Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2023

Новости за 29.11.2023

Pa.azadiradio.com 

د حامد کرزي وروستیو څرګندونو بېلابېل غبرګونونه پارولي

په زور د طالبانو د حکومت د نه نسکورولو په اړه د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي څرګندونو د مدني فعالانو او مېرمنو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه څرګندونې چې د 'کیودو' جاچان خبري اژانس سره په مرکه کې یې ویلي، د طالبانو حکومت باید په زور ړنګ نه شي، د مدني فعالانو او ښځو د حقونو د فعالانو ترمنځ بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. نوموړي په دې مرکه چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه ویلي چې د طالبانو حکومت باید د زور له لارې ړنګ نه شي، بلکې د سوله‌ییزو بین الافغاني مذاکراتو له لارې یې په پالیسیو کې اصلاحات راوړل شي.

Pa.azadiradio.com 

د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو نړیواله ورځ؛ بار: افغان مېرمنې له ټکان ورکوونکي ناوړه چلند سره مخ دي

د نومبر ۲۹مه د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، خو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر دې ستونزمنې لارې تېرېدل د ښځو د حقونو د مدافعینو لپاره اسانه نه‌ده. د بشري حقونو د سازمان د راپورونو له‌مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته، د طالبانو د حکومت له‌خوا د بشري حقونو یو زیات شمېر مدافعین په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو مدافعین ګواښل شوي، شکنجه شوي او بندیان شوي دي. د طالبانو د حکومت ځینو ویاندویانو دغه ادعاوې رد کړې دي. دا مهال یو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مهمند: په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د بندو کانټینرونو د ازادېدو کار پیل شوی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وایي، په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د مالونو د بندو کانټینرونو د ازادېدو کار پیل شوی او له څو سوه کانټینرونو پرته نږدې درې زره نور به په څو راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ولېږدول شي. د دې خونې سرپرست محمد یونس مهمند نن ازادي راډیو ته وویل، پاکستان ته له افغانستانه د تللي پلاوي د سفر او پاکستاني چارواکو سره د شوې موافقې له مخې د کراچۍ له ګمرکه د دغو بندو کانټینرونو د خلاصون کار له پرون سې شنبې راهیسې پیل شوی او هر کانټینر به چې له ګمرکه وځي، په ۲۴ ساعتونو کې افغانستان ته لېږدول کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جلال‌اباد ځینې اوسېدونکې: طالبانو پارکونو ته د ناروغو او زړو ښځو په ورتګ هم بندیز لګولی

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې عمومي پارکونو ته د ښځو په ورتګ له بندیز وروسته د دې ښار یو شمېر اوسېدونکې مېرمنې وايي، طالبانو دغه پارکونو ته د هغه ډېر عمر لرونکو ښځو په ورتګ هم بندیز لګولی چې بېلابېلې ناروغۍ لري او په همدې پارکونو کې د سهار له خوا ورزش کوي. ۴۲ کلنه ګل ونه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اوسېدونکې ده. هغه وايي، د لوړ شکر ناروغي لري او د ډاکتر د توصیې له مخې اړ ده چې هر سهار ورزش وکړي، خو په خبره یې طالبانو تازه د دوی پر وړاندې عمومي پارکونو ته په ورتګ بندیز لګولی دی او اوس د ورزش لپاره بل ځای نه لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بیلسټروم: ترکیه په ناټو کې د سویډن ځندولی غړیتوب تصویبوي

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم نن وویل چې ترکیې سویډن ته ویلي چې په ناتو تړون کې د سویډن غړیتوب به چې څو اوونۍ یې ځنډولی، تصویب کړي. سویډن او فنلنډ پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په ناتو تړون کې د غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړل. د فنلنډ غړیتوب هم چې ترکیې او هنګري یې د یوې مودې لپاره ځنډولی و، په دې تړون کې منل شوی، خو د سویډن له غړیتوب سره تراوسه ترکیې مخالفت کړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې هېواد یې د ناټو غړی دی، پر دغو هېوادونو تور پورې کړی و چې د هغو ډلو ملاتړ او ساتنه کوي چې انقره یې ترهګرې ډلې بولي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزه کې د حماس او اسراییل لندمهاله اوربند؛ نړیوال منځګړي یې د غځولو هڅې کوي

په داسې حال کې چې په غزه کې د موقت اوربند د پای ته رسېدو لپاره یوه ورځ پاتې ده، نړیوال منځګړي هڅه کوي چې هغه نور هم وغځوي. نړیوالو منځګړیو چې نن چهارشنبې یې په غزه کې د اوربند د غځولو لپاره کار وکړ، هیله من دي چې حماس به چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، د اسراییل له زندانونو د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې نور یرغمل شوي ازاد کړي او هم به نور مهلت ترلاسه کړي چې اسراییل پرې هوايي او ځمکنی بریدونه ونه کړي. د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د غځېدو لپاره هڅو کې قطر او مصر منځګړیتوب کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان له طالبانو د 'حافظ ګل بهادر' د نیولو او دوی ته د ورسپارلو غوښتنه کړې

پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې دې هېواد د طالبانو له حکومت غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان یو مشر حافظ ګل بهادر ونیسي او دوی ته یې وسپاري. په بنو کې د نومبر په ۲۶مه په پاکستاني ځواکونو له ځانمرګي برید وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت سرپرست سفیر احضار کړی او د دې پېښې په اړه یې خپل سخت اعتراض ورسره شریک کړی دی. پاکستاني حکومت ادعا کړې چې دا برید د یوه افغان تبعه له‌خوا شوی، داسې مهال چې مسوولیت یې د تحریک طالبان پاکستان ډلې منلی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ؛ سریلانکا د راتلونکي میلادي کال په سر کې له افغانستان سره سیالۍ لري

د سریلانکا کرکټ بورډ ادارې نن د نومبر په ۲۹مه نېټه د خپل راتلونکي کال لوبیز پلان رسنیز کړ. په یاد پلان کې ویل شوي چې د نورو هېوادونو ترڅنګ به سریلانکا د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې له افغان لوبډلې سره درې لوبلړۍ ولوبوي. که څه هم د یادو سیالیو دقیقې نېټې نه دي په ډاګه شوي، خو ویل شوي چې په دې لوبلړیو کې به یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ شاملې وي. د افغانستان کرکټ بورډ ادارې لا په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو یادې سیالۍ به د سریلانکا په کوربتوب ترسره کېږي. دا په داسې حال کې ده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړیوالو منځګړو د نورو اسراییلي بندیانو ازادېدو ته هیله ښودلې

نړیوالو منځګړیو چې نن چهارشنبې یې په غزه کې د اوربند د غځولو لپاره کار وکړ، هیله من دي چې حماس به چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، د اسراییل له زندانونو د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې نور یرغمل شوي ازاد کړي او هم به نور مهلت ترلاسه کړي چې اسراییل پرې هوايي او ځمکني بریدونه ونه کړي. د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د غځېدو لپاره هڅو کې قطر او مصر منځګړیتوب کوي. که په دې اړه یو توافق ترلاسه نه شي، اوربند به یوه ورځ وروسته پای ته ورسېږي. اسراییل په وروستیو ورځو کې د لسګونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

الکوزی: پاکستان افغانستان ته لا هم د ۴۰۰ کانټینرونو د تګ اجازه نه ده ورکړې

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې افغان مسوولان وايي، د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو ۴۰۰ هغه کانټینره، چې د پاکستان چارواکو په ټکو د تور لېست توکي په‌کې شامل دي، د انتقال اجازه نه ده ورکړې. که څه هم د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د پاکستان له کراچۍ بندر نه د افغان سوداګرو د کانتینرونو لېږد ته اجازه ورکړل شوې، خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې افغان مسوولان وايي، ۴۰۰ هغه کانټینره، چې د پاکستان حکومت په ټکو د تور لېست توکي په‌کې شامل دي، اجازه نه ده ورکړل شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایف پي: د اقلیم د بدلون بحران د افغانستان میلیونونه کورنۍ ګواښي

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وایي، د اقلیم د بدلون بحران په افغانستان کې په میلیونونه کورنۍ ګواښي. د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن چهارشنبې په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې د اقلیم د بدلون بحران لیرې نه دی بلکه همدا اوس په افغانستان کې د میلیونونو کورنیو لپاره په رښتینې ګواښ بدل شوی. دې پروګرام ویلي چې وچکالي او د حاصلاتو کموالي ټولنې د زیانونو له خطرسره مخ کړي او لوږه زیاته شوې. یاد پروګرام د اقلیم د بدلون د کنفرانس د ګډونوالو له غونډې مخکې د دې یادونه کړې چې دا مهمه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ۱۷۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د هرات له ۲۷۵ زره زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ټولټال ۱۷۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده، خو تراوسه پورې یوازې ۲۷ نیم میلیون ډالره ترلاسه شوي دي. اوچا نن چهارشنبې په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې ویلي چې په هرات کې له شوې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوی، د شپږو اوونیو په تېرېدو سره بشري مرستندویه ټولنو د ۲۴۲ زره او ۴۰۰ اغیزمنو کسانو لاسنیوی کړی دی. خو اوچا ویلي چې د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو لپاره په بودیجه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لاتویا بهرنیو چارو وزیر د ناټو عمومي منشي د مقام لپاره لېوالتیا ښودلې

د لاتویا د بهرنیو چارو وزیر کریشیانیس کارینش د ناټو د عمومي منشي د مقام لپاره لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي، دا ټلواله داسې یوه مشر ته اړتیا لري چې د اجماع جوړولو توان ولري، لویو دفاعي لګښتونو ته ژمن وي او له روسیې سره د مقابلې لپاره یو واضح نظر ولري. کارینش پرون په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې خبریالانو ته وویل ناټو داسې یوه مشر ته اړتیا لري چې له غړو هېوادو سره د جلا او ګډ کار وړتیا ولري او وکولای شي چې ټول یوه تګلوري ته سم کړي. دا احتمال شته چې ناټو د راروان کال په جولای میاشت کې به واشنګټن... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا د اسراییل او اوکراین لپاره د پوځي مرستې نوې بستې په اړه بحث کوي

تمه ده چې د امریکا سنا به د ولسمشر جوبایډن له خوا د اسراییل او اوکراین لپاره د پوځي مرستې د نوې بستې د طرحې په اړه راتلونکې اونۍ بحث وکړي. د سنا د اکثریت مشر چک شومر پرون په خپله اونیز خبري غونډه کې وویل، دا موضوع به راتلونکې اوونۍ په سنا کې یاده کړي او هیله‌من دی چې دواړه ګوندونه به یې ملاتړ وکړي. ولسمشر جوبایډن تېره میاشت له کانګرس څخه د ۱۰۵ میلیارد ډالره پوځي مرستې غوښتنه وکړه چې د اوکراین لپاره د څه باندې ۶۰ میلیارد او د اسراییل لپاره د ۱۴،۳ میلیارد ډالره مرستې طرح هم په‌کې وه، خو دا غوښتنه په کانګرس کې تراوسه بلاک شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي: د سومي پر 'سیري دینا' کلي د روسیې حملو درې کسان وژلي

د اوکراین چارواکي وايي، د دې هېواد د شمال ختیځې سیمې سومي پر سیري دینا کلي د روسیې توغندويي حملو ۳ کسان وژلي دي. د سومي سیمه ایزو چارواکو پرون وویل، په وژل شویو کې یو اوه کلنه ماشومه چې له خپل پلار سره په موټر کې وه، هم شامله ده. د دې چارواکي په وینا، په دې حمله کې د استوګنې پنځه کورونه ویجاړ شوي دي. د سومي د څارنوالۍ دفتر ویلي، په دې اړه یې څېړنې پیل کړي چې آیا روسیې د دې حملې په وسیله د جګړې قوانین تر پښو لاندې کړي دي که نه. د دنیپروپیتروفسک سیمې والي سیرهي لیساک وايي، په جنوبي نیکوپول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونېسف په هلمند کې د جګړو له کبله تخریب شوي روغتیايي مرکزونه رغوي

د ملګرو ملتونو اړوند یونېسف په هلمند کې د جګړو له کبله تخریب شوي روغتیايي مرکزونه رغوي. یونېسف وايي، د جګړو له امله په هلمند ولایت کې ګڼ روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي او د سیمې خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې دي. د دې ادارې مسووولان وايي، تر دا مهاله د شاوخوا ۵۰ روغتیايي مرکزونو د ترمیم چارې روانې دي. د سیمي خلک خوښ دي او وايي چې په مرکزونو کې دې ورته ښځینه او نارینه مسلکي ډاکتران وګمارل شي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

په جنوبي ولایتونو کې برمو او څا‌ه‌ګانو ته د ماشومانو لوېدلو غبرګونونه پارولي

په هلمند، زابل، ارزګان او کندهار کې برمو او څاه‌ګانو ته د ماشومانو لوېدلو د ځايي اوسېدونکو غبرګونونه پارولي دي. دوی وايي، د ژورو څاه‌ګانو او برمو د سرونو نه پټول په خپل لاس خپلو اولادو ته د قبرونو ایستل دي. په تېر یوه کال د افغانستان په دغو جنوبي ولایتونو کې سر لوڅو برمو ته په لسګونه ماشومان ور لوېدلي چې د ډېرو یې یوازې مړي ترلاسه شوي. نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

کابل کې « د هیلو نړۍ» کتاب د مخکتنې غونډه

د ازادي راډیویي مجلې په دې خپرونه کې مو په پاکستان کې د مېشتو افغان هنرمندانو له هغې غوښتنې خبروو چې له طالبانو څخه یې کړې ده. د سندریزو بنډارونو په اړه به واورئ چې طالبانو به پخوا ډېره برخه پکې اخیسته. د شعر نقد لرو. په افغانستان کې مو له لږ تر لږه اوو نویو چاپ شویو کتابونو خبروو او په کابل کې د افغان ادبي بهیر د یوه کتاب د مخکتنې د غونډې په اړه اوریدلی شئ. د ازادي راډیویي مجلې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

په تورخم کې له پاکستانه ایستل شویو افغان ماشومانو ته خوندي ځایونه جوړ شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي، د تورخم په سرحدي سیمه کې یې له پاکستانه ایستل شویو د افغان کډوالو ماشومانو ته خوندي ځایونه جوړ کړي دي. یونېسف د سه شنبې په ورځ د نومبر ۲۸مه په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې وویل چې دا خوندي ځایونه ۲۴ساعته خلاص وي چې له پاکستان څخه ایستل شويو ماشومانو ته رواني ټولنیز ملاتړ او تفریحي فعالیتونه وړاندې کوي تر څو له خپلو کورنیو سره یوځای شي. یونېسف د دغو ماشومانو د شمېر او د رامنځته شویو خوندي ځایونو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي. د راپورونو له مخې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برادر د آمو دریا د نفتو په ساحه کې د تېلو د استخراج ۸ نوې څاګانې پرانیستې

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون د آمو دریا د نفتو په ساحه کې د تېلو د استخراج ۸ نوې څاګانې پرانیستې. د طالبانو حکومت د یوې ویډیو په خپرولو سره د ملا برادر په حواله ویلي چې د دې پروژې په پلي کېدو به په افغانستان کې یو لوی روغتون، یو معیاري سړک او د اوبو بند جوړ شي. د طالبانو حکومت په داسې حال کې د تېلو د نویو څاګانو د پرانیستلو اعلان کړی چې د راپورونو له مخې د تړونونو په لاسلیکولو کې لازم شفافیت نه‌شته او ویل کېږي چې د افغانستان کانونه هم په غیر مسلکي ډول استخراجېږي.

Pa.azadiradio.com 

نن د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند شپږمه ورځ ده

نن د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند شپږمه ورځ ده او تمه کېږي چې دوه ځل نور هم حماس ډله اسراییلي یرغمل او اسراییل فلسطیني بندیان خوشې کړي. حماس چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي د اکټوبر په اوومه پر اسراییل په برید سره د راپورونو له مخې د څه باندې ۱۲۰۰ کسانو په وژلو سربېره ۲۴۰ تنه یرغمل هم کړل. په تېرو پنځو ورځو کې شاوخوا اتیا دا یرغمل نیول شوي خلک د حماس له خوا خوشې شوي، خو لا هم حماس او نورو فلسطیني ډلو شاوخوا ۱۶۰ کسان ساتلي دي. اسراییل هم په بدل کې یو شمېر فلسطینیان خوشې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بندي سیاسي فعالانو کورنۍ: ایران بندیانو ته د مدافع وکیل اجازه نه ورکوي

په ایران کې د ۱۳ بندي سیاسي فعالانو کورنۍ وايي چې حکومت د دوی بندیانو ته د مدافع وکیل اجازه نه ورکوي. دا کسان په ختیځ آذربایجان کې نیول شوي، خو تورونه یې لا هم معلوم نه دي. د داوود شیري ورور ایوب شیري، چې یو زنداني دی، د ازادۍ راډیو د ایران څانګې فردا ته وویل، د سپټمبر په ۲۲ مه په تبریز کې د هغه د ورور له نیول کیدو راهیسې، دوی یوازې درې واره لنډې ټلیفوني خبرې کړي دي. دې وضعیت د بندیانو د کورنیو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړي. په ځانګړي توګه هغه کسان په اندېښنه کې دي چې ښایي د کورنیو غړي یا خپلوان یې په یو کسیزه بندخونه کې پراته وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ابوظبۍ لس اووریز کرکټ لیګ د ګڼو افغان لوبغاړو په حضور سره پیل شو

د ابوظبۍ لس اووریز کرکټ لیګ د سه شنبې په شپه د ګڼو افغان لوبغاړو په حضور سره پیل شو. په لومړنۍ لوبه کې ډکن ټیم ۱۱۸ منډې وکړې او په ځواب کې یې نیویارک ټیم چې رحمن الله ګربز هم په کې لوبېده یواځې ۹۶ منډې وکړای شوې. ګربز هېڅ منډه ونه کړای شوه. په دویمه لوبه کې بیا نارټرن واریرز ټیم چې په کې افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځی او عظمت الله عمرزی هم لوبېږي خپل سیال مات کړ. دغه ټیم په لسو اورونو کې ۱۰۳ منډې وکړې. حضرت الله ځاځي په ۱۵ توپونو ۲۰ منډې وکړې. د دې هدف د پوره کولو لپاره سمپ ارمي ټيم چې... Читать дальше...


Забайкалье считается благополучным по уровню благосостояния семей

Росздравнадзор вмешался в ситуацию с гибелью клиентки «СМ-Клиники» в Москве

Филимонов прокомментировал чемпионство «Зенита»

Дебоширы из Балашихи избили водителя и выстрелили в его машину



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В рейтинге благосостояния семей Пензенская область заняла 50-е место

Разбившему голову Кубком России защитнику "Зенита" Алипу наложат швы

Сергунина: Сумма одобренных Москвой грантов на патентование в России почти вдвое превысила показатель 2023 года

В Дмитровском округе 6 июня состоится прием граждан

Музыкальные новости

«Райский цветник» Бакиханова и азербайджанские фальсификации. ВИДЕО

«Зенит» добыл волевую победу в матче с «Балтикой» и завоевал Кубок России

Скандал с пенальти, отмена гола Вендела и решающий мяч Алипа на 95-й! «Зенит» победил «Балтику» в финале Кубка России

Выставка «Кремли России — взгляд художника» открылась в Нижегородском кремле

Новости России

Более 30 человек в Подмосковье за неделю переселили из аварийного жилья

Сергей Собянин назвал главные нововведения МЭШ в прошедшем учебном году

Сергунина: Сумма одобренных Москвой грантов на патентование в России почти вдвое превысила показатель 2023 года

В Третьяковке откроется выставка коллекции Арама Абрамяна

Экология в России и мире

Студия Звукозаписи в Москве. Создание Песен, Музыки, Аранжировок.

Тысячи активистов разгромили офис Socar в Стамбуле, обвинив «Азербайджан» в поддержке геноцидальной политики Израиля в Палестине

«585*ЗОЛОТОЙ» выступила партнером медиафестиваля творческой молодежи YOUPITER

Раскрыт секрет, как и где отдохнуть в России летом за 11 тыс. рублей

Спорт в России и мире

Матч Котова и Вавринки перенесли на корт Сюзанн Ленглен

Медведев высказался об игре Свёнтек

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»

Ролан Гаррос. Расписание 2 июня. Потапова и Швентек сыграют первым запуском, Синнер – последним

Moscow.media

Вечернее поле.

Беспроводной сканер штрих-кодов Heroje S-H29W

Военные следователи продолжают оказывать гуманитарную помощь военнослужащим, находящимся в полевых госпиталях

Водитель "Лифана" погибла после аварии с фурой







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *