Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2023

Новости за 05.09.2023

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان او روسیه: په خپله خوښه به د روان کال تر پایه د تېلو د تولید کمولو ته دوام ورکړو

سعودي عربستان او روسیې نن سې شنبې وویل چې دوی به په خپله خوښه د روان کال ترپایه د تیلو په تولید کې کموالي ته دوام ورکړي. دغه هیوادونه، دغه کارد دې لپاره کوي چې د تیلو بیې لوړې شي. د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، چې دا هیواد به د روان ۲۰۲۳ کال د ډسمبرمیاشتې ترپایه په ورځ کې د یوملیون بیرله تیلو کموالي ته چې له جولای میاشتې راهیسې یې عملي کوي، دوام ورکړي. روسیې هم ویلي، چې د دې کال ترپایه به په ورځ کې درې سوه زره بیرله کم تیل صادروي. سعوي عربستان د اوپک د سازمان او روسیه هم له دې سازمان سره د تړلي اتحاد غړي دي.

Pa.azadiradio.com 

یوسف نورستانی بیرته افغانستان ته ستون شو

د راپورونو له مخې، د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پخوانی رییس احمد یوسف نورستاني بیرته افغانستان ته ستون شوی دی. د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي ټلویزیون د کابل په هوایي ډګرکې د ښاغلي نورستاني د یوه تصویر له خپریدو سره ویلي چې نوموړی نن غرمه مهال کابل ته راورسید. د طالبانو یوشمېر چارواکي، له هغې ډلې د تربیت بدني او ورزش ریس احمدالله وثیق چې د طالبانو له خوا افغانستان ته د افغان شخصیتونود بیرته ستنولو د کمیسیون غړی دی، په دې تصویرکې لیدل کیږي له هغه سره د الوتکې په خوا کې ولاړدی. احمد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کانکور ازموینې د ګډونوالو کمښت؛ شنونکي: لامل یې د نجونو پر ګډون بندیز دی

د طالبانو حکومت د ازموینو ملي ادارې د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۲ کال د کانکور پایلې اعلان کړې، چې ۸۴۲۳۴ تنو په کې ګډون کړی وو. که څه هم د طالبانو حکومت د ازموینو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني او د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د کانکور د پایلو د اعلان په مهال ادعا وکړه، چې سږ کال د تېر کال په پرتله د کانکور ګډونوال ډېر وو. خو د ګډونوالو د هغو شمېرو له مخې، چې په تېرو کلونو کې د ازموینو د ادارې لخوا اعلان شوي، ښيي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د کانکور ګډونوال ډېر کم وو. د ازموینو د ملي ادارې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کلستر ماینونو ایتلاف: روسیه او اوکراین دې د خوشه یي ماینونو له کارولو لاس واخلي

د کلسټریا خوشه يي مهماتو د تولید او کارونې د مخنیوي لپاره یو نړیوال ایتلاف وایي، له کله چې کریملین له تېر کال راهیسې پراوکراین بشپړیرغل پیل کړی، د روسیې او اوکراین لخوا د کلسټر وسلو بریدونه د دا ډول وسلو په کارولو کې د زښت زیات زیاتوالي ښکارندوي کوي چې ورسره د دې اړتیا رامنځ ته کوي چې نور هیوادونه پر دا ډول وسلو له نړیوال بندیز سره یوځای شي. د کلستر ماینونو ایتلاف (CMC) کمپاین ډلې، نن د سپتمبر په پنځمه د کلستر ماینونو په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی ،چې په کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې په اتو هیوادونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران له یو نیم کال راهیسې یو سویډنی ډیپلومات بندي کړی

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل تایید کړې، چې یو سویډنی ډيپلومات له نژدې یونیم کال راهیسې په ایران کې بندي دی. سویډن پرون په غیرمستقیم ډول په دې اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور تایید کړ او ویې ویل چې یو سویډنی وګړی د تېرکال له اپريل میاشتې راهیسې په ایران کې په توقیف کې دی، خو ښاغلي بوریل نن نور وضاحت هم ورکړ او د دې ډيپلومات نوم او په اروپايي ټولنه کې د هغه دنده یې هم یاد کړل. هغه نن د پرمختګ په اړه په یو غونډه کې د ګډون لپاره د اسپانیا کادیز Cadizښار ته له رسېدو سره سم خبریالانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بوریل: ایران یو سویډنی دیپلومات له ۵۰۰ ورځو راهیسې په ناقانونه ډول بندي کړی

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر نن تایید کړه، چې یو سویډنی ډيپلومات له نژدې یونیم کال راهیسې په ایران کې بندي دی. جوزیپ بوریل د اسپانیا په کادیز Cadizښار کې یوې غونډې ته له رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل، ۳۳ کلن جان فلودیرُس Johan Floderus چې د اروپايي ټولنې لپاره یې کار کاوه له ۵۰۰ ورځو راهیسې په غیرقانوني ډول په ایران کې نیول شوی. بوریل وویل چې بروکسل د دې ډيپلومات د خوشې کېدو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي. د تېرکال په جولای میاشت کې وروسته له دې چې سویډن، په ۱۹۸۸م. کال کې د زرګونه کسانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بودیجې کمښت؛ خوړو نړیوال سازمان ۲ میلیون افغانانو سره د مرستو ځنډیدو خبر ورکړ

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د بسپنې د کمېدو له کبله په روانه میلادي میاشت کې شاوخوا دوه میلیون افغانانو ته د خوړو رسولو پروګرام ځنډوي. WFP نن په یوه بیان کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د دې اړوندې ادارې د مشر هسیاو- وي- لي Hsiao-Wei Leeله قوله ویلي، په دومره لږو سرچینو چې د خوړو نړیوال پروګرام ته پاتې دي ټولو هغو خلکو ته چې له سختې لوږې سره لاس ګرېوان دي، خواړه نه شي رسولای. د بیان له مخې، دا په دې معنا ده چې WFP۱۴ لکه نویو کسانو، میندو او د هغوی ماشومانو ته، د خوارځواکۍ د مخنیوي ځانګړي خواړه نه شي رسولای. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو ۷۱۶مه ورځ؛ حقاني: صبر وکړئ، چې د پرانیستلو شرایط یې برابر شي

نن ۷۱۶مه ورځ ده چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست یې لا هم له خلکو او نړۍ غواړي چې د شرایطو تر برابرېدو په دې برخه کې له زغم او صبر کار واخلي. باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې نشرات لري لیکلي، سراج‌الدین حقاني پرون د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره کتنه کې د نجونو تعلیم یوه د ټولنې اړتیا بللې او ویلي یې دي، له شرایطو سره سم به دا ستونزه هوارېږي. خو هغه په دې اړه توضیحات نه‌دي ورکړي، چې طالبان غواړي په افغانستان کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو کړنې وغندلې

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په وروستیو کې د طالبانو له زندانونو د ۹ افغان خبریالانو د خوشې کېدو هر کلی کوي، خو تر خوا یې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالبانو د حکومت کړنې غندي او د دوی په بند کې د پاتې خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي. د خبریالانو نړیوال فدراسیون یا 'آی ایف جی' که څه هم د طالبانو له زندانونو د ۹ افغان خبریالانو خوشې کېدل ستايي، خو وايي؛ لا هم ژورنالستان او د رسنیو کارکوونکي د خپل سرو نیونو، ځورونې او بریدونو سره مخ دي. دې فدراسیون نن یوه اعلامیه کې لیکلي، روانه میاشت او د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې د ماشومانو لپاره د کتابتون پرانيسته؛ دا د ماشومانو لپاره څومره مهمه ده؟

ننګرهار کې د جاپان په مرسته د ماشومانو لپاره يو کتابتون پرانيستل شو. دا کتابتون چې تېره اوونۍ په ننګرهار کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، په دغه ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په وینا، د جاپان له لوري د ۱۳۵۰۰۰ امريکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی چې په‌کې د کتابتون اړوند ټول اړين توکي په پام کې نيول شوي دي. په دې اړه د دغه ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې کتابتون د جوړېدو چارې چې تېر کال پیل شوې وې، ماشومانو ته د لوست ترڅنګ په کې د بېلابېلو استادانو له‌خوا د ښوونځيو لومړني مضامين... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسیا جام؛ سریلانکا د دوهمې سیالۍ پچه ګټلې او توپوهنه کوي

د اسیاجام سیالیو په ترڅ کې نن افغانستان او سریلانکا سره سیالۍ کوي. د نننۍ لوبې پچه سریلانکا وګټله او توپوهنه یې غوره کړه. د پچې اچونې پرمهال د سریلانکا لوبډلمشر شناکا وویل، د توپوهنې موخه یې دا ده چې افغانستان ته ښه ټارګېټ یا هدف وټاکي. نوموړي د افغانستان لوبډله پیاوړې یاده کړه او ویې ویل یوه ښه لوبه به نندارې ته وړاندې شي. دغه راز افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي هم د پچې اچونې پرمهال وویل چې که پچه یې ګټلی وای نو لومړۍ توپ اچونه یې کوله. شهیدي زیاته کړه، موخه یې دا ده چې نن لومړی ځان ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هندوستان د راتلونکي نړیوال جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

د روان کال د کرکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریز نړیوال جام لپاره کوربه هندوستان خپله ملي لوبډله اعلان کړه. ټاکل شوې چې نړیوال جام د لسو هېوادونو ترمنځ په راتلونکي اکټوبر میاشت کې پیل شي. د هند کرکټ بورډ نن په یوه اعلامیه کې د یاد نړیوال جام لپاره ۱۵ لوبغاړي اعلان کړي دي. په اعلان شوې لوبډله کې روحیت شرما، کیل راهول، شبمن ګیل، ویرات کولي، شریس ایر، ایشان کیشان، هارډیک پانډیا، سوریا کومار یادو، رویندرجدیجا، اکشرپټیل، شاردول ټاکور، جسپریت بومرا، محمد شامي، محمدسراج او کولديپ یادو شامل دي. سږ کال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان خپله وروستۍ لوبه له سریلانکا سره کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیا کپ په لوبو کې خپله وروستۍ ګروپي سیالي نن د سریلانکا پر وړاندې وکړي. دا یو ورځنۍ لوبه چې د پاکستان د لاهور ښار په قذافي سټډیوم کې په پام کې ده د ماسپښین په دوو بجو پیلېږي. افغانستان داسې مهال د سریلانکا پر وړاندې د لوبې میدان ته ور روان دی چې له بنګله‌دېش سره یې په دې لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه بایللې او په څلورو غوره لوبډلو کې د شمولیت لاره ورته ګرانه شوې ده. افغانستان او سریلانکا له دې مخکې پنځه ځلې په یو ورځنیو لوبو کې سره مخامخ شوي چې سریلانکا درې پر دوه مخکې دی.

Pa.azadiradio.com 

د آزادۍ جبهې په بغلان کې د خپل یوه قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی

د آزادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې د بغلان ولایت په اندراب سیمه کې د طالبانو له‌خوا د خپل یوه قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی. دې ډلې نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې قمرالدین اندرابي د اندراب د بنو ولسوالۍ په خج دره کې وژل شوی دی. په بیان کې په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی. بلخوا د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم د اندرابي د وژل کېدو خبر ورکړی. په شمال کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو هم د اندرابي د وژلو خبر ورکړی او په یوه بیان کې یې ویلي یې دي چې په اندراب کې به د طالبانو د مخالفینو پر ضد عملیات پیل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په ۱۰ ولایتونو کې د عامې روغتیا رییسان ملایان او قاریان ګومارلي

د طالبانو حکومت په ۱۰ ولایتونو کې د عامې روغتیا لپاره د رییسانو په توګه ملایان او قاريان ګومارلي دي. د طالبانو حکومت تېره اوونۍ ملا محمد ادم مسلم د کندهار د عامې رییس وګوماره، چې په یوه مسلکي بست کې د یوه ملا دا ګومارنه له نیوکو سره هم مله وه. خو دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په یوه ولایت کې د عامې روغتیا ریاست رییس یو ملا ګوماري. د ازادي راډيو د موندنو پر بنسټ د طالبانو حکومت تر دې مخکې په ۹ نورو ولایتونو کې هم د عامې روغتیا لپاره د ریسانو په توګه ملایان ګومارلي چې اوس هم خپلې دندې مخ ته وړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې دفاع وزارت د اوکراین درې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړي

د روسیې دفاع وزارت وایي، نن سهار وختي یې د اوکراین لږ تر لږه درې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي. د دغو الوتکو د بریدونو هدف د روسیې پلازمېنه مسکو ښودل شوی دی. رویټرز خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله ویلي چې د هوایي دفاع سیستمونو یې دوه الوتکې د کالوګا او توور پر فضا او درېیمه هغه یې په ایسترا سیمه کې له منځه وړې ده. د روسیې خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغو الوتکو د وېرې له کبله د مسکو په هوایي ډګرونو کې نژدې ۵۰ الوتنې لغوه یا ځنډېدلي دي. د روسیې پر اهدافو په ځانګړې توګه کریمیا ټاپوزمه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر کباړ ټولوونکي خپل کار او د روزګار خرابېدو ته اندېښمن دي

په داسې حال کې چې په افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلک د خپلو عایداتو کمېدو ته اندېښمن دي، یو شمېر کباړ ټولوونکي هم وايي، کار، روزګار یې خرابه دی. کباړ راټولونکی باز محمد د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دا چې د خپلې اووه کسيزې کورنۍ ډوډۍ ګټونکی دی، شکایت کوي چې کار و بار یې ښه نه دی. باز محمد د ښه کار په لټه له کندوز کابل ته راغلی، خو وايي بل ښه کار مخه نه ده ورکړې او اوس له خځلو استفاده شوي توکي او کباړ ټولوي. هغه زیاتوي: "هفته کې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ پاتې کېږي، او په میاشت کې له ۱۵۰۰ تر ۲ زره پاتې کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حقاني: د نجونو تعلیم اړتیا ده او نړیوال دې د شرایطو تر برابرېدو صبر او زغم ولري

د اسلامي همکاریو سازمان یوه پلاوي د طالبانو د حکومت کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره خبرو کې تعلیم د نجونو او هلکانو مساوي حق یاد کړی دی. دا خبره په هغې خبرپاڼه کې شوې چې پرون دوشنبه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا رسنیو ته لېږل شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، سراج الدین حقاني هم ویلي چې د نجونو تعلیم د ټولنې اړتیا ده او په خبره یې نړیوال دې د شرایطو تر برابرولو صبر او زغم ولري. د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې کابل کې دی، تراوسه د خپلو لیدو کتو جزییات نه دي رسنیز کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: په افغانستان کې یو میلیون ښځو او اوه لکه ماشومانو ته مرستې ونه رسېدې

اوچا یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي، سږ کال د بودیجې کمښت له امله یو میلیون ښځو او اوه لکه ماشومانو ته مرستې ونه رسېدې. اوچا دا خبره په خپل ایکس شبکه یا پخواني ټوېټر باندې لیکلې ده. د ملګرو ملتونو دې ادارې خبرداری ورکړی چې د بودیجې د نه تامین په صورت کې به لږ تر لږه پنځلس میلیونه افغانان په ګڼو برخو په تېره بیا څښاک د اوبو او د حفظ الصحې په برخه کې له ستونزو سره مخ وي.

Pa.azadiradio.com 

جرمني د افغان کډوالو د غړو د بیا یوځای کېدو په قانون کې نرمښت راوستی

جرمني ځینو هغو افغانانو ته چې دوه ښځې لري اجازه ورکړې چې خپله دویمه ښځه له افغانستانه دغه هېواد ته راوغواړي. ځينو جرمني رسنیو په دې اړه راپورونه خپاره کړي او د لږ تر لږه دوو بېلګو یادونې یې کړې دي. جرمني حکومت د کورنیو د غړو د بیا یوځای کېدو په قانون کې څه ناڅه نرمښت راوستی. د راپورونو له مخې د جرمني د شمالي راین ایالت د هخ زاورلاند سیمې چارواکو دوو افغانانو ته اجازه ورکړې چې خپلې دویمې ښځې او ماشومان له افغانستانه راولي. راپور زیاتوي چې په یوه کور کې یو سړی له خپلو دوو ښځو او نهو ماشومانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د یوې هیلیکوپټرې لوېدو له کبله درې امنیتي کسان وژل شوي

د پاکستان د سمندري ځواکونو یوه هیليکوپټره د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې لوېدلې چې لږ تر لږه درې پرسونل یې وژل شوي. د پاکستان د سمندري ځواکونو ویاند ویلي، په وژل شویو کې د سمندري ځواکونو دوه افسران او یو سرتېری شامل دي. دغه هیليکوپټره د بلوچستان ایالت په بندري ښار ګوادر کې د روزنې پر مهال غورځېدلې ده. د سمندري ځواکونو ویاند زیاته کړې هیليکوپټره د احتمالي تخنيکي نيمګړتيا له امله لوېدلې. پاکستان کې تر دې مخکې هم د هوايي ځواک الوتکې رالوېدلي چې اکثر یې په روزنیزو دورو کې کارول کېدلې. تېر کال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ: د روسیې او شمالي کوریا د وسلو اړوند بحثونه د پرمختګ په حال کې دي

سپینه ماڼۍ وایي، د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د وسلو اړوند بحثونه په فعاله توګه د پرمختګ په حال کې دي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې ادریانا وتسون پرون دوشنبه ویلي، تمه ده چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په همدې هدف د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره هم وګوري. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د نیویارک ټایمز په حواله هم ویلي چې کیم جونګ اون به په همدې میاشته کې د روسیې ولادیفو ستوک ساحلي ښار ته سفر وکړي، دا ښار د شمالي کوریا او چین پولو ته نږدې پروت دی. سپینې ماڼۍ تېره اونۍ وویل، روسیه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران په نړۍ کې د انټرنېټ د محدودولو ریکارډ ټينګ کړ

ایران په نړۍ کې د انټرنېټ د محدودولو ریکارډ ټينګ کړ. د ازادې اروپا فردا راډیو د انټرنېټ د یوې څارګرې 'سرف شارک' ویبپاڼې په اساس رپوټ ورکړی چې ایران په ۲۰۲۳ کال کې تر دې دمه ۴۲ واره انټرنېټ پر خلکو محدود کړی دی. دا رقم د نړۍ دوه پر درېیمه برخه محدودیتونه جوړوي. ایراني چارواکو اکثر د ښځو د حقونو لپاره د پيل شویو مظاهرو د مخنیوي لپاره پر خلکو انټرنېټ محدود کړی دی. مظاهره چیان د خلکو د راټولېدو لپاره خپلې ویډیوګانې فېسبوک او نورو شبکو ته پورته کوي. په ایران کې اکثرې ټولنیزې شبکې او ویبپاڼې... Читать дальше...


Оперативниками района Арбат раскрыто мошенничество в отношении пенсионерки

США в очередной раз ужесточили антироссийские санкции

Путин озвучил еще одно реальное мирное предложение Киеву

Власти Нигера перекрыли нефтепровод в Бенин после серии нападений на сотрудников компании



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Оптимизация медицины. Хирург рассказал о том как врачи-южане калечат и убивают своих пациентов.

Джиган и Оксана Самойлова привели на “Премию Муз-ТВ” в Москве ту самую “диско-бабушку из Сыктывкара” – любимицу Сергея Лазарева

Бобруйчанин пожаловался на новый пол соседа - обратился в суд и даже дошел до Москвы. ´МогилевОнлайн´ узнал, почему Москва Бо...

В Москве вручили премию МУЗ-ТВ — 2024

Музыкальные новости

Театр «Золотое кольцо» приглашает на Всероссийский Фестиваль гостеприимства «Самоварфест»

Сотрудники Росгвардии приняли участие в спортивном празднике МГО «Динамо» в Москве

Футболисты «Динамо» в Ставрополе одолели соперников из «Астрахани»

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: признание Нато надо применить!

Новости России

Джиган и Оксана Самойлова привели на “Премию Муз-ТВ” в Москве ту самую “диско-бабушку из Сыктывкара” – любимицу Сергея Лазарева

США в очередной раз ужесточили антироссийские санкции

МО Финляндии: страна направит РФ ноту о подозрении в нарушении воздушных границ

В Москве появилось 25 «Домиков добра» по сбору помощи для детей и животных

Экология в России и мире

Рубена Варданяна в бакинской тюрьме заставляли долго стоять, его лишали воды, ему не разрешали мыться и менять белье и одежду

В Москве пройдет выставка Евгении Васильевой «Между пороком и добродетелью»

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Спорт в России и мире

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе

Moscow.media

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Открыто движение по отремонтированной полосе моста через реку Ува в Удмуртии

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *