Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2019

Новости за 03.04.2019

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په سن پټرزبورګ کې د وروستۍ چاودنې په اړه څېړنې کېږي

د روسیې په سن پټرزبورګ ښار کې په یوه پوځي اکاډمي کې د وروستۍ چاودنې په اړه څېړنې کېږي. په چاودنه کې پرون، د مارچ دوهمه څلور تنه ووژل شول. په روسیه کې د تحقیقاتو ځانګړې کمېټې پرون وویل چې چاودنه کومې خطرناکې ډلې کړې او هدف‌یې د دوو یا ډېرو کسانو قتل و. د روسيې دولتي خبري اژانس، انټرفکس د چارواکو په حواله ویلي چې په‌دې پېښه کې ښايي کوم محصل یا د اکاډمي ښوونکی لاس لري.

Pa.azadiradio.com 

فعالانو د پوتین د قبر ډبرې ته ورته پوسټر د یوې کلیسا مخې ته ځړولی

د روسیې یو شمېر فعالانو بیا د پوتین د قبر ډبرې ته ورته جوړه شوې لوحه یا پوسټر د سن پټرزبورګ ښار د لویې کلیسا مخې ته ځوړند کړی دی.  دا په وروستۍ یوه میاشت کې درېیم وار دی چې د سن ایساک کلیسا ته مخامخ داسې لوحه لګېدلې ده.  پوسټر په تور رنګ چاپ شوی دی.  پر پوسټر لیکل شوي: "هغه د روسیې له خلکو سره خیانت کړی و." د روسي فعالانو ګروپ اګیت پر ټویټر لیکلي چې دا لوحه‌یې په لاس جوړه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین حکومت روسیې ته ځیني پروازونه بند کړل

د اوکراین حکومت روسیې ته ټول هغه پروازونه چې مخکې له مخکې نه‌وي پلان شوي، بند کړل. د اوکراین حکومت دا پرېکړه تر هغه وروسته وکړه چې د رژیم دوه مخالف سیاستوال په وروستیو کې مسکو ته ولاړل.  د اوکراین د کورنیو چارو وزیر نن د اپرېل په درېیمه وویل چې د جمهوري ریاست کاندید، یوري بویکو او د اپوزېسیون یوه سیاستوال، ویکتور میدویدچوک د اوکراین په اساسي قانون کې له موجودې خلا استفاده کړې وه او تېره میاشت‌يې مستیقماً مسکو ته پرواز کړی و. د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دا بندیز د اروپا د همکارۍ او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډیو- د نړۍ مهم خبرونه

د ناټو عمومي منشي وايي: طالبان په افغانستان کې جګړه نشي ګټلای. د الجزایر وګړو د ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه له دندې د ګوښه کېدو هرکلی کړی او ځيني نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.

Pa.azadiradio.com 

ناټو: طالبانو سره مذاکره د لانجې د سوله‌یيز حل یوازنۍ لار ده

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې له طالبانو سره مذاکرې په افغانستان کې د لانجې د سوله‌یيز حل یوازنۍ لار ده. سټولټنبرګ دا خبرې پرون د اپرېل په دوهمه، په واشنګټن کې کړې دي. هغه ویلي چې د افغانستان د اردو سره د امریکا او ناټو مرسته طالبانو ته دا واضح پيغام ورکوي چې په جګړه کې بری نه‌شي ګټلی. د ناټو عمومي منشي په واشنګټن کې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وکتل. هغه وویل چې امریکايي لوري ورته واضح کړې چې تر اوسه د طالبانو د استازو سره په خبرو کې هېڅ پرېکړه نه‌ده نهايي شوې.

Pa.azadiradio.com 

د ایران د سینما نامتو هنرمند جمشید مشایخي ومړ

د ایران د سینما نامتو هنرمند، جمشید مشایخي مړ شو. د ایران نیمه دولتي خبري اژانس، اېسنا پرون د اپرېل دوهمه وویل چې مشایخي له ډېرې مودې راهیسې ناروغ و او د تهران په یوه روغتون کې یې ساه ورکړې ده. مشایخي په ایران کې تر ۱۰۰ په زیاتو فلمونو او همدومره ټلوېزیوني ډرامو کې کار کړی و.

Pa.azadiradio.com 

غالب: ۳ میاشتو کې به د صنعتي پارکونو د برښنا ستونزه هواره شي

د افغانستان برښنا شرکت وایي، تر راتلونکو درېیو میاشتو به د صنعتي پارکونو د برق ستونزه په بشپړ ډول هواره شي. د دغه شرکت مشر امان‌الله غالب د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۳» د کابل صنعتي پارکونو لپاره د ۲۰ مېګا واټه برښنا اضافه کولو د پروژې په پرانیسته کې وویل چې تر راتلونکو څو نورو میاشتو کې به د دغه ولایت د خصوصي سکټور صنعتي پارکونو ته ۱۴۰ مېګا واټ برق ورسوي. د نوموړي په خبره، د دغې پروژې لګښت ۳۰ میلیونه ډالره دی او دغه اندازه برښنا به وکړای شي چې د فابریکو د پرچاویو ستونزه هم حل کړي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان کرکټ بورډ، پاکستانی کرکټر عمر اکمل جریمه کړی

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، عمر اکمل‌یې د دې لپاره جریمه کړی دی چې یوه شپه په دُبۍ کې له خپل هوټله دباندې په چکر وتلی و. دغه ۲۸ کلن لوبغاړی د پاکستان مډل ارډر بېټس‌مېن دی چې له شااوخوا دوه کلن ځنډ وروسته یو وارې بیا د پاکستان په ملي ټیم کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړی. د پاکستان کرکټ بورډ له هغه وروسته دغه لوبغاړی جریمه کړ چې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه یوه وېډیو خپره شوه. په وېډیو کې هغه د نڅا او سندرو په یو محفل کې لیدل کېږي. د پاکستان کرکټ بورډ وايي، د جریمې له مخې به عمر اکمل د خپلو لوبو ۲۰ فیصده فیس جرمانه ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جمناسټیک لوبډله پاکستان ته ځي

ټاکل شوې چې د افغانستان د جمناسټیک لوبډله تر راتلونکو دوو ورځو پورې د دوستانه لوبو لپاره پاکستان ته ولاړه شي. د دغه فدراسیون سکرتر جنرال فردین امید جلالي نن ازادي راډيو ته وویل چې په‌دغه ټيم کې دوه روزونکي او اته لوبغاړي شامل دي. نوموړي وویل، لوبه به د کابل او لاهور لوبډلو ترمنځ د درېیو ورځو لپاره دوام وکړي. د افغانستان د جمناسټیک فدراسیون په وینا لوبې به د اپرایل په ۲۷مه پیل شي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د وزن پورته کولو فدراسیون له‌خوا سیالۍ ترسره کېږي

د افغانستان د وزن پورته کولو فدراسیون له‌خوا د وري د میاشتې په ۲۲مه نېټه د اتلوالۍ سیالۍ ترسره کېږي. د دغه فدراسیون رئیس محمد عظم کوهي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې به د فدراسیون د ټيمونو ترمنځ وي او دوه ورځې به دوام وکړي. نوموړي وویل، غوره لوبغاړو ته نغدي جایزې هم ورکول کېږي.

Pa.azadiradio.com 

خلیل‌زاد فعالانو او د خلکو د استازو سره د خبرو لړۍ ته دوام ورکړی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د مدني ټولنې د غړو، د بشري حقونو فعالانو او د خلکو د استازو سره د خبرو لړۍ ته دوام ورکړی دی. خلیل‌زاد نن د اپرېل په درېیمه، په بامیان کې د خلکو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کوي او د سولې پر بهیر د هغوی نظر اخلي. هغه پرون په کندهار کې و. خلیل‌زاد پر ټوېټر ولیکل چې د کندهار د مدني ټولنې له مشرانو سره یې وکتل چې: "له ډېر وخت راهیسې د سولې نارې وهي او پوهېږي چې بلاخره د سولې ټینګولو وخت را رسېدلی دی." خلیل‌زاد به تر دې وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اجرائیه ریاست: د ترورېزم پر ضد د نړیوالو مبارزه بریالۍ نه‌وه

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست وایي چې په‌دې هېواد کې د ترورېزم پر ضد د نړیوالو مبارزه بریالۍ نه‌وه. د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون نن د اپرېل په درېیمه، ازادي راډیو ته وویل:  "د ترهګرۍ سره په مبارزه کې چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د حضور اساسي هدف هم و، متأسفانه تر اوسه هغسې بریالۍ نه‌وه، د سولې لپاره په‌دې وروستیو کې هڅې ډېرې شوي چې یو مثبت ګام دی." د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په واشنګټن کې د ناټو تړون له عمومي منشي سره په کتنه کې وویل،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ونزوئلا کې د ګواېدو د جنايي محاکمې د مقدمې د جوړېدو غوښتنه وشوه

د ونزوئلا په پارلمان کې د ولسمشر نېکلاس مادورو پلویانو د اپوزسیون د مشر خوان ګواېدو د قانوني مصؤنیت د لېرې کولو پرېکړه کړې ده. هغوی د ونزوئلا له سترې محکمې غوښتنه کړې چې د هغه د جنايي محاکمې مقدمه جوړه کړي. دا پرېکړه د ونزوئلا په پارلمان کې د "رأيې ورکوونکو ملي اسامبلۍ" په نوم ډلې کړې ده. د دې پرېکړې پر اساس کېدلای شي چې د خوان ګواېدو دا کار چې ځان یې د ونزوئلا مؤقت ولسمشر اعلان کړ، د هغه هېواد پر اساسي قانون تېری وګاڼه او حتی د هغه د نیول کېدو حکم صادر شي. د ونزوئلا په پارلمان کې د "رأيې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

برونای کې د سختو اسلامي قوانینو د عملي کېدو پرېکړه وشوه

په جنوب ختیځه اسیا کې د مسلمانانو په کوچني هېواد برونای کې نن د اپرېل درېیمه، د سختو اسلامي قوانینو د عملي کېدو پرېکړه وشوه. پر دې اساس به په برونای کې د زنا او همجنس‌ګرایي سزا سنګسار او مرګ وي، خو دا نه‌ده څرګنده چې دا پرېکړې به عملي شي او که نه؟ دې کار د نړۍ په کچه د بشري حقونو فعالان او یو شمېر حکومتونه په قهر کړي دي. برونای چې د تېلو سترې زېرمې لري، په ختیځه اسیا کې لومړی اسلامي هېواد دی چې د اسلامي شرعي پر اساس د جزا حکم جاري کوي او د سعودي عربستان په څېر هېوادونو په لیکه کې شامل شي. برونای د تېلو سترې زېرمې لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په واشنګټن کې د ناټو تړون د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه پیلېږي

د ناټو تړون د بهرنیو چارو د وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه چې بحثونه‌یې پر افغانستان هم را څرخي نن په واشنګټن کې پیلېږي. تمه کېږي چې د دې تړون لوړ پوړي ډیپلوماټان او چارواکي به په‌دې غونډه کې د ترهګرۍ پرضد په مبارزې او د افغانستان د کړکېچ د سیاسي هواري لپاره په روانو هڅو خبرې وکړي. دا غونډه چې د شمالي اتلانتیک تړون «ناټو» د ۷۰مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یې کوربه‌توب کوي. د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو دې غونډه کې به د روسیې، ترکیې او اوکراین په اړه هم بحثونه وشي. Читать дальше...


Ушаков: Россия и КНДР стремятся к установлению многополярного мира

Как террористы в ростовском СИЗО раздобыли заточки? Аналитик раскрыла без утайки

МЧС: Гроза с градом и шквалистым ветром продлится в Москве до вечера 18 июня

Дзержинские парафутболисты стали победителями турнира по мини-футболу



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Ушаков: Россия и КНДР стремятся к установлению многополярного мира

Baza: семиклассник сообщил о минировании «Метрополиса», чтобы защитить мать

МЧС: Гроза с градом и шквалистым ветром продлится в Москве до вечера 18 июня

Дзержинские парафутболисты стали победителями турнира по мини-футболу

Музыкальные новости

Более 500 спортсменов поучаствовали в фестивале «Спорт для всех» в Мытищах

Галина Ржаксенская впервые стала участником ПМЭФ в Санкт-Петербурге

Сергей Собянин. Главное за день

Радость встречи с клоунами приносят массу положительных эмоций детям в Бурятии - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети

Новости России

Baza: семиклассник сообщил о минировании «Метрополиса», чтобы защитить мать

Роспотребнадзор: в Казани зарегистрировали шесть случаев подозрения на ботулизм

В Балашихинской больнице проводят тренировки по эвакуации персонала и пациентов

Как террористы в ростовском СИЗО раздобыли заточки? Аналитик раскрыла без утайки

Экология в России и мире

Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети: «Волшебный платок бабушки Дари» - это захватывающее путешествие в мир бурятской сказки, которое не оставит равнодушным ни одного зрителя

Прямые рейсы в Таиланд неожиданно снимают: стали известны подробности и альтернативы

Gucci, коллекция menswear весна-лето 2025

Сэкономить и оторваться с Angsana Velavaru

Спорт в России и мире

«Ну и где здесь «группа смерти?» ATP показала, каким был бы Евро-2024 с теннисистами

Лучший теннисист Казахстана узнал позицию в обновленном рейтинге ATP

«Надо чем-то жертвовать». Арина Соболенко отказалась ехать на Олимпиаду в Париже

Овечкин, Яковлев, Фридзон и Мыскина сыграли в падел-теннис в Турции: «Победила дружба»

Moscow.media

Закат на Катуни

Триумфальное возвращение Льва Лещенко на сцену спустя месяцы затишья. Артист презентовал дуэт с солистом группы “Парк Горького” Сергеем АРУТЮНОВЫМ

ALMI Partner и Etersoft подтвердили совместимость продуктов

Социальные и ESG-проекты ГПМ Радио названы лучшими в России







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *