Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2023

Новости за 28.09.2023

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان: په یوه ګودام کې چاودنې او اورلګیدو یو تن وژلی او ۱۶۰ نور ټپیان کړي

د ازبکستان د پلازمېنې تاشکند مرکزي هوايي ډګر ته څېرمه نن سهار په یوه ګدام کې یوه زوروره چاودنه شوې او په پایله کې یې لږ تر لږه یو ۱۶ کلن ځوان وژل شوی او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي. دې چاودنې او ورپسې اور لګېدنې ستر مالي زیانونه هم اړولي دي. د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۲۴ کسان په سیمه ییزو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی. د ازبکستان د بېړنیو حالاتو وزارت اعلان کړی، چې د نن سهار درې بجو شاوخوا کې د پلازمینې په "سرګلي" سیمه کې یوه زوروره چاودنه وشوه، چې د تاشکند ښار یې ولړزاوه او ورپسې سخته اور ولګېد. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د «یوټیوبرانو» لپاره د فعالیت نوې کړنلاره اعلان کړه

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له دې وروسته به باید یوټیوب چلوونکي او يوټيوب چینلونه د دغه وزارت د نوې کړنلارې له مخې فعالیت وکړي. د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي په یوه ویډیویي پیغام کې چې د دغه وزارت پر یوټیوب چینل خپره شوې، ویلي چې دوی د یوټیوب او رسنیو فعالیتونه څاري او له دې وروسته به هغو کسانو ته چې د خبریالۍ په برخه کې تحصيلي اسناد او تجربې و لري د یوټیوب د فعالیت جواز ورکړل شي.  د فراهي په خبره، چې یوټیوب... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ؛ یو شمېر افغان خبریالان: اطلاعاتو ته بشپړ لاسرسی نه لرو

نن د سپټمبر ۲۸مه نېټه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده. دا ورځ، په داسې حال کې نمانځل کېږي چې یو شمېر خبریالان او د افغان رسنیو ملاتړي بنسټونه، اطلاعاتو ته د بشپړ او سم لاسرسي له نشتوالي شکایت کوي. د دوی یو شمېر کسان وايي، پر افغانستان حاکمو شرایطو اړ کړي، چې باید خپل راپورونه سانسور کړي. هغه څه چې د طالبانو حکومت تل رد کړي او ټینګار کوي، چې دوی هڅه کوي خلک او رسنۍ اطلاعاتو ته لاسرسی ولري. یوه افغان خبریال چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونېسف: شاوخوا ۱۶ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت او روغتیايي ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق اندېښنه وښوده. یونېسف وايي، په افغانستان کې له ۲۹،۲ میلیونه اړو کسانو څخه ۱۵،۸ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې ویلي چې ۸۷۵۰۰۰ ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي د شدیدې خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت له خپلې خاورې نږدې ۵ میلیونه افغان کډوال وباسي

د ایران حکومت د یوې نوې کړنلارې په پلي کولو سره غواړي له خپلې خاورې نږدې ۵ میلیونه افغان کډوال وباسي. د ایران حکومت له خپلې خاورې د میلیونونو افغانانو د ایستلو لړۍ پیلوي. د دغه حکومت د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د چهار شنبې په ورځ په تهران کې خبریالانو ته وویل چې د دوی له‌خوا د یوې جوړې شوې کړنلارې له مخې له ایرانه هغه افغان کډوال وباسل شي چې قانوني اسناد نه لري. وحیدي ويلي، دغه کړنلاره جوړه شوې او ژر به د پلي کېدو وړ وګرځي. نوموړي زیاته کړه: "دا یوه ښکاره خبره ده چې موږ د یوې سازمان شوې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'فریډم نو' د طالبانو لخوا د ژولیا پارسي پر احتمالي نیونې اندېښنه ښودلې

د بشري حقونو سازمان یا 'فریډم نو' د طالبانو لخوا د مدني فعالې ژولیا پارسي د احتمالي نیولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. 'فریډم نو' د چهارشنبې په ورځ ناوخته په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د طالبانو لخوا د مدني فعالې ژولیا پارسي د احتمالي نیولو خبر د ژورې اندېښنې وړ دی. یاد سازمان زیاته کړې چې تېره اوونۍ طالبانو یوه معترضه ښځه، ندا پرواني هم نیولې وه چې تر اوسه یې په اړه کوم معلومات نه شته. 'فریډم نو' سازمان په افغانستان کې د طالبانو لخوا د مدني فعالانو پر وړاندې د مخ په زیاتېدونکو بریدونو د درولو غوښتنه کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونېسف: طالبانو په شپږو ولایتونو کې د نجونو پر مخ د ښوونکو د روزنې مرکزونه تړلي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، په تېره اګست میاشت کې د افغانستان له پنځلسو ولایتونو نه په شپږو کې د نجونو پر وړاندې د ښوونکو د روزنې مرکزونه تړل شوي دي. یونېسف د افغانستان په پنځلسو ولایتونو کې د نجونو لپاره د ښوونکو د روزنې مرکزونه درلودل چې د دغه ادارې د اعلامیې پر بنسټ له ډلې یې په شپږو کې د سیمه‌ییزو مسوولانو په امر تړل شوي دي. په اعلامیه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره شوې راغلي چې د دغې پرېکړې له امله ۶۷۰ ښځینه زده‌کوونکې له زده کړو بې برخې شوي دي. د یونېسف... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان په پلازمېنې کې له درنې چاودنې وروسته اور لګېدلی

د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې له یوې درنې چاودنې وروسته اور لګېدلی، چې له امله یې ډېر مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. د لومړنیو راپورونو په اساس لږ تر لږ یو کس وژل شوی او ۱۶۰ نور ټپیان دي. چاودنه نن سهار د سپټمبر ۲۸مه په یوه زېرمتون یا ګدام کې شوې او په ټول تاشکند یې لړزې حس شوي. په ټولیزه توګه د اور وژنې ۱۶ واحدونه د اور سره د مقابلې او بېړنیو حالاتو ته د ځواب ویلو لپاره توظیف شوي. د دغې پېښې ۲۴ تنه قربانیان په سیمه‌ییزو روغتونونو کې تر ځانګړې او جدي پاملرنې لاندې دي. چارواکي د پېښې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو په دایکندي کې د 'نسیم راډیو' تړلې

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو استخباراتو په دایکندي کې د نسیم راډیو تړلې او خبریالان یې هم د لنډ وخت لپاره بندیان کړي وو. دغه مرکز نن په یوه بیان کې ویلي چې طالبانو که څه هم د نسیم راډیو مدیر سلطان علي جوادي او خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي تر پنځو ساعتونو وروسته خوشې کړل، خو راډیو لا هم تړلې پاتې ده. د راپورونو له مخې طالبانو د دې راډیو مسوولانو ته ویلي چې تر بل امر پورې راډيو نه شي پرانیستلی. د افغانستان د خبریالانو مرکز په دایکندي کې ددې سیمه‌ییزې راډیو تړل د رسنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارمنستان ته د ناګورنو قره‌باغ له سیمې د کډه شویو کسانو شمېر ۶۵زره ته رسېدلی

تر نن سهار د ناګورنو قره‌باغ له سیمې څه باندې ۶۵زره کسانو کډه کړې او ارمنستان ته تللي دي. دا خبره د ارمنستان د صدراعظم نیکول پاشینیان ویاندې نازیلي باغداسریان نن کړې ده. له سیمې نه د خلکو د جبري کډې لامل د اذربایجاني ځواکونو د بریدونو دوام دی. له ناګورنو قره‌باغ څخه چې اکثریت اوسېدونکي یې ارمن ټبره دي، د کډوال شویو کسانو دغه نوې شمېرې دا څرګندوي چې د دې لانجمنې سیمې نیمایي نفوس بې‌ځایه شوی دی. ایریوان له ملګرو ملتونو غوښتي چې سیمي ته یوڅارونکی ماموریت واستوي ترڅو د بشري حقونو او امنیتي وضعیت له نژدې وڅېړي.

Pa.azadiradio.com 

د افغان، اوکرایني او هانګ کانګ کډوالو لپاره دوه نیم میلیون پونډه مرسته اعلان شوې

د بریتانیا حکومت له افغانستان، اوکراین او هانګ کانګ څخه دې هېواد ته له کډه شویو تر ۲۱ کالو کم عمره زیانګالو ځوانانو او ماشومانو سره د رواني روغتیا په برخه کې د دوه‌ نیم میلیون پونډو مرسته اعلان کړې ده. د بریتانیا حکومت په خپله ویبپاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې مشورتي ادارې او رضاکاره سازمانونه کولای شي د دغو مرستو د یوې برخې د ترلاسه کولو لپاره په دواطلبۍ کې ګډون وکړي. د اعلامیې له مخې دغه بنسټونه کولای شي له په زرګونو ماشومانو او ځوانانو سره مرسته وکړي چې دوی د رواني روغتیا خدمتونو، مشورې او درملنې ته لاسرسی ولري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د اوبو کمښت؛ سور صلیب: جنګ او اقلیمي بدلونونو ستونزې لا زیاتې کړي

د سور صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ستونزې په اړه یې خپله اندېښنه په ډاګه کړې ده. د سور صلیب د افغانستان برخې په خپله ایکسپاڼه د سې شنبې په ورځ ویلي، پاکو اوبو ته د نه لاسرسي د ستونزې له کبله د میلیونونو افغانانو ژوند په خطر کې دی. نور په راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ لوبغاړی نوین‌الحق له یو ورځنیو سیالیو تقاعد اخلي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي نوین‌الحق په خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي چې تر راتلونکي نړیوال جام وروسته به له پنځوس اوریزو سیالیو لاس په سر شي. نوین زیاته کړې، په شل اوریزو سیالیو کې به افغانستان استازولۍ ته دوام ورکوي. نوموړي ویلي: "د ویاړ ځای دی چې د افغانستان استازولي مې کړې ده. تر دې نړیوال جام وروسته به له یو ورځنیو سیالیو تقاعد اخلم، خو په شل اوریزو سیالیو کې لوبېږم. دا زما لپاره اسانه پرېکړه نه وه، خو غواړم د اوږدې مودې لپاره کرکټ وکړم." ۲۴کلن نوین الحق تر دې دمه په ۷ نړیوالو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کاناډا په پاکستان کې له سېلاب ځپلو افغان کډوالو سره ۱۴ میلیونه ډالره مرسته کوي

د کاناډا حکومت په پاکستان کې له هغو افغان کډوالو سره د مرستو خبر ورکوي چې د تېر کال سېلابونو زیانمن کړي دي. د کاناډا د حکومت په اعلامیه کې چې پرون خپره شوې د دغه هېواد د نړیوالې پراختیا د وزیر احمد حسین په حواله راغلي چې دوی پاکستان کې له افغان کډوالو سره د دوو پروژو په چوکاټ کې ۱۴ میلیونه ډالره مرسته کوي. وړاندې راغلي چې لس میلیونه ډالره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او څلور میلیونه نور د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د افغان کډوالو پر اړتیاو لګول کېږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اسیایي لوبو دوام؛ دوو افغان لوبغاړو د برنزو مډالونه ترلاسه کړل

په چین کې د اسیایي لوبو په دوام د افغانستان د ووشو دوو لوبغاړو له چینایي او ایراني سیالانو څخه تر ماتې خوړلو وروسته د برنزو مډالونه ترلاسه کړل. محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې پرون چهارشنبه له چینایي سیال سره میدان ته ښکته شو چې دواړو رونډونو کې مات شو. هوتک تر دې وړاندې هندي او قزاقستاني سیالان مات کړي وو. تر هوتک وروسته پرون نصرت الله حبیبي چې د افغانستان د ووشو د ملي لوبډلې غړی دی له ایراني سیال سره ډګر ته ښکته شو، خو بریالی نه شو. حبیبي تر دې وړاندې خپل تایلنډي سیال ته ماتې ورکړې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا او متحدین یې د ناګورنو قره باغ د څارنې لپاره نړیوال ماموریت رامنځته کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، له خپلو متحدینو او شریکانو سره به کار وکړي چې د ناګورنو قره باغ د سیمې د وضعیت په اړه د څارنې یو نړیوال ماموریت رامنځته شي. د اذربایجان له خوا د چټکو پوځي عملیاتو په نتیجه چې باکو پر دې جلاغوښتونکې سیمې بشپړه ولکه ټینګه کړې، نژدې نیمایي اوسېدونکي یې خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر پرون چهارشنبې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، په داسې حال کې چې د ارمنستان حکومت د سپټمبر له ۲۴ راهیسې له سیمې د له ۵۳ زرو څخه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا د افغانستان مسئله کې د ملګرو ملتونو او قطر د رول ستاینه وکړه

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د افغانستان په مسئله کې د ملګرو ملتونو او د قطر د رول ستاینه وکړه. ټام وېسټ بېګا ناوخته په خپله ایکسپاڼه کې کښلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایووا او د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره یې په جلا کتنو کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړي دي. هغه ویلي چې له اوتونبایووا سره یې له افغانانو سره د تعامل په اړه خبرې وکړې او زیاتوي چې نوموړې او همکاران یې په نړۍ کې یوه تر ټولو سخته دنده پرمخ وړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان لس تنه علما او حافظان د کانونو د څارونکو په توګه ګماري

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، لس تنه علما او متدین حافظان د کانونو د څارونکو په توګه ګماري. د طالبانو حکومت دغه ګام داسې مهال اخلي چې تر دې وړاندې پر دوی له دې کبله زیاتې نیوکې شوي چې اکثره چارې دیني علماو او ملایانو ته سپاري. دغه وزارت پرون چهارشنبه پر خپله ایکسپاڼه کې د دغو څارونکو لپاره د ځینو امتیازاتو او هم یې د ګومارنو لپاره د ځینو شرایطو یادونه کړې، خو دا یې ندي ویلي چې ولې دغې مهمې مسلکې دندې ته دیني عالمان او حافظان ګوماري. دغه وزارت دغه اقدام داسې مهال کوي چې څلور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا د ایران، هانګ کانګ، ترکیې او امارتو پر پنځو کمپنیو بندیزونه ولګول

د امریکا متحده ایالتونو د ایران، هانګ کانګ، ترکیې او متحده عربي امارتو پر پنځو کمپنیو بندیزونه ولګول. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د امریکا د خزانې وزارت په حواله ویلي چې دغو کمپنیو د ایران د بې پیلوټه الوتکو له صنعت سره مرسته کوله. د امریکا د خزانې وزارت پرون چهارشنبه ویلي چې دغو کمپنیو چې ایران او متحده عربي اماراتو کې فعالیت لري، د شاهد په نوم د ایران د بې پيلوټه الوتکو د یوې مهمې برخې جوړلو ته وسایل او مالي امکانات برابرول. دا هغه الوتکې دي چې د امریکا په باور ایران یې د اوکراین د جګړې لپاره روسیې ته ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

ستورمزلي'فرانک روبیو' تر نورو امریکایانو اوږدمهاله ماموریت ترسره کړ

فرانک روبیو لومړنی امریکایي ستورمزلی شو چې فضا یې کې یې تر نورو امریکایانو اوږدمهاله ماموریت ترسره کړ. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د روبیو او دوو روسي ستورمزلو فضایي بېړۍ په نړیوال فضایي سټېشن کې تر څه باندې یوه کال ماموریت وروسته پرون چهارشنبه په قزاقستان کې ځمکې ته راښکته شوه. له نړیوال فضایي سټېشن نه ځمکې ته د دغو ستورمزلو د فضایي بېړۍ سفر شاوخوا درې نیم ساعته وخت نیولی دی. ځمکې ته د دغو ستورمزلو بېرته راتګ د هغوی د فضایي بېړۍ د لیک کېدو او هغوی ته د نوې بېړۍ د استولو له کبله شپږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسکو غونډه؛ کابلوف: ډېر تمرکز به په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت په جوړولو وي

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه سبا جمعه د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان ښار کې جوړېږي. ټاکل شوې د مسکو فارمټ په شپږمه غونډه کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو او له ترهګرۍ او نشه‌یي موادو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي. ټاس خبري اژانس په یوه راپور کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله د اجنډا دې مسئلو ته اشاره کړې ده. کابلوف ویلي چې غونډه کې به ډېر تمرکز په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت په جوړولو وي. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځو د ځپنې دوام؛ له ملګرو ملتونو غوښتل شوي څو دا د جنسیتي توپیرپالنې په توګه اعلان کړي

پولیټیکو: امریکایۍ پولیټیکو رسنۍ په افغانستان کې د ښځو د رواني روغتیا ستونزو ته پام اړولی او لیکي، په داسې حال کې چې د افغانستان د ښځو رواني روغتیا مخ په خرابېدو ده، له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې جنسیتي توپیرپالنه یا اپارټاید اعلان کړي. د اسوشېټېډپرېس آژانس په راپور کې چې دې رسنۍ خپور کړی، ویل شوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې تر ټولو یوه ځواکمنه اداره ده، باید د دولتونو له‌خوا د هغې پروسې ملاتړ وکړي چې غواړي په قانوني توګه پر افغانستان د واکمنو طالبانو له خوا د ښځو او نجونو مخ په زیاتېدونکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ژولیا پارسي نیونه؛ د معترضو مېرمنو د خوځښت غړي یې د برخلیک په اړه بې‌خبره دي

د یوې شپې او ورځې په تېرېدو د افغانستان د معترضو مېرمنو د خوځښت لوړپوړي غړي د خپلې همکارۍ ژولیا پارسي د برخلیک په اړه بې خبره دي. د افغانستان د معترضو ښځو د خوځښت غړي د خپلې همکارې ژولیا پارسي او د هغې د زوی د برخه لیک په اړه اندېښنه لري او وایي، په اړه یې هېڅ معلومات نه لري. د بشري حقونو فعاله او د معترضو ښځو یوه غړې مریم معروف اروین وایي، د طالبانو د حکومت استخباراتو پرون چهارشنبه ژولیا پارسي ونیوله. هغې وویل: "زمونږ د معلوماتو له مخې په خواشینۍ سره چې د ښځو د حقونو یوه فعاله او د ښځو په... Читать дальше...


Депутат Госдумы Ирина Роднина посетила детский лагерь «Солнышко» в Лобне

Мужчина попал под колеса трамвая в проезде Дежнева

НИУ ВШЭ: Увеличение минимальной площади квартир стимулирует рынок апартаментов

Натали Орли: «Чувствую себя частью чего-то большого и значимого»



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Юрист Ляхманов рассказал о последствиях новых санкций для российской ИТ-сферы

Дивизия имени Феликса Дзержинского в Балашихе отметила 100-летний юбилей

Минэкологии предостерегло жительницу Ступина от загрязнения земель

Кинолог Голубев рассказал, почему собаки могут есть землю

Музыкальные новости

"СВЯТОЙ ЛЕНИН: сенсация о прогнозах направит Америку и Европу творить добро?!

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Кинофестиваль «Движение по вертикали» памяти Станислава Говорухина пройдет в Тульской области

В Дубне сотрудники Росгвардии помогли утиному семейству перейти оживленную трассу

Новости России

Минэкологии предостерегло жительницу Ступина от загрязнения земель

Юрист Ляхманов рассказал о последствиях новых санкций для российской ИТ-сферы

Кинолог Голубев рассказал, почему собаки могут есть землю

Пассажирский теплоход "Октябрьская революция" врезался в берег в Балахне

Экология в России и мире

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Какие украшения чаще всего дарят на годовщину свадьбы: исследование «585*ЗОЛОТОЙ»

Азербайджан назначил столицей тюркского мира талышский город Ленкорань. Талышские организации мира бьют тревогу

Где недорого отдохнуть в июле? Россиянам раскрыли все карты по турам за рубеж и по России

Спорт в России и мире

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Moscow.media

Жители Екатеринбурга в День России вывесили баннеры против точечной застройки

Завершено масштабное обновление трассы М-4 Дон в Ростовской области

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *