Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2023

Новости за 19.11.2023

Pa.azadiradio.com 

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان ته لسګونه زره ستنو شویو ته مو روغتیایي خدمتونه برابر کړي

د روغتیا نړیوال سازمان، WHO افغانستان ته په لسګونو زره نویو راستانه شویو ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو خبر ورکوي. د دې سازمان د افغانستان څانګې نن په خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې د نومبرمیاشتې تر۱۴ نیټې پورې د روغتیا نړیوال سازمان او د دې سازمان روغتیایي شریکانو ۵۱ زره او ۴۹۱ کسانو ته مختلف روغتیایي خدمتونه رسولي دي. د روغتیا نړیوال سازمان د تیرې پنجشنبې په ورځ ویلي و، په داسې حال کې چې تمه ده، ۱،۳ ملیونه افغانان له پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شي، دا هیواد د ناروغیو د خپریدو په ګډون له ډیرو روغتیایي خطرونو سره مخ دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسټرالیا له هند څخه د کرکټ نړیوال جام پای لوبه وګټله

اسټرالیا له هند نه د کرکټ پایلوبه وګټله او د ۲۰۲۳ کال د پنځوسو اورونو د نړیوال جام اتل شو. استرالیا د څلورو لوبغاړو په سوځیدو په ۴۴ اور کې د هند له خوا د ۲۴۱ منډو ټاکلی هدف پوره کړاو د دې جام د پایلوبې په ګټلو سره یې د شپږم ځل لپاره نړیواله اتلولي خپله کړه.  د لوبې پچه یا ټاس اسټرالیا ګټلې وه او هند ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې وه چې هند د ټولو لوبغاړو په سوځیدو په پنځوسو اورونو کې ۲۴۰ منډې وکړې. د دې نړیوال جام لوبې چې د اوکتوبرله پنځمې پیل شوې وې شاوخوا یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ. افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قطر صدراعظم: د یرغمل شویو د خلاصون په اړه د اسراییل او حماس په هوکړې ډاډه یم

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني نن ویلي، چې ډاډه دی د یرغمل شویو خلاصون لپاره به د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ یوه موافقه وشي. د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي. د قطر دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې پر دې موافقې د سلا کېدو لپاره پاتې چلنجونه ډېر کم دي. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې اسراییل، د امریکا متحدو ایالتونو او حماس ډلې پر یوه ازمېښتي موافقه سلا کړې، چې له مخې به یې په جګړه کې د پنځه ورځنۍ وقفې په بدل کې په غزه کې په لسګونو یرغمل شوي ښځې او ماشومان خوشې شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نړیوال جام پایلوبه؛ هند اسټرالیا ته د ۲۴۱ منډو هدف ورکړ

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام په پایلوبه کې د هندۍ لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ بشپړه شوه، یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۰ منډې وکړې. د دې سیالۍ پچه اسټرالیا ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه. په هندي توپوهونکو کې کیل راهول په ۱۰۷ توپونو ۶۶، ویرات کولي ۵۴ او روحیت شرما ۴۷ منډې وکړې. اسټرالیا ته بیا چټک توپ اچونکي میچل سټارک ۳، جاش هاذلیووډ او پاټ کمېنس دوه دوه لوبغاړي وسوځول. د کرکټ نړیوال جام دغه پایلوبه د احمد اباد ښار په مودي لوبغالي کې ترسره کېږي، چېرته چې د نندارې لپاره تر سلو زرو زیات خلک لوبغالي ته ورغلي دي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ: د شمالي وزیرستان جګړه کې څلور افراطي وسله وال وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه له افراطي وسلوالو سره د تېرې شپې په جګړه کې څلور افراطي وسلوال وژل شوي دي. پوځ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د شمالي وزیرستان په خیسور کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کول، چې له وسلوالو سره په جګړه واوښتل. د پوځ په وینا، د افراطي وسلوالو له پټنځای څخه یې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي. د پاکستان د حکومت کومې مخالفې ډلې په دې باب تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

د سوداګریزو توکیو موټر چلوونکي: پاکستان مو له ویزې پرته نور پر تورخم نه پریږدي

د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد يو شمېر موټرچلوونکي وايي، د پاکستان حکومت ورته نوی شرط ايښی چې د نومبر له ۲۱مې هيڅ چلوونکی له ويزې پرته پر تورخم دروازه تګ راتګ نه‌شي کولی. د دوی له ډلې موټرچلوونکي ولايت خان ازادي راډيو ته وويل: "د پاکستان حکومت چې موټرچلوونکو ته کوم شرط ايښی دا زموږ د وس کار نه‌دی، موږ خو غوښتنه کوله چې بايد کلېنر راسره پرېږدي، خو اوس راته ستونزمنه شوه. پېښور کې هم نيونې شروع دي، خپلو موټرو سره ناست يو، نه‌شو ګرځېدلی. " موټرچلوونکي وايي، سره له‌دې چې د پاکستان حکومت د سوداګريزو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایرانی سندرغاړی توماج صالحي په ضمانت له زندانه خوشې شو

د ایران یو مشهور رپ سندرغاړی، په بند کې تر یوه کال د زیاتې مودې له تېرولو وروسته په ضمانت خوشې شو. ۳۲ کلن توماج صالحي د مهسا امیني تر مړینې وروسته د حکومت ضد اعتراضونو د ملاتړ له کبله نیول شوی و. ۲۲ کلنه مهسا امیني چې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه، د ۲۰۲۲م کال په سپټمبر میاشت کې په تهران کې د توقیف پر مهال ساه ورکړه. توماج صالحي پرون په خپله اېکس شبکه کې خپل د خوشې کېدو خبر ورکړ. په همدې حال کې د ایران سترې محکمې د صالحي د دوسیې په باب د استنیاف غوښتنه ترلاسه کولو پر مهال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت: له ایران څخه پرون ۱۵۹۲ تنه افغانستان ته ستانه شوي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پرون ۱۵۹۲ تنه افغان کډوال له ایرانه په جبري یا هم داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه وزارت نن په خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۱۸۶ یې اړ کسان وو، چې د غذايي او غیرغذايي مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته وروپېژندل شول. بلخوا د ایران د کډوالۍ ملي ادارې یوه مشر ویلي، چې له زمري/ اسد میاشتې راهیسې څلورنیم لکه بې اسناده افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند د یوه نړیدلي تونل د کارګرو د ژغورنې هڅې پيل کړي

د هند چارواکو په یوه نړېدلي تونل کې د کارګرو د ژغورنې په اړه تازه هڅې پیل کړې دي. په همالیا کې د تېرې اوونۍ د ژغورنې هڅو نتیجه نه ده ورکړې. د نوامبر میاشتې له ۱۲مې ۴۱ کسان په یوه تونل کې راګیر پاتې دي او د یوه پایپ له لارې ورته خواړه رسول کېږي. د دې تونل د نړېدو علت معلوم نه دی. د ژغورنې کارکوونکي د جمعې په ورځ په افقي ډول د څه کم پنځه نیم کیلومتره تونل پر لوري د سمڅې په کیندلو بوخت وو، چې د کیندنې دستګاه ماته شوه. اوس د ژغورنې ډلې پر بدیلو لار غور کوي، له دې ډلې د یوې عمودي سمڅې پر کیندلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په جورجیا کې د تښتیدلو زندانیانو څلورم تن هم بیرته ونیول شو

د امریکا د متحدو ایالتونو د جورجیا ایالت چارواکي وايي، د دغه ایالت له یوه زندانه د تښتېدلو څلورو بندیانو وروستی هغه هم پرون ونیول شو. د بیب (Bibb) سیمې یوه پولیس ډېوېډ داویس یوه خبرپاڼه کې وویل، دغه ۵۳ کلن زنداني پرون غرمه د بیب د زندان په ۱۰۵ کیلومترۍ کې سټاک­برج ته نږدې ونیول شو. ښاغلي داویس ویلي، څلور تنه بندیان د تېرې اکتوبر میاشتې پر ۱۶مه د زندان د یوې زیانمنې شوې کړکۍ او غوڅو شویو اغزنو مزیو له لارې وتښتېدل. د پولیسو چارواکو خوښي ښوولې چې څلورم تښتېدلی بندي یې هم نیولی دی. د دې بندي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان صدراعظم: اذربایجان سره په دیپلوماتیکو ژبو خبرې کوو

د ارمنستان صدارعظم نیکول پاشینیان وايي، که څه هم له اذربایجان سره د سولې د تړون په اړه په اصولو کې سلا شوې، خو بیا هم دواړه هېوادونه په بېلابېلو ډیپلوماتیکو ژبو خبرې کوي. اذربایجان په سپټمبر میاشت کې په بېلتونپاله سیمه نګرنو قره باغ کې پوځي کمپاین پیل کړ. دغه عملیات د دې سبب شو، پر دې سیمه په خټه د ارمنانو د درېیو لسیزو واکمني ختمه شي. له دې سره د دې سیمې څه باندې یو لک او ۲۰زره اوسېدونکي کډه شول. نګرنو قره باغ په نړیواله سطحه د اذربایجان د برخې په توګه په رسمیت پېژندل شوې ده. د ارمنستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بایډن: غزه باید له جګړې وروسته د فلسطیني ادارې لخوا کنټرول شي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، چې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ له جګړې وروسته باید غزې تړانګه د فلسطیني ادارې له خوا کنټرول شي. د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي. بایډن په هغه مقاله کې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون شنبه خپره کړې ویلي، په داسې حال کې چې د سولې لپاره هڅه کوي غزې تړانګه او لوېدیځه غاړه باید تر یوه واحد جوړښت لاندې او په نهایت کې د فلسطیني ادارې له خوا کنټرول شي. د امریکا ولسمشر دغه راز ویلي، چې د دوو دولتونو د حل لارې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران یو مخکښ سیاستوال: د غزې جګړه کې باید ښکېل نه شوو

د ایران یوه مخکښ سیاستوال پرون شنبه خبرداری ورکړ، چې ایران باید د غزې تړانګې په جګړه کې ښکېل نه شي. غلام علي حداد عادل په تهران کې اعتماد ورځپاڼې ته په خبرو کې ویلي، په ایران کې هغه کسان چې غواړي د غزې په جګړه کې ښکېل شي باید وپوهېږي، چې دا هغه څه دي چې د ده په وینا په خپله د اسراییل رژیم یې غواړي. حداد عادل زیاته کړه، چې په دې جګړه کې د ایران ګډون به د امریکا له متحدو ایالتونو سره د جګړې سبب شي او په داسې جګړه کې به اسراییل په خوندي اړخ کې وي. حداد عادل ته په ایران کې د یوې محافظه کارې ډلې د یوې برخې په سترګه کتل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسراییلي سیال سره خبرې؛ د جرمني صدراعظم غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه

د جرمني صدراعظم اولف شولڅ له خپل اسراییلي سیال، بنیامین نتنیاهو سره په پرونیو ټلیفوني خبرو کې په غزې تړانګه کې د بشري اوربند غوښتنه وکړه. د جرمني د حکومت مرستیال ویاندې کریستین هوفمن (Christiane Hoffmann) پرون شنبه په برلین کې ویلي، صدراعظم شولڅ په غزې تړانګه کې د خلکو د بشري وضعیت د بهترۍ پر ارزښت ټینګار وکړ. د هغې په وینا، بشري اوربند کولی شي د خلکو د وضعیت په ښه کېدو کې ونډه ولري. د جرمني خبري اژانس د خبر له مخې، په دې ټلیفوني تماس کې شولڅ د اسراییل له خلکو سره د جرمني پر پیوستون هم ټینګار وکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړیوال جام؛ د هند اواسټرالیا ترمنځ پایلوبه پیل شوې

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام پایلوبه د کوربه هندوستان او اسټرالیا ترمنځ پیل شوې ده. اسټرالیا د لوبې پچه ګټلې او توپ اچونه یې غوره کړې ده. سیالي د احمداباد ښار په نریندر مودي لوبغالي کې ترسره کېږي. د هند لپاره لوبډلمشر روحیت شرما او شبمن ګیل لوبه پیل کړه، خو ګیل وسوځید. د دې سیالۍ نندارې ته په لوبغالي کې تر سلو زرو زیات نندارچیان ناست دي.

Pa.azadiradio.com 

بېلابېلې پېښې؛ هلمند کې تېره اوونۍ ۲ تنه مړه او ۱۳ ژوبل شوي

د هلمند لپاره د طالبانو چارواکي وايي، تېره اوونۍ په څو خپلمنځي شخړو او جنايي پېښو کې ۲ تنه مړه او ۱۳ تنه ژوبل شوي دي. د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس عبدالباري راشد پرون رسنیو ته ویلي، تېره اوونۍ د هلمند په بېلابېلو برخو کې د پنځو ټرافیکي پېښو په نتیجه کې هم ۵ کسان ژوبل شوي دي. د ترافیکي پېښو له امله د درنې مرګ ژوبلې دوام لا هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده، چې چارواکي موټر چلوونکي پرې ګرموي.

Pa.azadiradio.com 

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ: افغانستان کې د ازادو رسنیو وضعیت د خرابۍ خوا ته روان دی

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا (نی) وايي د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د ازادو رسنیو وضعیت د خرابۍ خوا ته روان دی. د دغه بنسټ مشر ظریف کریمي پرون ازادۍ راډیو ته وویل په افغانستان کې شا و خوا نیمايي رسنۍ تړل شوي دي. ظریفي زیاته کړه: " له بده مرغه د نورو مواردو تر څنګ تر سیاسي تحولاتو وروسته، هم د رسنیو د کیفیت او هم شمېر د اغېزمنېدو شاهدان یو. د افغانستان شا و خوا ۵۰ فیصده رسنۍ غیرفعاله شوي، د رسنیو ۷۰ فیصده کارکوونکي او خبریالان وزګاره شوي. ځینې مسلکي کادرونه له افغانستانه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کاکړ: د پاکستان خلاف د افغانستان له کارول کیدو د طالبانو ننداره د زغم وړ نه ده

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان ډله د منځنۍ اسیا هېوادونو کې نه؛ بلکې د افغانستان په خاوره کې ځای پر ځای ده. کاکړ له جیونیوز ټلویزیون سره مرکه کې ویلي، دا خبره د زغم نه‌ده چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف کارول کېږي او طالبان یې یوازې ننداره کوي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستانه د سرپرست صدراعظم د نویو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې په ځلونو ازادي راډیو ته ویلي؛ دوی اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په ضد وکارول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تشناب نړیواله ورځ او په کندهار کې د عامه تشنابونو نشتوالی

د نومبر ۱۹مه یانې نن د تشناب نړیواله ورځ ده. د کندهار اوسیدونکي د دغې ورځې په مناسبت، په دغه ښار کې د عامه تشنابونو د جوړیدو غوښتنه کوي. د دغه ښار اوسیدونکي وایي د رفع حاجت او اودس کولو لپاره د عامه تشنابونو د کموالي له امله زیات وخت خلک مجبوریږي چې د لویو لارو پر سر خپله ستونزه حل کړي. بلخوا روغتیاپالان وايي،دا چاره د بېلابیلو ناروغیو د رامنځ ته کېدو سبب کیږي. په دې اړه زموږ همکار راپور لري، چې د لاندې لېنک له کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ:


Губернский театр Сергея Безрукова перешел в ведение Минкульта

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

В Подольске запустили производство нетканых материалов для мебели

Серый кардинал



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

В Мытищах появится поликлиника на 255 мест с силуэтом в виде самолета

Клубов меньше, матчей больше: как изменится Лига ВТБ в сезоне-2024/25

Путин: жить нужно ради того, ради чего можно умереть

Бассейн в центре реабилитации «Ясенки» построят в начале 2025 года

Музыкальные новости

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»

Курорт «Горячинск» поддерживает «Балет на Байкале. Бурятия»

«Вероника решает»: Театр «Модерн» этим летом дважды покажет премьеру сезона

Сотрудники Дмитровского ОВО Росгвардии по Московской области приняли участия в спортивном празднике Динамо

Новости России

В Подмосковье инвалидам выплатили более 17 млн рублей на средства реабилитации

Губернский театр Сергея Безрукова перешел в ведение Минкульта

Клубов меньше, матчей больше: как изменится Лига ВТБ в сезоне-2024/25

Серый кардинал

Экология в России и мире

Лучшие образы на лето, от которых захватит дух

Алекс Анохин: возможность вместе пройти через страницы нашей истории

Как существовала платная стоматология в СССР — стране бесплатной медицины

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России

Спорт в России и мире

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук

Хачанов вылетел с турнира ATP в Хертогенбосхе после первого же матча

Испанский теннисист Надаль не сыграет на Уимблдоне

Рафаэль Надаль пропустит Уимблдон ради подготовки к Олимпиаде

Moscow.media

Завершается устройство земляного полотна на дороге с мостом через Обь в районе Сургута

Сегодня свой 70-летний юбилей отмечает Заслуженный спасатель Российской Федерации Якубовский Валерий Иванович

Всегда на связи: проводная гарнитура Fstyler FH150U от A4Tech

Большая часть российских автомобилистов готова перейти на б/у запчасти







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *