Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2023

Новости за 14.11.2023

Pa.azadiradio.com 

د اوچا مشر: له پاکستانه ایستل شوي ډېری افغان کډوال په ډېر بد وضعیت کې دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا مشر وايي، له پاکستانه په ناڅاپي ډول د کډوالو راتګ پر افغانستان فشار زیاتوي. د اوچا د افغانستان څانګې نن پر ایکس شبکې په یوه ویډیو کې په افغانستان کې د دې ادارې د مشر دانیل ایندریس څرګندونې خپرې کړې چې وايي، د نویو کډوالو راستنېدل به پر افغانستان چې له پخوا راهیسې د استوګنځي او ورځنیو خدماتو په ګډون د سرچینو او امکاناتو له کمښت سره مخامخ دی لوی بوج وي. ایندیرس په دې ویډیو کې په تورخم کې له راستنو شویو افغانانو سره له خبرو وروسته وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له بنده د معترضو مېرمنو خوشې کولو لپاره د نړیوالو فشارونو غوښتنه وشوه

د طالبانو د حکومت په زندانونو کې د اعتراض کوونکو مېرمنو د نامعلوم برخلیک په اړه د اندېښنو په دوام، یو شمېر اعتراض کوونکو مېرمنو او د ښځو د حقونو فعالانو د هغوی د خوشې کولو لپاره د نړیوالو فشارونو غوښتنه کړې ده. د اوونيو په تېرېدو سره لا هم اعتراض کوونکې مېرمنې ژولیا پارسي او د هغې زوی، ندا پرواني او د هغې مېړه او منيژه صديقي د طالبانو په بند کې دي او برخلیک یې لا هم معلوم نه‌دی. فریډم‌نو سازمان د ژولیا پارسي د یوې همکارې شمیلا توانا يوه ويډيو په خپل ایکسپاڼه کې خپره کړې چې ادعا کوي يادې ښځې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ماین اکش ریویو: د افغانستان په ۵۳ کیلومتره مربع ځمکه کې لا هم ماینونه شته

د ماین اکش ریویو په نوم سازمان وايي، افغانستان د هغو درېیو هېوادونو له ډلې دی چې ډېره ځمکه یې له ماینونو ډکه ده. د ماین اکشن ریویو  Mine Action Review په نوم سازمان د دوشنبې په ورځ په خپل ۵۷۶ مخیز راپور کې په ۲۰۲۳ کال کې د هغو هېوادونو وضعیت ته کتنه کړې چې د ماینونو له امله اغېزمن شوي دي. په دې راپور کې راغلي چې افغانستان، عراق او کمبودیا هغه هېوادونه دي چې تر ۱۰۰ کیلو متر مربع ډېره خاوره یې په ماینونو ککړه ده. 'ماین اکشن ریویو' په دې راپور کې ویلي دي چې یوازې د افغانستان په ۵۳ کیلومتره مربع خاوره کې ماینونه شته. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپور: لا هم په ډېری هېوادونو کې ماینونه خلکو ته مرګ‌ژوبله اړوي

د ځمکنیو ماینونو د مخنیوي ټولنو په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ماینونو پر کارولو د ډېرو هېوادونو له بندیز سره سره پرسونل ضد ماینونه لا هم ‌ډېره مرګ‌ژوبله اړوي. د ځمکنیو ماینونو د څارنې ټولنې چې د بشري حقونو د څار د سازمان په مشرۍ یو شمېر نادولتي ادارې غړیتوب په کې لري، د ۲۰۲۳ کال په راپور کې چې نن په ژنیو کې خپور شو ویلي چې د ماینونو زیان ماشومانو ته ډېر رسېږي او کله ناکله د شخړو له پای ته رسېدو ډېره موده وروسته هم مرګ انساني مرګ‌ژوبله اړوي. راپور زیاتوي چې روسیه پر اوکراین د بې دلیله یرغل په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران په اوین زندان کې د اور لګېدو په قضیه کې ۴۰ کسان تورن شوي

د ایران د پلازمېنې تهران څارنوالي وايي چې په اوین زندان کې د اکټوبر د ۲۲مې د اور لګېدو په قضیه کې یې څلویښت کسان تورن کړي دي. د تهران څارنوال علي صالحي نن دا اعلان وکړ، خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل. په دې اورپېښه کې اته بندیان ووژل شول. ایراني چارواکو د دې پېښې علت د بندیانو ترمنځ جګړه بللې وه، خو فعالان د چارواکو پر دې ادعا شک لري. سرچینو زادي راډیو ته وویل، په اوین زندان کې چې ترډېره د ایران د دولت سیاسي مخالفین په کې ساتل کېږي، د بندیانو د اعتراض پرمهال اور ولګېد. دا هغه مهال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شکر نړیواله ورځ؛ په دې ناروغۍ ځینې اخته افغانان د درملنې لپاره د اسانتیاوو غوښتنه کوي

نن د نومبر ۱۴مه د ډیابېټ یا شکر ناروغي نړیواله ورځ ده. که څه هم دا نه ده څرګنده چې اوسمهال په افغانستان کې څومره کسان په دې ناروغۍ اخته دي، خو د ډیابېټ ناروغۍ د نړیوال فدراسیون شمېرې ښيي چې تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې له ۱.۶ میلیونو څخه زیات لویان د ډیابېټ یا شکر په ناروغۍ اخته وو. د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې ۵۳۷ میلیونه کسان د ډیابېټ په ناروغۍ اخته دي، چې ۷۳ میلیونه یې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې ژوند کوي. په افغانستان کې د ډیابېټ په ناروغۍ اخته ځینې کسان د دې ناروغۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت په نهو ورځو کې له ۲۱زرو زیات افغان کډوال ایستلي

د ایران سرحدي امنیتي چارواکو ویلي، له ۲۱زره نه زیات هغه افغان کډوال یې له ایرانه ایستلي چې دغه هېواد ته په ناقانونه توګه تللي وو. ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د ایران سرحدي امنیتي چارواکو ۲۱۴۰۷ افغان کډوال چې په غیرقانوني توګه ایران ته داخل شوي وو، له دې هېواده ایستلي دي. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا لیکلي چې د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ساتونکو قومندان شجاع د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، دغه افغانان چې په غیرقانوني توګه ایران ته داخل شوي وو، نیول شوي او افغانستان ته استول شوي دي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بغلان کې د ستانه کړای شويو افغان کډوالو نږدې ۱۵۰۰ کورنۍ ثبت شوي

په بغلان کې تراوسه د ستنو شویو افغان کډوالو نږدې ۱۵۰۰ کورنۍ ثبت شوي دي. په دې ولایت کې مسوولان وايي، ټولې دغه کورنۍ له پاکستانه ایستل شوي دي. د سیمه‌ییزو مسوولانو په وینا، په وروستیو میاشتو کې دې ولایت ته شاوخوا د کډوالو شپږ زره کورنۍ ستنې شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د کراچۍ له بندره افغانستان ته د زرګونه کانتینرونو د پرېښودو غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان زرګونه کانیتنرونو ته د کراچۍ له بندر څخه افغانستان ته د تلو اجازه ورکړي. په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي اسلام آباد ته د سفر پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني سره په دې اړه خبرې کړي. افغان چارواکي وايي پاکستان د افغانستان اړوند له درې زرو زیات کانتینرونه د کراچۍ په بندر کې درولي او نوره مالیه او پیسې غواړي چې له دې سره د دوی په وینا افغان سوداګر د میلیونونه ډالرو تاوان کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د غزې د الشفا روغتون انګړ کې ۱۷۹ مړي په یو ډله‌ییز قبر کې ښخ شوي

د غزې روغتیايي چارواکي وايي، لسګونه مړي یې د الشفا په مرکزي روغتون کې په یوه ډله ییز قبر کې ښخ کړي دي. د غزې د مرکزي روغتون الشفا مشر محمد ابو سلمییه وايي چې ۱۷۹ مړي یې د دې روغتون په انګړ کې په ډله ییز قبر کې ښخ کړي دي. هغه زیاتوي چې په دې ډله کې د ۷ ماشومانو او هغو ۲۹ کسانو مړي هم شامل دي چې د روغتون د بېړني مراقبت په څانګه کې مړه شوي دي. د ابو سلمییه په وینا دې ناروغانو وروسته له هغه سا ورکړه چې د روغتون د تېلو او نورو اړتیاوړ موادو زېرمې پای ته ورسېدې او دوی دې ته اړ شول چې په ډله ییز قبر کې یې یوځای خښ کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان: له افغان کډوالو د سیاسي اهدافو لپاره کار اخیستل کېږي

په داسې حال کې چې له پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر روان دی، د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې له سلګونه زره افغان کډوالو څخه د سیاسي اهدافو لپاره کار اخیستل کېږي. د بخښنې نړیوال سازمان پرون په یوه بیان کې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې او یو بشري ناورین روان دی، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د دې کډوالو ستنول د هغوی ژوند او فزیکي امنیت له خطر سره مخامخ کوي. په بیان کې د پاکستان له حکومته غوښتل شوي چې د افغان کډوالو نیول، خپل هېواد ته د هغوی ستنول او پراخې ځورونې بندې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن په غزه کې د ایسارو ملکي وګړو ساتنې لپاره د اسراییلو پر متحدانو فشار راوړی

په داسې حال کې چې اسراییلي ټانکونه د غزې د لوی روغتون الشفا دروازو ته رسېدلي، د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییلو پر متحدانو فشار راوړی چې په جګړه کې د ایسارو ملکي وګړو ساتنه وکړي. دا ملکيان نن په داسې حال کې په الشفا روغتون کې ګیر پاتې دي چې د ژوند د اړتیاوو، اوبو او د تیلو زېرمې یې په خلاصېدو دي. عیني شاهدان وايي، د الشفا په شاوخوا کې له څو ورځو هوايي حملو وروسته اسراییلي ټانکونه او زغرګاډي د کلابند روغتون د دروازې په څو متره واټن کې ځای پرځای شوي دي. دا روغتون په غزه کې د تېرو پنځو اونیو د جګړې په اصلي محور بدل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د پارلمان یو غړی په خیانت تورن او په بند محکوم شوی

اوکرایني چارواکي وايي، د پارلمان غړي اولیکساندر دوبینسکي ته رسماً خبر ورکړل شوی چې په خیانت مشکوک دی او د کییف د یوې محکمې د حکم له مخې امر ورته شوی چې دوه میاشتې به په توقیف کې وي. د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې یا 'ایس بي یو' نن په یو بیان کې اعلان وکړ چې دوبینسکي له روسیې سره په همکارۍ او د اوکراین پر ضد د دسیسې په جوړولو تورن دی. دا تور د دوبینسکي له خوا رد شوی دی. خو 'ایس بي یو' وايي، دوبینسکي په هغو اقداماتو کې برخه اخیستې ده چې د روسیې د وسله والو ځواکونو د ستردرستیز له خوا څار پرې کېده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیه کې د یوه افغان کارګر وژنه؛ قمرګله: د کار مالکانو مې مېړه وژلی او بیا یې جسد ورته سوځولی

په ترکیه کې د وزیرمحمد په نوم د یوه افغان کډوال کورنۍ وايي چې نوموړی د هغه چا له‌خوا وژل شوی چې ده ورسره کار کاوه. په ترکیه کې د یوه افغان کډوال نورمحمد نورتاني کورنۍ وايي چې نوموړی د هغو کسانو له‌خوا چې ده ورسره کار کاوه، وژل شوی او بیا یې جسد په یوه ځنګل کې سوځول شوی دی. د وژل شوي کس کورنۍ وايي، دوی وړاندې چې له دې چې ترکیې ته ولاړ شي، ۲۰ کاله په ایران کې اوسېدل او کله چې هلته د جبري اخراج له ګواښ سره مخ شول، ترکیې ته ولاړل، خو اوس له دې ډول برخلیک سره مخ شول. د وزیرمحمد نورتاني مېرمن قمرګلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بخښنې نړیوال سازمان: له زرګونو افغان کډوالو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو په چاره کې له زرګونو افغانانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي. د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په چاره کې د روڼتیا، حساب ورکولو او مناسبې تګلارې نشتون او د افغان کډوالو د اخراج پر مهال د هغوی د نیولو او ځورولو په اړه سخت انتقاد کړی دی. دې سازمان په خپله نوې اعلامیه چې پرون ناوخته یې خپره کړې لیکلي: "له زرګونو افغان کډوالو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي، څو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل؛ افغانستان کې ځینو خصوصي پوهنتونونو ورته وړیا سکالرشیپونه اعلان کړي

د افغانستان په لوېدیځ او سوېل کې خصوصي پوهنتونونو له پاکستانه ايستل شویو کډوالو ته تر ۷۵۰ ډېر وړیا سکالرشیپونه اعلان کړي دي. د افغانستان په لوېدیځ او سوېل کې خصوصي پوهنتونونو له پاکستانه ايستل شویو افغان کډوالو ته د سلګونو وړیا سکالرشیپونو خبر ورکړ. د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د ۳۵۵ تحصیلي بورسونو هوکړه‌لیک د دغه وزارت د سرپرست خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ د هېواد په لوېديځه حوزه کې د ۱۲ خصوصي د لوړو زده‌کړو موسسو له مسوولانو سره د لیدنې پر مهال لاسلیک شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې ناورین؛ ډیکر: مرستندویانو او 'ډبلیو ایف پي' په دوحه کې ګټور بحث کړی

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرین ډیکر ویلي، مرسته کوونکو او د خوړو نړیوال پروګرام پرون دوشنبه په دوحه کې ګټور بحث کړی دی. مرمن ډیکر نن پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر په دې اړه لیکنه کړې، خو د خبرو نور جزییات یې نه دي ورکړي. هغې زیاته کړې، د افغانستان خلک له څو ناورینونو څخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره هر هغه ډالر ته چې لګول کېږي، اړتیا لري. کرین ډیکر ویلي، هېواد یې د افغانستان د لوی مرسته کوونکي په توګه د هر یوه ډالر لپاره چې مصرفېږي، حساب ورکونې ته اړتیا لري. د خوړو نړیوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالب او پاکستاني چارواکو لیدنه؛ دواړو لوریو پر سوداګریزو او کډوالو چارو خبرې کړي

د پاکستان د لنډمهالي حکومت او د طالبانو د حکومت ترمنځ د نانندریو په دوام د دواړو هېوادونو چارواکو په اسلام اباد کې سره کتلي دي. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو تر واک لاندې دی نن سهار وختي پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني سره کتلي دي. وړاندې راغلي چې له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د مالونو لېږد، په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بحران نړیواله ډله: له پاکستانه د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستل په سیمه کې بې ثباتي راولي

په داسې حال کې چې له پاکستانه د لکونه بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده د بحران نړیواله ډله وايي، د افغان کډوالو ډله ییز ایستل په سیمه کې بې ثباتي راولي دې ډلې پرون په یوه تازه راپور کې لیکلي دا پالیسي به په داسې حال کې چې اسلام آباد غواړي په امنیتي برخه کې خپل اقدامات توجیه کړي په سیمه کې بحران لا پراخ کړي. د بحران نړیوالې ډلې له امریکا او نورو هغو هېوادونو چې پر پاکستان نفوذ لري غوښتي چې اسلام له دې پلان څخه لاس اخیستلو ته وهڅوي. دا ټولنه وايي ،که نړیوال دا کار نه کوي نو لږترلږه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر چټکوالی؛ پاکستان پر ډیورنډ کرښه درې نوې دروازې جوړې کړې

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د چټکولو لپاره پرون په بلوچستان ایالت کې پر ډیورنډ کرښه درې نوې دروازې جوړې کړې. له دې مخکې له پاکستانه راستنېدونکي افغانان یوازې د سپین بولدک چمن او تورخم دروازو له لارو هېوا ته ستنېدل، خو د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي پرون وویل چې له دریو نویو دروازو سره د دې لارو شمېر پنځو ته ورسېد. نړیوالو مرستندویانو او د بشری حقونو ډلو د افغانانو د راستنېدو پرمهال د ګډوډیو او بې نظمۍ راپورونه ورکړي دي. د بخښنې نړیوال سازمان پر خپله ایکس پاڼه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د سنا یو شمېر غړي: د افغان کډوالو د ایستلو پلان دې وځنډول شي

د پاکستان په سنا کې د بېلابېلو ګوندونو استازو پر حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو پلان وځنډوي. د جماعت اسلامي ګوند استازي مشتاق احمدخان پرون وویل چې ده سترې محکمې ته لیکلي چې د قانون له مخې موقت حکومت ورځنۍ چارې سمبالوي او د کډوالو د ایستلو صلاحیت نه لري. د نوموړي په وینا، دا پرېکړه باید راتلونکي منتخب حکومت ته پرېښودل شي. مشتاق احمد زیاتوي چې پاکستان له افغان کډوالو څخه مخکې د پخواني شوروي د یرغل پر وړاندې د یوه ډال په توګه کار واخیست، خو اوس یې په جبر سره باسي.

Pa.azadiradio.com 

بایډن: د الشفا په نوم د غزې تر ټولو لوی روغتون باید خوندي وساتل شي

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د الشفا په نوم د غزې تړانګې تر ټولو لوی روغتون باید خوندي وساتل شي. د لوېدیځو اژانسونو د راپورونو له مخې بایډن دغه څرګندونې پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس د یکشنبې په ورځ ویلي وو، شفا روغتون له درېیو ورځو راهیسې اوبه او برښنا نه لري او نور د روغتون په توګه فعالیت نه کوي. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د اسراییل او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګریز سازمان بولي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله قطر ته ولاړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام د مقدماتي لوبو په دوهم پړاو او د اسیايي هېوادونو په جام کې د ګډون لپاره پرون قطر ته ولاړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون چې د طالبانو حکومت یې اداره کوي پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه دا خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام د مقدماتي لوبو په دوهم پړاو او د اسیايي ملتونو د جام د ۲۰۲۷ کال په لوبو کې د ګډون لپاره پرون له کابله د قطر پر لور وخوځېده. د ملي لوبډلې روزنکي اشلي مایکل چې نږدې یوه اوونۍ مخکې پر دې دنده وګومارل شو ویلي هڅه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي د کریمیا د تاتارانو مشر ته مډال او د اوکراین د اتل لقب ورکړ

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د کریمیا د تاتارانو مشر او د بشري حقونو فعال مصطفا جمیلوف ته د طلایي ستوري په نوم مډال او د اوکراین د اتل لقب ورکړ. جمیلوف د اشغال شوې کریمیا تاپووزمې د تاتارانو مشر دی چې د عمر ډېره برخه یې د پخواني شوروي اتحاد او وروسته د روسیې د ځپونکو پالیسیو پرضد په مبارزه کې تېره کړې ده. په دې مناسبت مراسم پرون د نوامبر په دیارلسمه د جمیلوف د زوکړې د اتیایمې کلیزې په ورځ جوړ شوي وو. جمیلوف په ۱۹۹۱ کال کې له پخواني شوروي اتحاد څخه د اوکراین د آزادېدو له پیله تر ۲۰۱۳ کال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې د ارمنستان پر سرحدونو د څارنې ماموریت د پراخېدو طرحه تایید کړه

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هغه طرح تایید کړه چې له مخې یې د ارمنستان پر سرحدونو د څارنې ماموریت پراخېږي او د جنوبي قفقاز له دې هېواد سره د ویزې د آزادیو په اړه بحثونه پیلېږي.   د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ لپاره د اروپايي ټولنې لوی استازي جوزیپ بورېل پرون د نومبر ۱۳مه په بروکسل کې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته وویل چې دوی په ارمنستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت د پراختیا پرېکړه کړې او په دې ترڅ کې به د سرحد په حساسو سیمو کې خپلې ګزمې زیاتوي. ارمنستان او... Читать дальше...


СК требует продлить срок ареста экс-замминистра обороны Тимуру Иванову

Первая встреча проекта «Галерея художников» пройдет в Москве 17 июня

КазМунайГаз и Marubeni готовы развивать низкоуглеродные проекты на Атырауском НПЗ

Путин озвучил еще одно реальное мирное предложение Киеву



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

СК требует продлить срок ареста экс-замминистра обороны Тимуру Иванову

«Лишний раз шевелиться не хочется»: Московский зоопарк показал отдыхающих капибар

Незаконную промышленную зону ликвидировали в мытищинской деревне Болтино

Финляндия направит РФ ноту в связи с подозрениями в нарушении границ самолетами

Музыкальные новости

Молдавия берет выборы под охрану // В республике завели дело на предполагаемого российского шпиона, а Запад предупредил о планах вмешательства Москвы

Читателей "Чемпионата" пригласили посмотреть матч Евро-2024 на большом экране

В Московской области сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в краже электроинструментов

«Газпром-Медиа Холдинг» при поддержке ПАО «Газпром» организует мультиформатный фестиваль в честь Дня России

Новости России

«Скоро выборы». Севастопольцы смогут выбрать депутатов Заксобрания, нажав на кнопку

СК требует продлить срок ареста экс-замминистра обороны Тимуру Иванову

МО Финляндии: страна направит РФ ноту о подозрении в нарушении воздушных границ

Упавших в ливневую канализацию утят спасли в Сергиевом Посаде

Экология в России и мире

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Новые портативные ирригаторы Revyline RL 630 Green скоро поступят в представительство марки в Махачкале

Гастроэнтеролог Садыков рассказал, как не допустить отравления бутилированной водой летом

Спорт в России и мире

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе

Елена Рыбакина «заменила» Геннадия Головкина

Федерер рассказал о недооценке Джоковича на старте карьеры

Moscow.media

Прощайте, я от вас улетаю

Завершено масштабное обновление трассы М-4 Дон в Ростовской области

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *