د ملګرو ملتونو سرمنشي: له ښځو سره تاوتریخوالی له بشري حقونو ناوړه او وحشتناکه سرغړونه ده
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش وایي، له ښځو سره خشونت له بشري حقونو څخه ناوړه او وحشتناکه سرغړونه ده. ښاغلي ګوتیرش نن په خپله اېکس پاڼه( پخواني ټویټر) کې د ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی دی چې نړیواله ټولنه باید د نړۍ په هیڅ ګوټ کې له ښځو سره تشدد ونه زغمي. د نومبر پنځه ویشتمه له ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې د بشري حقونو د څار ډلې په وینا، په افغانستان کې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د ښځو پرضد خشونت د پام وړ زیات شوی دی. Читать дальше...