Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2023

Новости за 16.11.2023

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ له هند وروسته اسټرالیا هم پایلوبې ته ورسېده

د کرکټ نړیوال جام سیالیو په دوهمې نیمه پایلوبه کې اسټرالیا د ۳ وېکټو په توپیر سویلي افریقا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. سویلي افریقا د ۲۱۳ منډو هدف ټاکلی و چې اسټرالیا د ۷ وېکټو په سوځېدو سره په ۴۸م اور کې پوره کړ. د دې لوبې د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزې ټروېس هېډ وګټلې، هغه نن د اسټرالیا لپاره چټکه نیمه سلیزه ووهله. اسټرالیا به د نومبر په ۱۹مه نېټه له هندوستان سره پایلوبه ترسره کړي.

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: د روسیې په توغندویي حمله کې د وژل شویو شمېر ۳ کسانو ته ورسېد

اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې له لوري په پرونۍ توغندویي حمله کې د وژل شویو شمېر ۳ کسانو ته ورسېد. د اوکراین د بېړنیو چارو ادارې نن وویل، د ختیځ دونیڅک په سلیدوفسکه کې د روسیې د پرونۍ حملې په ځای کې ژغورونکو د درېیم کس مړی هم له کنډوالو راایستلی دی.

Pa.azadiradio.com 

کاکړ: له افغانستان سره ستونزه هلته د مشروع حکومت په جوړېدو حل کېدای شي

د پاکستان موقت حکومت صدراعظم وايي، له افغانستان سره ستونزه به هغه مهال حل شي چې په کابل کې د هغه په وینا یو مشروع حکومت رامنځته شي. انوارالحق کاکړ د پنجشنبې په ورځ د نومبر ۱۶مه په اسلام‌اباد کې د مارګلې ډیالوک په نوم غونډې ته د وینا پر مهال د دې څرګندونو سربېره له پاکستان څخه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې دفاع هم وکړه. ده 'ټي‌ټي‌پي' یا د پاکستان د طالبانو تحریک ته په اشارې وویل چې غیرحکومتي عوامل د پاکستان امنیت ګواښي. کاکړ زیاتوي: "پاکستان د غیردولتي عواملو له ګواښ سره مخامخ دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سینیرلي اوغلو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت په اړه راپور وړاندې کوي

په پام کې ده چې سبا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږى کوونکى فریدون سینیرلى اوغلو د دغه سازمان امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه خپل د ارزونې راپور وړاندې کړي. اوغلو د دغې ارزونه يوې برخه کې چې امريکا غږ راډيو يې يوه کاپي ترلاسه کړې، له طالبانو غوښتي چې نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار حق ورکړي. په دغه مسوده کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو په اړه د هغوی د ژمنو په رعایت پورې تړلې او له طالبانو غوښتل شوي چې سمدستي په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لغوه کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړیوال جام؛ سویلي افریقا اسټرالیا ته د ۲۱۳ منډو هدف ورکړ

د کرکټ نړیوال جام په دوهمې نیمه پایلوبې کې سویلي افریقا د ۲۱۲ منډو تر جوړولو وروسته په وروستي اور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل. یاده سیالي چې د کلکتې په ایډن ګاډن کې د کابل په وخت تر غرمې وروسته یوه بجه پیل شوې، سویلي افریقا پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې یوازېنی توپوهونکی چې ډېر ښه وځلېد ډیویډ میلر و، هغه په ۱۱۶ توپونو ۱۰۱ منډې وکړې. دغه راز هینریک کلاسین په ۴۷ منډو وسوځېد. د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې میچل سټارک او پاټ کمېنس درې درې، ټروېس هېډ او جاش هاذلیووډ بیا دوه دوه لوبغاړي وسوځول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او قطر فوټبال ملي لوبډلې سیالي لري

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن په دوحه کې د قطر له ملي ټیم سره د سیالۍ میدان ته ووځي. دا سیالي د ۲۰۲۶ نړیوال جام او د ۲۰۲۷ اسیايي جام د غوراوي لپاره کېږي. ټاکل شوې چې افغان لوبډله د سې شنبې په ورځ په بله سیالۍ کې له کویټ سره مخامخ شي. افغانستان دا سیالۍ د یوه نوي انګلیسي روزونکي تر لارښوونې لاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام سیالي؛ د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ نیمه پایلوبه روانه ده

د کرکټ د نړیوال په دوهمه نیمه پایلوبه کې نن د اسټرالیا او جنوبي افریقا لوبډلې له یوبل سره مخامخ دي. پچه جنوبي افریقا وګټله او لړمړی یې بېټېنګ یا توپوهنه پیل کړه. د جنوبي افریقا پیلګر لوبغاړي ژر وسوځېدل. تر دې دمه چنوبي افریقا په داسې حال کې چې ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي، ۱۸۹منډې کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر مسافر او موټر چلوونکي د سالنګ لویې لارې د ژر پرانیستلو غوښتنه کوي

یو شمېر مسافر او موټر چلوونکي چې د کابل او د هېواد د شمالي ولایتونو ترمنځ تګ راتګ کوي، وايي چې د ژمي په رارسېدو او د واورې په ورېدو سره له نورو لارو تګ راتګ ورته ستونزمن او ګران کار دی. په داسې حال کې چې د خلکو او وسایطو د تګ راتګ پر مخ د سالنګ لویې لار له تړل کېدو څه باندې دوه میاشتې کېږي، خو لا هم دغه لار نه ده پرانیستل شوې. یو شمېر مسافر، چې له کابل څخه د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته تګ راتګ کوي شکایت کوي چې د ژمي په رارسېدو او بدیلو لارو کې له واورې ورېدو وروسته په دې لارو تګ راتګ نور هم ستونزمن شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان مېشتي افغان هنرمندان ولې خپل هېواد ته له استول کیدو وېریږي؟

له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو په دوام دغه هېواد کې یو شمېر افغان سندرغاړي او موسيقي غږونکي افغانستان ته د ستنېدو په اړه اندېښمن دي. یو افغان سندرغاړی ويان هنرجو چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پاکستان ته تللی او له شاوخوا یو نیم کال راهیسې په ياد هېواد کې ژوند کوي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ځان او نورو هنرمندانو د ستونزو په اړه وايي. د طالبانو حکومت موسيقي د اسلام له نظره حرامه ګڼي او د هغې پر خپراوي د بنديز ترڅنګ سندرغاړو او موسيقي غږونکو ته هم د فعاليت اجازه نه ورکوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کډوالو سره یې پر چلند د نیوکو دوام؛ بښنې نړیوال سازمان د پاکستان حکومت ته لیک استولی

د بښنې نړیوال سازمان په یوه لیک کې له پاکستانه د افغان کډوالو د زورولو، نیولو او له دې هېواده د جبري ایستنې د بهیر د ژر د ودرېدو غوښتنه کړې ده او دا یې د نړیوالو ژمنو نقض بللی دی. دغه سازمان تېره ورځ د پاکستان حکومت ته په یو استولي لیک کې ویلي چې په دې هیواد کې د بې اسناده افغان کډوالو د ځپلو او خپل سرو نیونو لړۍ تېزه شوې چې له امله یې د کورنیو غړيي، ماشومان، ښځې، نارینه او سپین ږیري له یو بل جلا شوي دي. په لیک کې د هغه افغان کډوالو د ازادۍ غوښتنه شوې چې د اسنادو د نه لرلو په تور پاکستان بندیان کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن د چین ولسمشر یو ځل بیا " دیکتاتور" وباله

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، په دې اړه یې نظر نه دی بدل شوی چې د چین ولسمشر یو دیکتاتور دی. کله چې له جو بایډن څخه په سان فرانسیسکو ښار کې له شي جین پینګ سره تر څلور ساعته خبرو اترو وروسته په یوه خبري غونډه کې پوښتنه وشوه چې ایا لا هم باور لري چې د چین ولسمشر یو دیکتاتور دی؟ ده وویل: هغه یو دیکتاتور او د هغه هېواد ولسمشر دی چې لا هم په کې کمونیزم واکمن او  د امریکا له حکومت سره بشپړ توپیر لري. بایډن د جون په میاشت کې ویلي و، د چین ولسمشر شي جین پینګ یو دیکتاتور دی.

Pa.azadiradio.com 

فوټبال؛ افغانستان نن له قطر سره سیالي کوي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن د قطر هېواد پر وړاندې سیالي ترسره کوي. دغه سیالي به د کابل پر وخت ماسخوتن ۸:۱۵ بجې د قطر په ال خلیفه لوبغالي کې پیل شي. د دې سیالیو موخه د ۲۰۲۶ ز کال نړیوال جام او ۲۰۲۷ ز کال د اسیا ملتونو جام ته لار موندنه ده. افغان لوبډله به د دې لارموندنې د دویم پړاو په سیالیو کې د نومبر په ۲۱مه له کوېټ سره دویمه سیالي ترسره کړي. یادې لوبډلې له تېرو څو ورځو راهیسې د قطر په پلازمېنې دوحې کې خپل تمرینات هم ترسره کړې دي. د ویلو ده چې افغان لوبډله به د راتلونکي زیږدیز کال په مارچ کې له هندوستان سره هم سیالي ترسره کړي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: د سپین بولدک له لارې څه باندې ۷۳ زره کډوال پاکستان نه را ستانه شوي

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي چې له پاکستان د سپین بولدک له لارې تراوسه پورې څه باندې ۷۳ زره تنه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. ده نن (اکتوبر۱۶مه) پر خپلې اېکس پاڼې یا پخواني ټویټر له پاکستان څخه د راستنو شویو افغان کډوال نوې شمیرې خپرې کړي دي. د کریمي په خبره، د سپین بولدک له لارې تراوسه ۱۲۴۳۰ کډوالې کورنۍ بیرته افغانستان ته راستنې شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر د راپور له مخې، د سپتمبر له پنځلسمې د نومبر تر ۱۱مې نیټې پورې څه باندې ۳۲۷ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

نړیوال جام؛ دویمه نیمه پایلوبه د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ پیل شوې

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه نن د نومبر په ۱۶مه نېټه د کابل پر وخت تر غرمې وروسته یوه بجه د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ پیل شوې ده. سویلي افریقا د لوبې پچه ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې ده. یاده سیالي د کلکتې ښار په ایډن ګاډن لوبغالي کې ترسره کېږي. سویلي افریقا لکه د مخکنیو سیالیو په څېر ښه پیل نه دی کړی، لوبډلمشر بوما او کوانټین ډیکاک یې ژر له لاسه ورکړي دي. لومړنۍ نیمه پایلوبه تېره ورځ د هندوستان او نیوزیلینډ ترمنځ ترسره شوه چې د ۷۰ منډو په توپیر کوربه لوبډلې وګټله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم په کابل کې د" مشروع حکومت" د جوړیدو غوښتنه وکړه

د پاکستان موقت صدراعظم وايي، له افغانستان سره ستونزه به هغه مهال حل شي چې په کابل کې مشروع حکومت رامنځته شي. د پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، انورالحق کاکړ نن د ( اکتوبر۱۶مه) په اسلام اباد کې د مارګلې ډیالوک په نوم غونډې ته د وینا پرمهال له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې دفاع وکړه، ویې ویل، له پاکستان سره به د افغانستان مسایل هغه وخت حل شي، کله چې په کابل کې یو مشروع حکومت رامنځته شي. ده ټي ټي پي ته په اشارې وویل چې غیرحکومتي عوامل د پاکستان امنیت ګواښي. له دې وړاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې د یوې سلمانۍ مخې ته چاودنه شوې

نن سهار د ننګرهار په سرخرود لسوالۍ کې د یوې سلمانۍ مخې ته چادونه شوی ده. د ننګرهار د امنیې قومندانۍ د امنیت امر محمد طاهار مبارز د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، په دې چادونه کې یو تن چې هویت يې معلوم نه دی وژل شوی او د سلمانۍ یو کارکوونکی ټپي دی. تراوسه د چادونه د نوعیت معلوم نه دی او د چاودنې مسولیت هم چا نه دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

طالبان د ښځینه فعالې پریسا ازاده په نیولو تورن شول

د ښځو د حقونو فعاله هدا خموش ادعا کوي چې یوه بله فعاله پریسا ازاده د طالبانو له خوا نیول شوی ده. خموش نن د (اکتوبر۱۶مه) پر اېکس شبکې یا پخواني ټویټر د پریسا یو عکس خپور کړی او ورسره يې لیکلي دي، هغه پرون د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي او یو نامعلوم ځای ته وړل شوی ده. خو اغلې خموش په دې اړه چې پریسا چیرته او څنګه نیول شوی جزیات نه دي ورکړي. د طالبانو حکومت تراوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې له اونیو راهیسې د ښځو د حقونو فعالانې ژولیا پارسي او زوی، ندا پرواني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جوبایډن او چینایي سیال یې سره لیدلي

د امریکا ولسمشرجوبایډن له خپل چینایي ساري ولسمشرشي جین پینګ سره خبرې ترسره کړي خو ډیرجزیات یې نه دي خپاره شوي. دواړو مشرانو د اسیا ـ پسفیک APEC د اقتصادي همکارۍ د کنفرانس په څنډه کې سره وکتل چې خبرو یې څه باندې دوه ساعته دوام وکړ. د امریکا او چین مشرانو شاوخوا یوکال مخکې خبرې ترسره کړې وې چې ورپسې د دواړو هیوادونو اړیکې یوڅه ترینګلې شوې. دواړه مشران داسې مهال سره ګوري چې نړۍ د منځني ختیځ او اوکراین له بحرانونو سره مخ ده او ټاکل شوې په ټایوان کې هم انتخابات ترسره شي. هغه خپلواکه سیمه چې چین یې د خپلې خاورې یوه برخه بولي.

Pa.azadiradio.com 

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته په یوه اندازه پور ازادولو راضي شوی

پاکستان او د پیسو نړیوال وجهي صندوق، IMF د درې ملیارډ ډالرو پور د اوه سوه ملیون ډالرود ازادولو په اړه یوې ابتدایي موافقې ته رسیدلي. IMF د روان کال په جولای میاشت کې پاکستان ته د دغه پورورکولو په اړه موافقه کړې وه. دغه صندوق ویلي چې دواړه لوري پرون چهارشنبې په اسلام آباد کې د خبرو په نتیجه کې یوې لومړنۍ موافقې ته رسیدلې چې دغه پیسې دې ازادې شي. د پاکستان حکومت هم تایید کړې چې یوتوافق ترلاسه شوی دی. د دې لپاره چې دغه اوه سوه ملیون ډالره پاکستان ته ورکړل شي باید د دغه صندوق اجرایي بورډ شوې موافقه تایید کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امنیت شورا د غزې جګړه کې د بشري وقفې غوښتنه وکړه

د ملګروملتونو امنیت شورا په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ چې امریکا او اروپایي ټولنې هغه ترهګره ډله نومولې، په روانه جګړه کې د بشري وقفې غوښتنه وکړه. د هغه پریکړه لیک له مخې چې د دې شورا دولسو غړیو بیګا شپه ناوخته ورته مثبتې رایې ورکړې، په غزې تړانګه کې د یوې داسې وقفې چې څوورځې دوام وکړي غوښتنه کړې ترڅو دې سیمې ته مرستې ورسول شي. د امریکا متحدو ایالتونو، روسیې او برېتانیا چې درې واړه د امنیت شورا دایمي غړي او د ویتو حق لري، دې پریکړه لیک ته چې مسوده یې د مالتا له خوا وړاندې شوې وه، له رایې ورکولو ډډه وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن قطر سره لوبه لري

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوتبال ملي لوبډله نن په دوحه کې د قطر له ملي لوبډلې سره مخامخ شي. د افغانستان د فوتبال فدراسیون ویلي چې دغه لوبه د ۲۰۲۶ کال د فوتبال د نړیوال جام لپاره د مقدماتي لوبو د دوهم پړاو په ترڅ کې ترسره کیږي. له قطرسره دې لوبې ته د افغان لوبډلې په ترکیب کې څو نوي لوبغاړي شامل شوي. د افغانستان د فوتبال ټیم مشرروزنکي اشلي مایکل چې نوې یې دنده پیل کړې په یوه خبري کنفرانس ویلي، لوبډلې یې دې لوبې ته ښه تیاری نیولی د اسیا جام له اتل سره له لوبې وېره نه لري. د افغانستان ټیم د مقدماتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کاناډا د ډیپلوماتیک حضور پیلولو په اړه د ګلوبل نیوز تبصره

یو پخوانی کاناډايي ډپیلومات وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې اوتاوا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې ډپیلوماتیک حضور له سره پیل کړي. دا د کاناډايي ورځپانې ګلوبل نیوز سرلیک دی. ورځپانې وړاندې په مطلب کې د افغانستان لپاره د کاناډا د پخواني سفیر عارف لالني د یوې مرکې هغه برخه راخیستې چې وايي، کاناډا په هغه هېواد کې چې دولس کاله يې سرتېرو هلته جګړه کړې لومړي لاس معلوماتو ته لاسرسی نه لري. د لالنې په خبره: "د دې امکان شته، چې موږ په افغانستان کې مستقیماً پرته له دې چې د طالبانو ملاتړ مو کړی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزې په تر ټولو لوی روغتون کې د اسراییلي ځواکونو عملیات او غبرګونونه

د الشفا په نوم د غزې تړانګې تر ټولو لوی روغتون دا مهال د اسراییلي ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو اصلي هدف ګرځیدلی دی. رویټرز خبري اژانس لیکلي چې پرون چهارشنبه اسراییلي سرتېري دغه روغتون ته چې زرګونه ملکیان په کې بند پاته دي، ننوتلي او د هغه تهکاوۍ او خونې یې پلټلي دي. عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي چې اسراییلي سرتیرو په روغتون کې د حماس سخت دریځو پلټنه کوله، هغه ډله چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګریز سازمان په توګه پيژني. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي مارتیڼ ګریفیتس د چهارشنبې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسراییلي پوځیان د غزې الشفا روغتون ته ننوتي

د اسراییل پوځیان پرون د غزې تړانګې تر ټولو لوی روغتون الشفا ته ننوتل چې هلته د حماس سخت دریځو، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګریز سازمان بولي، پلټنه وکړي. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، پر دغه روغتون چې سلګونه ناروغان په کې دي، د اسراییلي ځواکونو د چاپې وهلو اصلي لامل لا روښانه نه دی. د اژانس په وینا، اسراییلي چارواکي او په غزه کې روغتیایي مسولان د دغو عملیاتو په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کوي. اسراییلي چارواکي وایي، روغتون کې جګړه نه ده شوې، خو په غزه کې روغتیایي چارواکي وایي، د روغتون کارکوونکي او ناروغان وېریدلي دي.

Pa.azadiradio.com 

کرزی: د روښانه راتلونکې او پرمختګ لپاره د نجونو زده کړې حیاتي دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل د روښانه راتلونکې او پرمختګ لپاره حیاتي بللي دي. د حامد کرزي پر اېکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکل شوي چې نوموړي دغه خبرې پرون په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په کتنه کې کړي دي. تر دې وړاندې د حامد کرزي په ګډون بېلابېلو سیاستوالو او نړیوالو ادارو د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، خو طالبانو لا په دې برخه کې کوم ښکاره نرمښت نه دی ښودلی. کله چې طالبان... Читать дальше...


В Тульской области прошли ветеринарные учения из-за роста случаев сибирской язвы в ЦФО

Жителей Видного пригласили пройти диспансеризацию в парке «Апаринки»

Продвижение русского языка обсуждают в Ереване

160% месячной нормы осадков выпало в Москве с начала июня



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Свыше 40 мест для коллективных молитв в Курбан-байрам откроют в Подмосковье

160% месячной нормы осадков выпало в Москве с начала июня

В Тульской области прошли ветеринарные учения из-за роста случаев сибирской язвы в ЦФО

Продвижение русского языка обсуждают в Ереване

Музыкальные новости

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: признание Нато надо применить!

«Вероника решает»: Театр «Модерн» этим летом дважды покажет премьеру сезона

"СВЯТОЙ ЛЕНИН: сенсация о прогнозах направит Америку и Европу творить добро?!

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» и ДЕНЬ РОССИИ: успех России в С В О = мир во всём мире?!

Новости России

Депутат МГД Самышина проконтролирует реконструкцию «Сквера влюбленных» на Пятницкой улице

Пробки на дорогах Подмосковья оценили в 7 баллов вечером 14 июня

Губерниев обозвал российских спортсменов «ссыкунами» и призвал ехать на Олимпиаду в Париж под белым флагом

Продвижение русского языка обсуждают в Ереване

Экология в России и мире

Какие украшения чаще всего дарят на годовщину свадьбы: исследование «585*ЗОЛОТОЙ»

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

Более 3 тысяч ВИЧ-позитивных пациентов получили за год комплексную социальную помощь в Свердловской области

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Спорт в России и мире

Соболенко и Димитров вместе потренировались на «Уимблдоне»

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Самсонова вышла в четвертьфинал турнира WTA в Хертогенбосе

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Moscow.media

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост

Молодые специалисты «Газпромнефть - Битумные материалы» продемонстрировали эффективное решение в финале «CASE-IN»

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *