازمان او په افغانستان کې نجونې زده کوونکې د طالبانو له حکومت څخه غواړي، چې دا تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.  د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش نن پر خپله اېکس پاڼه د نجونو په زده کړو بندیز یوه نه توجېه کېدونکې بشري سرغړونه بللې ده چې په وینا یې په اوږد مهال کې ټول هېواد ته زیان رسوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سرپرست صدراعظم ملا حسن آخوند ته ليک استولی

د پاکستان سرپرست صدراعظم د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا په نوم په یوه لیک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو په اړه د خبرو  غوښتنه کړې.  د راپورونو له مخې، انوارالحق کاکړ ملامحمد حسن آخوند ته په دې لیک کې د هغو امنیتي او اقتصادي ستونزو یادونه کړې چې دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي.  دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ په تورخم کې د طالبانو له خوا د یوې پوستې د جوړولو پر سره د دواړو خواوو د ځواکونو ترمنځ نښته وشوه او ورپسې تورخم دروازه د څه باندې یوې اونۍ لپاره بنده شوه.  پاکستان همداراز شکایت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادۍ جبهې بګرام کې پر طالبانو د برید او مرګ ژوبلې ادعا وکړه

د ازادۍ د جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله ادعا کوي، چې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې یې درې تنه طالبان وژلي او دوه تنه یې ټپیان کړي دي.  دې ډلې په یو بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې دا حمله یې تېره شپه د بګرام په دوه لاره کې د طالبانو پر یوه مرکز کړی. د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او خپلواکو سرچینو هم دا ادعا نه ده تایید کړې.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د دفاعي چارو وزیر او د دفاع وزارت مرستیالان ګوښه شول

د اوکراین حکومت د دې هېواد د دفاع وزارت شپږواړه مرستیالان او په دفاعي چارو کې د دولت وزیر له دندو لیرې کړي دي. د اوکراین په پارلمان کې د کابینې استازي تاراس میلني چوک نن دا خبر ورکړ. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي دوه اونۍ مخکې تردې اولیکسي ریزنیکوف د دفاع د وزیر له دندې لیرې کړ او پرځای یې رستم عمروف پر دنده وګوماره او پارلمان د هغه پرېکړه تایید کړه.

Pa.azadiradio.com 

بدخشان: د چین پولې ته څېرمه د ورېښمو لارې د جوړیدو چارې پیل شوې

د افغانستان د شمال ختیځ ولایت بدخشان او د چین د پولې تر منځ د غځیدلي نژدې پنځوس کیلو متره سړک د رغونې چارې پيل شوې. دغه سړک چې د ورېښمو لارې په نوم یادیږي پنځه متره سور لري او د طالبانو د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې څه باندې ۳۶۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې د دوی له بودجې ورکول کیږي.  بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر معزالدین احمدي نن دوشنبه باختر خبري اژانس ته ویلي، چې له دې لارې له چین سره سوداګریزه راکړه ورکړه څو برابره ارزانه تمامیږي. دا پروژه داسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايران: امریکا سره نن بندیان تبادله کوو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دوی او امریکا ترمنځ د زندانیانو تبادله نن دوشنبه ترسره کیږي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن خبریالانو ته ویلي چې پنځه امریکایي زندانیان به څو ساعته وروسته له ایرانه قطر ته روان شي. د کنعاني په خبره، په امریکا کې د زنداني شویو پنځو ایرانیانو له ډلې دوه یې ایران ته ستنیږي، یو یې دریم هېواد ته ځي او دوه نور یې په خپله خوښه متحده ایالتونو کې پاته کیږي. له دې سره همهاله، په جنوبي کوریا کې د ایران د شپږ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د افغاني سرې مياشتې ټولنه: ۴۸ په زړه سوري ماشومان مو د درملنې لپاره روغتونونو ته ور پېژندلي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په زړونو د سوریو ماشومانو د درملنې په دوام یې ۴۸ نور ماشومان د کابل دوو سیمه ییزو روغتونونو ته معرفي کړي او د درملنې ټول لګښت یې ورکوي. د دغې ټولنې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ یې په خپله وېب پاڼه خپره کړي راغلي، اوسمهال له دوی سره ١٢زره داسې ماشومان ثبت دي چې زړونه یې سوري دي او باید درملنه یې وشي. د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو مخکې د دغه ټولنې له خوا په زړونو سوري ډیری ماشومان د درملنې لپاره له افغانستانه بهر لېږدول کېدل خو د طالبانو له واکمنیدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګوتیریش: د افغان نجونو پر زده کړو بندیز نه توجیه کیدونکې بشري سرغړونه ده

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش یوځل بیا ښوونځیو ته د افغان نجونو د تګ غوښتنه کړې ده.  ګوتیریش نن پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې " د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې له ښونځیو تر شپږم ټولګي پورته نجونو د راګرځولو دوه کاله پوره شول."  ګوتیریش زیاته کړې، چې له ښوونځیو د نجونو منع کول له بشري حقونو یوه نه توجیه کېدونکې سرغړونه ده، چې په ټول هېواد کې د اوږدمهاله زیانونو لامل کیږي. د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښونځیو نه منع... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان بزګران د اغاجان بند د جوړېدو غوښتنه لري

د ارزګان ولایت بزګران وايي، که په دغه ولایت کې د سېلابونو اوبه مهار نه شي، دغلته به د خلکو ژوند نور هم له ستونزو سره مخامخ شي. دوی وايي، په دغه ولایت کې د اوبو کچه ورځ تربلي ښکته کیږي او خلک د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ دي. د ارزګان دا اوسیدونکي دا هم وايي، په دغه ولایت کې په کمو امکاناتو د اغاجان په نوم بند جوړېدلای شي. دا خلک زیاتوي، چې د یاد بند له جوړیدو سره به نه یوازې ددغه ولایت خلک د اوبو څخه برخمن شي؛ بلکې په لږه بیه دایمي برېښنا به هم ورته برابره شي. په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره واورئ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران امنیتي ځواکونو څه باندې ۲۶۰ کسان نیولي

په ایران کې محلي رسنیو د امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې وايي، د مهسا امیني د مړینې د لومړي کال پوره کېدو په مناسبت یې څه باندې ۲۶۰ کسان نیولي دي. چارواکو په دغه هېواد کې د نویو اعتراضونو د مخنیوي لپاره سخت محدودیتونه لګولي دي. د ایران شرق ورځپاڼې پرون یکشنبه راپور ورکړی چې دغه ۲۶۰ کسان د ۲۴ ساعتونو پر مهال نیول شوي دي. د شنبې په ورځ د ځوانې ایرانۍ کردۍ مهسا امیني د مړینې یو کال پوره شو، هغه په تهران کې د ګشت ارشاد پولیسو په بشپړ ډول د حجاب د نه رعایت په تور نیولې وه او د پولیسو په توقیف کې یې ساه ورکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د عراق حکومت کردستان ته اختصاص شوې بودیجه زیاتوي

د عراق فدرال حکومت پرون موافقه وکړه چې د عراق کردستان ته به اختصاص شوې بودیجه زیاتوي. د عراق د شمال دغه کورواکې سیمه کې د معاشونو د ورکړې لپاره دغسې بودیجې ته سخته اړتیا لیدل کېږي. دا پرېکړه داسې وخت کېږي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې په زرګونو کسان د دې سیمې په درېیم لوی ښار دهوک کې لارو سړکونو ته راووتل او ملکي مامورینو ته د معاشونو د نه ورکول کېدو په باب یې اعتراضونه وکړل. دوی د دې ستونزې ملامتي پر بغداد واچوله. د عراق فدرال حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د عراق کردستان ته به د کاله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په لیبیا کې د ترافیکي پېښې له کبله څلور یوناني مرستندویان مړه شوي

د یونان د ژغورنې ډلې څلور غړي چې لیبیا ته د مرستې لپاره تللي وو، پرون یکشنبه په ترافیکي پېښه کې مړه شوي دي. د لیبیا په ختیځ کې د حاکم حکومت روغتیا وزیر عثمان عبدالجلیل ویلي، دغه کسان هغه وخت مړه شول، چې موټر یې له بنغازي څخه سېلاب ځپلې سیمې درنا ته روان و. د هغه په وینا، په دې مرستندویه ډله کې څه باندې ۱۹ کسان شامل وو چې ۴ یې مړه شول او ۱۵ نور ټپیان شول. په درنا کې د سپټمبر پر لسمه تر سختو اورښتونو وروسته سېلابونه وبهېدل چې تر اوسه یې د ملګرو ملتونو په وینا تر ۱۱زرو ډېر کسان مړه کړي دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هبت‌الله په دوه واره امر یو برتانوی خیریه کارکوونکی لا هم نه دی خوشې شوی

مېل انلاین: د بریتانیا مېل انلاین ورځپاڼې پرون د هغه برتانوي خیریه کارکوونکي په باب لیکنه خپره کړې چې د طالبانو په توقیف کې دی او د طالبانو رهبر یې د روغتیايي ستونزو له کبله دوه وارې د خوشې کېدو امر کړی، خو دی بیا هم خوشې شوی نه دی. ورځپاڼې د 'مېل اون سنډې' ورځپاڼې په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده دوه وارې، یو ځل د جولای میاشتې په نیمايي او بل ځل د اګست په لومړیو کې په مشروط ډول د کېوین کارنویل د خوشې کېدو امر صادر کړ، ځکه دغه برتانوي وګړي په خپلو پښتورګو/ بډوډو کې ستونزه درلوده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان وپوښتئ چې ولې ېې د زرګونو افغان نجونو راتلونکی او هیلې له خطر سره مخ کړي

د بښنې نړیوال سازمان وايي د افغان نجونو د حقونو د اعادې لپاره باید سمدستي اقدام وشي.  دغه سازمان په ایکس شبکه کې په یو لړ بیانونو کې ویلي، چې څه باندې دوه کاله د مخه د طالبانو په بیا واکمنېدو د میلونونو افغان نجونو د پرمختګ هیلې او خوبونه مات شول.  د بښنې نړیوال سازمان وايي چې طالبانو د نجونو د حقونو د اعادې لپاره خپله هېڅ ژمنه نه ده پرځای کړې او لا محدودیتونه زیاتوي.  دغه سازمان یو وار بیا د هغه پرلیکه/ انلاین پټیشن/غوښتنلیک لپاره د لا زیاتو لاسلیکونو د ټولېدو او ملاتړ غږ کړی چې هدف یې تعلیم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

متقي پاکستان سره د ستونزو په ژر حل ټينګار وکړ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له پاکستان سره د رامنځته شویو ستونزو په تړاو د دغه هېواد له شارژدافیر سره خبرې کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي متقي له عبیدالرحمن نظاماني سره د تورخم د دروازې پر ستونزو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د نیونې او ځینو نورو ستونزو په اړه بحث کړی. د بیان له مخې، دوی د دغو ستونزو په ژر حل ټینګار کړی دی. تورخم شاوخوا لس ورځې تړلی و، چې له امله یې افغان او پاکستاني سوداګرو ته تر دوو میلیونو ډالرو تاوان رسیدلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند افغان ځوانانو ته زر بورسونه اعلان کړل

هند د افغان ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو ۱۰۰۰ بورسونه اعلان کړي. په نوې ډهلي کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې تایید کړې چې د هند حکومت د انلاین پورتال له لارې د لسانس او ماسترۍ د کچې دا تحصیلي بورسیې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تحصیلي کلونو په مخه افغان ځوانانو ته ورکوي. د سفارت د بیان په اساس، د دغو بورسیو لپاره نوملیکونه د سپتمبر له ۱۶مې پيل او تر ۲۲مې دوام کوي. که څه هم هند په انلاین توګه د دې بورسیو اعلان کړی، خو اخوا سلګونه هغه افغان ځوانان لا هم هند ته په تلو او د خپلو درسونو په پيلولو نه دي بریالي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خوړو نړيوال سازمان: افغان اړمنو ته يو ميليارد ډالر په کار دي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) یو ځل بیا میلیونونو افغانانو ته د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی نه شي کولای دا هېواد یوازې پریږدي. WFP پرون په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د سخت ژمي په درشل کې د میلیونونو افغان کورنیو د ژغورلو لپاره یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري. د دغه سازمان په وینا ناامنیو، وچکالۍ او اقتصادي بحران افغانستان سخت زیانمن کړی دی. تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی و چې د بودیجې د نشتوالي له امله یې په افغانستان کې له لسو میلیونو وګړو سره مرستې بندې کړي دي. Читать дальше...


В Подольске запустили производство нетканых материалов для мебели

В Дубне прошел день наукоградов Подмосковья

Путин: жить нужно ради того, ради чего можно умереть

В Мытищах появится поликлиника на 255 мест с силуэтом в виде самолета



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Подольске запустили производство нетканых материалов для мебели

Бассейн в центре реабилитации «Ясенки» построят в начале 2025 года

Клубов меньше, матчей больше: как изменится Лига ВТБ в сезоне-2024/25

Серый кардинал

Музыкальные новости

РМК покинул Нагорный Карабах 12 июня - в День России

«Не кричи!»: Елена Север и Филипп Киркоров представили совместный клип и трек

«Магнит» планирует строительство нового склада в Ленобласти

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» и ДЕНЬ РОССИИ: успех России в С В О = мир во всём мире?!

Новости России

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Бассейн в центре реабилитации «Ясенки» построят в начале 2025 года

В Дубне прошел день наукоградов Подмосковья

Губернский театр Сергея Безрукова перешел в ведение Минкульта

Экология в России и мире

Попурри мелодий и дух патриотизма: военный оркестр в парке «Кузьминки» отметил День России

Какие украшения чаще всего дарят на годовщину свадьбы: исследование «585*ЗОЛОТОЙ»

Гастроэнтеролог Садыков рассказал, как не допустить отравления бутилированной водой летом

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Спорт в России и мире

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Блинкова вылетела с турнира WTA в Хертогенбосхе

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Moscow.media

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Якубовский Валерий Иванович

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *