Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2023

Новости за 09.11.2023

Pa.azadiradio.com 

د کابل دشت برچي په وروستۍ پېښه کې د یوې کورنۍ پلار او زوی هم وژل شوي

د کابل په دشت برچي کې د روانې اوونۍ د سې شنبې د ورځې د خونړې چاودنې په قربانیانو کې د یوې کورنۍ دوه غړي چې پلار او زوی کېدل هم شامل وو. د روانې اوونۍ د سه شنبې په ماښام د کابل ښار په لوېدیځ کې په یوه کاسټر موټر کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي هم وژل شوي دي. ۴۰ کلن محمد نسیم حیدري چې خټګر و او ۱۷ کلن زوی یې محمد مصطفی حیدري چې له خپل پلار سره یې یو ځای کار کاوه، د سې شنبې په ماښام کورته په لاره د چاودنې له امله ووژل شول. په دې پېښه کې چې مسولیت یې داعش وسله والو ومنلو د محمد نسیم حیدري دوه نور نږدې خپلوان هم ټپیان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان ولسمشر په سیمه‌ییز مشارکت کې د افغانستان د فعالې ونډې غوښتنه وکړه

د اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په نننۍ ناسته کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په سیمه‌ییز مشارکت کې د افغانستان د فعالې ونډې غوښتنه وکړه. که څه هم افغانستان د دې سازمان غړیتوب لري، خو دې غونډې ته د طالبانو د حکومت نه و وربلل شوی.

Pa.azadiradio.com 

طالبان: افغانستان د نومبر له لسمې د چابهار بندر له لارې صادرات او واردات کولی شي

د طالبانو د حکومت د رییس‌الوزرا دفتر وايي، ایران ورته ویلي چې افغانستان سر له سبا د نومبر له لسمې کولی شي د چابهار بندر څخه د صادراتو او وارداتو لپاره کار واخلي. دغه دفتر نن پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر لیکلي، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر نن د نومبر ۹مه د چابهار بندر څخه د لیدو پر مهال له ایراني چارواکو غوښتي چې د دې بندر د ځمکې یوه برخه د اوږدمهال لپاره په مناسبه بیه افغانستان ته ځانګړې کړي. د ملابردار په مشري د طالبانو یو پلاوی د نومبر له څلورمې راهیسې په ایران کې دی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بدن ښکلا په سیالیو کې یوه افغان لوبغاړي د سرو زرو مډال ګټلی

د افغانستان د بدن ښکلا لوبغاړي علي رضا اساهي د جنوبي کوریا په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی. د بدن ښکلا فدراسیون د خبر له مخې، ۵۰ کلن اسايي د ۸۵ کیلو ګرامه وزن په سیالانو کې تر ټولو د غوره بدن او اندام لرونکی پېژندل شوی او لومړی مقام یې ګټلی دی. د خبر له مخې له نوموړي سره د کوربه جنوبي کوریا، چين، هندوستان او جاپان هېوادونو لوبغاړو سیالي کوله. د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم په دې برخه کې ګڼو افغان لوبغاړو ښې لاسته راړونې درلودې.

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو د بریدونو دوام؛ د لوېدیځو او عربي هېوادونو مشران د غزې پر وضعیت بحث کوي

په غزه کې د اسراییلو د هوایي او ځمکنیو بریدونو له دوام سره هممهاله د لوېدیځو او عربي هېوادونو مشران نن د غزې پر وضعیت بحث کوي. ملګري ملتونه وایي، غزه کې له څه باندې یوې میاشتې بمبارۍ وروسته خلک په ناوړه بشري وضعیت کې دي او داسې حالت کې ګیر دي چې بشپړو خوړو او اوبو ته لاسرسی نه لري. په همدې حال کې د لوېدیځو او عربي هېوادونو، ملګرو ملتونو او غیردولتي بنسټونو استازي نن په پاریس کې سره غونډېږي چې د غزې پر وضعیت خبرې وکړي. په دغې غونډه کې په غزې تړانګه کې له ملکیانو سره د مرستو پر څرنګوالي او د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: د افغانستان دوه په درېیمه برخه ولسوالۍ په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د افغانستان دوه په درېیمه برخه ولسوالۍ په ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړې دي. اوچا وايي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې لا هم په کې ماینونه او ناچاوده مهمات شته. اوچا د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې د افغانستان د ۴۰۱ ولسوالیو دوه پر درېیمه برخه په چاودېدونکو توکو او ماینونو لړلې دي او هره میاشت یې له امله تر ۶۰ ډېر کسان وژل کېږي او یا معیوبېږي. اوچا زياتوي چې زيانمن شويو کسانو په ډله کې ډېری ماشومان دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د پخوانیو افغان ځواکونو ستنولو اندېښنې رامنځته کړي

د تېر جمهوري حکومت يو شمېر پخواني پوځیان، چې له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستانه د ایستلو له خطر سره مخ دي افغانستان ته د استولو په اړه اندېښمن دي. په داسې حال کې چې له ایران او پاکستان څخه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې، د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام یو شمېر پوځیان بېرته افغانستان ته د تلو او خپل برخلیک په اړه اندېښمن دي. هغوی، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلې واکمنېدو وروسته د امنیتي ګواښونو او غچ اخیستنې له وېرې، ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې ډول ایران او پاکستان ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوتونبایوا: پر ښځو او نجونو محدودیتونه د طالبانو یوه نه‌بېلېدونکې برخه ګرځېدلې

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشره روزا اوتونبایوا وايي، پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د حکومت بندیزونه او محدودیتونه د دوی د حکومتولۍ د سیستم یوه نه جلا کېدونکې برخه ګرځېدلې ده. روزا اوتونبایوا د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په کنفرانس کې د افغان ښځو او نجونو له حقونو نه د سرغړونې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. په دې کنفرانس کې چې د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې د 'ښځې په اسلام کې' تر سرلیک لاندې، ترسره شو، روزا اوتونبایوا وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په تېر نظام کې د ولسي جرګې غړی 'ملاتره‌خېل محمدي' نیولی

په تېر جمهوري نظام کې په ولسي جرګه کې د کوچیانو د پخواني استازي ملا تره‌خېل محمدي کورنۍ تاییدوي چې نوموړی د طالبانو له خوا توقیف شوی دی. که څه هم معلومه نه ده چې هغه په کوم تاریخ نیول شوی، خو ورور یې حاجي موسی تره‌خېل په یوه ویډیو کې چې ټولنیزو شبکو کې ښکته پورته کېږي، له طالبانو غواړي چې ملا تره‌خېل محمدي خوشې کړي. هغه وايي: "حاجي ملا صاحب تره‌خېل نور راپرېږده، دوست لرو، دښمن لرو، ولا شرمېږو. په دې شرمېږو چې ټول دغه سابقه سیاسون وتښتېدل، مونږ ونه تښتېدو. حاجي ملا صاحب نور راپرېږده. د قوم مشر مو دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې د ازادي راډیو بندي شوې خبریالې مېړه وايي چې مېرمن یې “سیاسي بندي ده”

د ازادي راډیو خبریاله، السو کورماشیوا مېړه چې د اکتوبر میاشتې په ۱۸ مه بندي شوه، وايي چې السو “سیاسي بندي ده”. کورماشیوا د روسیې او امریکا وګړتوب لري. د هغې مېړه، پاویل بوتورین هم د چک په پراګ ښار کې د ازادي راډیو مرکزي دفتر کارکوونکی دی.

Pa.azadiradio.com 

ډبلیو ایف پي: له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو لپاره د بودیجې دوام به ساده نه وي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' مشره سېنډي مک کېن وايي، په داسې حال کې چې افغانان بې رحمه زلزلو ځپلي او ژمي ته تیاری نیسي، د راستنېدونکو لپاره د بودیجې داوم به ساده نه وي. نوموړې تېره شپه ناوخته پر خپله ایکسپاڼه لیکلي دي چې د ورځې زرګونه افغانان مجبورېږي چې له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شي. مک کېن زیاتوي، د خوړو نړیوال پروګرام دا مهال ۶۰ زره راستنو شویو کډوالو ته خواړه برابروي او د یو میلیون نورو راستنېدونکو د ملاتړ لپاره تیاری نیسي. په ورته وخت کې افغانستان ته تازه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوتونبایوا: پر ښځو محدودیتونه د طالبانو د حکومت یوه نه بلېدونکې برخه ګرځېدلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي، پر ښځو محدودیتونه د طالبانو د حکومت یوه نه بلېدونکې برخه ګرځېدلې ده. مېرمن روزا اوتونبایوا د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډې ته وویل، دغه محدودیتونه له افغاني کلتور او اسلامي ارزښتونو سره اړخ نه لګوي. هغې زیاته کړه: "دغو محدودیتونو دوی 'نجونې او ښځې' تر شپږم ټولګي پورته ښونځیو او لوړو زده کړو ته له لاسرسي راګرځولي دي. پر دې سربېره یې د ژوند په ټولو ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي ژوند کې هم د هغوی د ګډون مخه نیولې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر غزې د اسراییلو د بریدونو دوام؛ لسګونه زره فلسطینیان له خپلو کورونو وتلي

پر غزې ښار د اسراییلو بریدونه نن داسې مهال روان دي چې لسګونه زره ناهیلي فلسطینیان له کورونو وتلي او جنوب خواته روان شوي دي. فرانس پرېس خبري اژانس لیکلي چې پر غزې اسراییلي ځواکونه هوایي بریدونه کوي او سړک په سړک له حماس وسله‌والې ډلې سره په جګړه اوښتي دي. ملګرو ملتونو ویلي چې له څه باندې یوې میاشتې شدیدې بمبارۍ وروسته سلګونه زره کسان په ناوړه انساني وضعیت کې له بشپړو خوړو او اوبو پرته ګیر پاته دي. د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو څو ځله په غزه کې د اوربند احتمال رد کړی دی. هغه د چهارشنبې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: تېره شپه ۴۱۳۰ بې‌اسناده افغانان په تورخم دروازه افغانستان ته اړول شوي

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهير نن د نومبر په نهمه هم روان دی او ګڼې کورنۍ د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یوه چارواکي ارشاد خان نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې تېره شپه ناوخته څلور زره یو سل او دېرش ۴۱۳۰ بې‌اسناده افغان کډوال په تورخم دروازه افغانستان ته اړول شوي دي. د ده په خبره د نومبر تر اتمې پورې یوازې په تورخم افغانستان ته د ستنو شويو کډوالو شمېره دوه لاکه او لس زره نه ۲۱۰۰۰۰ زياته شوې ده. د پاکستان له بېلا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عربستان کې د 'او آی سي' کنفرانس؛ د یوناما مشرې هم په کې ګډون کړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د سعودي عربستان په جدې ښار کې ښځې په اسلام کې تر عنوان لاندې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان یا 'او آی سي' کنفرانس کې ګډون وکړ. یوناما پرون چهارښنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکسپاڼه يا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا یو ښه فرصت دی چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت چې دوی د دې هېواد د چارواکو له خوا له سختو بندیزونو سره مخ دي، په اجنډا کې وي. دغه راز ویل شوي چې د 'او آی سي' او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکو د کابل په دشت برچي کې د وروستي برید په تړاو د څېړنو غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د امریکا دوو ځانګړو استازیو او لوړپوړې ډیپلوماتې د کابل په دشت برچي سیمه کې د سې شنبې د ورځې برید غندلی او د بشپړې څېړنې غوښتنه یې کړې ده. د افغان ښځو، نجونو او د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري بېګا ناوخته په خپله ټولنیزه شبکه ایکس یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دوی روانه میاشت پر هزاره ګانو یوه بل برید غمجن کړي او زیاتوي، نه شي کېدای هزاره ګان چې په ځلونو د نرمو اهدافو په توګه په نښه شوي، یواځې پرېښودل شي. د اغلي امیري په وینا، د دغو وحشیانه بریدونو په اړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په څلورو ورځو کې له ایرانه افغانستان ته نږدې ۱۴٥۰۰ افغانان بېرته راستانه شوي

په هرات کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو یو مسوول وایي، د همدې اوونۍ په څلورو ورځو کې نږدې څورلس نیم زره افغان کډوال له ایرانه د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. په اسلام کلا بندر کې د کډوالو د چارو سرحدي امر عبدالله قیومي د چهارشنبې په ورځ فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، هره ورځ له درې زرو تر څلور نیم زرو پورې افغانان د ایران له خوا راستنېږي چې په وینا یې دا ورځنۍ شمېرې تېرې میاشتې ته په کتو دوه برابره زیاتوالی ښيي. تر دې وړاندې په ایران کې میشتو افغان کډوالو ازادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د صرافانو مارکېټ د اعتراض له امله وتړل شو

د کندهار ښار د صرافانو مارکېټ د اعتراض له امله وتړل شو. د کندهار د صرافانو د اتحادې یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل چې پرون چهارشنبه تر غرمې وروسته طالبانو یو شمېر صرافان چې په صرافۍ مارکېټ کې یې د پاکستاني کالدارو تبادله کوله وهلي، ټکولي او یو شمېر یې له پیسو سره یوځای له ځان سره وړي دي. د سرچنې په وینا، تر دې پېښې وروسته صرافانو د اعتراض په توګه د صرافۍ مارکېټ تر نامعلوم وخته پورې وتاړه. طالبانو که هم تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي ، خو تر دې مخکې یې خلکو او سوداګرو ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځینې فلسطینیان: اسراییلي ځواکونه له څو لوریو د غزې مرکزي برخې ته روان دي

هغو فلسطینیانو چې د غزې د تر ټولو لوی ښار په مرکزي برخه کې اوسي، پرون چهارشنبې وویل، دوی ولیدل چې اسراییلي ځمکني ځواکونه له څو لورو مرکزي برخې ته ورنږدې کېدل. د سختدریځې حماس ډلې او اسراییل ترمنځ په ښاري سیمو کې د جګړې سختېدل به په زرګونو ملکي وګړي کډه کېدو ته اړکړي. د سیمې اوسېدونکو وویل چې اسراییلي سرتېرو د شدیدو بمباریو په ترڅ کې د غزې ښار دننه سیمو پر لور حرکت کړی. د هغه روغتون په یو کیلومترۍ کې نښتې شوي چې د اسراییل پوځ وایي حماس ور څخه د قوماندې د اصلي مرکز په توګه کار اخلي. حماس او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا په سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو پر اړوندو تاسیساتو برید کړی

د امریکا دفاع وزارت وایي، امریکا پرون چهارشنبې د سوریې په ختیځ کې د هغو ملېشو اړوند تاسیساتو باندې هوايي برید وکړ چې د ایران له ملاتړه برخمن دي. پنټاګون ویلي دغه غچ اخیستونکی برید د هغو زیاتېدونکو حملو په ځواب کې شوی چې په تېرو څو اوونیو کې په سیمه کې دېره د امریکایي ځواکونو پر اډو شوي دي. دغه برید دوو امریکایي ایف۱۵ جېټ جنګي الوتکو له لوري د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اړوند د وسلو د زېرمتون پر تاسیساتو شوی دی. دا په څه کم دوه اوونۍ کې دوهم برید دی چې امریکا یې د سختدریځو وسله والو پر تاسیساتو کوي.

Pa.azadiradio.com 

ولکر تورک: اسراییل او حماس وسله‌والې ډلې دواړو جنګي جنایتونه کړي

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر ولکر تورک وایي، اسراییل او حماس وسله والې ډلې دواړو جنګي جنایتونه کړي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې تورک د رفح په بندر کې، چې له غزې سره پر پوله پروت دی، د چهارشنبې په ورځ وویل، دواړو لوریو تېره یوه میاشت کې بشري جنایتونه کړي دي. هغه ویلي، هغه جنایتونه چې حماس وسله والې ډلې د اکټوبر په ۷مه پر اسراییلو په برید سره وکړل، ناوړه وو. د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي ویلي چې د اسراییل له خوا د فلسطین د ملکیانو ډله ییز مجازات هم جنګي جنایت دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران او تاجکستان ولسمشرانو یو شمېر هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي

د ایران او تاجکستان ولسمشرانو ابراهیم رییسي او امام علي رحمان د خپل منځیو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي او څو هوکړې یې لاسلیک کړي دي. د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې دغو چارواکو د چهارشنبې په ورځ په دوشنبې ښار کې سره وکتل او له ویزې پرته یې د یوه او بل هېواد د وګړو د تګ راتګ په ګډون یو شمېر هوکړې لاسلیک کړې. نورې هوکړې د ټرانسپورټ، اقتصادي زونونو او د نشه یي توکو د مبارزې په برخو کې دي. د ایران ولسمشر داسې مهال تاجکستان ته سفر کړی چې وروستیو کلونو کې د تهران او دوشنبې اړیکې سړې وې. د ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران د فرانسې تبعه 'لویز ارناود' په پنځه کاله زندان محکوم کړ

د ایران حکومت د فرانسې تبعه لویز ارناود په پنځه کاله زندان محکوم کړ. نوموړی تورن دی چې ایران ته د سفر پر مهال یې تبلیغ کړی او د ایران ملي امنیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی. د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې د ارناود د کورنۍ په حواله لیکلي چې نوموړی د ګرځندوی په توګه ایران ته تللی دی. د دغه فرانسوي مور سیلویا ارناود د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې زوی یې په محکمه کې د مدافع وکیل له حضور پرته محکوم شوی دی. په دغې اعلامیه کې راغلي چې ۳۶ کلن ارناود چې بانکي سلاکار دی، د ګرځندویي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان له جنوبي افریقا سره سیالي کوي

د کرکټ د پنځوس اوریزو سیالیو د نړیوال جام په دوام سبا افغانستان خپله نهمه سیالي له جنوبي افریقا سره کوي. دغه سیالي د افغانستان په وخت ماسپښين یوه بجه د هند په احمد اباد ښار کې ترسره کېږي. افغانستان د دغه جام په لوبو کې تراوسه ۴ لوبې ګټلي او ۴ نورې یې بایللي دي. افغان لوبډلې د پاکستان، انګلستان، سریلانکا او هالند لوبډلې ماتې کړي خو هند، نیوزلنډ بنګله‌دېش او اسټرالیا ته یې لوبې بایللي دي.

Pa.azadiradio.com 

سټولټنبرګ: د ناټو متحدان په غزه کې د جګړې له وقفو ملاتړ کوي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، د ناټو متحدان په غزه کې د جګړې له وقفو ملاتړ کوي چې غزې ته بشري مرسته ورسېږي. سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون په بروکسل کې د هنګري له ولسمشر کاتالین نوواک سره په ګډه خبري غونډه کې وکړې. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وایي، مهمه ده اسراییل ته دا پوهاوی ورکړل شي چې هره ورځ د ده په ټکو د فلسطین د خلکو د بشري اړتیاوو د وحشتانکه انځورونو لیدل د اسراییل له ګټو سره په ټکر کې دي. ګوټېرېش د چهارشنبې په ورځ په غزه کې د وژل شویو ماشومانو شمېر په ټوله نړۍ کې د جګړو... Читать дальше...


Есть ли проблемы с зарплатой у строителей третьего моста через Уду?

Летней фестиваль искусств «Традиции и современность» откроется в Гостином дворе. Партнер – Relax FM

Глава Балашихи Сергей Юров поздравил медицинских работников с праздником

Эксперты выяснили, сколько россияне тратят на такси и каршеринг — расходы растут



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Глава Балашихи Сергей Юров поздравил медицинских работников с праздником

Активность участников ПМЭФ в интернете выросла на 10%

Мордовский национальный праздник «Шумбрат» пройдет на ВДНХ 19 июня

В Подмосковье организуют горячую линию по вопросам противодействия коррупции

Музыкальные новости

Новинки для пляжа от belle you: купальники Splashes для яркого лета

В «Институте регионального развития» при Уральской ТПП прошел семинар «Возможности оптимизации налогов для производства и налоговые риски»

«Вероника решает»: Театр «Модерн» этим летом дважды покажет премьеру сезона

"Зенит" проведет в межсезонье три контрольные игры

Новости России

Мособлдума организовала выставку «Экологическое воспитание.Раздельный сбор мусора»

Мордовский национальный праздник «Шумбрат» пройдет на ВДНХ 19 июня

В московском Люблино мотоциклист врезался в такси

В центральных и ряде других регионов России прогнозируют новые грозовые ливни в выходные

Экология в России и мире

Скидки по поводу и без от Mirihi Island Resort

«Школа вожатых» прошла в школе №7 в Реутове

Завершилась первая цикловая встреча региональных руководителей компании AlfaBiom

Более 340 тыс. кв м асфальта отремонтировали во дворах Подмосковья

Спорт в России и мире

Бьянка Андрееску: «Мне нравится, что на траве, поскольку она намного быстрее грунте, меньше времени на раздумья»

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Дядя Надаля назвал причину поражения Зверева в финале «Ролан Гаррос»

Сафиуллин не смог пробиться во второй круг турнира ATP в Штутгарте

Moscow.media

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти

Летний Петербург. Старо - Калинкин мост

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *