د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د طالبانو له ګواښ وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د طالبانو له ګواښ وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي افغان حکومت د سولې په خبرو کې مرکزي رول لري. په هند کې د ۹۰۰ میلیونه خلکو په ګډون نن پارلماني انتخابات پیل شول. او د کرکټ د ملي ټیم نوی کپټان ګلبدین نایب وايي د ټیم د بریا لپاره به ډېر زیار وباسي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.
له سوډان څخه تازه راپورونه وايي چې د دغه هېواد پوځ نن پنجشنبه ولسمشر عمر البشیر له واک لېرې کړی او دفاع وزیر د هېواد د چارو د اداره کولو لپاره پوځي شورا اعلان کړه. سوډاني سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې بشیر په خپل کور کې د وسله والو ځواکونو له لوري محاصره دی. همدا راز له محبسونو څخه بندیان خوشې کړای شوي دي.
د بادغیس ولایت چارواکي وايي چې پهدې ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله څه باندې زرو تنو زیانمن شویو ته یې خوراکي مواد وېشلي دي. په بادغیس کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې سرپرست محمداختر وايي چې د څلور نیم میلیونه افغانیو په ارزښت دا مرستې یې د حکومت له بودجې برابرې کړي دي. د بادغیس د تېرې میاشتې په سېلابونو کې ۱۰ تنه مړه او یو شمېر نور ژوبل شول. همدا راز زرګونه جریبه ځمکه او یو شمېر کورونه ویجاړ شول.
د افغانستان له حرکته ډکې رسنۍ چې په وروستیو ۱۸کلونو کې د هېواد لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي، خو اوس له طالبانو سره د سولې بحث...
د سوډان ولسمشر عمرالبشیر وروسته له ۳۰ کلنې واکمنۍ نن د پوځ لهخوا اړ ایستل شو چې له واکه لېرې شي. د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سوډان په دارفور کې حکومتي سرچینو او د اقتصاد او تولید وزیر عبدالمحجوب حسېن په دبۍ کې مېشتې الحدث ټلوېزیوني شبکې ته ویلي چې عمرالبشیر له دندې ګوښه شو. د سوډان د پخواني صدراعظم صادق المهدي زوی نن وويل چې عمر البشیر او همکاران يې په خپلو کورو کې نظربند دي. د دولتي ټلوېزیون راپور وايي چې پوځ به ژر یوه مهمه اعلامیه خپره کړي. د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د دفاع... Читать дальше...
د فاریاب ولایت اوسېدونکي چې پهدې وروستیو کې ناامنیو او سیلابونو سخت ځپلی د حکومت مرستو ته په تمه وو.
کابل، هغه ښار چې د بېسارې ګڼه ګوڼې، بېنظمیو، بېکارۍ او داسې نورو تر څنګ د پوستي خدمتونو نشتوالی یې بله ...
د مصر په قاهره کې د روسیې د سفارت د قونسلګرۍ څانګه وايي، د روسانو یوه ډله چې مصر د ۲۰۱۸ میلادي کال په اګسټ مياشت کې نيولې وه، په سخت دريځۍ تورنه شوه. د قونسلګرۍ څانګې مشر یوسف اباکاروف وايي چې په قاهره کې يوې محکمې له اينګوشيتیا څخه د پنځو روسانو پر وړاندې د دې قضيې لومړۍ غونډه د اپرېل په نهمه جوړه کړه. اباکاروف وايي، روسي ډپلوماتانو او د یوه مشکوک کس پلار ته چې له اینګوشيتیا څخه راغلی و، محکمې ته د ورتګ اجازه ورنهکړل شوه. ده وویل چې مصري چارواکو ورته ويلي چې د محکمې غونډې د بندو دروازو تر شا کېږي. Читать дальше...
د بریتانیا پولیسو د ويکيلیکس جوړوونکی جولیان اسانج نیولی دی. اسانج د اکواډور په سفارت کې نیول شوی دی. مټروپول پولیسو نن وويل چې اسانج به په وېسټ مېنسټر کې ژر تر ژره محکمې ته وړاندې شي. اسانج وروسته له هغه ونیول شو چې د اکواډور حکومت د ده د پناه غوښتونه رد کړه. دی له ۲۰۱۲ میلادي کال راهيسې په لندن کې د اکواډور په سفارت کې اوسېده. هغه مهال ده د اکواډور په سفارت کې پناه واخیسته او نهیې غوښتل چې سويډن ته بېرته واستول شي. پر ده د جنسي ځورونې او جنسي تېري تورونه وو. د اکواډور ولسمشر ویلي... Читать дальше...
د فوټبال د نړۍ وتلی لوبغاړی لیونل مسي تېره شپه د یوې سیالۍ پر مهال ټپي شو. د بارسلونا او منچسټر یونایټېد په لوبه کې چې تېره شپه وشوه، لیونل مسي د یوه ارجنټایني لوبغاړي د شوټ مخه کوله چې پزه او سترګهیې ژول شول. ویل کېږي چې د مسي د پزې ټپونه شدید دي، خو کره صدمه بهیې له طبي معایناتو وروسته څرګنده شي.
په نیمروز ولایت کې د فوټبال کلنۍ سیالۍ پیل شوې. د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون مشر وحیدالله عزیزي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پهدغو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې برخه لري. د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا سیالۍ هر کال د ملي لوبډلې د انتخاب پروسې لپاره د نویو ځوانانو د پیدا کولو په هدف ترسره کېږي. دا سیالۍ نن پیل شوې او نږدې ۲۰ ورځې به دوام ولري.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د فوټسال د اتلولۍ په سیالیو کې افغانستان له ۲۰ کلونو کم عمره ځوانانو د فوټسال لوبډله د قرعهکشۍ په نتیجه کې د ایران او هانګ کانګ له لوبډلو سره په ګروپي لوبو کې سیالۍ کوي. د دې فدراسیون د رسنیو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل چې دا قرعهکشي نن د مالیزیا په مرکز کوالا لامپور کې وشوه. افغانستان له ایران او هانګ کانګ سره یو ګروپ کې راغی. دغه سیالۍ د ۱۲ لوبډلو په ګډون د روان میلادي کال له ۱۴مې تر ۲۴مې د ایران په تبریز ښار کې ترسره کېږي.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "IOM" په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال...
افغان ولسمشر د فاریاب ولایت مرکز میمنې ته د اوبو رسولو د پروژې د کار پیل افتتاح کړ. محمد اشرف غني نن تر غرمې مخکې میمنې ښار ته ورسېد. د افغانستان جمهوري ریاست په يوه اعلامیه کې وايي چې میمنې ښار ته د اوبو رسولو پروژه ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري او په یو نیم کال کې به بشپړه شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژې له لارې به په میمنه کې شااوخوا اتو زرو کورنيو ته د څښلو اوبه ورسېږي.
د کندهار ځايي چارواکي وايي چې د صفر درې قطعې ځانګړو ځواکونو پرون ماخوستن د پنجوايي د یوه ابتدائیه ښوونځي سرمعلم وواژه. د کندهار د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي ازادي راديو ته وویل چې سرمعلم محمد ګل خان په خپل کور کې وژل شوی دی. د پېښې انګېزه او لامل تر اوسه نهده معلوم او د کندهار امنیتي ځواکونو هم تر اوسه د دې پيښې په اړه څه نهدي ويلي.
د هند پارلماني انتخابات په اوو مرحلو کې ترسره کېږي او لومړی دور یې نن پيل شو. په لومړي دور کې ۱۴۲ میلیونه هندیان ...
د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د نهو ملي پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. د کندز د ولایتي شورا مرستيال صفيالله اميري ازادي راډيو ته وويل چې تېر ماسختن یوه بجه وسلهوالو طالبانو د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ پر ودانۍ حمله وکړه. د ده په وينا نښته د سهار تر څلورو بجو روانه وه او په نتيجه کې یې نهه د پولیسو سرتیري ووژل شول او لس نور ټپیان شول. د ښاغلي امیري په وینا په نښته کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي، خو د دقیق شمېر په اړه یې څه ونه ويل. د کندز د پولیسو وياند انعامالله رحماني... Читать дальше...
ګلبدین نایب وايي د نړیوال جام لپاره به یوه ښه لوبډله وټاکل شي. د کرکټ د ملي ټیم نوي کپټان ښاغلي نایب ازادي راډیو ته وویل چې د یوې قوي لوبډلې د ټاکلو لپاره په جَنوبي افریقا کې تمرینونه کوي او په لوړ مورال به نړیوال جام ته ورځي. له ګلبدین نایب سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده:
د بغلان د اقتصاد ریاست وایي، د روان لمریز کال لپارهیې پهدغه ولایت کې ۱۵۳ پراختیایي پروژې پلان کړي. د دغه ولایت د اقتصاد ریاست مشر محمود واحدي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له پلان شویو پراختیایي پروژو شااوخوا ۳۵ یې په ملي بودجې کې منل شوې دي. د نوموړي په خبره، دغه پلان شوې پروژې په زېربنایي برخو لکه د پوهنې، ظرفیت لوړونې، سړکونو جوړولو او روغتیايي چارو کې د پراختیا په هدف به پلي شي. د بغلان ولایت د اقتصاد ریاست وایي چې د دغو پروژو له پلي کېدو سره به خدمات ښه او ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، ټاکل شوې په یو شمېر ولایتونو کې بزګرو ته د پنبې نمایشي قطعې ووېشل شي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د پنبې ۲۰۶ نمایشي قطعې به په هرات، سرپل، کندز، بادغیس، فراه، بلخ، سمنګان، فاریاب، جوزجان، کاپیسا، کندهار او هلمند ولایتونو کې بزګرو ته ورکړل شي. نوموړي وویل، د دغه کار هدف په ولایتونو کې د مالوچو د تولید پراختیا ده. د دغه وزارت په خبره، د مالوچو د تولید پراختیا په هېواد کې د لاسي صنعت لکه د غالیو، ګېلم او جاکټ... Читать дальше...
تمه ده چې د نړیوال جام لپاره د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په نږدې دوو اوونیو کې اعلان شي. یو شمېر افغان لوبغاړي اوس د جنوبي افریقا په پوچیف سټروم ښار کې په تمریناتو بوخت دي او د دوی لهمنځه به اکثر لوبغاړي د ملي ټیم لپاره غوره شي. د یو ورځنۍ لوبو کپټان ګلبدین نائب ازادي راډیو ته وویل: "دلته زموږ شپږ لوبې دي. دې لوبو ته په کتو سره به کرکټ بورډ ۱۵ کسیزه ډله په ۲۳م یا ۲۴م تاریخ اعلان کړي." د کرکټ نړیوال جام په انګلستان او وېلز کې د مې له ۳۰مې د جولای تر ۱۴مې ترسره کېږي. افغان لوبډله به تر نړیوال... Читать дальше...
په هند کې نن خلک د دې هېواد د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره په انتخاباتو کې رأيې ورکوي. د دې انتخاباتو په لړ کې د مرکزي پارلمان ۵۴۳ غړي انتخابېږي. د هند پارلماني انتخابات د رأی ورکولو په شااوخوا یو میلیون مرکزونو کې په اوو مرحلو کې ترسره کېږي او د مې میاشتې تر ۱۹مې به دوام وکړي. د هند د انتخاباتو د کمېسیون په وینا نږدې ۹۰۰ میلیونه کسان د رأی ورکولو حق لري. د دې انتخاباتو وروستۍ نتیجې به د مې په ۲۳مه اعلان شي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په انتخاباتو کې تر خپلو سیالانو مخکې شوی او دې ته لار هواره شوې ده چې د پنځم ځل لپاره د اسرائیل صدراعظم شي. پرون نږدې ټولې رأیې وګڼل شوې چې د دې له مخې د نتانیاهو لیکود ګوند د وړو ملتپاله ګوندونو په ملاتړ د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو ۶۵ خپلې کړې دي. د بني ګانټس شین او سپین ګوند خپله ماتې منلې ده. د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ښکاره د صدراعظم نتانیاهو ملاتړ کړی دی. د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال ښاغلي نتانیاهو هم په ټویټر کې له ولسمشر ټرمپ سره د نږدې اړیکو خبره کړې وه.
د امریکا متحده ایالات وایي چې پر ایران به فشارونه پسې زیات کړي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل: "زه د امریکا خلکو ته دا ډاډ ورکوم، نړیوالو ته هم دا اطمینان ورکوم چې ولسمشر ټرمپ به د ایران پر اسلامي جمهوریت زیات فشار ته ادامه ورکړي، څو د دوی چلند بدل شي." پامپیو یوه ورځ وروسته تر دې دا خبرداری ورکړ چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د «ای. ار. شپږ» سنټرفیوژیونو ۲۰ کړۍ پرانیستې او ګواښیې وکړ که واشنګټن خپل فشار ته ادامه ورکوي ایران به... Читать дальше...