Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2019

Новости за 19.04.2019

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: په غزني کې ۳۶ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په غزني ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۶ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د دغه وزارت پر ټویټرپاڼه راغلي چې افغان امنیتي ځواکونو د غزني د ګېرو، اب‌بند او د غزني له مرکز څخه د وسله‌والو مخالفینو د تصفیې عملیات کړي دي. د خبر له مخې د وسله‌والو طالبانو یو شمېر نقیله وسایط د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي. طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

د افغانستان جمهوري ریاست وايي د دوحې د ناستې تر لغوه کېدو وروسته اوس د سولې په مشورتي لویې جرګې تمرکز زیاتوي. په شمالي ایرلند کې یوه وسله وال کس یوه خبریاله وژلې او په تبت کې نږدې ۳ زره کلنې لرغونې سیمې پیدا شوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

کورنیو چارو وزارت: په هرات کې چاودنې ۳امنیتي کارکوونکي وژلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې په هرات ولایت کې په یوه موټر کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو د چاودنې له کبله درې امنیتي کارکوونکي وژل شوي دي. د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته وویل، د ملي امنیت کارکوونکي یو مشکوک موټر پیژندلی و چې چاودیدونکي مواد په‌کې ځای پرځای شوي وو. د ښاغلي رحیمي په خبره تخنیکي ډلې د دې موادو د شنډولو هڅه کوله چې چاودنه وشوه. نوموړي وویل چې په‌دې پېښه کې د ملي امنیت ریاست دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي هم دي. دا پیښه نن مازدیګر په هرات کې د ملي امنیت ریاست ته څېرمه شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي: یو قومي مشر د وسله‌والو له‌خوا په ډزو ووژل شو

د ننګرهار چارواکي تأییدوي چې نن د دې ولایت یو قومي مشر د وسله‌والو له‌خوا په ډزو ووژل شو. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل: "د جلال آباد ښار دوهمه ناحیه انګور باغ سیمه کې د الفتح په نوم جومات کې وسله‌والو تروریستانو د هسکې مینې یو قومي مشر داسې مهال چې د جمعې لمانځه ته تللی وو، په ډزو وژلی دی." د دې پېښې اصلي دلیل معلوم نه‌دی، خو د ننګرهار چارواکي وایي، تر دې وړاندې هم وسله‌والو تروریستانو د دې ولایت په جوماتونو کې ورته بریدونه کړي دي او ملکي خلک یې په نښه کړي دي. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

په شمالي ایرلنډ یوه خبریاله وژل شوې ده

د شمالي ایرلنډ په لندندري ښار کې د تېرې شپې تاوتریخوالي له کبله یوه خبریاله وژل شوې ده. پولیس واېي، د نوي ای آر اې په نوم یوې ناراضي ډلې باندې شک لري چې پر ۲۹ کلنې لیرا مککي یې ډزې کړي دي. مککي د بلوا پر مهال په لنډرو ورز سیمه کې وه، هغه ځای کې پټرولي بمونه، خښتې او بوتلونه د پولیسو پر لور ویشتل کېدل. دغې خبریالې په خپل وروستي ټویټ کې د پولیسو او بلواګرو ترمنځ نښته یو لیونتوب بللی وو.

Pa.azadiradio.com 

شاناهان: د شمالي کوریا له‌خوا آزمویل شوې، بالسټیک توغندۍ نه و

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست ویلي، هغه وروستۍ وسله چې د شمالي کوریا له‌خوا آزمویل شوې، بالسټیک توغندۍ نه و. پاتریک شاناهان د پنجشنبې په ورځ د دفاع وزارت په مقر کې دا خبره خبریالانو ته وکړه. ښاغلي شاناهان دغه راز ویلي چې امریکایي ځواکونو په جنوبي کوریا کې خپل تیارسی حالت نه‌دی بدل کړی. هغه د شمالي کوریا له‌خوا د نوي ازمویل شوې وسلې په اړه نور جزئیات ورنه‌کړل. د شمالي کوریا دولتي رسنیو د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د دې هېواد مشر کېم جونګ اون د یوې نوي تاکتیکي وسلې چې په یوې پیاوړې سرګلولې سمبال ده، د ازموینې څارنه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

د نورستان په نورګرام کې ۱۸ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه کې ۱۸ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د نورستان امنیه قوماندان جنرال محمد صابر ارین د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله‌والو طالبانو د نورګرام په ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې په متقابلو نښتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته. د ښاغلي ارین په خبره په وژل شویو طالبانو کې د دې ډلې یو شمېر قوماندانان هم شامل دي: "د جنت ګل په نوم د نورګرام پخوانی ولسوال يې وژل شوی، سلطان جان يې نظام مسؤل، فقیر او د ګوجر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوه اوکرایني نوماندان په یوه مناظره کې ګډون کوي

ټاکل شوې د اوکراین د ولسمشرۍ انتخاباتو د دوهمې دورې دوه نوماندان نن په یوې مناظرې کې ګډون وکړي. دغه مناظره چې د اوکراین په سیاسي تاریخ کې بې‌سارې بلل کېږي، د اوکرایني هنرمند او کمېډین ولادیمیر زیلنسکي او اوسني ولسمشر پترو پروشنکو ترمنځ د کیف په یوه سټډیوم کې ترسره کېږي. دا سټډیوم د اویا زره کسانو د ګډون ګنجایش لري. ټاکل شوې د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخاباتو دوهمه دوره د اپریل پر ۲۱مه ترسره شي. پترو پروشنکو په یوې ټلوېزوني وینا کې له رأيې ورکوونکو غوښتي چې د ده ملاتړ وکړي.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې. د کندهار د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي ازادي راډيو ته وويل چې دغه الوتکه تېره شپه د تخنيکي ستونزو  له امله د پنجوايي  ولسوالۍ د «ريګ» په سيمه کې لويدلې. ښاغلی اسحاقزی وایي، بهرنيو ځواکونو تر دې پېښې وروسته نن سهار دا الوتکه له هوا وویشتله او له‌منځه یې یوړه.  په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه تر ډېره له بې پيلوټه الوتکو څخه د استخباراتي معلوماتو  او  د وسله‌والو  مخالفينو د ويشتلو  لپاره کار اخلي. ناټو ځواکونو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د فاریاب په دوو ولسوالیو کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د فاریاب امنیه قوماندانۍ وایي، تېره شپه وسله‌والو طالبانو پر دوو ولسوالیو بریدونه کړي دي. د فاریاب د امنیه قوماندان ویاند عبدالکریم یورش نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا بریدونه په دولت‌اباد او قیصار ولسوالیو کې شوي دي چې د حکومتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول. د ښاغلي یورش په خبره وسله‌والو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ته په‌دې بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه یو ځل بیا طالبانو پر دوو ولسوالیو تهاجمي بریدونه وکړل چې د افغان امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو په همکارۍ په شا وتمبول شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې ۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې ۵ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسله‌والو طالبانو د نورګرام ولسوالۍ اړوند په یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو د مقاومت سره مخامخ شول. د نورستان والي وویل: "په نورګرام ولسوالۍ کې سهار وختي د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا حمله شوې چې دا حمله په شا تمبول شوې. د طالبانو ۵ کسان تر اوسه معلومه ده چې وژل شوي دي. د جنت ګل په نوم د طالبانو پخوانی ولسوال چې یو پوځي قوماندان و هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د خپل‌سرو وسله‌والو یو مهم قوماندان ونېول شو

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د خپل‌سرو وسله‌والو یو مهم قوماندان ونېول شو. د دغه ولایت د والي ویاند عصمت الله مرادي نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا قوماندان ارباب حمیدالله نومېږي او تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له‌خوا ونیول شو. د ښاغلي مرادي په خبره دغه قوماندان د انسان ځورونو، خپل‌سریو، وژنو، انسان تښتونو، باج ګیریو او د قانون ماتونې په ګڼو پېښو کې ښکېل وو. مرادي زیاتوي چې ارباب حمیدالله نه یوازې په امام صاحب ولسوالۍ کې بلکې د شاوخوا نورو سیمو کې هم په خپل‌سرو تخریبي فعالیتونو بوخت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلیل‌زاد په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو په ځنډېدو خواشینی ښودلې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو په ځنډېدو خواشینی ښودلې او ویلي یې دي چې له ښکېلو اړخونو سره په تماس کې دی او هغوی هڅوي چې خبرو اترو ته ژمن پاتې شي. زلمي خلیل‌زاد تېره شپه ناوخته وروسته له هغې چې افغان حکومت د قطر د غونډې د لغوه کېدو اعلان وکړ، پر خپل ټویټر ولیکل چې خبرې اترې د سیاسي هواري او دوامدارې سولې یو مهم ټکی دی او بل بدیل نه‌لري. نوموړي پر ټولو خواوو غږ کړی چې له فرصته دې استفاده وکړي او د غونډې د ګډون‌والو په یو داسې لېست... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د استونیا ولسمشرې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر سره وکتل

د استونیا ولسمشره کرستي کالیولاید «Kersti Kalijulaid» د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل. ولسمشرې کرستي خپل روسي سیال ته ویلي چې ګاونډیان باید د مخالفتونه د لرلو په صورت کې له یو بل سره خبرې وکړي. پوتین بیا ولسمشرې کرستي ته ویلي چې د رسمي چارواکو، دولتي ادارو او ګاونډیانو تر منځ د اړیکې نشتوالی یو عادي وضعیت نه دی. د استونیا او روسیې اړیکې له څو کلونو سړې دي. مسکو په ۲۰۰۴ میلادي کال کې له اروپايي ټولنې او ناټو سره د استونیا په یوځای کېدو مخالفت وښود.

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین جمهور رئیس د محکمې د یوې پرېکړې په اړه غبرګون وښود

د اوکراین جمهور رئیس پترو پروشنکو د محکمې د هغې پرېکړې په اړه چې د یوه لوی بانک ملي کول یې ناقانونه بللي غبرګون وښود. پروشنکو ګواښ کړی چې که دا بانک خپل پخواني څښتن اولیګارج ایهور کولومویسکي ته وسپارل شي ښايي ناوړه پایلې ولري. د اوکراین یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ حکم وکړ چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د یوه خصوصي بانک د ملي ګرځولو په برخه کې د حکومت پرېکړې قانون مات کړی دی. د اوکراین جمهور رئیس د محکمې دا حکم یو بې باکانه ګام بللی او ویلي یې دي دا چاره به د دې سبب شي چې اوکراین خپل پورونه پرې نه‌شي کړای او نوی اقتصادي ناورین به رامنځته شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار اوسیدونکو د سولې د هڅو په ملاتړ یو لوی لاریون وکړ

د کندهار ولایت یو شمېر اوسیدونکو د پنجشنبې په ورځ د سولې د هڅو په ملاتړ یو لوی لاریون وکړ. دیني عالم محمد نسیم د لاریونوالو په استازیتوب د افغانستان د جنګ له ښکېلو خواو وغوښتل چې له جګړو لاس واخلي او سوله وکړي: "موږ په وروڼو په دواړو غږ کوو چې نور باید سوله وکړي. سوله خیر دی او قران ورته خیر ویلي او د الله کلام ورته خیر ویلي." له کندهاره د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې د سولې د هڅو په ملاتړ په‌دې لاریون کې ځوانان، ښځې، قومي مشران او دیني عالمانو برخه اخېستې وه.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د غزني د امنیت ټینګښت لپاره زیات اقدامات کوو

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو ژمنه کړې چې د غزني ولایت د امنیت د ټینګښت لپاره به لا زیات اقدامات وکړي. د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون د پنجشنبې په ورځ غزني ته تللي وو. د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد خبریالانو ته وویل چې په غزني کې به ټولې له لاسه تللې سیمې بېرته تر کنټرول لاندې راولي. ښاغلي خالد زیاته کړه: "غزني ته د ټولو ور پېښو امنیتي ګواښونو... Читать дальше...


Завершена перекладка кабельных линий на дне Москвы-реки

Мэр: В столице открыли переход между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская

На жителей подмосковного Чехова нападают бродячие собаки

Новые лесопатрульные комплексы в Подмосковье будут защищать леса от огня



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Умный бизнес-помощник ГК «УГМК-Телеком» стал финалистом крупнейшей федеральной программы развития ИТ-компаний

В соседнем с Чувашией регионе закрыли воздушное пространство для безопасности

Китай получил запрос от России по усилению работы банков на территории страны

Готовность школы в микрорайоне Заветы Ильича в Пушкино достигла 50%

Музыкальные новости

Сергей Собянин рассказал о новых трамвайных линиях в Москве

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Один из лидеров «Салавата Юлаева» подписал контракт с ЦСКА: теперь официально

Более 40 тысяч семей в Москве и области получают ежемесячные выплаты из средств материнского капитала

Новости России

На площадках "Московских сезонов" открылись корты для игры в падел-теннис

Подмосковного воспитателя заподозрили в растлении детей

"Выкручивание рук": Россия поспорила с Китаем из-за цен на газ

Стартовали съемки продолжения «Чебурашки»

Экология в России и мире

«585*ЗОЛОТОЙ» выступила партнером медиафестиваля творческой молодежи YOUPITER

Секрет долгожителей Азии раскрыт: гастроэнтеролог Садыков рассказал о пользе красного риса

Добрые рисунки: «585*ЗОЛОТОЙ» запустила конкурс ко Дню защиты детей

Пегас сделал важное заявление по Египту: стали известны цены на туры на предстоящую зиму

Спорт в России и мире

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros

Синнер повторил уникальное достижение Джоковича и Надаля на турнирах «Большого шлема»

Главный русский теннисист заставил Париж аплодировать ему стоя. Что удалось Осьминогу Медведеву?

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису

Moscow.media

Вечернее поле.

РОССИЮ ОЖИДАЕТ ПЛЮС 50 ГРАДУСОВ: КАКИМ ГОРОДАМ ЖДАТЬ АНОМАЛЬНУЮ ЖАРУ

Количество «брака» в биомедицинских работах увеличилось в четыре раза за 20 лет

Торжественное возложение цветов к памятному знаку «Юным героям — партизанам и подпольщикам» в Феодосии







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *