نړیوال جام؛ سویلي افریقا نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه
د کرکټ د روان پنځوس اوریز نړیوال جام په ۳۲مې سیالۍ کې سویلي افریقا د ۱۹۰ منډو په تفاوت نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه. سویلي افریقا د توپوهنې لومړۍ پاڼۍ کړې وه او یو وار بیا یې تر درې سوو د زیاتو ۳۵۷ منډو هدف ټاکلی و. د یادې لوبډلې پیلیز توپوهونکي کوانټین ډیکاک په روانو سیالیو کې خپله څلورمه سلیزه هم ووهله، هغه نن ۱۱۴ او د لوبډلې بل ملګري رسي وانډر ډوسن ۱۳۳ منډې وکړې چې د ننۍ سیالۍ د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزه یې هم وګټله. د نیوزیلینډ په لوبډله کې یوازې ګلين پیليپي وتوانېد چې ۶۰ منډې وکړي او نوره... Читать дальше...