د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړیوال مرکز: طالبانو د ښځو له منزوي کولو سره جنسیتي تبعیض په پراخه کچه بنسټیز کړی
د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړیوال مرکز وايي، طالبانو په افغانستان کې له ټولنې څخه د نجونو او ښځو په حذفولو سره، د دوی پر وړاندې جنسیتي تعبیض په پراخه کچه او سیستماتیک ډول بنسټیز کړی دی. خو د طالبانو حکومت تل ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي. د دغه مرکز په یوه نوي راپور کې چې د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (اوچا) په یوه وېبپاڼه کې خپور شو، راغلي چې پر بنسټیزو ازادیو د محدودیتونو دوام او په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د ښځو او... Читать дальше...