د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون: د جرګې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی
د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون وايي، د دغې جرګې د دایرېدو لپاره ټولې تیاریانې نیول شوي.
د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمېسیون وايي، د دغې جرګې د دایرېدو لپاره ټولې تیاریانې نیول شوي.
په سريلانکا کې د وروستيو وژونکو ځانمرګو بريدونو د مشکوک طراح ظهران هاشم پلار او دوه وروڼه د پوليسو په چاپه کې وژل شوي دي. دا خبره د سريلانکا امنيتي سرچينو او د مشکوکو کسانو خپلوانو نن رسنيو ته وکړه. دغه سرچينې وايي، د سريلانکا په ختيځ کې دوه ورځې مخکې د ظهران هاشم ورورڼه زيني هاشم، ريلوان هاشم او د هغوى پلار محمد هاشم له ١٣ نورو کسانو سره پر يوه کور د چاپې او وروسته د سختې جګړې پر مهال وژل شوي دي. دغه درې وژل شوي کسان په يوه ويډيو کې چې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي، ليدل کېږي چې د بې عقيدې په وړاندې د جګړې غوښتنه کوي. Читать дальше...
د بغلان ولايت چارواکي وايي، له کابله د ورغلي هيئت او مظاهره چيانو ترمنځ بحثونو تر اوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې. د ولايتي ادارې په منځګړيتوب دغه هيئت د مظاهره چيانو له استازو سره له نن سهاره په بحثونو بوخت دى. د والي وياند محمود حقمل نن ازادي راډيو ته وويل: "د بغلان ولايتي ادارې او له کابله راغلى هيئت به خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې له لاريونوالو سره ناستې ښې پايلې ولري." لاريون کوونکي د ولسي جرګې د انتخاباتو د کانديد محبوب الله غفاري پلويان دي چې مياشت مخکې په کابل کې د اداري فساد په تور ونيول شو... Читать дальше...
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر په کليفورنيا کې د يهودانو پر يوه عبادتځاى يا کنيسه پرونۍ حمله وغندله. ډونالد ټرمپ پرون له سپينې ماڼۍ دباندې له رسنيو سره په خبرو کې وويل: "له هغو کسانو او کورنيو سره چې په کليفورنيا کې پر يوې کنيسه د ډزو له کبله اغېزمن شوي، خپله ژوره خواخوږي څرګندوم." د پوليسو چارواکي وايي، په کليفورنيا ايالت کې يوه ښځه هغه وخت ووژل شوه او درې نور کسان ټپيان شول چې يوه وسله وال د يهودانو په عبادتځاى يا کنيسه کې ډزې وکړې. د پوليسو چارواکو پرون وويل چې حمله کوونکى ١٩ کلن جان... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د مشورتي لویې جرګې لپاره جدي امنیتي تدابیر نیولي. په دې یو ویډیویي راپور چې ناجیه ساپۍ یې وړاندې کوي، اورېدای شئ. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمي
د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، د افغانستان د لانجې د حل په هره هڅه کې بايد پاکستان دخيل وي. ډګر جنرال کنيټ مکنزي پرون په واشنګټن کې له الحُره ټلويزيون سره چې امريکا يې تمويلوي، په مرکه کې وويل: "زه په دې باور يم چې د افغانستان په هر حل کې بايد پاکستان دخيل وي او زما په عقيده، دوى يعنې پاکستانيان هڅول شوي او په دې برخه کې مرستې ته لېوال دي." تر دې مخکې ولسمشر ډونالد ټرمپ او افغان چارواکو پاکستان تورن کړى و چې د افغانستان د لانجې په حل کې صادقانه همکاري نه کوي. د پاکستان د صدراعظم... Читать дальше...
د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي، تهران ښايي د اټمي وسلو د پراختيا د مخنيوي له تړون NRT څخه ووځي. محمد جواد ظريف وايي، دغه کار د امريکا له خوا پر تهران د بنديزونو د سختېدو په بدل کې کوي. د ايران دولتي رسنيو نن يکشنبه د ښاغلي ظريف په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي: "اسلامي جمهوريت بې شمېره انتخابونه لري او د ايران چارواکي ورباندې غور کوي چې يو انتخاب د اټمي وسلو د پراختيا د مخنيوي له تړون څخه وتل دي." د ايران د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې نن د ايران يوه لوړ رتبه جنرال... Читать дальше...
په هغه ګډه اعلامیه کې چې د دغو انتخاباتي ټیمونو له خوا خپره شوه، راغلي چې د سولې لویه مشورتي جرګه چې د ...
غزنی چې ډېری وخت ورڅخه د جګړو او وینو تویولو عکسونه، خبرونه او ویډیوګانې راځي، خو دا ځل پهدغه ولایت کې د ازادي راډیو خبریال حبیب الرحمن تأثیر د ښار له بېلابېلو ځایونو څخه د غوټیو او نوو ټوکېدلو ګلونو د عکسونو یو البوم تیار کړی دی چې دلته یې کتلی شئ.
د شپږو بچو مور برښنا څادري پر سر د کونړ له لېرې پرتې ولسوالۍ ناړۍ کابل ته راغلې، څو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي.
د اوکراين نوي ټاکل شوي ولسمشر ولاديمير زيلينسکي ويلي، مسکو دې د اوکراين وګړو ته د روسي پاسپورټونو د ورکولو په ژمنې سره د اوکراينیانو پر تطميع کولو وخت نه ضايع کوي. تر دې مخکې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين ويلي وو، مسکو ښايي ټولو اوکراينيانو ته د روسي تابعيت ورکولو پروسه اسانه کړي. زيلينسکي پرون پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: "اوکرائينيان پوهېږي چې روسى تابعيت يعنې په سوله ييزو مظاهرو کې نيول کېدل او له رقابتي انتخاباتو بې برخې کېدل." زيلينسکي په عينې حال کې دېته اشاره کړې چې له روسيې سره پر دې موضوع مذاکرو ته چمتو دى. Читать дальше...
وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراینیانو ته د روسیې د تابعیت ورکولو د پروسې...
د افغانستان ولسمشر هيله څرګنده کړه چې بالاخره به هېواد ته تلپاتې سوله راځي. محمد اشرف غني نن په ارګ کې د مجاهدينو د بريا د ٢٧مې کليزې په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې وويل: "سوله به راتلونکې وي، باعزته او تلپاتې سوله. د دې لپاره بايد ټول اول خداى (ج) ته تسليم شو، بيا د ولس غوښتنې، نيت او ارادې ته. نيت، اراده شته، د لارې پر يوه واضح نقشه او تګلارې بايد نتيجې ته ورسېږو چې په نتيجه کې يې انشاالله تعالى د ولس خير او د خداى (ج) رضا وي." دغو مراسمو ته پخوانى جهادي مشر عبدالرب رسول سياف وويل، مجاهدين... Читать дальше...
د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په معروف او ښورابک ولسوالیو کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ په نښتو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي دي. د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن ازادي راډیو ته وویل: "په ښورابک ولسوالۍ کې جګړه شوې، د دښمن ٤ کسان وژل شوي او ٥ ټپيان دي، په معروف ولسوالۍ کې د نادرخان پر کور جګړه شوې چې ٥ تنه د دښمن وژل شوي او ٤ ټپيان دي." د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، نادر خان په معروف ولسوالۍ کې د محلي پوليسو قوماندان دى. ښاغلي بارکزي وويل، په معروف ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه... Читать дальше...
د امریکا د پوځ یو جګپوړی قوماندان وایي، لازم امکانات لري چې په خلیج کې د ایران د خطرناکو اقداماتو...
د جوزجان ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې روان کال د کرنیزو تولیداتو د زیاتېدو لپاره هیلې ډېرې دي. خو د دغه خونې یو مسؤل یولبروف عطايي نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې پهدغه ولایت کې د تېرکال په شان هېڅ پرمختګ نشته. "کښتونه ډېر ښه دي، خو مالداري نهده پاتې، د صنعت خوند نشته او سوداګري هم امنیت نهلري، دولت سوداګر تر فشار لاندې نیولي، مالیه یې دوه چنده کړې، محصول یې لوړ کړی او په بانکي پورونو کې هم اسانتیا نشته." خو نوموړی وايي، کروندګر د روان کال... Читать дальше...
د فراه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه پهدغه ولایت کې د هوايي دهلېز د جوړېدو له احتماله خبر ورکوي. د دغه خونې عامل مدیر حشمت نورزی نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې پهدې اړه کار په جدیت سره روان دی: "ولسمشر ژمنه کړې چې په فراه کې به هوايي دهلېز جوړوي، پهدې اړه جدي کار روان دی، سوداګرۍ وزارت ته دنده سپارل شوې چې له صادرونکو سره یوه ناسته ولري او د ځینو پروګرامونو په اړه له دوی سره خبرې وکړي او هغوی هم تیاری ښودلی دی." نوموړي وویل چې دې ژمنې د کروندګرو او پانګهوالو سره هیلې پیدا کړي دي. Читать дальше...
په امريکا کې د پوليسو چارواکي وايي، په کليفورنيا ايالت کې يوه ښځه هغه وخت ووژل شوه او درې نور کسان ټپيان شول چې يوه وسلهوال د يهودانو په عبادتځاى يا کنيسه کې ډزې وکړې. د ښاري پوليسو چارواکو پرون وويل چې حمله کوونکى ١٩ کلن جان ايرنيست دى چې د حملې ساحې ته نږدې د پراته ښار اوسېدونکى و. ده تر حملې وروسته د پېښې له ساحې وتښتېد، خو کله چې څو شېبې وروسته يې ځان چارواکو ته تسليم کړ، توقيف کړاى شو. يو تن ځان جان ارنيست معرفي کړى، تر حملې يو ساعت مخکې د يهودانو ضد بيان خپور کړى و. د پوليسو يوه چارواکي... Читать дальше...
د هرات ولايت چارواکي وايي، په اوبه ولسوالۍ کې وسلهوالو طالبانو، د محلي پوليسو پر يوه پوسته حمله کړې ده. پهدې ولسوالۍ کې د محلي پوليسو يوه قوماندان محمد رفيق الکوزي نن ازادي راډيو ته وويل، حمله تېره شپه وشوه چې څوساعته يې دوام وکړ. د هغه په خبره په دې پېښه کې يو محلي پوليس او يو ملکي کس وژل شوي او څلور محلي پوليس د وسلهوالو طالبانو له خوا نيول شوي دي. وسلهوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سياف وايي، مجاهدين به د سولې او پخلاينې په چارو کې هم مخکښ رول ولوبوي. ښاغلي سياف دا خبره نن په ارګ کې د مجاهدينو د بريا د ٢٧مې کليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړه. هغه زياته کړه: "دغه مجاهدين او مقاومت کوونکي به د پخلاينې په لومړۍ کرښه کې ولاړ وي. که خداى کول هغسې چې د هېواد د ازادۍ لپاره مو ملا تړلې وه، د سولې د راوستلو لپاره هم په هغه ترتيب ملاوې تړو. هيله من يو چې ملت يې تر څنګ ودرېږي." ښاغلي سياف وويل، که د سولې پروسې په جلا جلا ډول تعقيب شي، مثبته نتيجه نه ورکوي. Читать дальше...
د ايران دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په پام کې لري چې شمالي کوريا ته سفر وکړي. دا پهداسې حال کې ده چې ايران او شمالي کوريا د امريکا د بنديزونو په وړاندې مقابله کوي. د ايران دولتي اژانس ايرنا نن د ظريف په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، ډېر ژر به د دغه سفر نېټه اعلان شي. پهدې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي. وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ٢٠١٥میلادي کال له اټمي تړونه ووت، پر ايران يې سخت بنديزونه ولګول. سپينې ماڼۍ تېره يکشنبه اعلان وکړ چې... Читать дальше...
نن سهار شااوخوا ۰۹:۰۰ بجې د هسکې مېنې ولسوالۍ د قومي مشرانو پر یوه موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې. په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې پهدغه چاودنه کې چې په هسکه مېنه کې شوې د شاهپور په نوم یو قومي مشر وژل شوی او دوو نورو قومي مشرانو په ګډون څلور تنه ټپيان دي. د ننګرهار ولایت مقام پېښه تائیدوي، خو په اړه نور جزئیات نهورکوي. تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.
وسلهوالو طالبانو د بدخشان ولایت په کران و منجان ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، له دې ولسوالۍ چې له پنجشېر سره پوله لري سلګونو کورنیو د پنجشېر پریان ولسوالۍ ته پناه وړې ده. د بدخشان ولایت د والي ویاند ثناالله روحاني د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې لاهم په کران و منجان کې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه روانه ده خو د مرګ ژوبلې په اړه یې تراوسه کره معلومات نشته. له دې جلا د فاریاب د ولایتي شورا یو غړی محمد نادر سعیدي وايي چې د دولت وسلهوالو مخالفانو د دې ولایت د قیصار ولسوالۍ پر کوهي کلي حمله کړې ده. Читать дальше...
د امریکا یو جګپوړی پوځي قوماندان وايي، په خلیج کې د ایران د هر ډول خطرناکو اقداماتو د مخنیوي لپاره لازم امکانات لري. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینټ مکېنزې د سیمې د سفر په ترڅ کې «سکای نیوز اربیه» ته وویل، امریکا به په خلیج کې د خپلو متحدانو په همکارۍ د ایران پر ضد ګډه جبهه جوړه کړي. ده همدا راز وویل چې په سیمه کې له خپلو شریکانو او دوستانو سره تماسونو ته دوام ورکوي چې د ایران د ګواښ په وړاندې په ګډه ودرېږي. د ډونالډ ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته امریکا په وروستیو دوو کلونو کې د ایران پر ضد اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.
د سوډان پوځي واکمنان او د اپوزیسیون مشران د یوې ګډې واکمنې شورا د جوړولو پر سر لومړنۍ موافقې ته ورسېدل. دا د دواړو خواوو په خبرو کې مهم پرمختګ دی چې کېدای شي پهدې کړکېچن افریقايي هېواد کې د ملکي حکومت سبب شي. د پوځي حکومت پرضد د اعتراض کوونکو یوه مشر احمد الربيعه تېره شپه فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې د پوځ او ملکیانو ترمنځ د یوې ګډې شورا پر جوړولو موافقه شوې ده. دا پرمختګ د دواړو خواوو په لومړنیو رسمي خبرو کې وروسته له دې وشو چې پهدغه هېواد کې د مظاهرو په نتیجه کې د عمرالبشیر دېرش کلن استبدادي حکومت وپرځېد.