برښنا شرکت: د لینونو پرې کولو زیات شمېر پوروړي اړ کړي چې د برښنا پور راکړي
د افغانستان برښنا شرکت وایي، د برښنا د پوروړو د لین پرې کولو د کمپاین له پیلېدو سره زیات شمېر پوروړي ...
د افغانستان برښنا شرکت وایي، د برښنا د پوروړو د لین پرې کولو د کمپاین له پیلېدو سره زیات شمېر پوروړي ...
د افغانستان عدلیې وزارت د قضیو د مدیریت د ثبت سېستم له جوړولو لس کاله وروسته اوس د دې سېستم په ....
په ننګرهار کې نن په سړک د ایښودل شوی ماین چاودنې لږترلږه یو کس وژلی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، د جلال اباد په ښار کې په دې چاودنه کې دوه ملکیان او د پولیسو یو سرتېری ټپیان شوې هم دي. د دې بم ايښودنې مسؤلیت تر اوسه پورې کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، جلال اباد ښار له څو ورځو راهیسې د دا ډول چاودنو شاهد دی. پر طالبانو سربېره د ننګرهار ولایت په څو ولسوالیو کې د داعش وسله والو ډله هم فعالیت لري.
د نړېوالې ټولنې له خوا په ليبیا کې د روان تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسولو پر غوښتنو سربېره د دې هېواد په پلازمېنه طرابلس کې نښتو زور اخیستی دی. د اپرېل په څلورمه د دې نښتو د پیل راهسې تر اوسه دغلته ۳۰ کسان وژل شوي دي. دا نښتې وروسته له هغې پیل شوې چې د ليبیا د ملي پوځ په نوم یوې وسله والې ډلې چې مشري یې خلیفه حفتر کوي، په طرابلس کې د حکومت پر ضد یرغل پیل کړ. د ليبیا دا حکومت د نړېوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوی دی. ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل، په طرابلس کې د دې نښتو له کبله شااوخوا... Читать дальше...
د افغانستان اجرايیه ریس په قطر کې له طالب استازو سره د لیدو په هدف د کابل له لوري د پلاوي ليږلو ملاتړ کړی دی. د ایران له ۳۱ ولایتونو څخه ۲۶ يې له سختو سيلابونو اغېزمن شوي دي.
د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا وايي، په هېواد کې دننه او له هېواده دباندې د افغان سولې په تړاو ...
د اروپايې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو نن په لوګزامبورک کې د افغانستان د سولې له پروسې د دې اتحاديې د ملاتړ ...
ایراني چارواکو د دې هېواد په جنوب لوېدیځ کې د نورو هغو ښارګوټو او کلیو د خالي کولو امر کړی چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي. په داسې حال کې چې د مارچ له نولسمې نېټې څخه د ایران زیاتې سیمې د درنو ورښتونو شاهدانې وې، د دې هېواد د ۳۱ ولایتونو څخه په ۲۶ ولایتونو کې راوتلو سختو سېلابونو سلګونه کلي او ښارونه ځپلي دي. په دې سېلابونو کې لږترلږه ۷۰ کسان وژل شوي دي. خوزستان د تېلو تولیدوونکی ولایت تر نورو زیات سېلابونو ځپلی دی. د دې ولایت والي غلام میرزا شریعتی د ایرنا دولتي خبري اژانس ته ویلي، شپږ... Читать дальше...
د جوزجان ولایت څخه په یوه خبر کې ویل شوي چې د قوش تپې ولسوالۍ د ترکمن قدوق امنیتي پوسته تېره شپه څو ځلې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ لاس په لاس شوې ده. د قوش تپې ولسوال بایمرداد نن سهار ازادي راډیو ته وویل، دا نښته چې له تېر ماسختن راهیسې روانه وه او تر نن سهاره یې دوام درلود، یو تن سیمه ییز پولیس په کې وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي دي. په نښته کې د طالبانو لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه شته. د قوش تپې ولسوال وايي، سیمه اوس د حکومت تر کنټرول لاندې ده.
په غور کې چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په حمله کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. دا خبره نن د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي ازادي راډیو ته وکړه. د نوموړي په وینا، طالبانو دا برید تېره شپه د شتر خان په سیمه کې پر امنیتې پوستې کړی دی. دا سیمه د غور د مرکز فیروزکوه د لوېدیځ په شل کیلومترۍ کې پرته ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په پام کې لري چې په دغه هېواد کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په هدف د ایران د فوټبال له ملي لوبډلې سره یوه دوستانه لوبه ترسره کوي. د دغه فدارسیون د خپرونو مسؤل شفیع شاداب وايي، د دغې لوبې لپاره د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د مسؤل مدیر او روزونکي او د ایران د فوټبال د فدراسیون د مسؤلینو تر منځ خبرې شوې دي. ښاغلی شاداب وايي، تر اوسه د دغې لوبې په اړه خبرې نه دي وروستۍ شوي او نه یې هم نېټه کره شوې ده، خو په خبره یې چې که دغه لوبه ترسره شي، د ایران د پلازمېنې تهران په ازادي لوبغالي کې به وي. Читать дальше...
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د هغو کسانو د انتخاب چارې روانې دي چې په کابل کې د سولې په مشورتي جرګه کې ګډون ...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې د ماشومانو مړینه په بېساري ډول ټيټه شوې ده. د دغه وزارت چارواکي د ...
یو شمېر پخواني طالب چارواکي وایي، په افغانستان کې د سولې په نوم اجماع تش په نوم ملي ده. په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف د ازادي راډيو خبریالې فېروزې عزیزي سره په مرکه کې دا هم وویل، امریکا ته د افغانستان جګړه د لوړو لګښتونو لامل ده. ویډیو او اېډېټ: تمیم اخګر
د امریکا متحده ایالاتو په لیبیا کې د روانې کورنۍ جګړې په اړه اندیښنه ښودلې ده او په فوري ډول يې پر پایتخت طرابلس د متقاعد جنرال خلیفه ...
د افغان حکومت اجرائیه ریاست هیله څرګندوي چې د قطر راتلونکې ناسته چې د افغان حکومت استازي، سیاستوال او طالب پلاوي...
په بادغیس کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د روانې جګړې نن پنځه ورځې پوره شوې. په دې جګړه کې دواړو خواوو ته درانه تلفات اوښتي دي. د افغانستان دفاع وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په بالامرغاب ولسوالۍ کې یې په تېرو اته څلوېښتو ساعتونو کې د عملیاتو پر مهال ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي دي. د دې ۱۲ سرتېرو په وژل کېدو سره دغلته په وروستیو پنځو وروځو کې د وژل شویو افغان سرتېرو شمېر ۴۰ تنو ته ورسېده. د افغانستان د دفاع وزارت خبرپاڼه وايي، پر یادو سربېره په دې جګړه کې لس د ملي اردو سرتېري او ۲۴ پولیس سرتېري ټپیان شوي هم دي. Читать дальше...
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د ولسمشرۍ ماڼۍ په پرونۍ ناسته کې د سولې د رهبرۍ شورا پر طرحه او ...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د ثبات کیلي په کرنه او د هوساینې هغه په کانونو او پټرولیم کې ده. ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون د یکشنبې په ورځ ماسپښین د کانونو د ملي کنفرانس په پای غونډه کې وکړې او ویېویل، باید له طبیعي سرچینو نه د ملت د هوساینې په ځانګړي ډول د بېوزلۍ د ختمولو لپاره استفاده وشي. ښاغلي غني پهدغه غونډه کې د کانونو د ناقانونه کېندنې او قاچاق په اړه وویل چې زموږ ټولنه باید له خپلې طبیعي پانګې باخبره وي او ټینګار یې وکړ چې تر کومه د کار موندنې ستونره هواره شوي نهوي،... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په غور ولایت کې د ۵۰ هکتاره څرځایونو د رغونې خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د کرنې وزارت د پروګرام له مخې د غور د کرنې ریاست باید د څرځایونو تخریب شوې ساحې په نښه او ورغوي. د نوموړي په خبره ټاکل شوې چې پهدغو څرځایونو کې د څارويو لپاره رشقه وکرل شي. څرځایونه د مالدارانو لپاره له دېر ارزښت څخه برخهمند دي ځکه د دوی د څارویو د وزن او ژوند په دوام مستقیم اغېز لري.
پرون د یکشنبې په ورځ زرګونه کسانو د دوهمې ورځې لپاره د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د پوځ مرکز ته نږدې لاريون وکړ. دوى له پوځ څخه غوښتنه کوله چې د ولسمشر عمر البشير د استعفا د غوښتنې لپاره د دوى ملاتړ وکړي. اروپايي ټولنې ويلي، «بېسارى» شمېر وګړي پهدغو ٢ ورځو کې دباندې راوتلي او د بدلون غوښتنه کوي. د اروپايي ټولنې د بهرنيو خدماتو ادارې پرون په ټويټر کې ليکلي، د سوډان خلکو په تېرو څو کلونو کې د فوقالعاده خنډونو په وړاندې د پام وړ انعطاف ښوولى دى. د دې ادارې بيان کې ويل شوي چې د حکومت لهخوا... Читать дальше...
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر اعلان وکړ چې د امريکا د کورني امنيت وزيره کرستن نېلسن به له خپلې دندې ليرې شي. ټرمپ دغه اعلان پرون په ټويټر کې وکړ او وايي، د امريکا د ګمرکاتو او سرحدي امنيت کمېشنر کېوين مک-الينان «Kevin McAleenan» به د کورني امنيت د سرپرست وزير په توګه دغه څوکۍ خپله کړي. ولسمشر هيله ښوولې چې مک الينان به دغه دنده په ښه ډول ترسره کړي. اسوشیټېډ پرس اژانس راپور ورکړى چې دوو سرچينو ورته تأييد کړې چې مېرمن نېلسن پرون د خبرو لپاره سپينې ماڼۍ ته ورغلې وه. هغې تر دې مخکې تېره... Читать дальше...
په يمن کې د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د ائتلاف په هوايي حملو کې لږ تر لږه ١١ کسان وژل شوي او تر ١٠٠ زيات نور ټپيان شوي دي. ځايي روغتيايي چارواکو دا خبره پرون کړې ده. حمله د يمن په پلازمېنه کې شوې چې د ياغيانو په کنټرول کې ده. د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمه کې د روغتيا وزارت وياند يوسف الحدري وويل: د صنعا د استوګنې پر يوه سيمه پر کورونو او يوه ښوونځي د بمبارۍ زياتره وژل شوي کسان زده کوونکي دي. خو د سعودي تر مشرۍ لاندې ائتلاف پهدغه سيمه کې د هوايي حملو راپورونه رد کړي دي. د يمن حکومت... Читать дальше...
په سوېل ختیځ زون کې د ماین پاکۍ اړوند چارو د همغږۍ دفتر وایي، پهدې زون کې هره میاشت له ۶ نه تر ۱۰ تنو ملکي وګړي چې ...
ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې امریکا متحده ایالاتونه به نن دوشنبه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه د ترورېستانو په لېست کې شامل کړي.