Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2019

Новости за 06.04.2019

Pa.azadiradio.com 

عمران خان: د پاکستانۍ الوتکې د غورځولو په اړه د هند ادعا غلطه ده

د پاکستان صدراعظم وايي، د هندوستان هغه ادعا غلطه ثابته شوې چې ويلي يې وو، د پاکستان يوه جنګي الوتکه يې ويشتلې وه. ويل شوي وو چې هندوستان دغه F-16 ډوله الوتکه په فبرورۍ مياشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ پر مهال ويشتلې ده. په امريکا کې فارين پالېسۍ مجلې وړمه ورځ د امريکايي چارواکو په حواله راپور ورکړى و چې د پاکستان دغه ډول ټولې جنګي الوتکې شمېرل شوي دي. د پاکستان صدراعظم عمران خان نن په ټوېټر کې ليکلي: "حقيقت هر وخت بريالى کېږي او دا تل تر ټولو غوره پالېسي ده." د هندوستان هوايي ځواک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: افغان حکومت اداري اصلاحاتو، پايدارې سولې او ثبات ته ژمن دى

د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، حکومت اداري اصلاحاتو، پايدارې سولې او ثبات ته ژمن دى. عبدالله عبدالله دا خبره نن شنبه په اردن کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوترش سره د نړيوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د کتنې پر مهال وکړه. اجرائيه رئيس د منځني ختيځ او د شمالي افريقا لپاره د نړيوالې اقتصادي غونډې د پرانيستې په مراسمو کې برخه واخيسته. د اجرائيه رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلي عبدالله ته ويلي چې دغه سازمان به د افغانانو تر څنګ وي. د اعلاميې په حواله، انتونيو ګوترش... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لویه څارنوالي: د مهسا د قتل دوسيه نن سترې محکمې ته ولېږل شوه

لويه څارنوالي والي وايي، د شپږ کلنې مهسا د قتل دوسيه يې نن سترې محکمې ته ولېږله. د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، دوى په تېرو ٢٠ ورځو کې د دې قضيې ټول اړخونه څېړلي او تحقيقات بشپړ شوي دي. دی وایي: "دوسيه نن محکمې ته وسپارل شوه، تر ټولو سخت مجازات چې د افغانستان په جزايي کوډ کې په پام کې نيول شوي، دوى ته ورکول کېږي، دغه مجازات د عمدي قتل لپاره دي، داسې قتل چې په لوى لاس شوى وي." شپږکلنه مهسا د کب د مياشتې په ١٩مه په کابل کې وتښتول شوه چې مړى يې وروسته وموندل شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د بادغیس په بالامرغاب کې له پرون راهيسې جګړه شديده شوې

د بادغيس ولايت چارواکي وايي، په بالامرغاب ولسوالۍ کې له پرون راهيسې جګړه شديده شوې ده. د والي وياند وايي، امنيتي ځواکونو د دې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ له ودانۍ تاکتيکي شاتګ کړى دى. جمشېد شهابي نن مازيګر ازادي راډيو ته وويل: "زموږ امنيتي ځواکونو د امنيې قوماندانۍ له ودانۍ تاکتيکي شاتګ کړى، د ودانۍ په څو مترۍ کې يې غوره موقعيت خپل کړى چې وکړاى شي، له دې سيمې وسله وال مخالفان تر ګواښ لاندې ونيسي." په بالامرغاب کې د چهارشنبې له ورځې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د عراق صدراعظم په دوه ورځني سفر په ګاونډي هېواد ايران کې دى

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي په دوه ورځني سفر په ګاونډي هېواد ايران کې دى. دغه دوه هېوادونه هڅه کوي چې په خپلو کې تجارتي اړيکې پراخې کړي. ښاغلي مهدي نن د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره په تهران کې وکتل. د ايران ولسمشر ويلي چې په دې کتنه کې يې د ګازو او برښنا د تجارت د پراختيا په اړه خبرې وکړې او د رېلګاډو په مرسته د خپلو هېوادونو د اتصال لپاره يې د پلانونو پر عملي کولو بحث وکړ. تر دې مخکې په مارچ مياشت کې روحاني خپل لومړى رسمي سفر عراق ته کړى و. تهران هڅه کوي چې په ګاونډي هېواد عراق کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې پر۱۵۰ بېوزلو ښځو د چرګانو د ساتلو کڅوړې ووېشل شوې

د افغانستان د کرنې وزارت په بلخ ولایت کې۱۵۰ بېوزلو کلیوالو ښځو ته د چرګانو د ساتلو کڅوړې وېشلي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د کرنې ریاست له لوري دغه مرستې د بېوزلو ښځو د اقتصادي ملاتړ لپاره شوي دي. ښاغلی رستمي وایي چې د دغو مرستو لګښت ۲۲۵۰۰ امریکایي ډالره دی چې ښځې به یې د چرګانو د ساتلو او فارمونو په برخه کې ترې ګټه واخلي. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال د ټول افغانستان په کچه سلګونه ښځې د چرګانو په ساتلو بوختې دي او له همدې درکه خپل ورځنی ژوند مخته وړي.

Pa.azadiradio.com 

د اوسپنې افغان سوداګر د دغه صنعت په برخه کې اسانتیاوې غواړي

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د اوسپنې سوداګر د دغه صنعت په برخه کې د اسانتیاو غوښتونکي دي. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې چې د مالیې وزارت د اوسپنې په راواردونکو شرکتونو تعرفې لوړې کړي چې یاد سوداګر یې مخالف دي. د نوموړي په خبره، هر ورځ له ۵۰ تر ۱۰۰ موټره اوسپنې له نورو هېوادونو افغانستان ته راواردېږي. ښاغلی حاجي اغا وايي، په ورته وخت کې تولیدي شرکتونه بیا له دولته غواړي چې دوی ته د پروسس زمینه برابره او نورو هېوادونو ته دې د اوسپنو د قاچاق مخنیوی وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په جوزجان کې د سیمه ییزو پولیسو ۳ قوماندانان وژل شوي

د جوزجان چارواکي وايي، د فیض اباد ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو په حمله کې د سیمه ییزو پولیسو درې قوماندانان وژل شوي او ۷ سیمه ییز پولیس ټپیان دي. د فیض اباد ولسوال انجنیر الف شاه نن ازادي راډيو ته وویل چې حمله تېره شپه ناوخته شوې او اوس هم په سیمه کې جګړه روانه ده. فیض اباد ولسوالۍ د جوزجان ـــ بلخ د لارې په اوږدو کې پرته هغه ولسوالۍ ده چې وخت ناوخت په کې طالبان پر افغان ځواکونو حملې کوي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې ٣ طالبان وژل شوي

د کندهار چارواکي وايي، په ژړۍ ولسوالۍ کې ٣ وسله وال طالبان د ماين د ښخولو پر مهال وژل شوي دي. د والي وياند وايي، افغان ځواکونه له وسله والو سره چې غوښتل يې ماينونه ښخ کړي، په ماکوان کلي کې په جګړه واوښتل. عزيز احمد عزيزي وایي، په پېښه کې ٣ پوليس ټپيان شوي هم دي. دی وایي: "وسله والو مخالفانو غوښتل چې د ژړۍ ولسوالۍ اړوند پر لويو لارو او ځينو پلچکونو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي چې امنيتي ځواکونه سمدستي سيمې ته ورغلي او جګړه شوې، په جګړه کې ٣ وسله وال مخالفان وژل شوي او ٣ تنه يې ټپيان شوي دي، په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د تکواندو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د ځوانانو د تکواندو ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې. د تکواندو ملي لوبډلې سر روزونکي بشیر ترکي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ به څلور ورځې دوام کوي چې په کې د هېواد د ۲۸ ولایتونو د ځوانانو تکواندو کارانو ترڅنګ په ایران او پاکستان کې مېشت يو شمېر افغان لوبغاړي هم ګډون لري. په ټوله کې د ۲۲ تکواندو لوبډلو په ترکیب کې به شااوخوا ۲۰۰ لوبغاړي د يو بل پر وړاندې ولوبېږي. د تکواندو د دغو سیالیو په پای کې به ۴۰ تنه د افغانستان د ځوانانو تکواندو ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: ناټو ځواکونو په زابل کې دوه وسله وال طالبان وژلي

د زابل چارواکي وايي، د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت د وسله والو طالبانو پر يوه موټر هوايي بريد وکړ. د زابل د والي ویاند وایي، بريد تېره شپه د زابل د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوى دى. ګل اسلام سيال يې د تلفاتو په اړه وويل: "تېره شپه د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت د هوايي ځواک د بريد په پايله کې چې پر يوه کرولا يې کړى، دوه وسله وال طالبان وژل شوي او ٢ نور شديد ټپيان دي، په دغه کرولا کې وسلې او مهمات هم بار وو چې هغه هم له منځه تللي دي." وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې يوه سړي خپله مېرمن او ځوانه ورېره وژلي

په بغلان ولايت کې يوه سړي خپله مېرمن او د خپل ورور ځوانه لور وژلي دي. پېښه د بغلان د مرکز پلخمري په مربوطاتو کې شوې ده. چارواکي وايي، حمله کوونکى تر پېښې وروسته تښتېدلى او د پېښې انګېزه هم معلومه نه ده. د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت نن ازادي راډيو ته وويل، دغه سړي يوه بله ښځه ټپي کړې هم ده. بشارت وويل، د پېښې د عامل د نيولو لپاره هڅې پيل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله اردن ته رسېدلى

د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د نړۍ په اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره اردن ته رسېدلى دى. ښاغلي عبدالله نن په خپل ټوېټر کې ليکلي چې په دې غونډه کې به د سولې او پخلاينې تر څنګ د افراطيت په وړاندې پر مبارزې خبرې وشي. اجرائيه رئيس هيله څرګنده کړه چې د نړۍ له رهبرانو سره به رغنده کتنې ولري. تېر کال د سويس داووس ښار د نړۍ د اقتصادي غونډې کوربه و چې د افغانستان ولسمشر، اجرائيه رئيس او نورو مشرانو په کې برخه اخيستې وه. ولسمشر محمد اشرف غني په هغه غونډه کې نړيواله ټولنه په افغانستان کې پانګونې ته هڅولې وه.

Pa.azadiradio.com 

د ايران چارواکو د سېلاب له وېرې د ځينو سیمو خلکو ته د وتلو امر کړى

د ايران چارواکو له هغو نورو ښارګوټو او کليو د خلکو د وتلو امر کړى چې د سېلابونو له خطر سره مخامخ دي. دا په داسې حال کې ده چې د سېلابونو په نتيجه کې د مړو شمېر ٧٠ ته رسېدلى دى. د مارچ له ١٩مې د سختو اورښتونو له کبله د ايران د ٣١ ولايتونو له جملې د ٢٦ ولايتونو په سلګونو کليو او ښارګوټو کې سېلابونه بهېدلي دي. د ايران دولتي ټلويزيون نن شنبه راپور ورکړى چې تر اوسه له خوزستان ولايت څخه د خلکو شپږ ډلې خوندي ساحو ته ايستل شوي دي. د ټلويزيون په راپور کې ويل شوي چې په لرستان ولايت کې ٧ کلي چې د ځمکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: مونږ نور پناه غوښتونکي نه شو منلى!

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر اعلان وکړ چې هېواد يې نور ډک دى او غير قانوني مهاجرت بايد پاى ته ورسېږي. ډونالد ټرمپ دا خبره د امريکا په جنوب کې د مکسيکو سرحد ته د سفر پر مهال وکړه. ولسمشر ترمپ پرون د کليفورنيا په سرحدي ښار کاليک سيکو کې له سرحدي چارواکو او نورو سره په يوه غونډه کې وويل: "زموږ سېستم نور ډک دى او نور پناه غوښتونکي نه شو منلاى." ده هغو کسانو ته چې ويل کېږي پناه غوښتونکي يا هم غير قانوني کډوال به وو، په خطاب کې وويل: "بېرته په خپله مخه لاړ شئ." ډونالد ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې سرحدي امنيت جدي نيولى دى.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په جلال اباد کې دوو چاودنو ۳ تنه وژلي او ۱۰ ټپيان دي

چارواکي وایي چې په جلال اباد ښار کې دوو پرله پسې چاودنو ۳ تنه وژلي او ۱۰ ټپيان دي. د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د شنبې په ورځ د جلال اباد ښار د ۴مې ناحیې په مربوطاتو دوه پرله پسې چاودنې شوي دي. د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي چې په دواړو چاودنو کې درې تنه وژل شوي چې دوه مېرمنې او یو نارینه دي او لس تنه نور ټپيان شوي چې د درملنې لپاره يې روغتون ته انتقال کړي دي. د دې چاودنو مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.


По фестивалям! Главные события лета, которые туристы обязаны посетить

МБМ поможет московским предпринимателям с маркировкой товаров

Синоптики уже пообещали россиянам тяжелое завершение лета: что нас ждет?

Педагоги получили менее 500 рублей за проведение ЕГЭ в регионах



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Путин назвал КНДР единомышленником России

Обновление кирпичного дома 1959 года постройки завершено на юго-востоке столицы

Замминистра обороны Иванов владел автомобилями с номерами за шесть миллионов рублей

Синоптики уже пообещали россиянам тяжелое завершение лета: что нас ждет?

Музыкальные новости

Неблагодарный батька или о чем говорил президент Белоруссии с делегацией Азербайджана?

«Волшебные башмачки Элли» - эта постановка создана по мотивам знаменитой сказки Александра Волкова «Волшебник Изумрудного города» - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети

Муфтий Гайнутдин пожелал Путину помощи Аллаха для побед

Те самые русские с флагами на матче-открытия Евро — мы их нашли! Как попали на стадион и как реагируют вокруг?

Новости России

Стонала от горя. Мать убитого байкера Ковалева еле пережила новый суд

В Подмосковье ожидается +26 градусов и гроза

В Тверской области искали карантинные объекты

Роспотребнадзор: в Казани зарегистрировали шесть случаев подозрения на ботулизм

Экология в России и мире

Российская компания «Ревилайн» в Йошкар-Оле выпустила новый стационарный ирригатор RL 150

Волосы не выпадают, они стали гуще, а на лице разгладились морщины. Затрачивать можно 5 минут на массаж затылка, лба и головы

Концертный директор для музыкантов. Концертный директор для певцов. Концертное агентство в Москве. Букинг агентство. Организация концертов и гастролей.

Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети: «Волшебный платок бабушки Дари» - это захватывающее путешествие в мир бурятской сказки, которое не оставит равнодушным ни одного зрителя

Спорт в России и мире

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024

Людмила Самсонова не отдала голландскую траву // Она продолжила серию российских побед на теннисном турнире в Хертогенбосе

Овечкин, Яковлев, Фридзон и Мыскина сыграли в падел-теннис в Турции: «Победила дружба»

«Надо чем-то жертвовать». Арина Соболенко отказалась ехать на Олимпиаду в Париже

Moscow.media

ONLY TODAY! COMPLETE BUNDLE WITH LIDIA ONLY $69

В России запустили бесплатного цифрового ЗОЖ-помощника

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»

Hyundai привозит в Россию старый добрый седан по цене LADA Vesta







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *