Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2023

Новости за 15.09.2023

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازې پرانیستلو ته د خلکو غبرګونونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه نن جمعه د سپټمبر پنځلسمه بېرته پرانیستل شوه. دغه دروازه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ تر نښتې وروسته د نهو ورځو لپاره تړل شوې وه. د دې دروازې په بندېدو سره زرګونه کسان له ستونزو سره مخ شول او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان واوښت.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په غور کې د 'آی اې ایم' موسسې ۱۸ کارکوونکي نیولي

د 'آی اې ایم' په نوم د یوې خیریه ټولنې ۱۸ کارکوونکي په افغانستان کې د طالبانو د امنیتي مامورینو له‌خوا نیول شوي دي. 'آی اې ایم' یا نړیوال مرستندوی ماموریت تایید کړې ده چې د یوه بهرني په ګډون ۱۸ تنه کارکوونکي یې په غور ولایت کې نیول شوي دي. دې موسسې پر خپله ویبپاڼه په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ویلي چې درې تنه کارکوونکي یې نږدې دولس ورځې مخکې په غور ولایت کې نیول شوي وو او پنځلس نور همکاران یې د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۲مه له همدې دفتر څخه نیول شوي دي. دا خیریه بنسټ وايي ورته معلومه شوې ده چې همکاران یې کابل ته انتقال شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه وښوده

د منځنۍ اسیا هېوادونو یو شمېر مشرانو د افغانستان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د منځنۍ اسیا د هېوادونو یو شمېر ولسمشرانو د دغو هېوادونو د مشرانو په پنځمې مشورتي غونډه کې خپلو هېوادونو ته د افغانستان د وضعیت له امله د ورپېښو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. هغه څه چې طالبانو تل رد کړي او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په دې غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ په دوشنبې ښار کې جوړه شوې وه، وویل چې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرګي شویګو: د روسیې سمندري ځواکونو دوه نوې کښتۍ ترلاسه کړي

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو نن جمعه وویل، د روسیې سمندري ځواکونو دوه نوې کښتۍ ترلاسه کړي او د روان کال تر پایه به ۱۲ نورې هم ترلاسه کړي. دا خبره د روسیې ریا خبري اژانس کړې ده. په ورته وخت کې د روسیې تاس خبري اژانس د شویګو له خولې ویلي چې هېواد یې نوي اټومي اوبتلونه او بې سپرلیو اوبتلونه جوړوي. تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جولای په میاشت کې ویلي وو چې د روسیې سمندري ځواکونه به په ۲۰۲۳ کال کې ۳۰ نوې کښتۍ ترلاسه کړي. خو دفاع وزیر له ۳۰ څخه ۱۴ ته د کښتیو د کمولو په اړه څه ونه ویل.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د سولې انسټېټیوټ: د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاست د نرواکۍ تګلارې پیاوړې کړي

د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاست په افغانستان کې نرواکۍ تګلاره پیاوړې کوي. د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په دوام د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاست په افغانستان کې د نرواکۍ تګلارې پیاوړي کړي دي. دغه انسټېټیوټ د پنجشنبې په ورځ د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې دغه وضعیت افغان مېرمني له جدي رواني ستونزو په ځانګړي ډول، وېرې، اضطراب، بې خوبۍ، ستړیا، غوسه کېدو او د ځان‌وژنې په اړه له فکر کولو سره مخ کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په تېره یوه اوونۍ کې پاکستاني پولیسو شاوخوا ۵۵۰ افغان کډوال نیولي

په تېرې یوې اوونۍ کې د پاکستان پولیسو د دغه هېواد په سند ایالت کې شاوخوا ۵۵۰ افغان کډوال نیولي دي. د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ له وسله‌والې نښتې او ننه ورځې د تورخم دروازې له تړل کېدلو وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو نوې څپه پیل شوې او پاکستاني پولیسو شاوخوا ۵۵۰ افغان کډوال نیولي دي. په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منیزې کاکړ ازادي راډيو ته وویل، که څه هم ډېری افغان کډوال د کډوالۍ کارتونه لري، خو بیا هم د پولیسو له‌خوا نیول کېږي. نوموړې د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په غور کې د یوې موسسې ۱۸ کارکوونکي نیولي

د 'ای اې ایم' یا نړیوال مرستندویه ماموریت په نوم یو سازمان تایید کړې ده چې په غور ولایت کې یې د یو بهرني کارکوونکي په شمول اتلس کارمندان نیول شوي دي. دې سازمان نن په یوې اعلامیې کې د طالبانو له‌خوا پر دې نیونې د خواشینۍ څرګندولو سربېره ویلي چې درې کارکوونکي یې چې په کې یو بهرنی او دوه افغانان وو د سپټمبر په ۳مه نېټه نیول شوي او د سپټمبر په ۱۳مه نېټه یې ۱۵ تنه نور افغان کارکوونکي هم له همدې دفتر څخه نیول شوي دي. د دې خیریه بنسټ په وینا، نیول شوي کارکوونکي یې طالبانو کابل ته انتقال کړي دي. په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په لیبیا کې د اورښتونو او توپانونو له کبله د مړو شمېر تر ۱۱زرو کسانو واوښت

په لیبیا کې د وروستیو اورښتونو او توپانونو په نتیجه کې د مړو شمېر تر ۱۱زرو واوښت. په لیبیا کې چارواکو نن جمعه ختیځ ښار درنا ته د ملکیانو د ننوتلو مخه ډب کړه، څو د پلټنې ډلو ته زمینه برابره شي چې تر نړېدو ودانیو لاندې او خټو کې په ۱۰زره تري تم شویو کسانو پسې د لټون عملیات پرمخ بوځي. د اسوشېټېډپریس خبري اژانس د راپور له مخې، د لیبیا سرې میاشتې ټولنې پرون پنجشنبه ویلي، په درنا کې په دغو اورښتونو او توپان کې د مړو شمېر ۱۱زره ۳۰۰ ته ورسېد. ویل شوي په درنه کې ۱۰زره نور کسان تري تم شوي او د دانیل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ډیموکراسۍ نړیواله ورځ؛ ایا اوسمهال په افغانستان کې ډیموکراسۍ شته؟

نن د سپټمبر ۱۵مه په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د ورځې په توګه نمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې دا ورځ د دې لپاره په دې نوم نومولې چې د دې سازمان غړي هېوادونه ډیموکراسي ترویج کړي او پر اصولو یې عمل وکړي نو ځکه دې سازمان په ۲۰۰۷ کال کې غړو هېوادونو او نړیوالو موسسو ته بلنه ورکړه چې د سپټمبر ۱۵مه د دې ورځې په توګه ونمانځي څو په نتیجه کې یې د ډیموکراسۍ په اړه د خلکو عامه پوهاوی لوړ شي. د ډیموکراسۍ ساده معنا ولسواکي یا د خلکو واکمني ده، خو په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال په پای کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایف پي: د افغانانو په ګډون د نړۍ ۷۰۰ میلیون وګړي خوړو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په ګډون په نړۍ کې څه باندې ۷۰۰ میلیون وګړي نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه څنګه ترلاسه کړي. دغې ادارې پرون پنجشنبه ویلي، په نړۍ کې د خوړو لپاره تقاضا په داسې وخت کې سخته زیاته شوې، چې د بشري مرستو لپاره بودیجه په وچېدو ده. د خوړو نړیوال پروګرام اجرایه رئیسې سینډي مککین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، د بودیجې د کموالي له کبله، دغه اداره مجبوره شوې چې له میلیونونو کسانو سره د خوړو مرستې بندې کړي او دا لړۍ دغسې روانه ده. د خوړو نړیوال پروګرام... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراق د سوریې له الهول کمپ څخه د خپلو وګړو ستنول چټکوي

عراق هڅه کوي، چې د سوریې په شمال ختیځ کې له هغه کمپ نه چې په لسګونو زره کسان په کې دېره دي، د خپلو وګړو ستنول چټک کړي. ډېری دغه کسان د اسلامي دولت ډلې یا داعش د جنګیالیو یا هم ملاتړو ښځې او ماشومان دي. بغداد هیله لري چې په دې اقدام سره به د پولې په اوږدو کې د افراطي وسله‌والو خطر کم او بلاخره دغه تاسیسات وتړل شي. وروسته له هغې چې د کردانو په مشرۍ جنګیالیو چې امریکا یې ملاتړ کاوه، د ۲۰۱۹م کال په مارچ میاشت کې داعش ډله په سوریه کې ماته کړه، د دې ډلې اعلان شوی خلافت یې هم ختم کړ. هغه وخت د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د نېش یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو له کموالي شکایت کوي

د کندهار د نېش ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو له کموالي شکایت کوي. د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د ولسوالۍ په کچه یو روغتیايي مرکز لري چې د امکاناتو د کموالي له امله د ټولو خلکو روغتیايي اړتیاوي نه شي پوره کولای. په عین وخت کې د کندهار د عامي روغتیا ریاست مسوولان وايي، د نېش لپاره ۲۵ بستریزه روغتون منظور شوی چې په جوړېدو به یې د خلکو ستونزې حل شي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

امریکا: نړیواله ټولنه باید د نشه‌يي موادو د ستونزو حل لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي

د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې راپور ښيي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې د ښیښې تولید پيل او تر هغه وروسته يې د هر کال په تېرېدو سره تولید ډېر شوی دی، اوس که څه هم د کوکنارو کښت کم شوی، خو د هيرويينو تولید نه دی کم شوی. هغه راپور چې په افغانستان، اسيا او اروپايي هېوادونو کې د نيول شوي ښیښې پر بنسټ چمتو شوی ښيي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې يوازې سل کيلوګرامه ښیښه تولید شوې وه، خو په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې دا اندازه دوو زرو او اوو سوو کيلوګرامو ته ورسېده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مهسا امیني د مرګ لومړی تلین؛ ایران ۱۸ فعالان نیولي

د مهسا امیني د مرګ د لومړي تلین د پوره کېدو په درشل کې لږ تر لږه اتلس تنه فعالان د ایران په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوی. ایراني چارواکو د مهسا امیني د تلین د نمانځلو په درشل کې د فعالانو او هغو خلکو نیول او ځپنه پیل کړې چې غواړي مظاهرې پیل کړي. مهسا امیني د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۶ د تهران د ارشاد پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه او دې پېښې په ټول ایران کې پراخې مظاهرې وپارولې. مهسا امیني د ایران د کردستان ښار د سقز اوسیدونکې وه چې تهران ته په سفر کې د حجاب د نه رعایت له امله نیول شوې وه. په دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لندن، پاریس او برلین د ایران د بندیزونو د ساتلو پر یوې ستراتېژۍ موافقه کړې

لندن، پاریس او برلین وايي، د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د بندیزونو د ساتلو پر یوې ستراتېژۍ یې موافقه کړې ده. دا تګلاره تهران ته د یوه نسبي مهلت په خاطر وړاندې شوې. د ایران او نړۍ اټومي قدرتونو تر منځ د ۲۰۱۵ کال د هوکړې له مخې، چې واشنګټن په یو اړخیزه توګه په ۲۰۱۸ کال کې ترې ووت، ټاکل شوې وه چې د اکټوبر په ۱۸مه یو شمېر بندیزونه لیرې شي، خو بریتانیا، فرانسې او جرمني د پنجشنبې په ورځ د تهران د ژمنتیا د نه شتوالي په سبب د بندیزونو د ساتلو هوکړې ته ورسېدل. ایراني چارواکو لا په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Pa.azadiradio.com 

د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شوه

پاکستان نن سهار له نهو ورځو وروسته د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ لپاره پرانیسته. نن سهار وختي د تورخم لار، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه مهمه عبوري سیمه ده، د باروړونکو موټرو او پیاده مسافرو پر مخ پرانیستل شوه. په جنوبي اسیا کې دغه لاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ تر ټولو لانجمنه لاره بلل کېږي. دا لار د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وروسته له دې پاکستان بنده کړه چې په تورخم کې ظاهراً د یوې پوستې د بېرته جوړولو پر سر د طالب او پاکستاني پوله‌ ساتو ترمنځ نښته وشوه. په تورخم کې د پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسیا جام سیالۍ؛ سریلانکا پاکستان ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار ومونده

د کرکټ په اسیا جام کې سریلانکا وتوانېد پاکستان ته ماتې ورکړي او پایلوبې ته لار پيدا کړي. سریلانکا د اتو لوبغاړو په سوځېدو د پاکستان د ۲۵۲منډو هدف ترلاسه کړ. په دې سره پاکستان له اسیا جام بهر شو او تمه ده په پایلوبه کې را روانه یکشنبه سریلانکا له هند سره لوبه وکړي. د اسیا په جام کې دا وار افغانستان هېڅ لوبه ونه ګټله که څه هم ځینې یې په ډېر کم توپیر وبایللې.

Pa.azadiradio.com 

هند کې د سلګونه افغان محصلانو اعتراضیه غونډه؛ محصلانو د ویزو د مودو غځول غوښتي

په هند کې سلګونو افغان محصلانو، چې د وېزو موده یې پوره شوې، پرون په یوه اعتراضیه غونډه کې د هند له حکومته وغوښتل چې د دوی د ویزو موده وغځوي. افغان محصلان وايي، سره له دې چې زده کړې یې بشپړې شوي نه دي، خو له دې کبله چې د هند حکومت د پخوا په شان د دوی د وېزو موده نه اوږدوي، له یوې خوا یې زده کړې نیمګړې پاتې کېږي او له بلې خوا له دې هیواده وتلو ته اړ ایستل کېږي. د ۲۰۲۱ کال تر اګست مخکې، هند هر کال زرګونو افغان محصلانو ته د هند په پوهنتونونو کې د لیسانس او ماسترۍ د دورې لپاره بورسونه ورکول، خو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د پاکستان له محبسونو ۱۲۰ تنه افغان کډوال خوشې شوي

په تېرو ۵ ورځو کې د پاکستان له محبسونو څخه ۱۲۰ تنه افغان کډوال خوشې شوي دي. د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا کسان له دې سره سره په پاکستان کې نیول شوي وو چې قانوني اسناد یې لرل. دغه وزارت په عین حال کې ویلي چې په تېرو ۷ ورځو کې د پاکستان امنیتي ادارو تر ۵۰۰ ډېر اسناد لرونکي او بې اسناده افغان کډوال نیولي دي. پاکستان په وروستیو ورځو کې، په تېره بیا په تورخم کې له نښتې وروسته په خپله خاوره کې د افغان کډوالو نیولو ته زور ورکړی دی.

Pa.azadiradio.com 

انډپیندنټ د چین نوي سفیر لپاره د طالبانو د ځانګړو مراسمو په اړه تبصره کړې

انډپیندنټ: د بریتانیا چاپ انډپیندنټ خپرونې افغانستان کې د چین نوي معرفي شوی سفیر ته په اشارې لیکي، طالبانو پر افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته په دې هېواد کې د چین د لومړي سفیر هرکلی وکړ. د خپرونې په ټکو، چین ژاو شینګ د افغانستان لپاره خپل سفیر ټاکلی دی او لومړنی مهم هېواد دی چې واک ته د طالبانو له ستنېدو دوه کاله وروسته په افغانستان کې ډپیلوماتیک استازیتوب لري. انډپیندنټ زیاتوي، د دې ډپیلوماتیک استازي موټر د چهارشنبې په ورځ د پولیسو په بدرګه د کابل د ارګ په ونو پوښل شوې لاره ورننوت او ژاو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

منظور پښتین په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې او ځورونې وغندلې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې او ځورونې وغندلې. پښتین پرون پنجشنبې په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې له 'بې وسه افغانانو' څخه دې د کابل د واکمنانو غچ نه اخیستل کېږي. ده په پاکستان کې روانو ناکراریو په اړه ویلي چې د پاکستان د ناامنۍ مسوولیت کډوال افغانان نه بلکې هغه کسان دي چې د کابل د سقوط په خوشالۍ کې یې چایونه څښل. د پښتین اشاره د پاکستان د استخباراتو پخواني ريیس حمید فیض ته وه چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته کابل ته لاړ او د چایو پیاله یې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره مشهوره شوه.

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي: نن له ۷ بجو څخه د تورخم دروازه پرانیستل کېږي

پاکستاني چارواکي وايي چې نن به د تورخم دروازه له ۹ ورځو وروسته پرانیستل شي. دا لار د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وروسته له دې پاکستان بنده کړه چې په تورخم کې ظاهراً د یوې پوستې د بېرته جوړولو پر سر د طالب او پاکستاني پوله‌ ساتو ترمنځ نښته وشوه. په تورخم کې د پاکستان د ګمرک اجرايي مسوول ضیافت خټک پرون ناوخته د تورخم د پرانیستل کېدو په اړه رسنیو ته وویل: "پوله سبا له اوو بجو څخه پرانیستل کېږي نو ټول کارکوونکي دې په خپلو شیفټونو کار ته راشي." د خیبرپښتونخوا په تورخم کې د ګمرک مسوولان همداراز... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'مطیع‌الله ویسا' او دوه نور فعالان د ۲۰۲۳ کال د ساخاروف جایزې ته نومول شوي

د اروپايي پارلمان یوې غړې حنا نیومن پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې د زده کړو د حقونو درې افغان فعالان د ۲۰۲۳ کال د ساخاروف جایزې ته نومول شوي دي. د قلم ټولنې موسس مطیع‌الله ویسا، پرستو حکیم، او مرضیه امیري هغه درې افغانان دي چې د زده کړو د حق لپاره د هڅو په خاطر دې معتبرې جایزې ته کاندید شوي دي. اغلې نیومن په ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې کښلي: "دا زړه ور کسان پټ ښوونځي اداره کوي، لېرې سیمو ته سفر کوي او له لېرې د زده کړو اسانتیا برابروي." حنا نیومن د اروپايي پارلمان له ۵۰ نورو غړیو سره یوځای پرېکړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون: لنډمهاله حکومت د عمران خان د مخالفانو ملاتړ کوي

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون وايي، داسې ښکاري چې د پاکستان لنډمهاله حکومت د پخواني صدراعظم عمران خان د مخالفانو ملاتړ کوي. د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د دغه هېواد د اوسني لنډمهاله حکومت پر بې پرې توب شک څرګند کړ، ویې ویل داسې ښکاري چې دا حکومت د پخواني صدراعظم عمران خان، چې لا هم بندي دی، له مخالفانو سره خواخوږي لري. د انوارالحق کاکړ په مشرۍ د پاکستان لنډمهاله حکومت تېره میاشت د پارلمان د پنځه کلنې دورې له پای ته رسېدو وروسته ماموریت ترلاسه کړ چې خپلواک او بې پرې نوي انتخابات ترسره کړي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان امنیتي ځواکونه: په بلوچستان کې د داعش یو مهم قوماندان وژل شوی

د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي چې د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې یې د داعش یو مهم قوماندان وژلی دی. د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواک ویندوی پرون په یوه بیان کې وویل چې د غلام الدین شاهواني په نوم د داعش قوماندان، چې په الیاس شعیب مشهور و، پر امنیتي ځواکونو د داعش د ځوابي برید په ترڅ کې وژل شوی دی. پر نوموړي تور و چې د ۲۰۱۶ د اګست په اتمه یې په کوټه کې د مدافع وکیلانو په خونړي برید کې لاس درلود. په دې انتحاري برید کې ۲۶ تنه ووژل شول او ۳۰ نور ژوبل شول.


Клубов меньше, матчей больше: как изменится Лига ВТБ в сезоне-2024/25

В Мытищах появится поликлиника на 255 мест с силуэтом в виде самолета

Путин: жить нужно ради того, ради чего можно умереть

Губернский театр Сергея Безрукова перешел в ведение Минкульта



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Путин: жить нужно ради того, ради чего можно умереть

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

В Подмосковье инвалидам выплатили более 17 млн рублей на средства реабилитации

Сотрудники Госавтоинспекции Ленинского округа провели акцию «Внимание: дети!»

Музыкальные новости

"СВЯТОЙ ЛЕНИН: сенсация о прогнозах направит Америку и Европу творить добро?!

Путин обратился с приветствием к участникам Спортивных игр стран БРИКС

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Футболисты «Динамо» в Ставрополе одолели соперников из «Астрахани»

Новости России

В Подольске запустили производство нетканых материалов для мебели

Источник 360.ru: на северо-востоке Москвы трамвай переехал мужчину

Сотрудники Госавтоинспекции Ленинского округа провели акцию «Внимание: дети!»

Серый кардинал

Экология в России и мире

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Гастроэнтеролог Садыков рассказал, как не допустить отравления бутилированной водой летом

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Спорт в России и мире

Дзюба заявил, что был бы теннисистом уровня Сафина

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Moscow.media

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Новая технология моделирования ДНК ускорит биомедицинские исследования

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *