Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2023

Новости за 26.11.2023

Pa.azadiradio.com 

د نواب خان له کږلېچونو ډک ژوند؛ هغه افغان ځوان چې تازه د یوه هندي فلم په مرکزي رول کې څرګند شو!

له کډوالۍ نه تر بالیوډ سېنما پورې! نواب خان یو افغان ځوان دی چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې، د امنیتي ستونزو له امله له خپلې کورنۍ سره هند ته کډوال شو. د نواب خان لپاره د دې سفر پیل لکه د نورو کډوالو په څېر له ستونزو ډک و، خو هغه ټولې ستونزې له پامه وغورځولې او خپل یوازېنی هدف یې چې په فلمونو کې کار کول و، تعقیب کړ. نواب خان ازادي راډيو ته وویل چې په سینما کې یې د کار کولو خوب او هغه هم په هندي سېنما کې د هر چا لپاره ناشونی ښکاریده. هغه زیاته کړه: " ما تل غوښتل چې د ښکلي هنرونو او تمثیل په برخه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حماس ډلې له اسراییلو سره جګړه کې د خپل یوه قوماندان د وژل کیدو خبر ورکړ

د حماس سخت دریځه ډله وايي چې د احمد الغندور په نوم یې یو قوماندان له اسراییل سره په جګړه کې وژل شوی دی. حماس چې امریکا او اروپايي اتحادیه یې تروریستي ډله ګڼي، نن د الغندور د وژل کېدو خبر ورکړ خو ویې نه ویل چې نوموړی کله او چېرې وژل شوی دی. د غزې جګړه د اکتوبر په اوومه پر اسراییل د حماس له بریده وروسته پیل شو.

Pa.azadiradio.com 

د بنو په ځانمرګي برید کې پاکستاني ځواکونو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د خیبر پښتونخوا په بنو کې په یوه برید کې نن د ۱۳ امنیتي ځواکونو په شمول ۲۱ تنه ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دي. د اکثرو ټپیانو حال نازک ښودل شوی دی. د بنو امنیتي چارواکي وايي چې دا پېښه نن غرمه د بنو – میرانشاه پر لویه لار د ازاد منډي په سیمه کې شوې ده. چارواکي وايي چې د ۱۳ ملېشه ځواکونو ترڅنګ ۸ ملکیان ټپیان شوي دي. د پاکستاني طالبانو ویندوی محمد خراساني ویلي چې د دوی کسانو د ملېشه ځواک پر ګزمې برید کړی دی او په نتیجه کې یې هغو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

Pa.azadiradio.com 

غزه کې اوربند او د یرغمل شویو کسانو تبادله؛ خوشې شوي اسراییلیان خپل هېواد ته رسیدلي

د حماس ډلې له خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په دویم پړاو کې د حماس افراطي ډلې له خوا د ۱۷ خوشې شویو کسانو له ډلې ۱۳ یې د اسراییل وګړي دي چې تر خوشې کېدو وروسته نن یکشنبه اسراییل ته ورسېدل. دوی تېره شپه خوشې شول چې په هغوی کې ۱۳ یې د اسراییل او څلور نور د ټایلنډ وګړي دي. اسراییلي چارواکو تایید کړې چې د دوی په خوشې شویو وګړو کې شپږ ښځې او اووه ماشومان شامل دي. حماس افراطي ډلې په لومړیو کې ویلي وو چې اووه بهرني وګړي یې هم خوشې کړي، خو قطري چارواکو وروسته دغه شمېر څلور یاد کړ، چې ویل کېږي د ټایلنډ وګړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه نظر پوښتنه؛ جدي ستونزې او غوښتنې یې څه دي؟

په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو په نوم یو بنسټ د یکشنبې په ورځ د یوې نظر پوښتنې پایلې خپرې کړې چې په تېرو دوو میاشتو کې یې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ترسره کړې. د دې نظر پوښتنې له مخې چې په کې ۲۰۰ ښځینه خبریالانو ګډون کړی، ښځینه خبریالانې د بېکارۍ او په کور کې د پاتې کېدو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دې بنسټ مرستیالې مشهوده سروري د دې نظر پوښتنې د یوې برخې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "په دغه نظر پوښتنه کې چې د ښځینه خبریالانو د بنسټ له خوا تر سره شوه ، په مرکز او ولایتونو کې شاوخوا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یونان: یوه باري بېړۍ له سپرلیو سره ډوبه شوه

د یونان ساحل ساتونکو نن وویل، د یوې باري بېړۍ ۱۳ عمله هغه مهال بې درکه شوه چې بېړۍ لیسبوس ټاپو ته څېرمه ډوبه شوه. په دې بیړۍ کې چې د افریقايي هیواد کومور بیرغ پرې ځړېده، ۱۴ تنه عمله سپره وه چې ۸ یې مصریان او نور سوریان او هندیان وو. د یونان ساحل ساتونکو یو تن ژغورلی دی.

Pa.azadiradio.com 

د ښځينه ډاکټرانو کمښت؛ نازبي بي: نارینه مو وایي که مرئ هم، ولادت کور کې وکړئ، نارینه ډاکټر ته مه ځئ

ناز بي بي چې د ارزګان ولايت د چارچينو ولسوالۍ اوسېدونکې ده وايي، په سيمه کې يې ښځينه ډاکټرانې نشته چې له امله ډېری ښځې د روغتيايي مرکز پر ځای په کورونو کې زېږون کوي. نوموړې ازادي راډيو ته د ټليفون پر کرښه وويل: " موږ ښځې خو ښځو ډاکټرانو ته اړتيا لرو، زموږ نارينه موږ نه پرېږدي چې نارينه ډاکټرانو ته ولاړې شو، ځينې نارينه د دې لپاره چې ښځينه ډاکټرانې نشته ښځو ته وايي که مړې کېږئ هم، ولادت کور کې وکړئ." د کندهار د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکی شيرعلی وايي، په سيمه کې يې ښځينه ډاکټرانې نه‌شته او په بېړني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان سفارت تړل کیدل او د هند مېشتو افغانانو ستونزې

په هند کې د افغان سفارت تړل کیدو هغلته مېشت افغانان له قانوني ستونزو سره مخ کړي دي. یاد شوي سفارت د جمعې په ورځ د خپلو فعالیتونو د درولو خبر ورکړ او ویې ویل چې د سفارت کیلي یې هندي چارواکو ته سپارلې ده. دغه اقدام په هندوستان کې مېشت زرګونه افغانان له ستونزو سره مخ کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني رسنۍ: سترې محکمې مو د افغان کډوالو د اېستو پر ضد عریضې ته ځانګړی پلاوی ټاکلی

د پاکستان ستره محکمه د راتلونکې جمعې په ورځ یعنې د ډسمبر په لومړۍ نېټه، د هغې عریضې په اړه غونډه کوي چې له دې هېواده په زور د افغان کډوالو د اېستو د پرېکړې پر ضد ثبت شوې ده. پاکستاني ورځپاڼه " ډاڼ" لیکي، سترې محکمې د دې غونډې لپاره د سردار طارق مسعود په مشرۍ د یحیي افریدي او عایشه ملک په ګډون یو پلاوی ټاکلی دی. دا عریضه نږدې لس ورځې وړاندې د پاکستان یو شمېر سياسي مشرانو او د بشري حقونو فعالانو لکه: افراسیاب خټک، محسن داوړ، فرحت‌الله بابر، ایمان زینب مزاري، سناتور مشتاق احمد، امنه مسعود جنجوعه،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اتریش: د سقوط شوې الوتکې د ۴ واړو سپرلیو مړي موندل شوي

په اتریش کې پولیس وايي، د دغه هېواد په لوېدیځ کې د یوې الوتکې د سقوط په ساحه کې څلور واړه سورلۍ مړه موندل شوي دي. د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، چارواکو ویلي چې دغه الوتکه پرون ماسپښین اوبر-اوستغش (Oberösterreich) ولایت کې نسکوره شوې ده. په داسې حال کې چې درنه واوره اورېدلې وه، د الوتکې د ټوټو تر موندنې وروسته په غرنۍ سیمه کې د پلټنې پراخ عملیات پیل شول. پولیس وايي د پېښې د علت په باب څېړنې روانې دي.

Pa.azadiradio.com 

اوکراین او روسیې پر یو بل د ډرون بریدونه کړي

ځینې روسي چارواکي وايي چې اوکراین په لږه تر لږه شلو بې پېلوټه الوتکو مسکو او د روسیې ځینې نور ښارونه په نښه کړي دي. د چارواکو په وینا، زیاتې دغه الوتکې د هوايي دفاع د دستګاوو له خوا نسکورې کړای شوي دي. په همدې حال کې اوکراین ویلي چې روسیې لږ تر لږه په نهو بې پېلوټه الوتکو تېره شپه اوکراین په نښه کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کییف او د اوکراین پر نورو سیمو د بې پېلوټه الوتکو د حملو نوې څپه پیل کړه. د روسیې دفاع وزارت وايي، د اوکراین بې پېلوټه الوتکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قطر: حماس ډلې پرون دیارلس اسراییلي او ۴ ټایلینډي یرغمل خوشې کړل

د قطر چارواکي وايي، حماس ډله چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي، پرون ناوخته ۱۳ اسراییلي یرغمل شوي کسان او څلور ټایلنډیان د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارل. په پام کې وه دغه یرغمل شوي کسان پرون تر دې وختي وسپارل شي چې خو حماس ډلې په وروستیو شېبو کې ځنډ په کې راوست، وروسته د قطر او مصر منځګړو وویل، په دې برخه کې پراته خنډونه لیرې شوي دي. د ټلویزیون په تصاویرو کې ښکاري چې د سره صلیب موټرونه د رفح سرحد له لارې مصر ته اوړي. اسراییلي چارواکو وروسته د شپږو اسراییلۍ ښځو او اوو ماشومانو خوشې کېدل تایید کړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: د افغان ښځو غږونه او استقامت نورو ته منعکسوو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي دوی به د افغان ښځو غږونه او استقامت، نورو ته منعکس کړي. دغې ادارې پرون د ښځو په وړاندې د زورزیاتي له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت د پیل شوي ۱۶ ورځني کمپاین په تړاو په خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې خپلو ټولنو ته د خدمت لپاره د افغان ښځو مبارزې ستایلي دي. طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له نور تعلیم منع کړي او د دوی د پوهنتون زده کړې یې هم منعې کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالب چارواکي: پاکستان پرون هم سلګونه افغان کورنۍ واېستې

د طالبانو محلي چارواکي وايي، پرون شنبه د تورخم او سپین بولدک له لارې له پاکستانه، سلګونه کورنۍ افغانستان ته ایستل شوې دي. د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په خپله اېکس شبکه پخواني ټویټر کې لیکلي، د تورخم له لارې ۳۱۶۱ کسان چې ۵۷۶ کورنۍ کېږي، په جبري ډول له پاکستانه اخراج کړای شوي دي. دغه راز باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون خبر ورکړی، نږدې ۴۰۰ کورنۍ چې شمېر یې ۲۶۴۷ کسانو ته رسېږي، پرون افغانستان ته اخراج کړای شوي دي. پاکستان د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغانانو د اخراج لړۍ ګړندۍ کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په اروپايي ښارونو کې د کرسمس په درشل کې جشنونه

د عیسویانو د مذهبي جشن کرسمس په درشل کې په ټولو اروپايي ښارونو کې تیارۍ پیل شوې دي. په کورونو کې دننه خلک د کرسمس ونې ږدي او په ښارونو کې جشنونه روان دي، ځکه کرسمس چې د حضرت عیسي (ع) د زېږېدو ورځ ده، د عیسویانو تر ټولو لوی مذهبي مناسبت دی.

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د شمېر ډېروالی

په افغانستان کې د فقر او بې کارۍ له زیاتیدو سره، ډېرې کورنۍ پر خپلو ماشومانو کار کولو ته اړ شوې دي. د ماشومانو د ساتنې سازمان د شاوخوا ۹ میاشتې مخکې راپور کې یې وویل چې شاوخوا یو میلیون ماشومان درنو کارونو ته اړوتي او دا شمېر په زیاتیدو دی.

Pa.azadiradio.com 

د سوریې پر پوځ تور؛ پرون یې یو کلی په توپ ویشتی او ۹ ملکیان یې وژلي

د سوریې د اپوزیسیون فعالان وايي، د سوریې دولتي ځواکونو پرون، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې پر یوه کلي د توپ ډزې کړي او د شپږو ماشومانو په ګډون یې لږ تر لږه ۹ کسان مړه کړي دي. په برېتانیا کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ډله او د ملکي دفاع په نوم د سوریې اپوزیسیون وايي، دغه کسان د ادلب ولایت په قاوقافین کلي کې د زیتونو په ټولولو بوخت وو، چې د توپ مرمۍ ووژل. دا د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې له هغه اوربند څخه تازه سرغړونه ګڼل کېږي چې د روسیې او ترکیې ترمنځ ورباندې موافقه شوې وه. روسیه او ترکیه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: طالبانو بلال کریمي چین ته د خپل سرپرست سفیر په توګه استولی

ځینو سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي، په چین کې د طالبانو د سرپرست سفیر په توګه ټاکل شوی دی. طالبانو ته ځینو نږدې سرچینو پرون رسنیو ته ویلی چې بلال کریمي د چین پلازمېنې پیکنګ ته رسېدلی او ډېر ژر به خپله دنده رسماً پیل کړي. که څه هم د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو د پاکستان، ترکیې، روسیې او ځینو نورو هېوادونو تر څنګ چین، د طالبانو ډیپلوماتان منلي دي. د چین حکومت د وږي/سنبلې میاشتې په وروستیو کې جاو شینګ د کابل لپاره د خپل سفیر په توګه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو د اعتراضیه حرکتونه وستایل

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، افغان ښځې د طالبانو د ظالمانه سیاستونو او اقداماتو پر وړاندې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي. د جنوبي اسیا او سیمې لپاره د بخښنې نړیوال سازمان دفتر پرون په خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، د طالبانو دغه تګلارې د جنسیت پر اساس مجازات ګڼل کېدای شي. پرون شنبه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ وه. په دې مناسبت د بېلابېلو سازمانونو له خوا یو ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل شوی دی. د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د فعالې پروانې ابراهیم خېل څرګندونې هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مصر: غزه کې د موقت اوربند د غځیدو په اړه مو د ټولو لوریو اشارې ترلاسه کړي

په داسې حال کې چې په غزې تړانګه کې څلور ورځنی اوربند درېیمې ورځې ته رسېدلی، مصر اعلان کړی، له ټولو ښکېلو اړخونو یې د اوسني اوربند د غزېدو په باب اشارې ترلاسه کړي دي. د مصر د استخباراتي ادارې (SIS) مشر دیعا رشوان پرون شنبه په یوه اعلامیه کې وویل چې قاهره د څلور ورځني اوربند د غزېدو لپاره له ټولو لوریو سره په پراخو مذاکرو بوخته ده. د اعلامیې په حواله، په غزې تړانګه کې د اوربند دوام د نورو اسراییلي یرغمل شویو او فلسطیني اسیرانو د خوشې کېدو په معنی دی. بلخوا د جرمني خبري اژانس لیکلي چې په غزې تړانګه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یخو یو لوی نړیوال غر د اقیانوس له ژورو جلا شو

د نړۍ د کنګلونو یو لوی غر (ایسبرګ) تر څه باندې درېیو لسیزو وروسته د سمندر له ژورو جلا او د جنوبي قطب په اوبو کې د حرکت په حال کې دی. د کنګلونو دغه غر که څه هم په ۱۹۸۶م کال کې له جنوبي قطب جلا شوی و، خو د سمندر په ژورو کې نښتی و. د برېتانیا د جنوبي قطب د سروې ادارې پرون شنبه وویل چې د کنګلونو دغه غر ۴۰۰۰ کیلومترمربع مساحت لري چې د نیویارک ښار درې برابره لوی دی. اسوشېټېډ پریس اژانس، د بریتانیا د جنوبي قطب د ادارې د کارکوونکي انډرو فلمینګ په وینا راپور ورکړی چې ویلي یې دي، د کنګلونو دغه غر په تېرو کلونو کې ورو د حرکت په حال کې و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چین او جاپان اختلافات؛ دیپلوماتانو یې د حل لپاره سره لیدلي

د جاپان او چین ډیپلوماتانو پرون شنبه پر دوه اړخیزو مسایلو د بحث لپاره سره وکتل. دوی هڅه کوي چې ځینې لانجې، له دې ډلې د جاپان پر سمندري خوړو د چین له خوا لګېدلی بندیز حل کړي. د دغه بندیز له کبله د جاپان صادروونکو ته سخت زیانونه اوښتي دي. د جاپان د بهرنیو چارو وزیرې یوکو کاميکاوا او د هغه چینايي سیال وانګ يي د جنوبي کوریا په جنوبي ښار بوسان کې سره وکتل. ټاکل شوې نن یکشنبه له دوی سره په درې اړخیزو خبرو کې د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر پارک جین هم برخه واخلي. له کله چې کامیکاوا په سپټمبر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د روسیې سفیر سره د اړیکو د پراختیا په اړه بحث کړی

په داسې حال کې چې مسکو تېره پنجشنبه د طالبانو د مخالفو شخصیتونو د یوې غونډې کوربه و، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پرون په کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف سره وکتل. ملي راډیو ټلویزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی پرون په خپله اېکس شبکه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، دغه راز نورو مسایلو بحث وشو. په دې کتنه کې د مسکو د غونډې په باب څه نه دي ویل شوي، هغه غونډه چې د طالبانو سخت العمل یې پارولی و. تېره پنج شنبه د "افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هغه دوه وروڼه چې غوښتل یې داعش سره د یو ځای کیدو لپاره افغانستان ته لاړشي!

د برېتانیا ټیلګراف ورځپاڼې د هغو دوو وروڼو د نیول کېدو په اړه لیکلي چې غوښتل یې افغانستان ته لاړ شي او له داعش سره یوځای شي. ۲۱ کلن محمد عبدالحلیم حیدر خان، او ۱۸ کلن محمد حمزه حیدر خان په جولای میاشت کې اعتراف کړی وو چې د تروریستي اعمالو لپاره یې تیاري نیوله. دوی وروسته په برمنګم کې د محاکمې په مهال خپله خبره بېرته واخیسته، خو قاضي د جمعې په ورځ دواړه په قید محکوم کړل. حلیم حیدرخان په لس کاله او کشر ورور یې په ۸ کاله بند محکوم شول. د دوی د قید موده څلور کاله زیاتېدای هم شي. دوی قاضي ته وویل... Читать дальше...


Берлин блокировал новый пакет санкций против России – Reuters

Финэксперт Тальдрик: покупать иностранную валюту лучше после стабилизации курса

«Лишний раз шевелиться не хочется»: Московский зоопарк показал отдыхающих капибар

МО Финляндии: страна направит РФ ноту о подозрении в нарушении воздушных границ



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Упавших в ливневую канализацию утят спасли в Сергиевом Посаде

Жаркие единоборства в ледовом дворце

«Лишний раз шевелиться не хочется»: Московский зоопарк показал отдыхающих капибар

Спасатель Гофштейн рассказал о способах обеспечить безопасность детей дома

Музыкальные новости

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого гражданина в ранее совершенной краже

Сергей Собянин. Неделя мэра

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

В «Институте регионального развития» при Уральской ТПП прошел семинар «Возможности оптимизации налогов для производства и налоговые риски»

Новости России

На Садовом кольце в Москве завершается строительство бизнес-центра

Жаркие единоборства в ледовом дворце

Свыше 150 выездных акций провел Московский областной центр крови с января

Спасатель Гофштейн рассказал о способах обеспечить безопасность детей дома

Экология в России и мире

Массовыми патриотическими акциями отметили День России на заводах АО "Желдорреммаш"

Dior Resort 2025

Гастроэнтеролог Садыков рассказал, как не допустить отравления бутилированной водой летом

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Спорт в России и мире

Соболенко в купальнике зажигательно станцевала перед женатым бойфрендом. Видео

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Карен Хачанов проиграл Вукичу во втором круге турнира ATP-250 в Хертогенбосхе

Moscow.media

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности

Росгвардейцы обеспечили охрану общественного порядка в День поселка Вербилки

Прощайте, я от вас улетаю

В Ингушетии чиновники похищали бюджетные средства, предназначенные для поддержки семей с детьми







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *