Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2021

Новости за 02.04.2021

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د حکومت منتقد سخت وهل شوی

ازبیک کمپاینر او بلاګر چې د حکومت منتقد او د حقونو مدافع دی وړمه ورځ د مخ پټو کسانو له خوا سخت وهل شوی دی. بازاروف اوس په روغتون کې بستري دی. د میر عزیز بازاروف په مشرۍ په لسګونو فرهنګیانو باندې څو ورځې مخکې هم هغو کسانو برید کړی و چې د الله اکبر نعرې یې وهلې. صفي الله ستانکزی په دې اړه د ازادې اروپا راډیو ازبکي څانګې په حواله راپور لري

Pa.azadiradio.com 

له ۷ کلونو وروسته له افغانستانه یوه ځوان هاروارډ پوهنتون ته لاره ومونده

که څه هم په افغانستان کې زده کړې په جګړه ییز چاپیریال کې ستوزمن کار دی، خو ځینې شته لکه مقتدر عمري چې د دغه هېواد نوې څېره نړېوالو ته وښیي.  هغه تازه هاروارډ پوهنتون ته د بورس له لارې بریالی شوی_هغه پوهنتون چې د نړۍ يو له غورو پوهنتونونو څخه دی.  نوموړی په داسې حال کې دغه پوهنتون ته بریالی شوی چې تېرو ۷ کلونو کې له افغانستانه دې پوهنتون څوک نه و بریالي شوي.  اتلس کلن مقتدر د کابل په افغان ـ ترک لېسه کې یې زده کړې پای ته رسولي او له خپلې اته کسیزه کورنۍ سره په کابل کې ژوند کوي.  هغه وايي:... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران اټمي موافقه؛ ویانا کې غونډه جوړېدونکې ده

په پام کې ده چې د ایران او د نړۍ د پیاوړو قدرتونو استازي د اپرېل په شپږمه نېټه به په ویانا کې غونډه وکړي. اروپايي ټولنې چې د ایران د اټمي خبرو چارې تنظیموي نن جمعه (د وري ۱۳مه) په یوه بیان کې وویل، دا پرېکړه نن د ایران او نړیوالو پیاوړو قدرتونو په ګډون په یوه انلاین غونډه کې وشوه.  بیان زیاتوي چې ایران او د نړۍ پیاوړو قدرتونو چمتووالی ښودلی چې دې موافقې ته د امریکا د راستنېدو هرکلی وکړي. د اروپايي ټولنې، چین، فرانسې، جرمني، بریتانیا او ایران په ګډون ډلې ویلي چې د نننۍ غونډې په پای کې ګډونوالو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوریه کې پر ملکي اهدافو بمباریو کې د روسیې لاس لرل غندل شوي

د روسیې د بشري حقونو څو مخکښو ډلو په سوریه کې له بشري حقونو په سرغړونو په تېره پر ملکي اهدافو په بمباریو کې د روسیې لاس لرل غندلي دي.  دا غندنه په هغه ۱۹۸ مخیز راپور کې راغلې ده چې د روسیې د بشري حقونو ډلو د لومړي ځل لپاره د سوریې د خونړۍ جګړې په اړه چمتو کړی. په دې ډلو کې د بشري حقونو د یاد مرکز او څو نورې مخکښې ټولنې شاملې دي.  دا راپور په روسیه، لبنان، اردن، ترکیه، جرمني، بلجیم او څو نورو هېوادونو کې د سوریې د جګړو له عیني شاهدانو او ژغورل شوېو ملکي وګړو سره د یو نیم سل مرکو پر بنسټ برابر شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حزب اسلامي: که افغان حکومت مو غوښتنې ونه مني لاریونونه ولایتونو ته پراخوو

د افغانستان د حزب اسلامي پلویانو په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې له افغان حکومته د کړیو ژمنو د عملي کېدو، د خپلو بندیانو د ازادېدو، د جګړې د ودرېدو او د جمهور رئیس د استعفا غوښتنه وکړه. دوی وايي، افغان حکومت د حزب سره په شوې هوکړه عمل نه دی کړی او د دې حزب بندیان یې نه دي خوشې کړي.  لاریون کوونکی عبدالحی فقیري وايي: "دوی ژمنه کړې وه چې د هوکړه لیک له امضا وروسته به په ۴۰ ورځو کې د حزب اسلامي ټول بندیان خوشې کوي، اوس یو شمېر محدود ازاد شوي او شااوخوا ۳ زره نور د بګرام او پلچرخي په زندانونو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ماین چاودنو هلمند کې ۵ تنه وژلي او هرات کې یې ۷ مېرمنې ژوبلې کړي

هلمند ولایت کې نن جمعه (د وري ۱۳مه) ماین چاودنې ۵ ملکیان وژلي او همدا راز د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې هم ماین چاودنې  اووه مېرمنې ټپیانې کړي دي. د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وايي، پېښه نن سهار داسې مهال وشوه جې د ملکي وګړو یو فلاینګکوچ موټر د طالبانو پر یوه ماین برابر شو. دی وايي: "زموږ اووه تنه خویندې چې په یوه فلاینګکوچ موټر کې سپرې وې، د کشک کهنه ولسوالۍ په چاردرې سیمه کې د طالبانو له خوا د ایښودل شوي ماین په چاودنه کې ټپیانې شوې." د ازادي راډیو خبریال راپور راکوي چې درې مېرمنې د هرات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: د استانبول ناسته به د افغان سولې د خبرو نهایي لوری وټاکي

په ترکیه کې د افغان سولې په اړه ناسته، ښایي څو ورځې وروسته ترسره شي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د استانبول ناسته به د افغان سولې د خبرو نهایي لوری وټاکي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په امریکا کې نن وختي رسنیو ته ویلي چې دغه ناسته به له افغان مرکچي پلاوي سره د سولې د خبرو په برخه کې مرسته وکړي. ښاغلي پرایس زیاته کړه: "د افغان سولې لپاره د امريکا د متحدو ايالاتونو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دې وروستيو کې ترکیې ته سفر وکړ او له ترکي چارواکو سره يې په استانبول کې د جوړيدونکي کنفرانس په اړه خبرې وکړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د جلال اباد ښار د کورونو، کوڅو او سړکونو ادرسونه ګوګل سره وصليږي

په هېواد کې د رغنیزو او ابادیو د دوه لسیزو فصل که له یوې خوا ښارونه نوي، اباد او ښکلي کړي، له بلې خوا یې ادرس موندنه پېچلې کړې ده.  د جلال اباد ښاریانو په باور، د ښارونو بڼې له یوې ورځې بلې او له بلې، بلې ته د بدلون په حال کې دي او د مشخصو ادرسونو د نشتوالي له کبله تل له ستونزو سره مخ وي.  خو اوس د جلال اباد ښاروالۍ مسؤلین وایي، په راتلونکو ۳ میاشتو کې به دغه ستونزه حل او د ښار د ټولو ناحیو کورونه، سړکونه او کوڅې به په ځانګرو نومونو او نمبرو نوموي او لوحې پرې نصبوي.  د جلال اباد ښاروال اباسین... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کمال ­خان بند د پرانیستې په ویاړ په کندهار کې د کرکټ لوبه

په کندهار کې د کمال­ خان بند د پرانیستې په ویاړ د کرکټ لوبه وشوه، چې د کمال خان بند جوړوونکې لوبډلې دغه مسابقه وګټله. دغه مسابقه د کمال خان بند د جوړوونکې او د کمال خان بند د ساتونکې لوبډلو ترمنځ وشوه. کمال خان بند د وري یا حملې پر څلورمه په نیمروز کې پرانیستل شو، چې په مناسبت یې په کابل او نورو ولایتونو کې د کرکټ مسابقې وشوې.

Pa.azadiradio.com 

اوپک او د تیلو صاردونکي هېوادونه: د تېلو تولید کې زیاتوالی راځي

اوپک او د تېلو نورو صادروونکو هېوادونو موافقه کړې چې د تېلو په تولید کې به په را روانو میاشتو کې تدریجي زیاتوالی راولي.  د اوپک پلس په نوم د دې ډلې مشري سعودي عربستان او روسیه کوي. د اوپک پلس د انرژۍ وزیرانو پرون پنجشنبې(د وري ۱۲مه) په یوه بیان کې د کرونا د وبا له دورې وروسته د تېلو د تقاضا زیاتېدو ته د اشارې په ترڅ کې په نړۍ کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق په نتیجه کې د نړیوال بازار د وضعیت ښه کېدل او د پیاوړي اقتصاد په لرونکو هېوادونو کې د دې وبا له کبله له زیانمنو خلکو سره د مالي مرستو بستې مهمې وبللې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ذبیح الله کلیم د لویې څارنوالۍ د سرپرست او نوماند په توګه ټاکل شوی

ذبیح الله کلیم د افغانستان د ولسمشر له خوا د لویې څارنوالۍ د سرپرست او نوماند په توګه ټاکل شوی دی.  ولسمشر اشرف غني پرون د ښاغلي کلیم د ټاکل کېدو فرمان ورکړی دی.   د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې په اعلامیه کې راغلي چې ټاکل شوې ښاغلی کليم په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له لوري د باور رای اخېستلو په هدف ولسي جرګې ته معرفي شي.  تر دې مخکې فرید حمیدي د افغانستان لوی څارنوال و.  ښاغلي حمیدي تر پنځه کاله دندې وروسته سږ حمل ۱۱ مه باندې استعفی ورکړه.

Pa.azadiradio.com 

دوحه کې افغان مرکچي پلاوي له دیبرا لاینز سره کتلي 

په دوحه کې د افغانستان د دولت مذاکراتي ټیم د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې دیبرا لاینز او د ترکیې او قطر له استازیو سره کتلي دي.  د سولې په چارو کې د دولت وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په ناسته کې د ترکیې د غونډې په اړه بحث وشو.  تمه ده ترکیه همدا میاشت د افغانستان د سولې په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي چې د ملګرو ملتونو له خوا به په مخه وړل کېږي.   د سولې وزارت په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر استازو په حواله راغلي، د ترکیې ناسته د دې لپاره کېږي چې د مذاکراتو روان بهیر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فراه د درملنې مرکزونو کې معتادین د موسيقۍ له لارې نور روږدي خوښ ساتي

د فراه ولايت معتادین د درملنې په مرکزونو کې د موسيقۍ له لارې نور معتادین خوشحاله ساتي چې په روغتون کې ټاکلې موده پوره کړي او په مؤثر ډول يې درملنه وشي.  ځينې معتادين چې د درمنلې لپاره په دې روغتون کې بستري کېږي، له ځانه سره د هنر يوه نړۍ هم راوړي، په تېره بیا هغه معتادین چې څو کاله ژوند يې په مهاجرت کې تېر شوي وي. د موسيقۍ د الاتو غږول، د شعرونو ويل او ورزش کول هغه تفريح او مصروفیت دی چې له بستري شوېو معتادینو څخه د اعتیاد درد او خپګان هېروي. دې روغتون کې د بصير په نوم يو معتاد د عبدالصبور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا روغتیايي چارواکو د کرونا د پېښو د زیاتېدو ګواښ کړی

د امریکا متحده ایالاتونو د سلو میلیونو کسانو د واکسین هدف ته نږدې کړی.  روغتیايي چارواکي بیا د کاروبارونو د بیا پرانېستلو له امله د کرونا د پېښو د زیاتېدو ګواښ ورکوي.  تر اوسه پورې ۹۹ میلیونه او شپږ لکه امریکایانو چې د دغه هېواد ۳۰ فیصده نفوس دی لږ تر لږه یو ډوز کرونا واکسین ترلاسه کړی دی.  د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز د راپور له مخې د اپرېل تر لومړۍ نېټې ۵۶ میلیونه کسانو ته د واکسین دواړه ډوزونه تطبیق شوي.  کله چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د جنورۍ په شلمه سپېنې ماڼۍ ته ننوت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا برما کې مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی غندلی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په برما (میانمار) کې پر سوله ییزو مظاهره چیانو د زور زیاتي او د سلګونو ملکیانو وژنه په کلکه غندلې ده.  امنیت شورا په دې اړه د رایو په اکثریت یوه اعلامیه خپره کړې ده.  د یادې شورا په پرونۍ تصویب شوې اعلامیه کې د برما د ناسمې وضعې په اړه اندېښنه ښودل شوې او د مظاهره چیانو پر وړاندې د زور د کارولو او د ښځو او ماشومانو په شمول د سلګونو ملکیانو وژنه غندل شوې ده.  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لویدیځو هېوادونو غوښتل چې دې اعلامیه کې د راتلونکو احتمالي اقداماتو په اړه یادونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار چارواکي: سږ په ۸ ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د کوکنارو د بوټو اړول په ګرمو ولايتونو کې لومړی له ننګرهار ولايت څخه پيل شول. د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په لومړي پړاو کې د ننګرهار  ۸ ولسواليو کې ۱۸۰ جريبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوه. د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې د دې ولايت اتو ولسوالیو، په تېره بيا هغو سيمو کې ډېر کوکنار کرل شوي چې هلته جګړه روانه ده او د دولت د وسله والو مخالفينو نفوذ په کې ډېر دی، خو دا کښت د تېر کال پرتله لږ دی. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وويل، که څه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل پولیسو ۵ زره لیټره شراب او ۸۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي

پولیسو په کابل ولايت کې پنځه زره لېټره شراب او څو کيلوګرامه نور نشه يي مواد ونيول. لومړي عمليات چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل په شپاړسمه حوزه کې د نشه يي موادو جوړولو پر يوه کارخونه وکړل، په نتيجه کې يې پنځه زره لېټره شراب ونيول شول. د کابل د امنيه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډيو ته وويل، په دوهم ګام کې پولیسو تر اته سوه کيلوګرامه ډېر هيروئين او دوه کيلوګرامه ډېره ښيښه ونيوله. په پام کې وه چې دا نشه يي مواد له پغمان ولسوالۍ څخه کابل ښار ته قاچاق کړل شي.  د دې دوو قضيو په تړاو شپږ تنه هم نيول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

تخار کې پولیسو ۱۰۷ بوتله شراب نیولي

په تخار ولايت کې تر سلو بوتلو ډېر شراب ونيول شول. د تخار ولايت امنيه قوماندان اکرام الدین سريع ازادي راډيو ته وويل چې ۱۰۷ بوتله شراب چې خواجه بهاالدین ولسوالۍ ته قاچاق شوي او په پام کې وه له هغه ځايه رُستاق ولسوالۍ ته يووړل شي، پولیسو ونيول. د دې نشه يي موادو په تور دوه تنه نيول شوي او موټر يې هم ضبط شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

هرات ته او له پنجشیره کابل ته د ۴۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق مخه ونیول شوه

په هرات او پنجشير ولايتونو کې نژدې څلوېښت کيلوګرامه چرس د قاچاق کېدو پر مهال ونيول شول. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډيو ته وويل، یو تن چې غوښتل يې ۳۰ کيلوګرامه چرس هرات ښار ته قاچاق کړي، پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيو او تر لومړیو څېړنو وروسته يې عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړ. په دوهم ګام کې يو تن چې غوښتل يې ۱۷ کيلوګرامه چرس په يوه موټر کې له پنجشېر ولايت څخه کابل ته قاچاق کړي، پولیسو له نشه يي موادو سره یو ځای ونیو.

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د کرکټ شل اووریزه سیالۍ، په انځورونو کې

په کندهار کې په لومړي ځل د ملي لوبغاړو ترمنځ د کرکټ شل اوورېزه لوبه ترسره شوه چې نندارې ته یې په زرګونه کسان راغلې وو. دغه لوبه د پنجشنبې (د وري ۱۲مه) په ورځ د کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ د ملي او ځوانو لوبغاړو څخه د جوړ شوېو دوو لوبډلو 'کمال خان بند جوړونکي او کمال خان بند ساتونکي' ترمنځ ترسره شوه. ددې راپور انځوریزه بڼه دلته کتلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې په لومړي ځل د ملي لوبغاړو ترمنځ د کرکټ لوبه ترسره شوه

په کندهار کې په لومړي ځل د ملي لوبغاړو ترمنځ د کرکټ شل اوورېزه لوبه ترسره شوه چې نندارې ته یې په زرګونه کسان راغلې وو. دغه لوبه د پنجشنبې (د وري ۱۲مه) په ورځ د کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ د ملي او ځوانو لوبغاړو څخه د جوړ شوېو دوو لوبډلو 'کمال خان بند جوړونکي او کمال خان بند ساتونکي' ترمنځ ترسره شوه. په دې اړه پام وکړئ یوه تفصیلي راپور ته، د اورېدو لپاره یې لاندې لېنک کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې د نشه يي توکو يوه فابريکه ويجاړه شوه

په ننګرهار ولایت کې د نشه يي موادو يوه فابريکه ويجاړه شوه. له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د وري میاشتې پر ۱۱مه نېټه د هوايي ځواکونو په همکارۍ د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د هيروئینو يوه کارخونه تخريب شوه. د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادي راډيو ته وويل چې له دې کارخونې ۲۵۷۵ کيلو ګرامه تارياک، ۲۴۰ لېټره مورفين، سل کيلو ګرامه کېمياوي مواد او نور هغه وسايل تر لاسه شول چې د هيروئينو په جوړولو کې کار ځینې اخېستل کېده.   دا نشه يي او کېمياوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا چارواکي: څمکنیو کې د وسلو ډېپو له منځه ولاړه چرس هم ونیول شول

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، پولیسو د وسلو د یوې ډېپو د له منځه وړلو سربېره هغه چرس هم نیولي چې وسله والو طالبانو غوښتل له کرښې یې هغې غاړې ته د پلور لپاره واړوي او په پیسو یې وسلې راونیسي. د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري ازادي راډیو ته وویل چې ۲۰۵ کیلوګرامه دغه چرس یې د پنجشبې (د وري ۱۲مه) په ورځ د دې ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې له یوه موټر سره یو ځای نیولي او په تړاو یې دوه شکمن کسان هم نیول شوي دي. امیري زیاتوي، د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غور والي: د طالبانو په کمین کې ۶ تنه ټپیان شوي

د غور د والي ۵ ساتونکي او په دغه ولایت کې د ملي ټلوېزیون یو کمره مین پرون پنجشنبه (د وري ۱۲مه) ماښام ناوخته په یوه برید کې ټپیان شول. د غور والي عبدالظاهر فیض زاده، ازادي راډیو ته وویل، پرون د امنیتي پوستو د څارلو لپاره د فېروزکوه ښار لویدیځ ته تللي و چې طالبانو پرې غلچکی برید وکړ او په نتیجه کې یې د ده ۵ ساتونکي او د غور د ملي ټلوېزیون کمره مین ژوبل شول. د غور د والي په وینا په دې برید کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي. د غور والي وايي چې دې نښته کې د ده موټر او یو رېنجر ویجاړ شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د اتلانو لیګ؛ فاریاب خراسان- تخار ساحل څپه سره لوبیږي

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د دوهم پړاو د سیالیو په دوام کې نن جمعه (د وري ۱۳مه) د فاریاب خراسان او د تخار د ساحل څپه لوبډلې مخامخ کېږي.  د دې سیالۍ په اړه چې په مزارشریف ښار کې کېږي، د فوټبال د فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل: "​نن په بلخ کې مسابقه کېږي او په دې لسمه مسابقه کې د فاریاب خراسان او د تخار د ساحل څپه لوبډلې مخامخ کېږي."  د دې سیالیو درېیم پړاو به په هرات کې وي.


В Подмосковье арестован стрелявший в полицейского велосипедист

Сложно поверить, но Рокоссовского арестовали по доносу с обвинением в измене: Маршал даже представить не мог кто это сделал!

Суд в Москве арестовал замгубернатора Тюменской области Вахрина по делу о взятке

Насколько выросли цены в «Яндекс.Такси» за год и сколько получают водители



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Ташуев положительно оценил работу Карпина в сборной России

В Подмосковье поздравили сотрудников учреждений с Днем социального работника

Самолет смог вылететь из Бишкека в Москву из-за птиц

«Рука Москвы» атаковала Disney и BabyTV прямо в космосе – Bloomberg

Музыкальные новости

Новости и Культура, Дети и Россия: кукольный Театр Ульгэр выступил в Улан-Улан-Удэ в Этнографическом музее народов Забайкалья перед детьми и родителями в семейный праздник

Собянин рассказал о главных возможностях для развития Москвы

Concord is skipping free-to-play and pulling a Helldivers 2 instead: $40 for the full game with all 16 heroes at launch

Юлия Пересильд, московский Театр на Таганке, ММОМА – участники 3-его фестиваля «Территория. Красноярск» раскрывают грани современного искусства

Новости России

За 6 лет в Москве построят объекты суммарной площадью 14,6 миллиона квадратных метров

Сложно поверить, но Рокоссовского арестовали по доносу с обвинением в измене: Маршал даже представить не мог кто это сделал!

В Подмосковье арестован стрелявший в полицейского велосипедист

Успенская подала иск к Киркорову, который назвал ее "попрошайкой"

Экология в России и мире

Фонд «Восход» выпустил на «Атомайз» первые в России венчурные ЦФА

«В девять лет я уже был очень любвеобильным». Актер Михаил Богдасаров вспомнил детство в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3  

Купаться надо уметь: правила, которые сохранят вам жизнь

Приглашенные солистки выступят в опере «Руслан и Людмила»

Спорт в России и мире

Андреевой предрекли борьбу за топ-10 рейтинга WTA в текущем сезоне

Зверев сыграет с Алькарасом в финале "Ролан Гаррос"

Соболенко, проигравшая Андреевой, потеряет 2-е место в рейтинге WTA по итогам «Ролан Гаррос», уступив его Гауфф

Джокович снялся с Открытого чемпионата Франции по теннису

Moscow.media

В этом году планируют заключить контракт на реконструкцию еще одного участка трассы Р-23 в Ленобласти

В Забайкалье пятерых мигрантов задержали за групповое изнасилование девочки-подростка

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: В Московском регионе более 62 тысяч семей распорядились материнским капиталом через банки

Гора Бабырган







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *