پاکستان له ایرانه د یوې ترورېستي ډلې په وړاندې اقدام وغوښت
پاکستان له ایرانه غوښتي چې د هغو ترورېستي ډلو په ضد دې اقدام وکړي چې د دوی په باور په دې اوونۍ کې د ۱۴ پاکستاني سرتېرو د وژنې په پېښه کې لاس لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل: "موږ هیله لرو چې ایران به په دې برخه کې څرګند اقدامات وکړي." قریشي وویل، ۱۵ وسله وال چې پوځي یونیفورم یې په تن و، د اپرېل په اتلسمه نېټه یې په بلوچستان ایالت کې پر یوه بس موټر برید وکړ او د پاکستان د پوځ ۱۴ تنه پروسونل یې وواژه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د... Читать дальше...