Мы в Telegram
Добавить новость
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Апрель
2021

Новости за 08.04.2021

Pa.azadiradio.com 

اذربایجان له ترکیې سره ګډ پوځي تطبیقات پیل کړل

اذربایجان له ترکیې سره ګډ دوه ورځني پوځي تطبیقات پیل کړي دي. اذري چارواکو ویلي چې د دې تطبیقاتو هدف د دواړو هېوادونو د وسله‌والو ځواکونو ترمنځ د تماسونو پیاوړي کول دي.  د اذربایجان د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې هدف د پوځي پرېکړو په برخه کې د وړتیا لوړول او د جګړې د ډګر د قوماندانانو د نوښت او ادارې د مسلکي وړتیاوو لوړول دي.  ترکیې د دې پوځي تطبیقاتو په اړه تبصره نه‌ده کړې.  دا پوځي تمرینونه چې پرون اعلان شول، نږدې پنځه میاشتې وروسته له هغه پیلېږي چې اذربایجان له ارمنستان سره د نګورنو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سولي لپاره د ولسمشر غني د طرحې مهم ټکي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولي لپاره د خپل پروګرام د وړاندي کولو پر مهال یو ځل بیا تر وخت مخکي انتخاباتو له لاري د واک پر لیږد ټینګار وکړ. اشرف غني دغه راز د اوسنیو دولتي چارواکو په حضور سره د سولي حکومت د جوړیدو وړاندیز وکړ ، خو ویویل چې انتخابات باید د نړیوالو بنسټونو لخوا مدیریت شي ، نه د سولي حکومت له لوري. طالبانو چې تراوسه یې لا ندي ویلي چې راتلونکې میاشت د استانبول په غونډه کې ګډون کوي که نه ، د غنې دا طرح رد کړې ده. د ولسمشر اشرف غني د خبرو یوه برخه چې د افغانستان د ملي راډیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت کې د کرونا ضد واکسین کمپاین پیل شو

په داسې حال کې چې په نړۍ او سیمه کې د کرونا یوې بلې څپې زور اخیستی، د افغانستان په لوړو زده‌کړو وزارت کې د کرونا ضد واکسین کمپاین پيل شو. د کمپاین په لومړۍ ورځ (پنجشنبه) د لوړو زده‌کړو وزیر او د مرستیالانو په ګډون‌یې د دغه وزارت رهبرۍ ته کرونا واکسین تطبیق شو. د لوړو زده‌کړو وزیر عباس بصیر وايي چې لومړی به د وزارت رهبري، ورپسې په مرکز کابل کې د پوهنتون استادان او بیا محصلینو ته دغه واکسین ورکړل شي او بیا به‌یې لړۍ ولایتونو ته هم وغځول شي. ښاغلي بصیر هیله وښوده چې د کرونا واکسین به د لوړو زده‌کړو په نظام کې ټولنیز خوندیتوب سره مرسته وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولې د اسد قیصر الوتکې ته د حامد کرزي هوايي ډګر کې د کېناستو اجازه ورنه‌کړل شوه؟

د امنیتي ګواښونو له امله د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر چارواکو د پاکستان د ملي شورا مشر اسد قیصر او ورسره مل پلاوي الوتکې ته په دې هوايي ډګر کې د کېناستو اجازه ورنه‌کړه. که څه هم د ښاغلي قیصر الوتکه د افغانستان فضا ته داخله شوې وه، خو دغې الوتکې ته د کېناستو اجازه ورنه‌کړل شوه. ټاکل شوې وه چې ښاغلی قیصر نن پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۱۹» د یو ۱۶ کسیز پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په خپل ټویټر لیکلي: "د کابل په هوايي ډګر الوتکه د کېناستو په حال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یما سیاووش او د کابل ښار د پنځمې حوزې د امر د وژلو په تور ۱۰ کسان ونیول شول

د پخواني خبریال یما سیاووش او د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې د امر د وژلو په تور ۱۰ کسان ونیول شول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغې ۱۰ کسیزې ډلې د کابل ښار په ډېری حملو کې لاس درلود او په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی. د دغه وزارت ویاند طارق ارین د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۹» په کابل کې په داسې حال کې چې تورن کسان‌یې د رسنیو ته وښودل، وویل: "دغو کسانو پر امنیتي ځواکونو، قاضیانو، څارنوالانو، یما سیاووش، د پولیسو د پنځمې حوزې پر امر (کوچي) د حملو اعتراف کړی دی. همدا شان‌یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: د اسد قیصر الوتکې ته کابل کې د کېناستو اجازه نه‌ده ورکړل شوې

پاکستان وايي، د دغه هېواد د ملي جرګې د رئيس او ورسره ملګري پلاوي الوتکې ته اجازه نه‌ده ورکړل شوې چې په کابل کې د حامد کرزي پر هوايي ډګر کېني.  د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان وویل، ټاکل شوې وه چې د پاکستان د ملي جرګې د رئیس اسد قیصر په مشرۍ ۱۶ کسیز پلاوی نن کابل ته لاړ شي، خو له نیمې لارې بېرته اسلام‌اباد ته ګرځېدلای دی.  دی وايي، الوتکه د افغانستان حدودو ته رسېدلې وه، خو له حامد کرزي هوايي ډګره ورته وویل شول چې بېرته وګرځي.  ویل شوي چې د امنیتي اندېښنو له کبله د پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندز کې یوه ټرافیکي پېښه کې یو مړ او ۲۳ نور ژوبل شوي

په کندز ولایت کې نن په یوه ټرافیکي پېښه کې تر ۲۰ ډېر کسان ژوبل شوي او یو تن هم مړ دی.  د کندز ولایت د حوزوي روغتون رئیس ډاکتر نعیم منګل ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه سهار شااوخوا ۹ بجې په ابدان دښته کې شوې ده.  د ښاغلي منګل په وینا روغتون ته ۲۳ ټپیانو وروړل شوي چې د هغو په منځ کې ۱۵ ښځې، ۵ ماشومان او نور سړي دي.  د پېښې د څرنګوالي په اړه د ټپیانو یو خپلوان وايي چې دوی په یو ټونس پیکپ موټر کې له ارچي ولسوالۍ څخه راتلل چې په لار کې د موټر ټاير بچ شو او له دې کبله چې د موټر سرعت زیات و، چپه شو.

Pa.azadiradio.com 

د بشر حقونو د څار سازمان: د افغان سولې په بهیر کې دې د ښځو ګډون یقیني شي

د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان یوه تازه اعلامیه خپره کړې او د ملګرو ملتونو سازمان چارواکي او امریکا چې د افغان سولې د بهیر له ښکېلو اړخونو څخه دي، دوی یې مخاطبین کړي چې باید د افغان سولې په بهیر کې دې د ښځو ګډون یقیني کړي. ‎دغه سازمان ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو سازمان چارواکي دې د سولې پروسه کې د افغان ښځو د ګډون لپاره جدي کار وکړي. ‎د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مسوولې هدر بار په دې اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره خبرو کې وویل: "د بشري حقونو د څار سازمان ژوره اندېښنه لري چې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اکاش چوپړا: راشد خان به 'ای.پي.اېل' کې زیاتې وېکټې ترلاسه کړي

د کرکټ لوبې پخوانی لوبغاړی او اوسنی مبصر اکاش چوپړا ویلي، راشدخان به راتلونکي 'ای.پي.اېل' کې زیاتې وېکټې ترلاسه کړي. نوموړي یې دلیل دا ښودلی چې راشدخان سږکال په داسې ویشتن ځایونو لوبې کړي چې سپېن بالېنګ ته خورا مساعد و. د اکاش چوپړا په خبره راشدخان خپلې لومړنۍ پنځه سیالۍ په چینای ایالت کې کوي چې د هغه ځای پیچونه د سپېن بالېنګ لپاره خورا برابر دي. د هغه په خبره، خان به ۴ نورې لوبې د ډیلي ښار په ویشتن ځایونو کې ترسره کړي چې دا پیچونه هم د سپېن بالر لپاره ملاتړي دي. د 'ای.پي.اېل' لوبې سبا جمعه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نجونو د باسکېټ‎ بال سیالۍ؛ کابل الف لوبډلې کندهار ته ماتې ورکړه

په کابل کې د نجونو د باسکېټ‎بال سیالیو په دوهمه ورځ د کابل الف لوبډلې د کندهار لوبډلې ته ماتې ورکړه. د افغانستان د ملي المپیک کمېټې غړي مجیب قاري زاده نن پنجشنبه(د وري ۱۹مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ تېره ورځ د ۷ لوبډلو ترمنځ پیل شوې. د هغه په خبره، له کابله دوه او له هرات، غزني، کندهار، بلخ او بامیان ولایتونو څخه یوه-یوه لوبډله په دې سیالیو کې ګډون لري. د ښاغلي قاري زاده د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ پنځه ورځې دوام کوي چې هدف یې هم د ملي ټیم لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د فوټسال روزونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شوی

د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، په کابل کې یې د فوټسال د روزونکو د ظرفیت لوړونې په هدف روزنیز ورکشاپ پیل کړی. د دې فدراسیون ویاند فیروز مشهوف نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه روزنیز ورکشاپ چې نن پیل شوې هدف یې د روزونکو لپاره د سیالیو پرمهال د لوبڅارۍ نوي طریقو ښودنه او ظرفیت لوړونه ده. د هغه په خبره، په دې ورکشاپ کې ۲۶ روزنکي ګډون لري چې د افغانستان د فوټسال برخې روزونکي د عبدالرازق ممرک او د فوټسال نړېوالو روزونکو په لارښوونه پرمخ وړل کېږي. د افغانستان د فوټبال فدارسیون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کېم جونګ اونګ: شمالي کوریا تر ټولو په بد حالت کې دی

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اونګ اعتراف وکړ چې هېواد یې تر ټولو په بد حالت کې دی.  ده چې په پیونګ یانګ کې د خپل واکمن ګوند په یوه ستره غونډه کې وینا کوله، وویل: "د خلکو په ژوند کې د ښه والي راوستل ان تر ټولو په ممکن بد حالت کې چې موږ اوس ورسره مخامخ یوو او پر راز-راز او سترو ننګونو برلاسه کېدا د ګوند د غړیو له فعالیت سره تړلې چارې دي."  د چارو کتونکي وايي چې د شمالي کوریا مشر چې د واکمنۍ لسیزه یې پوره کېدو ته نژدې ده، له خورا سختو چلېنجونو سره مخامخ دی.

Pa.azadiradio.com 

کابل ته د پاکستان د ولسي جرګې د رئيس سفر وځنډېد

کابل ته د پاکستان د ولسي جرګې د رئيس سفر وځنډېد.  ټاکل شوې وه اسد قیصر د خپل هېواد د ولسي جرګې د شپاړلس کسیز پلاوي په مشرۍ نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه) کابل ته راشي.  که څه هم پاکستان تراوسه پورې د اسد قیصر د سفر د ځنډېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو یو شمېر سیمه ییزو رسنیو ویلي چې د پاکستاني پلاوي د سپرلۍ الوتکه د افغانستان خاورې ته داخله شوه، خو د امنیتي دلایلو بېرته پاکستان ته ستنه شوه.

Pa.azadiradio.com 

جرمني ۲۰ پناه غوښتونکي افغانستان ته ستانه کړل

جرمني پرون چهارشنبه(د وري ۱۸مه)  ۲۰ تنه نور افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته ولېږل.  د 'ډي.پي.اې' خبري اژانس د راپور له مخې، دا افغانان پرون چهارشنبه د سهار په ۶ بجو او ۴۰ دقیقو کابل ته ورسېدل.  دا د ۲۰۱۶ میلادي کال له دسمبره له جرمني څخه خپل هېواد ته د ستنول شوېو افغانانو ۳۸ مه جوپه ده.  تراوسه پورې یو زرو ۳۵ تنه هغه افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استول شوي چې د جرمني د چارواکو په وینا د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د کندهار پر هوايي ډګر د طالبانو برید؛ امریکا: دا پېښې د سولې خبرې ماتې سره مخ کوي

د امریکا دفاع وزارت د طالبانو له‌خوا پر کندهار هوايي ډګر پرونی (چهارشنه-د وري ۱۸مه)توغندیز برید غندي او وايي، دا ډول حملې به تاوتریخوالی زیات کړي. طالبان وايي، پر کندهار هوايي ډګر یې ګڼ شمېر توغندي توغولي او خپله موخه یې وېشتې ده. خو د پنټاګون ویاند جان‌کربي وايي، دا توغندي له هوايي ډګر لېرې پرېوتي او مرګ‌ژوبله نه لري. په افغانستان د امریکايي عسکرو یو لوړ پوړي چارواکي هم ازادي راډیو ته ومنله چې پر هوايي ډګر برید شوی، خو مرګ‌ژوبله نه لري. پنټاګون دا برید پارونکی بولي او زیاتوي، دا ډول پېښې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

څېړنه: امریکا کې د فیسبوک لیدونکي کم شوي

د پیو نظرپوښتونکې موسسې د تازه څېړنې پر اساس د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د فیسبوک لیدونکي کم شوي دي.  د پیو موسسې په نظرپوښتنه کې چې د اپریل په لومړیو کې یې کړې، ښودل شوي چې په امریکا کې په سلو کې ۶۷ فسبوک او په سلو کې ۷۲ یوه بله ټولنیزه شبکه ګوري.  د دې نظرپوښتنې له مخې، که څه هم د فسبوک لیدونکي د پام وړ کم شوي نه دي، خو د فسبوک پر وړاندې د ټېک ټاک په شان ځینې نورې سیالې ټولنیزې شبکې پیدا شوي دي.   د فسبوک په سلو کې ۷۰ کاروونکي وايي، د ورځې یو وار او کابو ۴۹ سلنه نور وايي چې د ورځې څو واري دا شبکه ګوري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا مېشتي ایراني فعالان: بایډن دې د ایران پر وړاندې پالیسي سخته کړي

درې سوه امریکا مېشتو ایراني فعالانو په یوه لیک کې د متحدو ایالاتونو له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې د ایران پر وړاندې سختې پالیسۍ ته دوام ورکړي.  دغو مدني فعالانو او د پوهنتونونو استادانو په یوه ګډ بیان کې د ایران د حکومت اقداماتو، د بشري حقونو سابقې، په هېواد کې دننه او بهر د مخالفانو ځپلو ته په اشارې د امریکا له ولسمشره غوښتي چې د یوه سیکولر، دموکراتیک او نااټمي جمهوریت لپاره د ایران د خلکو د هیلې کلک او فوري ملاتړ وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د سرپل له ۲۵۰۰ بزګرانو سره نغدي مرستې کېږي

د سرپل ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، دې ولایت کې د شااوخوا ۲۵۰۰ بزګرانو سره د خوړو نړېوال سازمان یا "FAO" او اکټېډ "ACTID" دفترونو له لوري نغدي مرستې کېږي. د دې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې دغه لړۍ پرون چهارشنبه(د وري ۱۸مه) پیل شوی او هغه بزګرانو ته دغه مرستې ورکول کېږي چې په طبیعي پېښو کې یې خپل څاروي او بزګري لاسه ورکړي وي. د دغه ریاست د معلوماتو له مخې هر بزګر ته په لومړي پړاو کې ۵۰ ډالره ورکول کېږي. له دې وړاندې هم دغو بزګرانو ته د کیمیاوي کوډ ترڅنګ د غنمو تخم مرسته شوې وه.

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د اوړو د تولید یوه کارخونه جوړه شوه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په کندهار ولایت کې د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوړو د تولید یوه کارخونه جوړه شوه. د دې وزارت ویاند فواد احمدي نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه کارخونه چې په ۱۳۹۷ کې جوړه شوې وه، خو د ځينو ستونزو له امله یې کار پڅ روان و. ښاغلی احمدي وايي، د سوداګرۍ وزارت په همکارۍ سره دغه کارخونه اوس مهال په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۰ تنه اوړو د تولید توان لري. هغه وايي، د دې کارخونې په فعالیت سره شااوخوا ۳۰ کسانو ته د کار زمینه برابر شوې. د دې وزارت د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تېرکال افغانستان کې کابو ۳ میلیونه د حیواناتو پوستيکي تولید شوي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په دې هېواد کې په تېر ۱۳۹۹ لمریز کال کې شااوخوا ۳ میلیونه د حیواناتو پوستيکي تولید شوي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه) ازادي راډيو ته وویل، د دې وزارت د معلوماتو له مخې تېر ۱۳۹۹ کال کې په هرات، سرپل، غزني، پروان، بغلان، فاریاب، کندز، کندهار او فراه ولایتونو کې د حیواناتو پوستيکي زیات تولید شوي دي.  د ښاغلي رستمي په خبره، ترلاسه شوي پوستیکي د قره قل په ګډون د غواګانو، پسونو، وزو او هوسۍ ګانو دی چې په اوس وخت کې د خرڅلاوو تود بازار لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: غزني کې د امان الله خان د ماڼۍ رغنیزې چارې ۹۸ سلنه مخته تللي

د غزني له مرکزه کابو ۱۳۰ کیلومترۍ لېرې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره مقر ولسوالۍ کې د غازي امان الله خان ماڼۍ موقعیت لري.  دغه درې پوړیزه ماڼۍ کابو ۹۵ کاله وړاندې د وخت باچا غازي امان الله خان په ځانګړي سپارښتنه د یو لړ موخو لپاره جوړه شوې وه، خو د تېرې ۱۴مې پېړۍ په وروستۍ نیمايي کې د کورنیو جګړو له امله سخته زیانمنه شوه.  چارواکي وايي، اوس یې بېرته رغنیزې چارې په بشپړېدو دي.  د غزني د والي ویاند  واحدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل، د یادې ماڼۍ د بیارغونې چارې په ۱۳۹۸ کال کې پیل شوې وې:... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار چارواکي: تېر یوه میاشت کې کابو ۱۳۰ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي

د میرویس حوزوي روغتون نوکریوال ډاکټر وايي، خوارځواکي یا سوېې تغذيه هغه ناروغۍ ده چې د ماشومانو په وجود کې د غذايي موادو د کمښت له امله رامنځته کېږي. دې روغتون کې بستره یوه ماشومه نجلۍ چې په خوارځواکۍ اخته شوې، مور یې ستار وايي، دا يې دوهمه لور ده چې په خوارځواکۍ اخته شوې: "موږ د خپلې ډوډۍ پیسې لا درلودې،ما د دې ماشومې شېدې له کومه کړي وای، خپلې شیدې نه لرم، زموږ خلک خپلو ښځو ته نه پیچکاري ور پریږدي او نه هم نور درمل وايي، داګناه لري." زرغونه يوه بله مېرمن ده چې لور يې په خوار ځواکۍ اخته شوې وايي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غني: افغانستان کې د سولې لپاره بې ساری فرصت رامنځته شوی

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، په هېواد کې د سولې لپاره یو داسې بې ساری فرصت رامنځته شوی چې په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې نه وو رامنځ ته شوی.  ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون(چهارشنبې-د وري ۱۸مه) په ارګ کې د سولې لپاره د خپلې طرحې د تشریح کولو پر مهال وکړې او وېې ویل چې د ترکیې د غونډې او له امریکایي لوري سره د نورو بحثونو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.  غني وویل، د ترکیې غونډې ته به له بشپړ چمتووالي سره ځي، خو هلته یوازې له طالبانو سره د سولې یوه جوړجاړي ته رسېدل مطرح نه دي، بلکې افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بشري حقونو سازمان ترکیې غونډه کې د افغان مېرمنو د بشپړ غوښتنه کوي

د بشري حقونو د څار سازمان هېومن رایټس واچ د ترکیې په راتلونکې غونډه کې د افغان ښځو د بشپړ ګډون غوښتنه کوي.  دې سازمان پرون چهارشنبه (د وري ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو له چارواکو وغوښتل چې دا ژمنه دې چې افغان مېرمنې به د دې غونډې په اساسي خبرو کې بشپړ ګډون کوي، په ښکاره وکړي نه دا چې دا ډول ژمنې په هغو حاشیوي غونډو کې وکړې چې ترڅنګ یې د مدني ټولنو ډلو ته ځانګړې شوي دي.  د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د ترکیې په غونډه کې به چې ویل کېږي د اپریل په ۱۶مه نېټه به جوړه شي، د افغانستان د دولت چارواکي او د طالبانو استازي ګډون وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانيا: اسټرازینیکا دې تر ۳۰ کلونو کم عمره لویانو ته نه ورکول کېږي

بریتانوي چارواکو سپارښتنه کړې چې د کووېډ- ۱۹ ضد اسټرازینیکا واکسین دې تر ۳۰ کلونو کم عمره لویانو ته نه ورکول کېږي، ځکه شواهدو ښودلې چې ښایي د دغه واکسین ډوز د وینې له غوټه کېدو سره تړاو ولري.  د غه سپارښتنه داسې مهال کېږي چې د اروپایي ټولنې د درملو د تنظیم ادارې وویل چې د وینې د غوټې کېدو ډېرې نادرې پېښې ښایي د اسټرازینیکا له جانبي عوارضو څخه وي خو دې ادارې بیا هم ټینګار وکړ چې د دغه واکسین ګټې د هغه له خطرونو زیاتې دي.  یو شمېر هېوادونو خپلو ځوانو وګړو ته د دغه واکسین کارول تېره میاشت د لنډې... Читать дальше...


Под Петербургом в результате ДТП с фурой и автобусом пострадали пять человек

Baza: в Люберцах прозвучал взрыв

Ракета, которую ждали! Как товарищ Ын помог представить ВКС новое оружие для Ту-160М. Ракету Х-БД, способную обнулить почти всю ПРО Запада 1

Необычный дресс-код: в Москве полиция остановила пижамную вечеринку мигрантов



Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Массовый сбой в работе Telegram затронул США и Европу

Необычный дресс-код: в Москве полиция остановила пижамную вечеринку мигрантов

В Москве полиция задержала граждан ближнего зарубежья в игривых пижамах

Ракета, которую ждали! Как товарищ Ын помог представить ВКС новое оружие для Ту-160М. Ракету Х-БД, способную обнулить почти всю ПРО Запада 1

Музыкальные новости

Фонд «Восход» выпустил на «Атомайз» первые в России венчурные ЦФА

Яндекс, А.С. Пушкин, Святой Ленин ведут следствие. Настоящая сенсация! 225 лет А.С. Пушкину.

На пленарном заседании ПМЭФ-2024 Владимир Путин дал оценку состояния российской экономики и обозначил ориентиры на будущее

Пиар Менеджер для Артистов, Музыкантов, Композиторов, Актеров, Поэтов, Писателей, Моделей, Дизайнеров, людей любых творческих профессий и брендов!

Новости России

Суд проведет слушание дела о взятках генералов Петербурга 20 июня в Москве

Maserati, сбивший двух детей в Подмосковье, ехал со скоростью 280 км/ч

РИА Новости: эксперт счел сбои в Telegram внутренней проблемой мессенджера

«Больниц теперь не боюсь». Стебунов рассказал о травме, изменившей его жизнь

Экология в России и мире

Пошив костюма по индивидуальным размерам

Фонд «Восход» выпустил на «Атомайз» первые в России венчурные ЦФА

Производители кроссовок New Balance и Under Armour подали около 1000 исков к российским продавцам

Купаться надо уметь: правила, которые сохранят вам жизнь

Спорт в России и мире

Теннисист Медведев снялся с турнира ATP в Нидерландах из-за травмы

Теннисистка Андреева заявила, что хочет войти в топ-20 рейтинга WTA ради собаки

Экс-теннисист Ольховский: российские теннисисты выступили ниже ожиданий

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема

Moscow.media

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: С начала года более 4,7 тысячи жителей Московского региона оформили страховую пенсию в автоматическом режиме на портале госуслуг

Военные следователи провели рейд по бывшим мигрантам в Керчи

Ученые нашли «выключатель» болезни Паркинсона

В Москве арестовали бывшего замглавы Росприроднадзора по делу о мошенничестве







Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *