د افغانستان کورنیو چارو وزارت: تېره نږدې یوه میاشت کې ۶۰ ملکیان وژل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره نږدې یوه میاشت کې په دې هېواد کې ۶۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۶۴ نور ټپیان شوي چې په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د دې وزارت چارواکي د ۱۴۰۰ کال په لومړۍ میاشت کې د ملکي تلفاتو کچه د تېر کال د لومړۍ میاشتې په پرتله زیاته ښیي. د دې وزارت سرپرست وزیر حیاتالله حیات په ننګرهار کې د جمهوریت په ملاتړ یوې ولسي غونډې ته نن دوشنبه «۱۴۰۰ کال د وري ۲۵» د خپلې وینا پر مهال وویل: "په دې حساسو شرایطو کې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې خاورې د ساتنې لپاره... Читать дальше...