اوغلو: ترکیه له نیکولاس مادورو د ملاتړ ژمنه کوي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وايي، هېواد یې د ونزویلا له ولسمشر نیکولاس مادورو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. اوغلو نن دا هم ویلي چې د امریکا په فشارونو سربېره له ونزویلا سره په ټولو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی. اوغلو نن دا خبره له خپل ونزویلايي سیال جورج اریازا سره په یوه خبري کنفرانس کې په ترکیه کې وکړه. ترکیه د روسیې، چین او کیوبا تر څنګ د نیکولاس مادورو په یوې تر ټولو سترې ملاتړې اوښتې ده. متحده ایالتونو، د لاتینې امریکا ګڼو هېوادونو او اروپايي ټولنې د ونزویلا د مخالفینو له مشر خوان ګوایدو ملاتړ کړی. Читать дальше...